Check out the new design

クルアーンの対訳 - クルアーン簡潔注釈(パシュトー語対訳) * - 対訳の目次


対訳 節: (22) 章: 婦人章
وَلَا تَنْكِحُوْا مَا نَكَحَ اٰبَآؤُكُمْ مِّنَ النِّسَآءِ اِلَّا مَا قَدْ سَلَفَ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ فَاحِشَةً وَّمَقْتًا ؕ— وَسَآءَ سَبِیْلًا ۟۠
او تاسو مه په نکاح کوئ هغه ښځې چې مخکې په نکاح کړي وې ستاسو پلارانو؛ ځکه دا کار حرام دی، مګر دا چې مخکې له اسلام نه چا دا کار کړی وي نو په هغه باندې څه نیوکه نشته، دا ځکه چې د پلار د ښځې سره د زوی نکاح کول عقلا ډیر بد کار دی، او د الله تعالی د غصي سبب دی د دې کار په کارکوونکې باندې، او ډیره بده لار ده د هغه چا لپاره چې دا کار یې کړی وي.
アラビア語 クルアーン注釈:
本諸節の功徳:
• إذا دخل الرجل بامرأته فقد ثبت مهرها، ولا يجوز له التعدي عليه أو الطمع فيه، حتى لو أراد فراقها وطلاقها.
کله چې سړی د خپلې ښځې سره یوځای شو نو د ښځې لپاره مهر ثابت شو، او سړي لره نه په مهر باندې تیرې کول جایز دي او نه ترې د څه تمه کول ، اګر که د هغې د جداوالې او یا د طلاق اراده هم ولري.

• حرم الله تعالى نكاح زوجات الآباء؛ لأنه فاحشة تمقتها العقول الصحيحة والفطر السليمة.
الله تعالی حرام کړي دي نکاح کول د خپلو پلارانو د ښځو سره؛ ځکه چې دا بد کار دی؛ برابر عقلونه او سالم فطرتونه یې هم بد ګڼي.

• بين الله تعالى بيانًا مفصلًا من يحل نكاحه من النساء ومن يحرم، سواء أكان بسبب النسب أو المصاهرة أو الرضاع؛ تعظيمًا لشأن الأعراض، وصيانة لها من الاعتداء.
الله تعالی په تفصیل سره هغه مېرمنې بیان کړې چې نکاح ورسره حلاله او يا حرامه ده، هغه که د نسب له امله وي، یا د مصاهرت او رضاع، دا د عزتونو د درناوي او له تېري څخه د هغو د ساتلو په موخه.

 
対訳 節: (22) 章: 婦人章
章名の目次 ページ番号
 
クルアーンの対訳 - クルアーン簡潔注釈(パシュトー語対訳) - 対訳の目次

- Tafsir Center for Quranic Studies - 発行

閉じる