ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - ការអធិប្បាយសង្ខេបអំពីគម្ពីគួរអានជាភាសា ផាស់ស្តូ

مؤمنون

គោល​បំណងនៃជំពូក:
بيان فلاح المؤمنين وخسران الكافرين.
د مومنانو د بريا او د کافرانو د ناکامۍ بيان. info

external-link copy
1 : 23

قَدْ اَفْلَحَ الْمُؤْمِنُوْنَ ۟ۙ

بېشکه پر الله ايمان راوړونکي او د هغه پر شريعت عمل کوونکي پر هغه څه بريالي شول چې غوښتل يې او له هغه څه خوندي شول چې ترې وېرېدل. info
التفاسير: |

external-link copy
2 : 23

الَّذِیْنَ هُمْ فِیْ صَلَاتِهِمْ خٰشِعُوْنَ ۟ۙ

هغه کسان چې په خپل لمانځه کې عاجزي کوونکي دي په داسې حال کې چې غړي يې پکې آرامه شوي او زړونه يې له بوختياوو فارغه شوي دي. info
التفاسير: |

external-link copy
3 : 23

وَالَّذِیْنَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُوْنَ ۟ۙ

او هغه کسان چې له باطل، چټياتو او هغو ويناوو اوکړنو مخ اړوونکي دي چې په هغو کې ګناه وي. info
التفاسير: |

external-link copy
4 : 23

وَالَّذِیْنَ هُمْ لِلزَّكٰوةِ فٰعِلُوْنَ ۟ۙ

او هغه کسان چې له رذايلو څخه د ځانونو د پاکوالي او خپلو مالونو د پاکوالي په موخه زکات ورکوونکي دي. info
التفاسير: |

external-link copy
5 : 23

وَالَّذِیْنَ هُمْ لِفُرُوْجِهِمْ حٰفِظُوْنَ ۟ۙ

او هغه کسان چې له زنا، لواطت، او نارواوو څخه په لېرې والي د خپلو عورتونو ساتونکي دي، او هغوی پاک لمني او پاکيزه دي. info
التفاسير: |

external-link copy
6 : 23

اِلَّا عَلٰۤی اَزْوَاجِهِمْ اَوْ مَا مَلَكَتْ اَیْمَانُهُمْ فَاِنَّهُمْ غَیْرُ مَلُوْمِیْنَ ۟ۚ

پرته له مېرمنو يې او هغو مينځو چې هغوی يې څښتنان دي؛ نو له هغوی څخه د کوروالي په کولو او داسې نور څه کې د ګټې په اخېستلو سره نه ملامتيږي. info
التفاسير: |

external-link copy
7 : 23

فَمَنِ ابْتَغٰی وَرَآءَ ذٰلِكَ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْعٰدُوْنَ ۟ۚ

نو څوک چې له خپلو مېرمنو او هغو مينځو پرته چې څښتنان يې وي له نورو څخه خوند لټوي هغوی د الله له پولو اوښتونکي دي چې د الله له حلال کړي شيانو څخه د هغه حرام کړل شويو شيانو ته تېری کوي. info
التفاسير: |

external-link copy
8 : 23

وَالَّذِیْنَ هُمْ لِاَمٰنٰتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رٰعُوْنَ ۟ۙ

او هغه کسان چې د الله او د هغه بندګانو لخوا د ورکړل شوي امانت او خپلو ژمنو خيال ساتونکي دي، چې نه يې ضايع کوي بلکې وفا پرې کوي. info
التفاسير: |

external-link copy
9 : 23

وَالَّذِیْنَ هُمْ عَلٰی صَلَوٰتِهِمْ یُحَافِظُوْنَ ۟ۘ

او هغه کسان چې تل د خپلو لمنځونو ساتنه کوي چې په خپلو وختونو کې يې د ټولو ارکانو، واجباتو او مستحباتو سره اداکوي. info
التفاسير: |

external-link copy
10 : 23

اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْوٰرِثُوْنَ ۟ۙ

هغه کسان چې پر دغو صفاتو متصف دي همدوی وارثان دي. info
التفاسير: |

external-link copy
11 : 23

الَّذِیْنَ یَرِثُوْنَ الْفِرْدَوْسَ ؕ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟

