Check out the new design

クルアーンの対訳 - クルアーン簡潔注釈(パシュトー語対訳) * - 対訳の目次


対訳 節: (97) 章: 蜜蜂章
مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّنْ ذَكَرٍ اَوْ اُ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْیِیَنَّهٗ حَیٰوةً طَیِّبَةً ۚ— وَلَنَجْزِیَنَّهُمْ اَجْرَهُمْ بِاَحْسَنِ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
چاچې وکړ نیک عمل د شرعې موافق که نارینه وي او که زنانه، او حال دا چې دا ایمان لري په الله تعالی باندې؛ خامخا ژوند به ورکړو مونږ دې لره په دنیا کې ژوند ښایسته په رضایت سره د الله تعالی په تقدیر او په قناعت سره او په توفیق ورکولو سره نیکیو ته، او خامخا بدلې به ورکړو مونږ دوی ته ثوابونه د دوی په اخرت کې په ښایسته بڼه د هغو عملونو چې دوی په دنیا کې کول د نیکو کارونو څخه.
アラビア語 クルアーン注釈:
本諸節の功徳:
• العمل الصالح المقرون بالإيمان يجعل الحياة طيبة.
نیک عمل چې ایمان ورسره وي زندګي ښایسته کوي.

• الطريق إلى السلامة من شر الشيطان هو الالتجاء إلى الله، والاستعاذة به من شره.
د شیطان د شر نه د ژغورلو لار الله تعالی ته پناه وړل دي، او په هغه پناه نیول دي د هغه د شر نه.

• على المؤمنين أن يجعلوا القرآن إمامهم، فيتربوا بعلومه، ويتخلقوا بأخلاقه، ويستضيئوا بنوره، فبذلك تستقيم أمورهم الدينية والدنيوية.
په مومنانو باندې لازمه ده چې قرآن کریم خپل پیشوا وګرځوي، نو د هغه په علمونو باندې رالوی شي، او د هغه په اخلاقو ځان سمبال کړي، او د هغه په رڼا لاړ شي، نو په دې سره به د دوی دیني او دنیوي چارې برابرې شي.

• نسخ الأحكام واقع في القرآن زمن الوحي لحكمة، وهي مراعاة المصالح والحوادث، وتبدل الأحوال البشرية.
د احکامو نسخه کیدل په قرآن کریم کې د وحې د راتللو په وخت کې د حکمت د وجې نه واقع کیدونکی وو، او دغه حکمتونه د مصلحتونو او د حوادثو مراعت کول وو، او د خلکو د احوالو بدلیدل وو.

 
対訳 節: (97) 章: 蜜蜂章
章名の目次 ページ番号
 
クルアーンの対訳 - クルアーン簡潔注釈(パシュトー語対訳) - 対訳の目次

- Tafsir Center for Quranic Studies - 発行

閉じる