Check out the new design

クルアーンの対訳 - クルアーン簡潔注釈(パシュトー語対訳) * - 対訳の目次


対訳 章: 詩人たち章   節:
وَاتَّقُوا الَّذِیْ خَلَقَكُمْ وَالْجِبِلَّةَ الْاَوَّلِیْنَ ۟ؕ
او له هغه ذاته په دې وېره ځانونه وساتئ چې عذاب درباندې را نازل نه کړي، کوم ذات چې تاسو يې پيداکړي ياست، او پخواني امتونه يې پيداکړي دي.
アラビア語 クルアーン注釈:
قَالُوْۤا اِنَّمَاۤ اَنْتَ مِنَ الْمُسَحَّرِیْنَ ۟ۙ
د شعيب قوم، شعيب ته وويل: پرته له شکه ته له هغو کسانو څخه يې چې څو څو ځلې کوډې پرې شوې دي، تر دې چې کوډې دې پر عقل غالبې شوې دي او له منځه يې وړی دی.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَمَاۤ اَنْتَ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا وَاِنْ نَّظُنُّكَ لَمِنَ الْكٰذِبِیْنَ ۟ۚ
او ته يوازې زموږ غوندې يو انسان يې او تا لره پر موږ کوم زيادت نشته؛ نو بيا ته څنګه رسول يې؟ او موږ ستا په اړه يوازې دا ګومان کوو چې ته له درواغجنو يې په دغه دعوی کې چې ته رسول يې.
アラビア語 クルアーン注釈:
فَاَسْقِطْ عَلَیْنَا كِسَفًا مِّنَ السَّمَآءِ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟ؕ
او که ته په هغه دعوی کې رېښتينی وې چې کوې يې؛ نو له آسمانه يوه ټوټه پر موږ راوغورځوه.
アラビア語 クルアーン注釈:
قَالَ رَبِّیْۤ اَعْلَمُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ ۟
شعيب هغوی ته وويل: زما پالونکی پر هغه شرک او ګناهونو ډېر پوه دی چې تاسو يې کوئ، له هغه څخه ستاسو له کړنو څه پټ نه دي.
アラビア語 クルアーン注釈:
فَكَذَّبُوْهُ فَاَخَذَهُمْ عَذَابُ یَوْمِ الظُّلَّةِ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟
د هغه درواغجن ګڼلو ته يې دوام ورکړ؛ نو لوی عذاب ورته ورسېدی، داسې چې له سختې ګرمې ورځې وروسته ورېځ پرې راغله، پر هغوی يې اور را و اورولو، چې ويې سوځول، بېشکه د هغوی د تباهۍ ورځ د لويې وېرې ورځ وه.
アラビア語 クルアーン注釈:
اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟
بېشکه د شعيب د قوم په ياده شوې تباهۍ کې د پند اخېستونکو لپاره يو پند دی، خو د هغوی ډېری ايمان راوړونکي نه وو.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠
او پرته له شکه ای رسوله! ستا پالونکی برلاسی دی چې له خپلو دښمنانو يې غچ اخلي، پر هغه چا مهربانه دی چې له بندګانو يې څوک توبه وباسي.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَاِنَّهٗ لَتَنْزِیْلُ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ
او بېشکه دغه قرآن پر محمد صلی الله عليه وسلم د مخلوقاتو د پالونکي لخوا نازل کړل شوی دی.
アラビア語 クルアーン注釈:
نَزَلَ بِهِ الرُّوْحُ الْاَمِیْنُ ۟ۙ
د جبرئیل امين عليه السلام په واسطه نازل شوی دی.
アラビア語 クルアーン注釈:
عَلٰی قَلْبِكَ لِتَكُوْنَ مِنَ الْمُنْذِرِیْنَ ۟ۙ
ای رسوله! ستا پر زړه نازل شوی، تر څو له هغو رسولانو شې چې خلک وېروي او د الله له عذابه يې ډاروي.
アラビア語 クルアーン注釈:
بِلِسَانٍ عَرَبِیٍّ مُّبِیْنٍ ۟ؕ
په څرګنده عربي ژبه يې نازل کړی دی.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَاِنَّهٗ لَفِیْ زُبُرِ الْاَوَّلِیْنَ ۟
او دغه ياد شوی قرآن د پخوانيو په کتابونو کې هم شته، چې پخوانيو آسماني کتابونو د هغه په اړه زيري ورکړي دي.
