クルアーンの対訳 - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - 対訳の目次


対訳 節: (99) 章: 婦人章
فَاُولٰٓىِٕكَ عَسَی اللّٰهُ اَنْ یَّعْفُوَ عَنْهُمْ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَفُوًّا غَفُوْرًا ۟
او مستثنی دي د دې عذاب او ویری څخه هغه کمزوري د عذرونو والا خلک که سړي دي او که زنانه او ماشومان دي، هغه کسان چې هیڅ قوت ورسره نه وو چې د خپلو ځانونو څخه یې ظلم او زور دفع کړی و. او نه وه ورته معلومه لاره چې خلاص شوي وی د هغه زور او ظلم څخه چې دوی پکې وو، نو بس دغه کسان نزدی ده چې الله تعالی په خپل رحمت او مهربانۍ دوی ته عفوه وکړي، او دی الله تعالی عفوه کوونکی خپلو بندګانو لره، بخښنه کوونکی هغه چاته چې توبه وباسي لدوی څخه.
アラビア語 クルアーン注釈:
本諸節の功徳:
• فضل الجهاد في سبيل الله وعظم أجر المجاهدين، وأن الله وعدهم منازل عالية في الجنة لا يبلغها غيرهم.
د الله تعالی په لاره کې د جهاد فضیلت او لوی والی د مجاهدینو د ثواب، او بیشکه الله تعالی وعده کړې د دوی سره د اوچتو مرتبو او منزلو په جنت کې چې د دوی څخه پرته بل څوک به ورته نشي رسیدلی.

• أصحاب الأعذار يسقط عنهم فرض الجهاد مع ما لهم من أجر إن حسنت نيتهم.
د عذرونو له خاوندانو څخه د جهاد فرضیت ساقطیږی، د دې سربیره که چیرته یې نیتونه ښه وي نو اجر ورته هم شته.

• فضل الهجرة إلى بلاد الإسلام، ووجوبها على القادر إن كان يخشى على دينه في بلده.
د اسلام ښار ته د هجرت کولو فضیلت، او واجب دی دا هجرت په هغه چا چې وسه یې کیږي که چیرته په خپل ښار کې په خپل دین باندې ویریږي.

• مشروعية قصر الصلاة في حال السفر.
د سفر پر مهال د لمانځه د لنډوالي جواز

 
対訳 節: (99) 章: 婦人章
章名の目次 ページ番号
 
クルアーンの対訳 - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - 対訳の目次

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

閉じる