Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu dell'Abbreviata Esegesi del Nobile Corano

external-link copy
46 : 42

وَمَا كَانَ لَهُمْ مِّنْ اَوْلِیَآءَ یَنْصُرُوْنَهُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— وَمَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ سَبِیْلٍ ۟ؕ

او هغوی لره به داسې دوستان هم نه وي چې د قيامت په ورځ له اوره يې په ژغورلو سره مرسته وکړي، او څوک چې الله له حقه پرېږدي، لارورکی يې کړي، نو هغه لره هيڅکله داسې لار نشته چې تر حقه يې لارښوونې ته ورسوي. info
التفاسير:
Alcuni insegnamenti da trarre da questi versi sono:
• وجوب المسارعة إلى امتثال أوامر الله واجتناب نواهيه.
د الله د امرونو د منلو او له نواهيوو يې د ډډه کولو لوري ته د بيړه کولو واجبوالی. info

• مهمة الرسول البلاغ، والنتائج بيد الله.
د رسول دنده رسونه ده او پايلې د الله په لاس کې دي. info

• هبة الذكور أو الإناث أو جمعهما معًا هو على مقتضى علم الله بما يصلح لعباده، ليس فيها مزية للذكور دون الإناث.
د نارينه يا ښځينه او يا دواړو ورکړه هغه د الله د پوهې غوښتنه ده چې د خپلو بندګانو لپاره يې څنګه مصلحت ويني، په دې کې د نارينه وو لپاره پر ښځينه وو کوم غوراوی نشته. info

• يوحي الله تعالى إلى أنبيائه بطرق شتى؛ لِحِكَمٍ يعلمها سبحانه.
الله خپلو نبيانو ته په ډېرو لارو وحي کوي، د ځينو حکمتونو له مخې چې هغه پاک ذات پرې پوهيږي. info