Check out the new design

Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu dell'Abbreviata Esegesi del Nobile Corano * - Indice Traduzioni


Traduzione dei significati Sura: Al-Hashr   Versetto:
ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ شَآقُّوا اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ ۚ— وَمَنْ یُّشَآقِّ اللّٰهَ فَاِنَّ اللّٰهَ شَدِیْدُ الْعِقَابِ ۟
دا څه چې هغوی ته ورسېدل، ځکه ورته ورسېدل چې هغوی له الله سره دښمني کړې او د خپل کفر او ژمنې ماتولو له امله يې د هغه له رسول سره دښمني کړې ده، او څوک چې له الله سره دښمني کوي، نو بېشکه د الله عذاب ډېر سخت دی، چې د هغه سخت عذاب به ورته رسيږي.
Esegesi in lingua araba:
مَا قَطَعْتُمْ مِّنْ لِّیْنَةٍ اَوْ تَرَكْتُمُوْهَا قَآىِٕمَةً عَلٰۤی اُصُوْلِهَا فَبِاِذْنِ اللّٰهِ وَلِیُخْزِیَ الْفٰسِقِیْنَ ۟
اې د مؤمنانو ډلې! تاسې چې کومې د خرما ونې پرې کړې، د دې لپاره چې د بنو نضير په غزا کې د الله دښمنان په غوسه کړئ، او يا مو په خپلو تنو همداسې ولاړې پرېښودې د دې لپاره چې ګټه ترې واخلئ، دا د الله په امر سره و، دا په ځمکه کې ورانکاري نه وه لکه هغوی چې فکر کړی، ترڅو الله پرې له خپلې پيروۍ وتلي هغه يهود - چې ژمنه يې ماته کړې د وفا په مقابل کې يې د دوکې لاره غوره کړې ده - رسوا کړي.
Esegesi in lingua araba:
وَمَاۤ اَفَآءَ اللّٰهُ عَلٰی رَسُوْلِهٖ مِنْهُمْ فَمَاۤ اَوْجَفْتُمْ عَلَیْهِ مِنْ خَیْلٍ وَّلَا رِكَابٍ وَّلٰكِنَّ اللّٰهَ یُسَلِّطُ رُسُلَهٗ عَلٰی مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
او د بنو نضير له مالونو څخه چې الله پر خپل رسول څه را ګرځولي، د هغه په لټه کې خو تاسې نه اسونه ځغلولي او نه اوښان، اونه په هغو کې کوم کړاو درته رسېدلی، خو الله خپل رسول پر هغه چا مسلطوي چې ويې غواړي، او خپل رسول يې پر بنونضير مسلط کړ، نو د هغوی ښارونه يې پرته له جنګ څخه فتح کړل، او الله پر هرڅه ځواکمن دی، هيڅ شی يې هم نه شي بې وسه کولای.
Esegesi in lingua araba:
مَاۤ اَفَآءَ اللّٰهُ عَلٰی رَسُوْلِهٖ مِنْ اَهْلِ الْقُرٰی فَلِلّٰهِ وَلِلرَّسُوْلِ وَلِذِی الْقُرْبٰی وَالْیَتٰمٰی وَالْمَسٰكِیْنِ وَابْنِ السَّبِیْلِ ۙ— كَیْ لَا یَكُوْنَ دُوْلَةً بَیْنَ الْاَغْنِیَآءِ مِنْكُمْ ؕ— وَمَاۤ اٰتٰىكُمُ الرَّسُوْلُ فَخُذُوْهُ ۚ— وَمَا نَهٰىكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوْا ۚ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ شَدِیْدُ الْعِقَابِ ۟ۘ
د کليوالو له مالونو څخه چې الله پر خپل رسول پرته له جنګ څخه څه پېرزو کړي دي، هغه الله لره دي چې چاته وغواړي ګرځولای یې شي، او د رسول ملکيت دی، له بنوهاشم او بنو مطلب څخه د هغه د خپلوانو لپاره دي، د هغه څه په بدل کې چې هغوی له صدقې څخه منع کړل شوي دي، د يتيمانو، مسکينانو او هغه غريب لپاره دي چې نفقه يې له لاسه ورکړې وي، ترڅو د مال راکړه ورکړه له مسکينانو پرته د شتمنو ترمنځ لاس په لاس نه شي، او اې مؤمنانو! رسول چې کوم د فئ (ولجې) مال درکړي هغه واخلئ، او له څه مو چې منع کوي ترې منع شئ، او له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره وډار شئ، پرته له شکه الله سخت عذاب ورکوونکی دی؛ نو له عذاب څخه يې ووېرېږئ.