هغه کسان چې لوړ جنت په ميراث وړي هغوی به تل پکې اوسېدونکي وي چې نعمتونه به يې پکې نه ختميږي. info
التفاسير: |

external-link copy
12 : 23

وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ مِنْ سُلٰلَةٍ مِّنْ طِیْنٍ ۟ۚ

موږ د بشر پلار آدم عليه السلام له خټې پيداکړ، چې له سوچه خاورې څخه اخېستل شوې وه او له داسې اوبو څخه اېستل شوې وه چې هغه اوبه د زمکې له خاورې سره ګدې شوې وې. info
التفاسير: |

external-link copy
13 : 23

ثُمَّ جَعَلْنٰهُ نُطْفَةً فِیْ قَرَارٍ مَّكِیْنٍ ۪۟

بیا مو د هغه اولاد د نسلونو په توګه له داسې نطفې څخه پيداکړل چې په رحم (اولادځای) کې د پيدايښت تر ورځې ځای پر ځای کيږي. info
التفاسير: |

external-link copy
14 : 23

ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظٰمًا فَكَسَوْنَا الْعِظٰمَ لَحْمًا ۗ— ثُمَّ اَنْشَاْنٰهُ خَلْقًا اٰخَرَ ؕ— فَتَبٰرَكَ اللّٰهُ اَحْسَنُ الْخٰلِقِیْنَ ۟ؕ

بيا مو وروسته له دې په رحم کې ځای پرځای شوې نطفه د وينې سره ټوټه وګرځوله، بيا مو دغه د وينې سره ټوټه د ژوول شوې غوښې غوندې ټوټه وګرځوله، بيا مو دغې د غوښې ټوټې ته سخت هډوکي ور پيداکړل، چې دغو هډوکو ته مو غوښه ورواغوستله، بيا مو په هغه کې د روح په پو کولو او د ژوند حالت ته په را اېستلو بل مخلوق وګرځاوه؛ نو الله برکتناک دی او ترټولو غوره پيداکوونکی دی. info
التفاسير: |

external-link copy
15 : 23

ثُمَّ اِنَّكُمْ بَعْدَ ذٰلِكَ لَمَیِّتُوْنَ ۟ؕ

بيا تاسو ای خلکو! د دغو پړاوونو څخه له تېرېدو وروسته ژر ده د خپلو وختونو په را رسېدو سره مړه کېږئ. info
التفاسير: |

external-link copy
16 : 23

ثُمَّ اِنَّكُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ تُبْعَثُوْنَ ۟

بيا تاسو له مړه کېدو وروسته له قبرونو څخه د قيامت په ورځ راپاڅول کېږئ، تر څو د هغه څه په اړه حساب درسره وشي چې وړاندې مو لېږلي دي. info
التفاسير: |

external-link copy
17 : 23

وَلَقَدْ خَلَقْنَا فَوْقَكُمْ سَبْعَ طَرَآىِٕقَ ۖۗ— وَمَا كُنَّا عَنِ الْخَلْقِ غٰفِلِیْنَ ۟

بېشکه مو ستاسو د پاسه ای خلکو! اوه آسمانونه پيداکړي دي چې ځينې يې د ځينو د پاسه دي، او موږ له خپل مخلوق څخه بې خبره نه يو او نه يې هېروونکي يو. info
التفاسير: |
អំពី​អត្ថប្រយោជន៍​នៃវាក្យខណ្ឌទាំងនេះនៅលើទំព័រនេះ:
• للفلاح أسباب متنوعة يحسن معرفتها والحرص عليها.
د بريا لپاره بېلابېلې لارې دي چې پېژندګلوي او پر هغو حرص کول غوره کار دی. info

• التدرج في الخلق والشرع سُنَّة إلهية.
په مخلوق او شريعت کې له تدريج څخه کار اخېستل د الله سنت دي. info

• إحاطة علم الله بمخلوقاته.
د الله د پوهې چاپېروالی پر مخلوقات يې. info

external-link copy
18 : 23

وَاَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَآءِ مَآءً بِقَدَرٍ فَاَسْكَنّٰهُ فِی الْاَرْضِ ۖۗ— وَاِنَّا عَلٰی ذَهَابٍ بِهٖ لَقٰدِرُوْنَ ۟ۚ

