Check out the new design

Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu dell'Abbreviata Esegesi del Nobile Corano * - Indice Traduzioni


Traduzione dei significati Sura: Al-A‘râf   Versetto:
قَالُوْۤا اٰمَنَّا بِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ
جادوګرانو وویل: بیشکه مونږ ایمان راوړ په پالونکي د ټولو خلکو.
Esegesi in lingua araba:
رَبِّ مُوْسٰی وَهٰرُوْنَ ۟
چې رب د موسی او هارون -علیهما السلام- دی، نو یواځې هغه مستحق د بندګۍ دی پرته له نورو په دروغو سره معبودانو.
Esegesi in lingua araba:
قَالَ فِرْعَوْنُ اٰمَنْتُمْ بِهٖ قَبْلَ اَنْ اٰذَنَ لَكُمْ ۚ— اِنَّ هٰذَا لَمَكْرٌ مَّكَرْتُمُوْهُ فِی الْمَدِیْنَةِ لِتُخْرِجُوْا مِنْهَاۤ اَهْلَهَا ۚ— فَسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ ۟
فرعون هغوی ته په ګواښوونکي ډول وویل وروسته د ایمان راړولو د هغوی نه یواځې په الله تعالی باندې: تاسو د موسی خبره ومنله مخکې له دې چې زه درته اجازه وکړم؟ یقینا ستاسو په هغه باندې ایمان راوړل او تصدیق کول ستاسو هغه څه لره چې موسی پرې راتګ کړی خامخا یوه دوکه او چل دی چې تاسو او موسی یوځای جوړکړی د دې لپاره چې د دې ښار والا د خپل ښار نه وباسئ، نو زر دې چې تاسو به پوهه شئ -ای جادوګرانو- چې په تاسو به کوم عذاب راځي او تاسو ته به کومه سزا دررسیږي.
Esegesi in lingua araba:
لَاُقَطِّعَنَّ اَیْدِیَكُمْ وَاَرْجُلَكُمْ مِّنْ خِلَافٍ ثُمَّ لَاُصَلِّبَنَّكُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟
خامخا زه به پرې کړم د هر یو ستاسې نه ښي لاس او چپه پښه او یا چپ لاس او ښي پښه، بیا به تاسو ټول د کجورو په تنو پورې زوړند کړم چې دا به ستاسو لپاره عبرتناکه سزا وي او ویروونکي به وي هر هغه چا لره چې تاسو په دې حال کې وویني.
Esegesi in lingua araba:
قَالُوْۤا اِنَّاۤ اِلٰی رَبِّنَا مُنْقَلِبُوْنَ ۟ۚ
جادوګرانو د فرعون د ګواښ په جواب کې وویل: بیشکه مونږ یوازې خپل رب ته ګرځیدونکي یو، نو مونږ پروا نه کوو په هغو ګواښونو چې ته یې کوي.
Esegesi in lingua araba:
وَمَا تَنْقِمُ مِنَّاۤ اِلَّاۤ اَنْ اٰمَنَّا بِاٰیٰتِ رَبِّنَا لَمَّا جَآءَتْنَا ؕ— رَبَّنَاۤ اَفْرِغْ عَلَیْنَا صَبْرًا وَّتَوَفَّنَا مُسْلِمِیْنَ ۟۠
او ته بد نه ګڼې زمونږ څخه او غصه نه یې په مونږ باندې -ای فرعونه- مګر لدې وجې نه چې مونږ ایمان راوړی په معجزاتو د رب خپل هر کله چې مونږ ته د موسی -علیه السلام- په لاس راغلې، نو که چیرته دا داسې ګناه وي چې ملامتیا پرې ویلی شي نو بس دا زمونږ ګناه ده، بیا یې الله تعالی مخه کړه په دعا کولو سره په عاجزۍ کې: ای زمونږه ربه! راتوی کړې پر مونږ باندې صبر تر دې چې مونږ لره پټ کړي دا صبر د دې لپاره چې مونږ په حق باندې کلک شو، او یا الله مونږ لره مرګ راولې پداسې حال کې چې مسلمانان یو، غاړه کېښودونکي یو ستا حکمونو ته، تابعداري کوونکي یو ستا د پیغمبر.
Esegesi in lingua araba:
وَقَالَ الْمَلَاُ مِنْ قَوْمِ فِرْعَوْنَ اَتَذَرُ مُوْسٰی وَقَوْمَهٗ لِیُفْسِدُوْا فِی الْاَرْضِ وَیَذَرَكَ وَاٰلِهَتَكَ ؕ— قَالَ سَنُقَتِّلُ اَبْنَآءَهُمْ وَنَسْتَحْیٖ نِسَآءَهُمْ ۚ— وَاِنَّا فَوْقَهُمْ قٰهِرُوْنَ ۟
او د فرعون د قوم مشرانو او ملکانو فرعون ته وویل: ، په داسې حال کې چې هڅاوه یې هغه لره په موسی -علیه السلام- او د هغه په مومنانو ملګرو: آیا ته پریږدې -ای فرعونه- موسی او د هغه قوم د دې لپاره چې په ځمکه کې فساد خپور کړي، او پریږدي تا لره او ستا معبودانو لره، او رابلل وکړي یوازې د الله تعالی بندګۍته؟! فرعون وویل: خامخا زر دی چې وبه وژنو د بني اسرائیلو نران بچي، او مېرمنې به یې د خدمت لپاره پریږدو، او یقینا مونږ برلاسي یو پر دوی باندې؛ په زور غلبې او دلیل کې.
Esegesi in lingua araba:
قَالَ مُوْسٰی لِقَوْمِهِ اسْتَعِیْنُوْا بِاللّٰهِ وَاصْبِرُوْا ۚ— اِنَّ الْاَرْضَ لِلّٰهِ ۙ۫— یُوْرِثُهَا مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ ؕ— وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِیْنَ ۟
وویل موسی -علیه السلام- پداسې حال کې چې وصیت کوونکی و خپل قوم ته: ای زما قومه! یوازې د الله تعالی څخه مدد وغواړئ د ضرر په دفع کولو او د فایدې په رانیولو کې، او صبر وکړئ په هغه امتحان چې تاسو پکې یاست، بیشکه ځمکه خاص الله تعالی لره ده، او د فرعون او د بل چا نده ترڅو پکې واک وکړي، او الله تعالی یې د خلکو تر منځ اړوي راړوي په خپله خوښه، خو لیکن اخري خایسته انجام په ځمکه کې د مومنانو دی هغوی چې د الله تعالی حکمونه مني او د هغه له منهیاتو څخه ځان ساتي، نو دا ځمکه دوی لره ده او اګر که دوی ته په دې کې مصیبتونه او امتحانونه ورسیږي.
Esegesi in lingua araba:
قَالُوْۤا اُوْذِیْنَا مِنْ قَبْلِ اَنْ تَاْتِیَنَا وَمِنْ بَعْدِ مَا جِئْتَنَا ؕ— قَالَ عَسٰی رَبُّكُمْ اَنْ یُّهْلِكَ عَدُوَّكُمْ وَیَسْتَخْلِفَكُمْ فِی الْاَرْضِ فَیَنْظُرَ كَیْفَ تَعْمَلُوْنَ ۟۠
له بني اسرائیلو څخه د موسی -علیه السلام- قوم هغه ته وویل: ای موسی!: بیشکه مونږ وړاندې ستا له راتګ څخه او وروسته لدې چې مونږ ته راغلې د فرعون له لورې زمونږ د اولادونو په وژلو او د مېرمنو په پریښودلو سره ازمایل شوي یو ، موسی -علیه السلام- ورته د نصیحت کولو پر مهال د اسانتیاوو زیرې ورکړ او داسې یې ورته وویل: کېدای شي رب مو فرعون دښمن او قوم یې هلاک کړي، او وروسته له هغوی څخه به تاسو ته به په زمکه کې ځواک درکړي، بیا به نو وګوري چې تاسو شکر باسئ او که ناشکري کوئ.
Esegesi in lingua araba:
وَلَقَدْ اَخَذْنَاۤ اٰلَ فِرْعَوْنَ بِالسِّنِیْنَ وَنَقْصٍ مِّنَ الثَّمَرٰتِ لَعَلَّهُمْ یَذَّكَّرُوْنَ ۟
او یقینا مونږ سزا ورکړه فرعونیانو ته په وچکالۍ او قحطۍ سره، او هغوی مو د میوو او د زمکې د حاصلاتو په کمووالي سره وازمایل؛ د دې لپاره چې شاید دوی پند او نصیحت واخلي چې ګویا کې دوی ته چې کوم څه مصیبتونه راغلي وو بیشکه دا د دوی لپاره سزا وه؛ د دوی د کفر په وجه، نو الله تعالی ته به توبه وباسي.
Esegesi in lingua araba:
Alcuni insegnamenti da trarre da questi versi sono:
• موقف السّحرة وإعلان إيمانهم بجرأة وصراحة يدلّ على أنّ الإنسان إذا تجرّد عن هواه، وأذعن للعقل والفكر السّليم بادر إلى الإيمان عند ظهور الأدلّة عليه.
د جادوګرو دریځ او په جرات سره د هغوی د ایمان راوړلو اعلان کول پدې دلالت کوي چې یقینا انسان چې کله خپل خواهشات پریږدي، او سالم عقل او فکر ته غاړه کیږدي نو خامخا ایمان ته مخه کوي، کله چې دلایل ورته ښکاره شي.

