Check out the new design

クルアーンの対訳 - クルアーン簡潔注釈(パシュトー語対訳) * - 対訳の目次


対訳 節: (63) 章: 婦人章
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ یَعْلَمُ اللّٰهُ مَا فِیْ قُلُوْبِهِمْ ۗ— فَاَعْرِضْ عَنْهُمْ وَعِظْهُمْ وَقُلْ لَّهُمْ فِیْۤ اَنْفُسِهِمْ قَوْلًا بَلِیْغًا ۟
دغه منافقان هغه کسان دی چې پوهیږي الله تعالی په هغه څه چې دوی یې په خپلو زړونو کې پټ ساتي د نفاق او بدې ارادې نه، نو پریږده -ای پیغمبره- دوی او مخ ترې واړوه، او بیان کړه دوی ته د الله تعالی حکم په رغبت ورکولو سره او په ویرې ورکولو سره او ووایه دوی ته وینا داسې اثرناکه وینا چې دوی ته ورسیږي او د دوی په زړونو کې ورننوځي.
アラビア語 クルアーン注釈:
本諸節の功徳:
• الاحتكام إلى غير شرع الله والرضا به مناقض للإيمان بالله تعالى، ولا يكون الإيمان التام إلا بالاحتكام إلى الشرع، مع رضا القلب والتسليم الظاهر والباطن بما يحكم به الشرع.
د الله تعالی د شرعې پرته د بل چا قانون او شرعې ته فیصلې وړل او په هغه باندې راضي کیدل په الله تعالی باندې د ایمان سره په ټکر کې دي، او ایمان نه پوره کیږي مګر په فیصلې کولو سره شرعې ته، سره د زړه د رضا نه او په ښکاره او پټ ډول غاړه کېښودل هغه څه ته چې شرعه پرې حکم کوي.

• من أبرز صفات المنافقين عدم الرضا بشرع الله، وتقديم حكم الطواغيت على حكم الله تعالى.
د منافقانو د غټو صفاتو څخه دا دي چې د الله تعالی په شرعه باندې نه راضي کیږي، او د طاغوت فیصله د الله تعالی په حکم او فیصلې باندې وړاندې کوي.

• النَّدْب إلى الإعراض عن أهل الجهل والضلالات، مع المبالغة في نصحهم وتخويفهم من الله تعالى.
د جاهلانو او ګمراهانو څخه مخ اړولو ته بلنه ورکول، سره د مبالغې کولو نه د هغوی په نصیحت کولو کې او هغوی د الله تعالی څخه ویرول.

 
対訳 節: (63) 章: 婦人章
章名の目次 ページ番号
 
クルアーンの対訳 - クルアーン簡潔注釈(パシュトー語対訳) - 対訳の目次

- Tafsir Center for Quranic Studies - 発行

閉じる