Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu dell'Abbreviata Esegesi del Nobile Corano

external-link copy
50 : 2

وَاِذْ فَرَقْنَا بِكُمُ الْبَحْرَ فَاَنْجَیْنٰكُمْ وَاَغْرَقْنَاۤ اٰلَ فِرْعَوْنَ وَاَنْتُمْ تَنْظُرُوْنَ ۟

او زمونږ له نعمتونو څخه دا هم یاد کړئ چې مونږ ستاسې لپاره سمندر څیرې کړ او تاسو ته مو پکې وچې لارې جوړې کړې، تر څو تاسې پر هغو لاړ شئ، نو تاسو مو وژغورلۍ او ستاسې پر وړاندې مو ستاسو دښمن فرعون او د هغه پیروان په اوبو کې ډوب کړل چې تاسو ورته کتل. info
التفاسير:
Alcuni insegnamenti da trarre da questi versi sono:
• عِظَمُ نعم الله وكثرتها على بني إسرائيل، ومع هذا لم تزدهم إلا تكبُّرًا وعنادًا.
پر بني اسرائیلو د الله تعالی د نعمتونو لویوالی او ډېروالی، چې سره له دې هم د دوی لویي او سرکشي لا زیاته شوه. info

• سَعَةُ حِلم الله تعالى ورحمته بعباده، وإن عظمت ذنوبهم.
د الله تعالی د صبر او رحم پراخوالی پر بندګانو باندې، که څه هم چې د دوی ګناهونه ډېر وي. info

• الوحي هو الفَيْصَلُ بين الحق والباطل.
وحیه د حق او باطل تر منځ فیصله کوونکې ده. info