او له آسمانه مو د باران اوبه د اړتيا په اندازه نازلې کړې دي، نه زياتې دي چې ورانکاری وکړي او نه کمې دي چې بسنه ونه کړي، په زمکه کې مو داسې ځای پرځای کړې دي چې خلک او څاروي ګټه ترې اخلي او موږ د دې توان لرو چې له منځه يې يوسو او تاسو ګټه ترې وا نخلئ. info
التفاسير: |

external-link copy
19 : 23

فَاَنْشَاْنَا لَكُمْ بِهٖ جَنّٰتٍ مِّنْ نَّخِیْلٍ وَّاَعْنَابٍ ۘ— لَكُمْ فِیْهَا فَوَاكِهُ كَثِیْرَةٌ وَّمِنْهَا تَاْكُلُوْنَ ۟ۙ

نو پر دغو اوبو مو تاسوته د خرماوو او انګورو باغونه را شنه کړل، په هغو کې د بېلابېلو شکلونو او رنګونو مېوې دي لکه انځر، انار او مڼې چې له هغو يې تاسو خورئ. info
التفاسير: |

external-link copy
20 : 23

وَشَجَرَةً تَخْرُجُ مِنْ طُوْرِ سَیْنَآءَ تَنْۢبُتُ بِالدُّهْنِ وَصِبْغٍ لِّلْاٰكِلِیْنَ ۟

او ستاسو لپاره مو د انځر هغه ونه پيدا کړه چې د سينا غره له سيمې څخه راوځي، داسې غوړي را باسي چې له مېوې څخه يې ترلاسه کيږي غوړول پرې کيږي او په کتغ کې کارول کيږي. info
التفاسير: |

external-link copy
21 : 23

وَاِنَّ لَكُمْ فِی الْاَنْعَامِ لَعِبْرَةً ؕ— نُسْقِیْكُمْ مِّمَّا فِیْ بُطُوْنِهَا وَلَكُمْ فِیْهَا مَنَافِعُ كَثِیْرَةٌ وَّمِنْهَا تَاْكُلُوْنَ ۟ۙ

او بېشکه ستاسو لپاره ای خلکو! په څارويو(اوښانو، غواوو او پسونو) کې پند دی او لارښوونه ده چې د الله قدرت او پېرزوينې ته پرې لار پيداکوئ، موږ د دغو څارويو له ګېډو تاسو ته خالصې مزې دارې شېدې درڅښو، او په دغو کې تاسوته ډېرې ګټې چې ترلاسه کوئ يې لکه سپرلۍ، وړۍ، پشم، وېښتان، او د هغو له غوښو خوراک کوئ. info
التفاسير: |

external-link copy
22 : 23

وَعَلَیْهَا وَعَلَی الْفُلْكِ تُحْمَلُوْنَ ۟۠

او په وچه کې پر اوښانو او په اوبو کې په کښتۍ کې سپرول کېږئ. info
التفاسير: |

external-link copy
23 : 23

وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا نُوْحًا اِلٰی قَوْمِهٖ فَقَالَ یٰقَوْمِ اعْبُدُوا اللّٰهَ مَا لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرُهٗ ؕ— اَفَلَا تَتَّقُوْنَ ۟

پرته له شکه موږ نوح عليه السلام يې خپل قوم ته ولېږئ چې د الله لوري ته يې راوبولي، هغه ورته وويل: ای زما قومه! يوازې د الله عبادت وکړئ، تاسو لره له هغه پاک ذات پرته بل په حقه معبود نشته؛ نو آيا له الله څخه نه وېرېږئ د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو څخه يې په ډډه کولو سره. info
التفاسير: |

external-link copy
24 : 23

فَقَالَ الْمَلَؤُا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ قَوْمِهٖ مَا هٰذَاۤ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ ۙ— یُرِیْدُ اَنْ یَّتَفَضَّلَ عَلَیْكُمْ ؕ— وَلَوْ شَآءَ اللّٰهُ لَاَنْزَلَ مَلٰٓىِٕكَةً ۖۚ— مَّا سَمِعْنَا بِهٰذَا فِیْۤ اٰبَآىِٕنَا الْاَوَّلِیْنَ ۟ۚۖ

