Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu dell'Abbreviata Esegesi del Nobile Corano

external-link copy
66 : 22

وَهُوَ الَّذِیْۤ اَحْیَاكُمْ ؗ— ثُمَّ یُمِیْتُكُمْ ثُمَّ یُحْیِیْكُمْ ؕ— اِنَّ الْاِنْسَانَ لَكَفُوْرٌ ۟

او الله تعالی هغه ذات دی چې تاسې یې راژوندي کړي یاست وروسته لدې نه چې تاسې نه وئ، بیا به مو مړه کوي کله مو چې عمرونه ختم شي، بیا به مو بېرته راژوندي کوي وروسته دمړه کولو ستاسو نه د دې لپاره چې ستاسې په عملونو درسره حساب کتاب وکړي، او په هغه درله بدلې درکړي، بېشکه انسان خامخا ډیر ناشکره دی د الله تعالی نعمتونو لره -سره لدې نه چې هغه ښکاره دي- داسې چې د هغه سره د بل چا بندګي هم کوي. info
التفاسير:
Alcuni insegnamenti da trarre da questi versi sono:
• من نعم الله على الناس تسخير ما في السماوات وما في الأرض لهم.
په بندګانو باندې د الله تعالی د نعمتونو څخه دا دي چې هغوی لره تابع کرځوي هغه څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي. info

• إثبات صفتي الرأفة والرحمة لله تعالى.
الله تعالی لره د نرمۍ کولو او مهربانۍ کولو صفتونو ثبوت. info

• إحاطة علم الله بما في السماوات والأرض وما بينهما.
د الله تعالی د علم راګېرول هغه څه لره چې په اسمانونو او ځمکه کې دي او هغه څه چې د دې دواړو ترمنځ دي. info

• التقليد الأعمى هو سبب تمسك المشركين بشركهم بالله.
د مشرکېنو الله تعالی سره د شرک کولو سبب ړوند تقلید وو. info