Check out the new design

Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu - Pioneer Translation Center (Ruwwad at-Tarjama) * - Indice Traduzioni

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Traduzione dei significati Sura: An-Nisâ’   Versetto:
وَّالْمُحْصَنٰتُ مِنَ النِّسَآءِ اِلَّا مَا مَلَكَتْ اَیْمَانُكُمْ ۚ— كِتٰبَ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ ۚ— وَاُحِلَّ لَكُمْ مَّا وَرَآءَ ذٰلِكُمْ اَنْ تَبْتَغُوْا بِاَمْوَالِكُمْ مُّحْصِنِیْنَ غَیْرَ مُسٰفِحِیْنَ ؕ— فَمَا اسْتَمْتَعْتُمْ بِهٖ مِنْهُنَّ فَاٰتُوْهُنَّ اُجُوْرَهُنَّ فَرِیْضَةً ؕ— وَلَا جُنَاحَ عَلَیْكُمْ فِیْمَا تَرٰضَیْتُمْ بِهٖ مِنْ بَعْدِ الْفَرِیْضَةِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلِیْمًا حَكِیْمًا ۟
او (همدا شان حرامې شوې دي) مېړوښې ښځې پرته له هغو چې ستاسو ښي لاسونه یې يې مالكان شوي دی (وینځې)، دا پر تاسي ليكلې الهي فريضه ده، او له دې پرته (نورې ښځې) درته روا شوې دي چې په خپلو مالو سره يې لټونكي ياست په داسې حال كې چې ځان ساتونكى ياست نه زنا كونكي، نو چې په دې (مال) سره له هغوى نه ګټه اخيستل وغواړئ، بيا يې نو هماغه فريضه مهرونه وركړئ او كه له مهر ټاكلو وروسته په څه (بخښلو) سره راضي شوئ نو څه ګناه درباندى نشته، بې شكه الله پوه حکمت والا دى.
Esegesi in lingua araba:
وَمَنْ لَّمْ یَسْتَطِعْ مِنْكُمْ طَوْلًا اَنْ یَّنْكِحَ الْمُحْصَنٰتِ الْمُؤْمِنٰتِ فَمِنْ مَّا مَلَكَتْ اَیْمَانُكُمْ مِّنْ فَتَیٰتِكُمُ الْمُؤْمِنٰتِ ؕ— وَاللّٰهُ اَعْلَمُ بِاِیْمَانِكُمْ ؕ— بَعْضُكُمْ مِّنْ بَعْضٍ ۚ— فَانْكِحُوْهُنَّ بِاِذْنِ اَهْلِهِنَّ وَاٰتُوْهُنَّ اُجُوْرَهُنَّ بِالْمَعْرُوْفِ مُحْصَنٰتٍ غَیْرَ مُسٰفِحٰتٍ وَّلَا مُتَّخِذٰتِ اَخْدَانٍ ۚ— فَاِذَاۤ اُحْصِنَّ فَاِنْ اَتَیْنَ بِفَاحِشَةٍ فَعَلَیْهِنَّ نِصْفُ مَا عَلَی الْمُحْصَنٰتِ مِنَ الْعَذَابِ ؕ— ذٰلِكَ لِمَنْ خَشِیَ الْعَنَتَ مِنْكُمْ ؕ— وَاَنْ تَصْبِرُوْا خَیْرٌ لَّكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟۠
او له تاسو چې څوك د شتمنۍ له پلوه ونه شي كړلى چې اصيلې مومنې ښځى په نكاح كړي نو بيا دې ستاسو له مومنو وينځو نه چې تاسو يې مالكان ياست (څوك په نكاح كړى) او الله ستاسو په ايمان ښه پوه دى، تاسو يو له بله ياست، نو د خپلو خاوندانو په اجازه يې په نكاح كړئ او په ښه توګه يې مهرونه وركړئ، په نكاح سره پاكې ساتل شوې نه زنا كونكې او نه پټې يار نيونكې، نو كله چې مېړوښې شوې بيا يې كه ناوړه كار وكړ نو پر دوى به د ازادو مېرمنو نيمايي سزاوي، دا مو د هغه چا لپاره ده چې له ضرره (زنا) وېريږي او كه صبر وكړئ نو درته غوره ده او الله مهربان بخښونكى دى.
Esegesi in lingua araba:
یُرِیْدُ اللّٰهُ لِیُبَیِّنَ لَكُمْ وَیَهْدِیَكُمْ سُنَنَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَیَتُوْبَ عَلَیْكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟
الله غواړي چې درته بيان يې كړي او دهغو خلكو چارچلند دروښايي چې له تاسو ړومبي وو او په رحمت سره دروګرځي او الله پوه حکمت والا دى.
Esegesi in lingua araba:
 
Traduzione dei significati Sura: An-Nisâ’
Indice delle Sure Numero di pagina
 
Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu - Pioneer Translation Center (Ruwwad at-Tarjama) - Indice Traduzioni

Tradotta dal team del centro di traduzione "Pioneers" in collaborazione con "Association for call and awareness of communities" di al-Rabwah e "Association for Service of Islamic Content in Languages".

Chiudi