نو له قوم څخه يې هغو اشرافو او سردارانو چې پر الله يې کفر کړی و خپلو پيروانو او عامو خلکو ته وويل: نه دی هغه چې فکر کوئ چې دی رسول دی مګر ستاسو غوندې يو انسان دی، پرتاسو مشري او سرداري غواړي، که الله موږ ته رسول رالېږل غوښتی، هرومرو به يې له پرېښتو رالېږلی وای او له انسانانو يې نه رالېږلو، دا ډول دعوی مو په خپلو هغو پخوانيو کې نه ده اورېدلې چې تېرشوي دي. info
التفاسير: |

external-link copy
25 : 23

اِنْ هُوَ اِلَّا رَجُلٌۢ بِهٖ جِنَّةٌ فَتَرَبَّصُوْا بِهٖ حَتّٰی حِیْنٍ ۟

نه دی هغه مګر داسې يو سړی چې لېونتوب پرې راغلی دی، څه چې وايي نه پرې پوهيږي؛ نو تر هغه وخته انتظار ورته وکړئ تر څو يې خلکو ته حال څرګند شي. info
التفاسير: |

external-link copy
26 : 23

قَالَ رَبِّ انْصُرْنِیْ بِمَا كَذَّبُوْنِ ۟

نوح عليه السلام وويل: ای زماپالونکيه! د هغوی پرخلاف مې مرسته وکړه داسې چې د هغوی لخوا زما د درواغجن ګڼلو غچ راته ترې واخله. info
التفاسير: |

external-link copy
27 : 23

فَاَوْحَیْنَاۤ اِلَیْهِ اَنِ اصْنَعِ الْفُلْكَ بِاَعْیُنِنَا وَوَحْیِنَا فَاِذَا جَآءَ اَمْرُنَا وَفَارَ التَّنُّوْرُ ۙ— فَاسْلُكْ فِیْهَا مِنْ كُلٍّ زَوْجَیْنِ اثْنَیْنِ وَاَهْلَكَ اِلَّا مَنْ سَبَقَ عَلَیْهِ الْقَوْلُ مِنْهُمْ ۚ— وَلَا تُخَاطِبْنِیْ فِی الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا ۚ— اِنَّهُمْ مُّغْرَقُوْنَ ۟

نو هغه ته مو وحې وکړه چې زموږ په مخکې زموږ په ښوونه کښتئ جوړه کړه، کله چې زموږ لخوا د هغوی د تباهۍ امر راغی، له هغه ځای څخه پياوړې چينې را وخوټېدې چې ډوډۍ پکې پخېدله، نو کښتۍ ته له ټولو ژونديو شيانو څخه نر او ښځه ور ننباسه، تر څو يې نسل پاتې شي، خپله کورنۍ دې هم ورننباسه پرته له هغه چا څخه چې د الله لخوا يې د تباهۍ خبره شوې ده لکه مېرمن او زوی دې، د هغو خلکو د خلاصون او نه تباهۍ په اړه خبره مه راسره کوه چې د کفر له امله يې ظلم کړی دی، هغوی هرومرو د طوفان په اوبو کې په ډوبېدو سره تباه کېدونکي دي. info
التفاسير: |
អំពី​អត្ថប្រយោជន៍​នៃវាក្យខណ្ឌទាំងនេះនៅលើទំព័រនេះ:
• لطف الله بعباده ظاهر بإنزال المطر وتيسير الانتفاع به.
د الله مهرباني پر بنده ګانو يې څرګنده ده د باران پر اورولو او له هغو څخه د ګټې اخېستلو په آسانه کولو سره. info

• التنويه بمنزلة شجرة الزيتون.
د زيتون ونې د لوړې مرتبې په اړه خبرتیا. info

• اعتقاد المشركين ألوهية الحجر، وتكذيبهم بنبوة البشر، دليل على سخف عقولهم.
د مشرکانو دا باور چې ډبره معبود دی، د هغوی لخوا د انسان د نبوت درواغ ګڼل د هغوی د عقل د کمزوۍ دليل دی. info

