Check out the new design

Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu - Sarfaraz * - Indice Traduzioni


Traduzione dei significati Sura: At-Tawbah   Versetto:
فَلَا تُعْجِبْكَ اَمْوَالُهُمْ وَلَاۤ اَوْلَادُهُمْ ؕ— اِنَّمَا یُرِیْدُ اللّٰهُ لِیُعَذِّبَهُمْ بِهَا فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَتَزْهَقَ اَنْفُسُهُمْ وَهُمْ كٰفِرُوْنَ ۟
د هغوی مالونه او اولادونه باید تا په تعجب نه کړي ځکه چې الله پاک غواړي چې په دنیا کې یې په همدغو څیزونو وربړوي او د کفر په حال کې یې ساه ګانې واوزي.
Esegesi in lingua araba:
وَیَحْلِفُوْنَ بِاللّٰهِ اِنَّهُمْ لَمِنْكُمْ ؕ— وَمَا هُمْ مِّنْكُمْ وَلٰكِنَّهُمْ قَوْمٌ یَّفْرَقُوْنَ ۟
هغوی د الله په نوم لوړې کوي چې و الله مونږ ستاسې له ډلې نه یو. خو د واقعیت په رڼا کې هغوی ستاسې نه بلکې هغوی ډارن خلک دي.
Esegesi in lingua araba:
لَوْ یَجِدُوْنَ مَلْجَاً اَوْ مَغٰرٰتٍ اَوْ مُدَّخَلًا لَّوَلَّوْا اِلَیْهِ وَهُمْ یَجْمَحُوْنَ ۟
که هغوی ته کوم د پناه ځای کوم غار،سمڅ او یا د سر پټولو کوم بل ځای په لاس ورشي نو په خورا منډو به هملته ولاړشي.
Esegesi in lingua araba:
وَمِنْهُمْ مَّنْ یَّلْمِزُكَ فِی الصَّدَقٰتِ ۚ— فَاِنْ اُعْطُوْا مِنْهَا رَضُوْا وَاِنْ لَّمْ یُعْطَوْا مِنْهَاۤ اِذَا هُمْ یَسْخَطُوْنَ ۟
د هغوی ځیني کسان د خیراتونو په برخه کې ستا په تصرفاتو ګوته ږدي. که هغوی ته ترې څه ورکړل شي نو بیا خوښ وي او که څه ترې ورنه کړای شي بیا یې ګورې چې څومره په قهر وي؟
Esegesi in lingua araba:
وَلَوْ اَنَّهُمْ رَضُوْا مَاۤ اٰتٰىهُمُ اللّٰهُ وَرَسُوْلُهٗ ۙ— وَقَالُوْا حَسْبُنَا اللّٰهُ سَیُؤْتِیْنَا اللّٰهُ مِنْ فَضْلِهٖ وَرَسُوْلُهٗۤ ۙ— اِنَّاۤ اِلَی اللّٰهِ رٰغِبُوْنَ ۟۠
څومره به ښه وو که هغوی د الله او رسول په ورکړه خوښ،او ویلي یي وای چې الله مو بس دی ډیر ژر به الله پاک له خپلو خزانو څخه مونږ ته ډیر څه راکړي او د هغه رسول به هم لورینه راباندې وکړي زمونږ هیله یوازې یو الله ته ده.
Esegesi in lingua araba:
اِنَّمَا الصَّدَقٰتُ لِلْفُقَرَآءِ وَالْمَسٰكِیْنِ وَالْعٰمِلِیْنَ عَلَیْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوْبُهُمْ وَفِی الرِّقَابِ وَالْغٰرِمِیْنَ وَفِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَابْنِ السَّبِیْلِ ؕ— فَرِیْضَةً مِّنَ اللّٰهِ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟
زکاتونه یوازې او یوازې د فقیرانو[۱۳]مسکینانو،زکات راټولوونکو،مؤلفة القلوبو[۱۴] د غاړو ازادولو،پوره وړو،د الله په لیار کې او مسافرو لپاره د الله له لورې ټاکلي شوي دي او الله په هر څه پوه او د حکمت څښتن دی.
[۱۳] فقیر هغه بې وسې او خالي لاسي ته وايي چې وقار او عزت ورسره وي او چاته ځان نه ټیټوي او نه چاته لاس اوږدوي او مسکین هغه بې وسه ته وايي چې سوال کوي او نورو ته ځان ټیټوي.(فتح القدیر د امام السوکاني)
[۱۴] هغه خلک ترې مراد دي چې د مال ورکولو په نتیجه کې یې زړونه د اسلام سره نژدې شي ځیني علماء وايي دوی ته زکات ورکول منسوخ شوي دي او ځیني نور وايي دا حکم په خپل حال پاتې دی دوخت واکمن کولای شي زکات ورکړي(معارف القرآن)
Esegesi in lingua araba:
وَمِنْهُمُ الَّذِیْنَ یُؤْذُوْنَ النَّبِیَّ وَیَقُوْلُوْنَ هُوَ اُذُنٌ ؕ— قُلْ اُذُنُ خَیْرٍ لَّكُمْ یُؤْمِنُ بِاللّٰهِ وَیُؤْمِنُ لِلْمُؤْمِنِیْنَ وَرَحْمَةٌ لِّلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مِنْكُمْ ؕ— وَالَّذِیْنَ یُؤْذُوْنَ رَسُوْلَ اللّٰهِ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
ځینې منافقان پیغمبر زوره وي او وايي چې پیغمبر د هرې خبرې منونکی دی ای محمده! ووایه چې دا یي هم ستاسې د ګټې لپاره ده هغه په الله باور لري او د مؤمنانو مني او ستاسې د هغو خلکو لپاره چې ایمان یې راوړی دی ټول رحمت دی اوکوم کسان چې د الله رسول زوره وي د هغوی لپاره دردناک عذاب دی.
Esegesi in lingua araba:
 
Traduzione dei significati Sura: At-Tawbah
Indice delle Sure Numero di pagina
 
Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu - Sarfaraz - Indice Traduzioni

Traduzione di Mawlawi Janbaz Sarfaraz

Chiudi