Check out the new design

クルアーンの対訳 - クルアーン簡潔注釈(パシュトー語対訳) * - 対訳の目次


対訳 章: 蜘蛛章   節:
وَلَا تُجَادِلُوْۤا اَهْلَ الْكِتٰبِ اِلَّا بِالَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ ؗ— اِلَّا الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مِنْهُمْ وَقُوْلُوْۤا اٰمَنَّا بِالَّذِیْۤ اُنْزِلَ اِلَیْنَا وَاُنْزِلَ اِلَیْكُمْ وَاِلٰهُنَا وَاِلٰهُكُمْ وَاحِدٌ وَّنَحْنُ لَهٗ مُسْلِمُوْنَ ۟
ای مومنانو! تاسو د یهودو او نصاراوو سره خبرې او شخړې مه کوئ مګر په ښه اسلوب او ښایسته طریقې سره چې په وعظ او ښکاره دلائلو سره رابلل دي، پرته له هغو کسانو چې په ضد او لویي سره یې ظلم کړی، او ستاسو په وړاندې یې د جنګ اعلان کړی، نو دوی سره تر هغې جنګ وکړئ تر څو چې مسلمانان شي او یا هم په لاس جزیه (باج) ورکړي په داسې حال کې چې خوار او ذلیل وي، او یهودو او نصاراوو ته ووایئ: مونږ په هغه څه باور لرو چې مونږ ته الله تعالی کوم قرآن نازل کړی، او په هغه څه هم باور لرو کوم توارت او انجیل چې تاسو ته نازل شوی، او زمونږ او ستاسو معبود یو دی چې نه په الوهیت کې او نه په ربوبیت او کمال کې شریک لري، او مونږ یوازې همده ته غاړه ایښودونکي او ذلیل یو.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَكَذٰلِكَ اَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكَ الْكِتٰبَ ؕ— فَالَّذِیْنَ اٰتَیْنٰهُمُ الْكِتٰبَ یُؤْمِنُوْنَ بِهٖ ۚ— وَمِنْ هٰۤؤُلَآءِ مَنْ یُّؤْمِنُ بِهٖ ؕ— وَمَا یَجْحَدُ بِاٰیٰتِنَاۤ اِلَّا الْكٰفِرُوْنَ ۟
او لکه څرنګه چې مونږ تا څخه مخکې کتابونه نازل کړي دي همدا راز مو پر تا هم قرآن نازل کړی، نو ځینې له دوی څخه هغه کسان دي چې تورات لولي -لکه عبد الله بن سلام- او په دې هم ایمان لري؛ ځکه چې په خپلو کتابونو کې د ده ستاینه مومي، او له دغه مشرکینو څخه ځینې دي چې ایمان پرې راوړي، او پرته له هغو کافرانو چې عادت یې کفر او انکار د حق وي سره د څرګندوالي د هغه بل څوک پرې نه کافر کېږي.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَمَا كُنْتَ تَتْلُوْا مِنْ قَبْلِهٖ مِنْ كِتٰبٍ وَّلَا تَخُطُّهٗ بِیَمِیْنِكَ اِذًا لَّارْتَابَ الْمُبْطِلُوْنَ ۟
او ای پېغمبره! له دې مخکې نه تا کوم کتاب لوستلو، او نه دې په ښي لاس څه لیکل؛ ځکه چې ته نالوستی وې، لوست او لیک دې نه کولو، او که چېرې تا لوست او لیک کولی نو هرومرو به نا پوهه خلک ستا د نبوت په اړه په شک کې پرېوتي وی، او دلیل به یې نیولی چې تا د پخوانیو کتابونو څخه لیکل کول.
アラビア語 クルアーン注釈:
بَلْ هُوَ اٰیٰتٌۢ بَیِّنٰتٌ فِیْ صُدُوْرِ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ ؕ— وَمَا یَجْحَدُ بِاٰیٰتِنَاۤ اِلَّا الظّٰلِمُوْنَ ۟