• نصر الله لرسله ثابت عندما تكذبهم أممهم.
د الله مرسته له خپلو رسولانو سره ثابته ده کله چې يې امتونه درواغجن وګڼي. info

external-link copy
28 : 23

فَاِذَا اسْتَوَیْتَ اَنْتَ وَمَنْ مَّعَكَ عَلَی الْفُلْكِ فَقُلِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ نَجّٰىنَا مِنَ الْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟

کله چې ته او له ژغورل شويو مومنانو چې څوک درسره دي کښتۍته پورته شوئ؛ نو بيا ووايه: هغه الله لره ستاينه ده چې موږ يې له ظالم قوم څخه وژغورلو او هغوی يې تباه کړل. info
التفاسير: |

external-link copy
29 : 23

وَقُلْ رَّبِّ اَنْزِلْنِیْ مُنْزَلًا مُّبٰرَكًا وَّاَنْتَ خَیْرُ الْمُنْزِلِیْنَ ۟

او ووايه: ای زما پالونکيه! په زمکه کې مې په برکتناکه کوزولو سره کوز کړه او ته تر ټولو غوره کوزوونکی يې. info
التفاسير: |

external-link copy
30 : 23

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ وَّاِنْ كُنَّا لَمُبْتَلِیْنَ ۟

بېشکه په دغه يادشوي کې چې د نوح او د مومنانو ژغورنه او د کافرانو تباهي ده، زموږ د استازو پر مرسته او د هغوی دې درواغجن ګڼونکو په تباهۍ کې زموږ پر قدرت څرګندې نښانې دي، که څه هم موږ د نوح د قوم ازمويونکي يو هغوی ته د استازو په لېږلو سره، تر څو مومن له کافره او پيروي کوونکی له سرغړوونکي بېل شي. info
التفاسير: |

external-link copy
31 : 23

ثُمَّ اَنْشَاْنَا مِنْ بَعْدِهِمْ قَرْنًا اٰخَرِیْنَ ۟ۚ

بيا مو د نوح د قوم له تباه کولو وروسته بل امت پيداکړ. info
التفاسير: |

external-link copy
32 : 23

فَاَرْسَلْنَا فِیْهِمْ رَسُوْلًا مِّنْهُمْ اَنِ اعْبُدُوا اللّٰهَ مَا لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرُهٗ ؕ— اَفَلَا تَتَّقُوْنَ ۟۠

نو د هغوی له منځه مو په هغوی کې رسول ولېږلو چې الله ته يې راوبولي، هغوی ته يې وويل: يوازې د الله عبادت وکړئ له هغه پاک ذات پرته تاسو لره بل په حقه معبود نشته؛ نو آيا له الله څخه د هغه له نواهيوو څخه په ډډه کولو او اوامرو په منلو سره نه وېرېږئ؟!. info
التفاسير: |

external-link copy
33 : 23

وَقَالَ الْمَلَاُ مِنْ قَوْمِهِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَكَذَّبُوْا بِلِقَآءِ الْاٰخِرَةِ وَاَتْرَفْنٰهُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۙ— مَا هٰذَاۤ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ ۙ— یَاْكُلُ مِمَّا تَاْكُلُوْنَ مِنْهُ وَیَشْرَبُ مِمَّا تَشْرَبُوْنَ ۟ۙ

د نوح د قوم هغو اشرافو او سردارانو چې پر الله يې کفر کړی و، آخرت او په هغو کې د ثواب او سزا شتون يې درواغ ګڼلي و او د دنيا په ژوند کې زموږ لخوا د پېرزوينو پراخۍ په سرغړونه کې اخته کړي و، خپلو پيروانو او عامو خلکو ته داسې وويل: نه دی دغه مګر ستاسو په څېر يو انسان، هغه څه خوري چې تاسو يې خورئ او له هغه څه څښاک کوي چې تاسو يې ترې کوئ؛ نو هغه لره پرتاسو کوم غوراوی نشته، تر څو تاسو ته د استازي په توګه راولېږل شي. info
التفاسير: |

external-link copy
34 : 23

وَلَىِٕنْ اَطَعْتُمْ بَشَرًا مِّثْلَكُمْ ۙ— اِنَّكُمْ اِذًا لَّخٰسِرُوْنَ ۟ۙ

او که چېرته مو د ځان په څېر د یو انسان پیروي وکړه، هغه مهال به تاسو تاوانیان یاست، ځکه د هغوی پیروي به تاسو ته ګټه نه رسوي، ځکه چې تاسو به خپل معبودان پریښي وي او د هغه چا پيروي به مو کړي چې پر تاسو هیڅ کوم غوره والی نه لري. info
التفاسير: |

external-link copy
35 : 23

اَیَعِدُكُمْ اَنَّكُمْ اِذَا مِتُّمْ وَكُنْتُمْ تُرَابًا وَّعِظَامًا اَنَّكُمْ مُّخْرَجُوْنَ ۟

