Check out the new design

Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu dell'Abbreviata Esegesi del Nobile Corano * - Indice Traduzioni


Traduzione dei significati Sura: An-Nûr   Versetto:
وَاِذَا بَلَغَ الْاَطْفَالُ مِنْكُمُ الْحُلُمَ فَلْیَسْتَاْذِنُوْا كَمَا اسْتَاْذَنَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— كَذٰلِكَ یُبَیِّنُ اللّٰهُ لَكُمْ اٰیٰتِهٖ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟
او کله مو چې ماشومان د بلوغ عمر ته ورسېدل؛ نو هغوی دې د خپلو مشرانو غوندې په ټولو یاد شويو وختونو کې د ننوتلو پرمهال اجازه وغواړي، لکه څرنګه چې الله د اجازې غوښتلو حکمونه بيان کړل، همدارنګه تاسو ته خپل آيتونه بيانوي، الله د خپلو بنده ګانو پر ګټو ښه پوه دی او څه يې چې هغوی ته روا کړي په هغو کې د حکمت څښتن دی.
Esegesi in lingua araba:
وَالْقَوَاعِدُ مِنَ النِّسَآءِ الّٰتِیْ لَا یَرْجُوْنَ نِكَاحًا فَلَیْسَ عَلَیْهِنَّ جُنَاحٌ اَنْ یَّضَعْنَ ثِیَابَهُنَّ غَیْرَ مُتَبَرِّجٰتٍ بِزِیْنَةٍ ؕ— وَاَنْ یَّسْتَعْفِفْنَ خَیْرٌ لَّهُنَّ ؕ— وَاللّٰهُ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟
هغه بوډۍ ښځې چې د بوډا والي له امله مياشتنۍ ناروغي او حمل نه ورته راځي، هغوی چې نور د ودېدلو هيله نه لري، پر هغوی کومه ګناه نشته که ځينې جامې لکه پړونی او لوپټه کېږدي په دې شرط چې د هغې پټې ښکلا څرګندوونکې نه وي د کومې پر پټولو چې امر ورته شوی، خو که د زياتې پردې او پاک لمنۍ له امله د دغو جامو له اېښودلو هم ډډه وکړي دا به ورته غوره وي، الله ستاسو د ويناوو ښه اورېدونکی او پر کړنو مو ښه پوه دی، له هغه هيڅ هم پټ نه دي او پر هغو به تاسو ته جزا درکړي.
Esegesi in lingua araba:
لَیْسَ عَلَی الْاَعْمٰی حَرَجٌ وَّلَا عَلَی الْاَعْرَجِ حَرَجٌ وَّلَا عَلَی الْمَرِیْضِ حَرَجٌ وَّلَا عَلٰۤی اَنْفُسِكُمْ اَنْ تَاْكُلُوْا مِنْ بُیُوْتِكُمْ اَوْ بُیُوْتِ اٰبَآىِٕكُمْ اَوْ بُیُوْتِ اُمَّهٰتِكُمْ اَوْ بُیُوْتِ اِخْوَانِكُمْ اَوْ بُیُوْتِ اَخَوٰتِكُمْ اَوْ بُیُوْتِ اَعْمَامِكُمْ اَوْ بُیُوْتِ عَمّٰتِكُمْ اَوْ بُیُوْتِ اَخْوَالِكُمْ اَوْ بُیُوْتِ خٰلٰتِكُمْ اَوْ مَا مَلَكْتُمْ مَّفَاتِحَهٗۤ اَوْ صَدِیْقِكُمْ ؕ— لَیْسَ عَلَیْكُمْ جُنَاحٌ اَنْ تَاْكُلُوْا جَمِیْعًا اَوْ اَشْتَاتًا ؕ— فَاِذَا دَخَلْتُمْ بُیُوْتًا فَسَلِّمُوْا عَلٰۤی اَنْفُسِكُمْ تَحِیَّةً مِّنْ عِنْدِ اللّٰهِ مُبٰرَكَةً طَیِّبَةً ؕ— كَذٰلِكَ یُبَیِّنُ اللّٰهُ لَكُمُ الْاٰیٰتِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟۠
نه پر هغه ړانده چې سترګې يې له لاسه ورکړې کومه ګناه شته، نه پر ګوډ ګناه شته، نه پر ناروغ ګناه شته که د الله په لار کې جهاد غوندې ځينې مکلفيتونه پرېږدي چې توان يې نه لري، نه ای مؤمنانو پر تاسو کومه ګناه شته چې له خپلو کورونو خوراک وکړئ چې له هغو څخه مو د پلرونو کورونه هم دي، نه پر تاسو په دې کې ګناه شته چې د پلرونو له کورونو خوراک وکړئ، يا مو د ميندو له کورونو، يا مو د وروڼو له کورنو، یا مو د خويندو له کورنو، يا مو د ترونو له کورنو، يا مو د عمه ګانو له کورنو، يا مو د خاله ګانو له کورونو، يا له هغو کورنو څخه چې ساتنه يې تاسوته در سپارل شوې ده، لکه د باغ ساتونکی، او نه پر تاسو ګناه شته چې له خپل عادت سره سم په خوښه د ملګري له کورونو خوراک وکړئ، نه پر تاسو ګناه شته چې ګډ خوراک سره وکړئ يا بېل بېل، کله چې دغو ياد شويو کورونو يا نورو ته ننوځئ؛ نو څوک چې پکې دي پر هغوی داسې سلام واچوئ چې السلام عليکم. خو که څوک پکې نه وو بيا پر خپلو ځانونو سلام واچوئ او داسې ووايئ: السلام علينا و علی عباده الصالحين، دغه د الله لخوا يوه مبارکه ډالۍ ده چې تاسو ته يې حکم کړی دی، تر څو مو تر منځ مينه او محبت پيداشي، يوه ښه کلمه ده چې د اورېدونکي زړه پرې خوشحاليږي، په دغه ډول تېر شوي ښکاره بيان سره په مخکېني سورت کې الله نښانې بيانوي په دې هيله که تاسو له عقله کار واخلئ او عمل پرې وکړئ.
Esegesi in lingua araba:
Alcuni insegnamenti da trarre da questi versi sono:
• جواز وضع العجائز بعض ثيابهنّ لانتفاء الريبة من ذلك.
د بوډيو ښځو لپاره د ځينو جامو د اېښودلو جواز ځکه په دغه کې کومه شبه شتون نه لري.

• الاحتياط في الدين شأن المتقين.
په دين کې احتیاط د ځان ساتونکو شان دی.

• الأعذار سبب في تخفيف التكليف.
د عذرونو شتون د مکلفيت د کموالي لامل کيږي.

• المجتمع المسلم مجتمع التكافل والتآزر والتآخي.
مسلمانه ټولنه له يو او بل سره د مرستې، ملاتړ او ورورګلوۍ ټولنه ده.

 
Traduzione dei significati Sura: An-Nûr
Indice delle Sure Numero di pagina
 
Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu dell'Abbreviata Esegesi del Nobile Corano - Indice Traduzioni

Emesso dal Tafseer Center per gli Studi Coranici.

Chiudi