Traduzione dei Significati del Sacro Corano - TRADUZIONE PASHTU dell’Esegesi Sintetica del Nobile Corano

external-link copy
55 : 2

وَاِذْ قُلْتُمْ یٰمُوْسٰی لَنْ نُّؤْمِنَ لَكَ حَتّٰی نَرَی اللّٰهَ جَهْرَةً فَاَخَذَتْكُمُ الصّٰعِقَةُ وَاَنْتُمْ تَنْظُرُوْنَ ۟

او یاد کړئ هغه وخت چې کله ستاسو پلرونو په ډېرې بې باکۍ (جسارت) موسی علیه السلام ته وویل: هېڅکله به مونږ ستا پر خبرو باور ونه کړو ترهغو چې الله په ښکاره ونه وینو، چې له مونږ څخه پټ نه وي، نو یوه سوزونکی اور را ونغاړلئ، او ویې ووژلئ چې تاسې یو بل ته کتل. info
التفاسير: |
Insegnamenti tratti dai versetti:
• عِظَمُ نعم الله وكثرتها على بني إسرائيل، ومع هذا لم تزدهم إلا تكبُّرًا وعنادًا.
پر بني اسرائیلو د الله تعالی د نعمتونو لویوالی او ډېروالی، چې سره له دې هم د دوی لویي او سرکشي لا زیاته شوه. info

• سَعَةُ حِلم الله تعالى ورحمته بعباده، وإن عظمت ذنوبهم.
د الله تعالی د صبر او رحم پراخوالی پر بندګانو باندې، که څه هم چې د دوی ګناهونه ډېر وي. info

• الوحي هو الفَيْصَلُ بين الحق والباطل.
وحیه د حق او باطل تر منځ فیصله کوونکې ده. info