آيا دغه څوک چې ګومان کوي هغه تاسو ته درلېږل شوی دی دغه ژمنه درسره کوي، چې کله تاسو مړه شئ، خاورې او وراسته هډوکي وګرځئ چې د بيا ځلې لپاره به له قبرونو څخه ژوندي را اېستل کېږئ؟! آيا دغه عقل مني؟!. info
التفاسير: |

external-link copy
36 : 23

هَیْهَاتَ هَیْهَاتَ لِمَا تُوْعَدُوْنَ ۟

ډېره لرې ښکاري هغه (خبره) چې تاسو سره یې وعده کیږي چې ګویا له مرګ څخه وروسته به بیرته له قبرونو څخه ژوندي راوویستل شئ، هغه مهال چې خاورې او وراسته هډوکي وګرځئ. info
التفاسير: |

external-link copy
37 : 23

اِنْ هِیَ اِلَّا حَیَاتُنَا الدُّنْیَا نَمُوْتُ وَنَحْیَا وَمَا نَحْنُ بِمَبْعُوْثِیْنَ ۟

نه دی ژوند مګر د دنيا ژوند نه د آخرت ژوند، له موږ څخه ژوندي خلک مړه کيږي بيا نه ژوندي کيږي او نور پيداکيږي چې بيا ژوند کوي، موږ له خپل مرګ وروسته د قيامت په ورځ د حساب لپاره را اېستل کېدونکي نه يو. info
التفاسير: |

external-link copy
38 : 23

اِنْ هُوَ اِلَّا رَجُلُ ١فْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا وَّمَا نَحْنُ لَهٗ بِمُؤْمِنِیْنَ ۟

نه دی دغه چې دعوی کوي چې تاسو ته رسول دی مګر داسې يو سړی چې په دغه خپله دعوی سره پر الله درواغ تړي او موږ پر هغه باور کوونکي نه يو. info
التفاسير: |

external-link copy
39 : 23

قَالَ رَبِّ انْصُرْنِیْ بِمَا كَذَّبُوْنِ ۟

رسول وويل: ای زما پالونکيه! ته مې د هغوی پر وړاندې مرسته وکړه چې له هغوی غچ راته واخله د هغوی لخوا زما د رواغجن ګڼلو له امله. info
التفاسير: |

external-link copy
40 : 23

قَالَ عَمَّا قَلِیْلٍ لَّیُصْبِحُنَّ نٰدِمِیْنَ ۟ۚ

نو الله په دې ويلو سره ځواب ورکړ: چې لږه موده وروسته به دغه کسان چې د هغه څه درواغ ګڼونکي دي چې زه ورسره راغلی يم پر هغه څه پښېمانه شي چې د هغوی لخوا کوم درواغ ګڼل واقع شوي دي. info
التفاسير: |

external-link copy
41 : 23

فَاَخَذَتْهُمُ الصَّیْحَةُ بِالْحَقِّ فَجَعَلْنٰهُمْ غُثَآءً ۚ— فَبُعْدًا لِّلْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟

نو هغوی يوې سختې تباه کوونکي چېغې ونيول، ځکه هغوی د خپل ضد له امله د سزا وړ وو؛ نو د سېل د خس خشاک غوندې تباه وګرځېدل، همداسې تباهي دې وي ظالم قوم لره. info
التفاسير: |

external-link copy
42 : 23

ثُمَّ اَنْشَاْنَا مِنْ بَعْدِهِمْ قُرُوْنًا اٰخَرِیْنَ ۟ؕ

بيا مو د هغوی له تباه کولو وروسته نور قومونه او امتونه پيداکړل لکه د لوط قوم، د شعيب قوم او د يونس قوم. info
التفاسير: |
អំពី​អត្ថប្រយោជន៍​នៃវាក្យខណ្ឌទាំងនេះនៅលើទំព័រនេះ:
• وجوب حمد الله على النعم.
پر نعمتونو د الله د ستاينې لازموالی. info