بلکې دا پر تا نازل شوی قرآن څرګند آیاتونه دي د هغو مؤمنو خلکو په زړونو کې چې علم ورکړل شوی دی، او نه منکرېږي زمونږ له آیاتونوڅخه پرته له هغو ظالمانو چې په کفر او شرک سره یې پر ځان ظلم کړی.
アラビア語 クルアーン注釈:
وَقَالُوْا لَوْلَاۤ اُنْزِلَ عَلَیْهِ اٰیٰتٌ مِّنْ رَّبِّهٖ ؕ— قُلْ اِنَّمَا الْاٰیٰتُ عِنْدَ اللّٰهِ ؕ— وَاِنَّمَاۤ اَنَا نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟
او مشرکانو وویل: ولې پر محمد د خپل رب لخوا داسې آیاتونه ندي نازل شوي لکه څرنګه چې له ده څخه په مخکنو پېغمبرانو نازل شوي وې، ووایه -ای پېغمبره- دغو وړاندیز کوونکو ته: آیاتونه خو د الله په لاس کې دي، نازلوي يې څرنګه یې چې خوښه شي، او د نازلولو واک یې زه نلرم، زه خو یوازې ستاسو وېرونکی یم د الله تعالی له عذاب څخه، ښکاره وېرونکی.
アラビア語 クルアーン注釈:
اَوَلَمْ یَكْفِهِمْ اَنَّاۤ اَنْزَلْنَا عَلَیْكَ الْكِتٰبَ یُتْلٰی عَلَیْهِمْ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَرَحْمَةً وَّذِكْرٰی لِقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟۠
آیا دغو د آیاتونو وړاندېزونکو ته بس نه دي چې مونږ پر تا -ای پېغمبره- قرآن نازل کړی چې پر دوی لوستل کېږي، بېشکه په دغه نازل شوي قرآن کې هغه قوم لپاره رحمت او پند دی چې ایمان راوړي، پس همغوی ترې ګټه پورته کوي، ځکه هغه څه چې پر دوی نازل شوي ډېر ښه دي له هغه چې دوی وړاندیزول په شان د هغه چې پخوا پر پېغمبرانو نازل شوي.
アラビア語 クルアーン注釈:
قُلْ كَفٰی بِاللّٰهِ بَیْنِیْ وَبَیْنَكُمْ شَهِیْدًا ۚ— یَعْلَمُ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِالْبَاطِلِ وَكَفَرُوْا بِاللّٰهِ ۙ— اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ ۟
ووایه -ای پېغمبره- کافي دی الله تعالی په شاهدي ورکولو زما په ریښتنولۍ د هغه څه په اړه چې ما راوړی، او ستاسو په دروغجن ګڼلو، پوهېږي په هغه څه چې آسمانو او ځمکه کې دي، هېڅ ترې نه پټېږي په دې دواړو کې، او هغه کسان چې پر باطل باور لري چې د الله پرته د نورو عبادت کوي، او په الله کفر کوي چې د عبادت وړ دی، همدوی تاوانیان دي؛ ځکه چې کفر یې پر ایمان تبدیل کړی دی.
アラビア語 クルアーン注釈:
本諸節の功徳:
• مجادلة أهل الكتاب تكون بالتي هي أحسن.
د اهل کتابو سره په ښایسته توګه بحث کول.

• الإيمان بجميع الرسل والكتب دون تفريق شرط لصحة الإيمان.
له توپير پرته پر ټولو پېغمبرانو او کتابونو باور لرل د ایمان د صحت لپاره شرط دی.

• القرآن الكريم الآية الخالدة والحجة الدائمة على صدق النبي صلى الله عليه وسلم.
قرآن کریم همیشنۍ نښه او دائمي دلیل دی د پېغمبر صلی الله علیه وسلم په ریښتنولۍ باندې.

 
対訳 章: 蜘蛛章
章名の目次 ページ番号
 
クルアーンの対訳 - クルアーン簡潔注釈(パシュトー語対訳) - 対訳の目次

- Tafsir Center for Quranic Studies - 発行

閉じる