Esegesi in lingua araba:
لِلْفُقَرَآءِ الْمُهٰجِرِیْنَ الَّذِیْنَ اُخْرِجُوْا مِنْ دِیَارِهِمْ وَاَمْوَالِهِمْ یَبْتَغُوْنَ فَضْلًا مِّنَ اللّٰهِ وَرِضْوَانًا وَّیَنْصُرُوْنَ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الصّٰدِقُوْنَ ۟ۚ
د دغه مال يوه برخه به د الله په لار کې هغو بې وزلو مهاجرو ته ورکول کيږي چې د خپلو مالونو او اولادونو پرېښودلو ته اړ اېستل شوي دي، هغوی هيله لري چې الله به په دنيا کې د روزي او په آخرت کې د رضا پېرزوينه پرې وکړي، هغوی د الله مرسته کوي او د الله په لار کې په جهاد سره د هغه د رسول مرسته کوي، همدغه پر دغو صفتونو متصف خلک په رېښتيا په ايمان کې راسخ خلک دي.
Esegesi in lingua araba:
وَالَّذِیْنَ تَبَوَّءُو الدَّارَ وَالْاِیْمَانَ مِنْ قَبْلِهِمْ یُحِبُّوْنَ مَنْ هَاجَرَ اِلَیْهِمْ وَلَا یَجِدُوْنَ فِیْ صُدُوْرِهِمْ حَاجَةً مِّمَّاۤ اُوْتُوْا وَیُؤْثِرُوْنَ عَلٰۤی اَنْفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ ۫ؕ— وَمَنْ یُّوْقَ شُحَّ نَفْسِهٖ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟ۚ
او د هغو انصارو لپاره دي چې له مهاجرينو مخکې مدينې ته راغلي دي، او پر الله او د هغه پر رسول يې ايمان راوړل غوره کړي دي، له هغه چا سره مينه لري چې له مکې څخه يې هجرت کړی، او د الله په لار کې په هجرت کوونکو د هغه څه له امله چې هغوی ته له ولجې څخه ورکړل شوي او دوی (انصارو) ته نه دي ورکړل شوي په زړونو کې نه غوسه او کينه مومي، او په دنيوي برخو کې مهاجرينو ته پر خپلو ځانونو لومړيتوب ورکوي، که څه هم په بې وسئ او اړتيا متصف وي، او څوک چې الله پر مال د نفس له حرص څخه وساتي، هغه يې بيا د الله په لار کې لګوي، نو همدوی بريالي دي د هغه څه په ترلاسه کولو سره چې هيله يې لري او له هغه څه څخه په ژغورنه سره چې ترې ډاريږي.
Esegesi in lingua araba:
Alcuni insegnamenti da trarre da questi versi sono:
• فعل ما يُظنُّ أنه مفسدة لتحقيق مصلحة عظمى لا يدخل في باب الفساد في الأرض.
د لوی مصلحت د را منځته کولو لپاره د هغه څه ترسره کول چې د مفسدې ګومان پرې کيږي په ځمکه کې په فساد کې نه داخليږي.

• من محاسن الإسلام مراعاة ذي الحاجة للمال، فَصَرَفَ الفيء لهم دون الأغنياء المكتفين بما عندهم.
د اسلام له ښېګڼو څخه دا دي چې مال ته د اړتيا لرونکي خيال ساتي، نو ولجې هغوی ته ورکوي پرته له دې چې هغو شتمنو ته یې ورکړي چې له هغوی سره دومره څه وي چې بسنه يې پرې کيږي.

• الإيثار منقبة عظيمة من مناقب الإسلام ظهرت في الأنصار أحسن ظهور.
بل ته لومړيتوب ورکول د اسلام له لوړو ښو خويونو څخه دي چې په انصارو کې په ښه ډول ښکاره شول.

 
Traduzione dei significati Sura: Al-Hashr
Indice delle Sure Numero di pagina
 
Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu dell'Abbreviata Esegesi del Nobile Corano - Indice Traduzioni

Emesso dal Tafseer Center per gli Studi Coranici.

Chiudi