• الترف في الدنيا من أسباب الغفلة أو الاستكبار عن الحق.
په دنيا کې سوکالي د بې پروايۍ او له حق څخه د لويۍ له اسبابو څخه کيږي. info

• عاقبة الكافر الندامة والخسران.
د کافرانو پايله پښېماني او تاوان دی. info

• الظلم سبب في البعد عن رحمة الله.
ظلم د الله له رحمت څخه د لرې والي لامل کيږي. info

external-link copy
43 : 23

مَا تَسْبِقُ مِنْ اُمَّةٍ اَجَلَهَا وَمَا یَسْتَاْخِرُوْنَ ۟ؕ

هيڅ امت له دغو درواغ ګڼونکو امتونو څخه نه هغه ټاکل شوې نېټې څخه وړاندې کېدی شي چې د تباهۍ وخت يې راشي او نه له هغه وروسته کېدی شي، که څه هم هغوی لره ډېر وسايل وي. info
التفاسير: |

external-link copy
44 : 23

ثُمَّ اَرْسَلْنَا رُسُلَنَا تَتْرَا ؕ— كُلَّ مَا جَآءَ اُمَّةً رَّسُوْلُهَا كَذَّبُوْهُ فَاَتْبَعْنَا بَعْضَهُمْ بَعْضًا وَّجَعَلْنٰهُمْ اَحَادِیْثَ ۚ— فَبُعْدًا لِّقَوْمٍ لَّا یُؤْمِنُوْنَ ۟

بيا مو پرله پسې خپل رسولان ولېږل، کله به چې له دغو امتونو څخه يو امت ته يې رالېږل شوی رسول راغی، هغوی به درواغجن ګڼلو؛ نو ځينې مو د ځينو پسې تباه کړل، چې هغوی لره څه شتون پاتې نشو مګر له هغوی څخه د خلکو خبرې، نو هغه قوم لره دې تباهي وي چې پر هغه څه ايمان نه راوړي چې رسولانو يې د خپل پالونکي لخوا دوی ته پرې راتګ کړی و. info
التفاسير: |

external-link copy
45 : 23

ثُمَّ اَرْسَلْنَا مُوْسٰی وَاَخَاهُ هٰرُوْنَ ۙ۬— بِاٰیٰتِنَا وَسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟ۙ

بيا مو موسی او د هغه ورور هارون له خپلو نهه نښانو سره ولېږل چې هغه لکړه، لاس،ملخ، سپږې، څنګښې، وينه، طوفان، وچ کالونه او د مېوو کمښت و او له څرګند دليل سره. info
التفاسير: |

external-link copy
46 : 23

اِلٰی فِرْعَوْنَ وَمَلَاۡىِٕهٖ فَاسْتَكْبَرُوْا وَكَانُوْا قَوْمًا عَالِیْنَ ۟ۚ

هغوی دواړه مو فرعون او د هغه د قوم سردارانو ته ولېږل، خو هغوی لويي وکړه، پر دوی دواړو يې ايمان را نه وړ، حال داچې هغوی پرخلکو د قهر او ظلم په کولو سره لويي کوونکي خلک وو. info
التفاسير: |

external-link copy
47 : 23

فَقَالُوْۤا اَنُؤْمِنُ لِبَشَرَیْنِ مِثْلِنَا وَقَوْمُهُمَا لَنَا عٰبِدُوْنَ ۟ۚ

هغوی وويل: آيا زموږ غوندې پر دوو انسانانو ايمان راوړو چې هغوی لره پر موږ کوم غوراوی نشته حال داچې د هغوی قوم بنواسرائيل په عاجزۍ زموږ پيروان دي. info
التفاسير: |

external-link copy
48 : 23

فَكَذَّبُوْهُمَا فَكَانُوْا مِنَ الْمُهْلَكِیْنَ ۟

هغوی دواړه يې په هغه څه کې درواغجن وګڼل چې د الله له لوري ورسره راغلي وو؛ نو هغوی د خپل درواغجن ګڼلو له امله په ډوبېدو سره له تباه کېدونکو وګرځېدل. info
التفاسير: |

external-link copy
49 : 23

وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ لَعَلَّهُمْ یَهْتَدُوْنَ ۟

