ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - សន្ទស្សន៍នៃការបកប្រែ


ការបកប្រែអត្ថន័យ អាយ៉ាត់: (12) ជំពូក​: សូរ៉ោះអាល់អ៊ីសរ៉ក
وَجَعَلْنَا الَّیْلَ وَالنَّهَارَ اٰیَتَیْنِ فَمَحَوْنَاۤ اٰیَةَ الَّیْلِ وَجَعَلْنَاۤ اٰیَةَ النَّهَارِ مُبْصِرَةً لِّتَبْتَغُوْا فَضْلًا مِّنْ رَّبِّكُمْ وَلِتَعْلَمُوْا عَدَدَ السِّنِیْنَ وَالْحِسَابَ ؕ— وَكُلَّ شَیْءٍ فَصَّلْنٰهُ تَفْصِیْلًا ۟
او موږ شپه او ورځ دوې داسې نښانې پيداکړي دي چې د الله پر يووالي او ځواک دلالت کوونکي دي، ځکه په هغو دواړو کې په اوږدوالي او لنډوالي، ګرمايښت او يخنۍ کې يې توپير دی، نو شپه مو د آرامتيا او خوب لپاره تياره ګرځولې ده او ورځ مو رڼا ګرځولې ده، ترڅو د الله هغه روزي ولټوئ چې په خپله پېرزوينه يې درته ټاکلې ده او ترڅو يې پر يوبل پسې په راتګ د کلونو شمېر معلوم کړئ او د مياشتو، ورځو او ساعتونو هغه حساب چې اړتيا ورته لرئ، هرڅه مو څرګند بيان کړي دي، ترڅو شيان سره بېل شي او څوک چې پرحق دي له باطله څرګند شي.
តាហ្វសៀរជាភាសា​អារ៉ាប់ជាច្រេីន:
ក្នុង​ចំណោម​អត្ថប្រយោជន៍​នៃអាយ៉ាត់ទាំងនេះក្នុងទំព័រនេះ:
• من اهتدى بهدي القرآن كان أكمل الناس وأقومهم وأهداهم في جميع أموره.
چاچې هدایت حاصل کړو په هدایت د قرآن کریم نو دې به په ټولو خلکو کې پوره او برابر وي او په خپلو ټولو چارو کې به په سمه توګه روان وي.

• التحذير من الدعوة على النفس والأولاد بالشر.
په خپل ځان او بچو باندې د بدو دعاوو څخه ډډه کول.

• اختلاف الليل والنهار بالزيادة والنقص وتعاقبهما، وضوء النهار وظلمة الليل، كل ذلك دليل على وحدانية الله ووجوده وكمال علمه وقدرته.
د شپې او ورځې اختلاف په زیاتي او کمي کې او په یو بل پسې تلل راتلل، او د ورځې رڼا او د شپې تیاره، دا ټول کارونه دلالت کوونکي دي د الله تعالی په یووالي او د هغه په شتوالي او د هغه د علم او قدرت په کمال او پوره والي.

• تقرر الآيات مبدأ المسؤولية الشخصية، عدلًا من الله ورحمة بعباده.
دا آیتونه د شخصي مسؤولیت اصل ټاکي او بیانوي یې، چې دا د الله تعالی له طرفه عدل دی او رحمت یې دی په خپلو بندګانو.

 
ការបកប្រែអត្ថន័យ អាយ៉ាត់: (12) ជំពូក​: សូរ៉ោះអាល់អ៊ីសរ៉ក
សន្ទស្សន៍នៃជំពូក លេខ​ទំព័រ
 
ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - សន្ទស្សន៍នៃការបកប្រែ

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

បិទ