Check out the new design

Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu dell'Abbreviata Esegesi del Nobile Corano * - Indice Traduzioni


Traduzione dei significati Sura: An-Nisâ’   Versetto:
لَا خَیْرَ فِیْ كَثِیْرٍ مِّنْ نَّجْوٰىهُمْ اِلَّا مَنْ اَمَرَ بِصَدَقَةٍ اَوْ مَعْرُوْفٍ اَوْ اِصْلَاحٍ بَیْنَ النَّاسِ ؕ— وَمَنْ یَّفْعَلْ ذٰلِكَ ابْتِغَآءَ مَرْضَاتِ اللّٰهِ فَسَوْفَ نُؤْتِیْهِ اَجْرًا عَظِیْمًا ۟
نشته هیڅ خیر په ډیرو هغو خبرو کې چې خلک یې پټې کوي، او هیڅ فایده ترې نه وي، مګر که د دوی خبرې په صدقې باندې امر کول وي، او یا د خیر کار وي چې شرعې پرې راتګ کړی وي او عقل پرې دلالت کوي، او یا د دوو جګړه مارانو ترمنځ سولې ته بلنه او دعوت وي، او څوک چې دا کار کوي لپاره د لټولو د رضا د الله تعالی نو زر دی چې مونږ به ورکړو دې ته ثواب ډیر لوی.
Esegesi in lingua araba:
وَمَنْ یُّشَاقِقِ الرَّسُوْلَ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَیَّنَ لَهُ الْهُدٰی وَیَتَّبِعْ غَیْرَ سَبِیْلِ الْمُؤْمِنِیْنَ نُوَلِّهٖ مَا تَوَلّٰی وَنُصْلِهٖ جَهَنَّمَ ؕ— وَسَآءَتْ مَصِیْرًا ۟۠
او هغه څوک چې له پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - سره عناد او ضد کوي او مخالفت یې کوي په هغه څه کې چې پیغمبر پرې راتګ کړی دی وروسته له هغه څخه چې حق ورته واضح شوی، او تابعداري وکړي د هغې لارې چې د مومنانو لاره نه وي، مونږ به پریږدو هغه لره او هغه څه چې د ځان لپاره یې غوره کړی، او مونږ ده ته د حق توفیق نه ورکوو د وجې د مخ اړولو د ده قصدا، او ننباسو به مونږ هغه لره اور د جهنم ته چې د دې ګرمي به ورته وررسیږي، او ډیر بد دی ځای د ورګرځیدلو د جهنمیانو لپاره.
Esegesi in lingua araba:
اِنَّ اللّٰهَ لَا یَغْفِرُ اَنْ یُّشْرَكَ بِهٖ وَیَغْفِرُ مَا دُوْنَ ذٰلِكَ لِمَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَمَنْ یُّشْرِكْ بِاللّٰهِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلٰلًا بَعِیْدًا ۟
یقینا الله تعالی نه بخښي دا چې شرک دې وکړی شي د هغه سره، بلکه همیشه به وي مشرک په اور کې، او بخښي ښکته له شرک څخه نور ګناهونه هر هغه چاته چې ویې غواړي په خپل رحمت او مهربانۍ سره، او څوک چې د الله تعالی سره څوک شریک کړي نو یقینا دا سړی د حق څخه بې لارې شوی او د هغه څخه ډیر زیات لرې شوی؛ ځکه چې ده خالق او مخلوق سره برابر کړي دي.
Esegesi in lingua araba:
اِنْ یَّدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖۤ اِلَّاۤ اِنٰثًا ۚ— وَاِنْ یَّدْعُوْنَ اِلَّا شَیْطٰنًا مَّرِیْدًا ۟ۙ
عبادت نه کوي دا مشرکان او نه رابلي د الله تعالی سره مګر بوتان چې نومولې يې دي د زنانه و په نومونو لکه لات او عزی، چې هیڅ فایده یې نه شوه وررسولی او نه یې ترې ضرر دفع کولی شو، او عبادت یې نه کاوه په حقیقت کې مګر د شیطان چې وتلی د الله تعالی د تابعدارئ څخه چې هیڅ خیر پکې نشته؛ ځکه چې همدغه شیطان دوی ته د بوتانو په عبادت امر کړی دی.
Esegesi in lingua araba:
لَّعَنَهُ اللّٰهُ ۘ— وَقَالَ لَاَتَّخِذَنَّ مِنْ عِبَادِكَ نَصِیْبًا مَّفْرُوْضًا ۟ۙ
او له همدې امله الله تعالی دا له خپل رحمت څخه شړلی. او ویلي دي دې شیطان خپل رب ته په قسم سره: چې خامخا زه به ګرځوم د خپل ځان لپاره ستا د بندګانو څخه یوه برخه معلومه چې د حق څخه به یې اړوم.
Esegesi in lingua araba:
وَّلَاُضِلَّنَّهُمْ وَلَاُمَنِّیَنَّهُمْ وَلَاٰمُرَنَّهُمْ فَلَیُبَتِّكُنَّ اٰذَانَ الْاَنْعَامِ وَلَاٰمُرَنَّهُمْ فَلَیُغَیِّرُنَّ خَلْقَ اللّٰهِ ؕ— وَمَنْ یَّتَّخِذِ الشَّیْطٰنَ وَلِیًّا مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ فَقَدْ خَسِرَ خُسْرَانًا مُّبِیْنًا ۟ؕ
او خامخا به زه بندوم دوی ستا له نیغې لارې څخه، او خامخا اچوم به دوی ته ارزوګانې په دروغجنو وعدو سره هغه چې دوی ته خپله ګمراهې خایسته کوي، او خامخا امر به کوم دوی ته په غوڅولو د غوږونو د څارویو لپاره د حرامولو د هغه څه چې الله تعالی حلال کړي، او خامخا زه به امر کوم دوی ته په بدلولو د پیدايښت د الله تعالی او د هغه په فطرت (دین)، او هر هغه څوک چې ونیسې شیطان لره په دوستۍ چې دوستي ورسره کوي او تابعداري يې کوي نو یقینا تاوان یې وکړ په تاوان ښکاره سره له وجې د دوستۍ کولو نه د رټلي شوي شیطان سره.
Esegesi in lingua araba:
یَعِدُهُمْ وَیُمَنِّیْهِمْ ؕ— وَمَا یَعِدُهُمُ الشَّیْطٰنُ اِلَّا غُرُوْرًا ۟
وعدې کوي له دوی سره شیطان د دروغو وعدې، او ارزوګانې اچوي دوی ته د دروغو ارزوګانې، او وعدې نه کوي د دوی سره وعدې مګر باطلې چې حقیقت یې نشته.
Esegesi in lingua araba:
اُولٰٓىِٕكَ مَاْوٰىهُمْ جَهَنَّمُ ؗ— وَلَا یَجِدُوْنَ عَنْهَا مَحِیْصًا ۟
دغه کسان چې د شیطان د قدمونو تابعداري کوي او د هغه څه تابعداري کوي چې شیطان ورته پرې مهلت ورکوي؛ ځای د اوسیدو د دوی اور د جهنم دی چې نه به مومي له هغه څخه ځای د تیښتې چې پناه ورته ویسي.
Esegesi in lingua araba:
Alcuni insegnamenti da trarre da questi versi sono:
• أكثر تناجي الناس لا خير فيه، بل ربما كان فيه وزر، وقليل من كلامهم فيما بينهم يتضمن خيرًا ومعروفًا.
ډیرې پټې جرګې د خلکو چې دي څه خیر پکې نشته، بلکه کیدای شی په دې کې ګناه وي، او ډیرې لږې د دوی د خپلمنځي خبرو څخه د خیر او نیکۍ خبرې وي.