アラビア語 クルアーン注釈:
اَوَلَمْ یَكُنْ لَّهُمْ اٰیَةً اَنْ یَّعْلَمَهٗ عُلَمٰٓؤُا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ؕ
آيا د دغو درواغ ګڼونکو لپاره ستا پر رېښتينولۍ دا يوه نښانه نده چې د هغه څه پر حقيقت د عبدالله بن سلام غوندې د بني اسرائيلو علماء هم پوهيږي کوم څه چې پر تا نازل شوي دي.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَلَوْ نَزَّلْنٰهُ عَلٰی بَعْضِ الْاَعْجَمِیْنَ ۟ۙ
او که دغه قرآن مو پر ځينو هغو اعجميانو نازل کړی وای چې په عربي خبرې نه شي کولای.
アラビア語 クルアーン注釈:
فَقَرَاَهٗ عَلَیْهِمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ مُؤْمِنِیْنَ ۟ؕ
او هغه پر دوی لوستی وای، بيا به هم هغوی ايمان راوړونکي نه وو، ځکه ويل به يې: موږ نه پرې پوهېږو؛ نو په کار ده چې د الله شکر وباسي چې په خپله ژبه يې نازل شوی.
アラビア語 クルアーン注釈:
كَذٰلِكَ سَلَكْنٰهُ فِیْ قُلُوْبِ الْمُجْرِمِیْنَ ۟ؕ
همدارنګه مو درواغ ګڼل او کفر د ګناهکارانو په زړونو کې ور ننه اېستلي دي.
アラビア語 クルアーン注釈:
لَا یُؤْمِنُوْنَ بِهٖ حَتّٰی یَرَوُا الْعَذَابَ الْاَلِیْمَ ۟ۙ
له هغه کفره نه اوړي چې پرې دي او نه ايمان راوړي ترڅو دردوونکی عذاب ونه ويني.
アラビア語 クルアーン注釈:
فَیَاْتِیَهُمْ بَغْتَةً وَّهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟ۙ
نو دغه عذاب ناڅاپه ورته راشي، په داسې حال کې چې په راتګ يې نه پوهيږي تردې چې ناببره يې را ګير کړي.
アラビア語 クルアーン注釈:
فَیَقُوْلُوْا هَلْ نَحْنُ مُنْظَرُوْنَ ۟ؕ
نو له سخت افسوسه به وايي کله چې ناببره عذاب پرې را نازل شي: آيا موږ ته به مهلت را کول کيږي چې الله ته توبه وباسو؟!
アラビア語 クルアーン注釈:
اَفَبِعَذَابِنَا یَسْتَعْجِلُوْنَ ۟
آيا دغه کافران زموږ لخوا په عذاب راتلو بيړه کوي وايي: موږ هيڅکله تا لره ايمان نه راوړو ترڅو آسمان پر موږ ټوټې ټوټې را ونه لويږي لکه ته چې ګومان کوې؟!
アラビア語 クルアーン注釈:
اَفَرَءَیْتَ اِنْ مَّتَّعْنٰهُمْ سِنِیْنَ ۟ۙ
نو ای رسوله! خبر راکړه که موږ دغو کافرانو ته د دنيا په ژوند کې تر اوږدې زمانې پورې له نعمتونو د مزو اخېستلو مهلت ورکړ، چې له هغه څه مخ اړوونکي دي چې زه ورسره راغلی يم.
アラビア語 クルアーン注釈:
ثُمَّ جَآءَهُمْ مَّا كَانُوْا یُوْعَدُوْنَ ۟ۙ
بيا له دغې زمانې وروسته چې دغه نعمتونه يې پکې ترلاسه کړي هغه عذاب ورته راشي چې ژمنه يې ورسره کېدله.
アラビア語 クルアーン注釈:
本諸節の功徳:
• كلما تعمَّق المسلم في اللغة العربية، كان أقدر على فهم القرآن.
کله چې هم مسلمان په عربي ژبه کې ژور فکر وکړي همدومره د قرآن پر پوهاوي توانمند کيږي.

• الاحتجاج على المشركين بما عند المُنْصِفين من أهل الكتاب من الإقرار بأن القرآن من عند الله.
د مشرکانو پر خلاف په هغه اقرار استدلال کول کوم چې د انصاف لرونکو کتاب څښتنانو لخوا شوی چې قرآن د الله له لورې دی.

• ما يناله الكفار من نعم الدنيا استدراج لا كرامة.
کافرانو ته چې کوم د دنيا نعمتونه رسيږي هغه استدراج دی نه کرامت.

 
対訳 章: 詩人たち章
章名の目次 ページ番号
 
クルアーンの対訳 - クルアーン簡潔注釈(パシュトー語対訳) - 対訳の目次

- Tafsir Center for Quranic Studies - 発行

閉じる