external-link copy
43 : 2

وَاَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتُوا الزَّكٰوةَ وَارْكَعُوْا مَعَ الرّٰكِعِیْنَ ۟

او تاسو د ارکانو، واجباتو او سنتو په پوره کولو سره لمونځ ادا کړئ او د هغو مالونو زکات وباسئ کوم چې الله تعالی ستاسو په لاسونو کې درکړي دي او الله تعالی ته د محمد صلی الله علیه وسلم د امت له عاجزي کوونکو سره عاجزي وکړئ. info
التفاسير: |
Insegnamenti tratti dai versetti:
• من أعظم الخذلان أن يأمر الإنسان غيره بالبر، وينسى نفسه.
له لویې رسوایي څخه یوه دا ده چې انسان نورو ته د نېکۍ لارښوونه کوي او خپل ځان هېروي. info

• الصبر والصلاة من أعظم ما يعين العبد في شؤونه كلها.
صبر او لمونځ له هغو اوچتو کړنو څخه دي چې د ژوند په ټولو چارو کې له بنده سره مرسته کوي. info

• في يوم القيامة لا يَدْفَعُ العذابَ عن المرء الشفعاءُ ولا الفداءُ، ولا ينفعه إلا عمله الصالح.
د قیامت په ورځ به نه سپارښت کوونکي او نه فدیه ورکول له انسان څخه عذاب لرې کړي او له نیک عمل پرته به هېڅ شی ورته ګټه ونه رسوي. info

بقره