クルアーンの対訳 - クルアーン簡潔注釈(パシュトー語対訳)

external-link copy
34 : 47

اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَصَدُّوْا عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ثُمَّ مَاتُوْا وَهُمْ كُفَّارٌ فَلَنْ یَّغْفِرَ اللّٰهُ لَهُمْ ۟

پرته له شکه هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی، خپل ځانونه او نور يې د الله له دينه ګرځولي، بيا له توبې مخکې پر خپل کفر مړه شوي دي، هيڅکله به الله هغویته تر ګناهونو په پټولو یي ور تېر نه شي، بلکې هغوی به پرې ونيسي، او د تل لپاره به يې اور ته ننباسي. info
التفاسير:
本諸節の功徳:
• سرائر المنافقين وخبثهم يظهر على قسمات وجوههم وأسلوب كلامهم.
د منافقانو پټ رازونه او د هغوی خباثت د هغوی په څېرو او د خبرو په طرز کې ښکاريږي. info

• الاختبار سُنَّة إلهية لتمييز المؤمنين من المنافقين.
ازموينه يوه الهي تګلاره ده ترڅو مؤمنان له منافقانو بېل کړي. info

• تأييد الله لعباده المؤمنين بالنصر والتسديد.
د الله له لوري د خپلو بندګانو تاييد د هغوی په مرسته او سمې لارې ته په برابرولو سره. info

• من رفق الله بعباده أنه لا يطلب منهم إنفاق كل أموالهم في سبيل الله.
د الله پر خپلو بندګانو له مهربانۍ دا هم ده چې له هغوی د الله په لار کې د ټولو مالونو لګولو غوښتنه نه کوي. info