• معاندة الرسول صلى الله عليه وسلم ومخالفة سبيل المؤمنين نهايتها البعد عن الله ودخول النار.
د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره د ضد کولو او د مسلمانانو د لارې خلاف کولو انجام د الله تعالی څخه لرې والی او اور ته ننوتل دي.

• كل الذنوب تحت مشيئة الله، فقد يُغفر لصاحبها، إلا الشرك، فلا يغفره الله أبدًا، إذا لم يتب صاحبه ومات عليه.
ټول ګناهونه د الله تر خوښې لاندې وي، نو ګناهکار ته يې بخښنه کوي مګر د شرک په اړه تر هغه الله بخښنه نه کوي ترڅو يې څښتن توبه نه وي اېستلې او پر همدغه حالت نه وي مړ شوی.

• غاية الشيطان صرف الناس عن عبادة الله تعالى، ومن أعظم وسائله تزيين الباطل بالأماني الغرارة والوعود الكاذبة.
د شیطان هدف د خلکو اړول دي د الله تعالی له عبادت څخه، او د هغه له غټو وسایلو څخه د باطل خایسته کول دي په ارزوګانو او دروغجنو وعدو سره.

 
Traduzione dei significati Sura: An-Nisâ’
Indice delle Sure Numero di pagina
 
Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu dell'Abbreviata Esegesi del Nobile Corano - Indice Traduzioni

Emesso dal Tafseer Center per gli Studi Coranici.

Chiudi