• أهل الإيمان بالله واليوم الآخر هم أشدّ الناس حزمًا، وأكثرهم شجاعة وصبرًا في أوقات الأزمات والمحن والحروب.
په الله تعالی او د اخرت په ورځې ایمان والا ډیر پاخه وي د خلکو نه په عقل کې، او ډیر بهادر او صبر والا وي د مصیبتونو، تکلیفونو او جنګونو په وخت کې.

• المنتفعون من السّلطة يُحرِّضون ويُهيِّجون السلطان لمواجهة أهل الإيمان؛ لأن في بقاء السلطان بقاء لمصالحهم.
هغه څوک چې د واک څخه ناوړه فایده اخلي پاچا راپاروي او په غصه کوي یې تر څو د مومنانو په مقابل کې ودریږي؛ ځکه د پاچا په پاتې کېدلو کې د دوی ګټې نغښتې وي.

• من أسباب حبس الأمطار وغلاء الأسعار: الظلم والفساد.
ظلم او فساد د باران د بندیدلو او د غلو د قیمته کیدلو له اسبابو څخه دي.

 
Traduzione dei significati Sura: Al-A‘râf
Indice delle Sure Numero di pagina
 
Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu dell'Abbreviata Esegesi del Nobile Corano - Indice Traduzioni

Emesso dal Tafseer Center per gli Studi Coranici.

Chiudi