پرته له شکه موږ موسی ته تورات ورکړ په دې هيله چې د موسی قوم په هغه لار ومومي او عمل پرې وکړي. info
التفاسير: |

external-link copy
50 : 23

وَجَعَلْنَا ابْنَ مَرْیَمَ وَاُمَّهٗۤ اٰیَةً وَّاٰوَیْنٰهُمَاۤ اِلٰی رَبْوَةٍ ذَاتِ قَرَارٍ وَّمَعِیْنٍ ۟۠

او د مريم زوی عيسی او مور يې مريم مو يوه داسې نښانه وګرځول چې زموږ پرقدرت دلالت کوونکې وه، چې هغه يې پرته له پلاره په خېټه شو، او هغوی دواړه مو د ځمکې په يوه لوړه برخه کې ځای پرځای کړل، داسې چې برابر او د کرارۍ لپاره وړ و، په هغه ځای کې نوې نوې اوبه روانې وې. info
التفاسير: |

external-link copy
51 : 23

یٰۤاَیُّهَا الرُّسُلُ كُلُوْا مِنَ الطَّیِّبٰتِ وَاعْمَلُوْا صَالِحًا ؕ— اِنِّیْ بِمَا تَعْمَلُوْنَ عَلِیْمٌ ۟ؕ

ای رسولانو! له هغه څه خورئ چې درته حلال کړل شوي دي چې خوراک يې خوندور دی او له شريعت سره سم ښه کارونه کوئ، بېشکه زه پر هغه څه ښه پوه يم چې کوئ يې، ستاسو له کړنو پر ما هيڅ هم پټ نه دي. info
التفاسير: |

external-link copy
52 : 23

وَاِنَّ هٰذِهٖۤ اُمَّتُكُمْ اُمَّةً وَّاحِدَةً وَّاَنَا رَبُّكُمْ فَاتَّقُوْنِ ۟

او بېشکه ستاسو ملت ای رسولانو! يو داسې ملت دی چې اسلام دی او زه مو پالونکی يم له ما پرته تاسو لره بل پالونکی نشته؛ نو زما د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو څخه مې په ډډه کولو له ما ووېرېږئ. info
التفاسير: |

external-link copy
53 : 23

فَتَقَطَّعُوْۤا اَمْرَهُمْ بَیْنَهُمْ زُبُرًا ؕ— كُلُّ حِزْبٍۭ بِمَا لَدَیْهِمْ فَرِحُوْنَ ۟

بيا يې پيروانو له هغوی وروسته په دين کې اختلاف وکړ؛ نو ګوند ګوند او ډلې ډلې شول، هره ډله خوشحاله وه پر هغه څه چې ايمان يې پرې لرلو په دې فکر چې همدغه د الله پروړاندې خوښ دين دی او هغه څه ته يې نه کتل چې له نورو سره وو. info
التفاسير: |

external-link copy
54 : 23

فَذَرْهُمْ فِیْ غَمْرَتِهِمْ حَتّٰی حِیْنٍ ۟

ای رسوله! هغوی پرېږده په هغه ناپوهۍ او حيرانتيا کې چې پکې دي پر هغوی د سزا د نېټې تر راتلو پورې. info
التفاسير: |

external-link copy
55 : 23

اَیَحْسَبُوْنَ اَنَّمَا نُمِدُّهُمْ بِهٖ مِنْ مَّالٍ وَّبَنِیْنَ ۟ۙ

آيا له دغو خوشحاله ډلو سره چې څه دي دا ګومان کوي چې موږ هغوی ته د دنيا په ژوند کې کوم مالونه او اولادونه ورکوو هغه يوه داسې ښېګڼه ده چې وړ يې دي؟! امر داسې نه دی لکه څنګه چې هغوی ګومان کړی دی، بېشکه موږ دغه يوازې د لاسر کښۍ او استدراج لپاره ورکوو، خو هغوی دغه نه احساسوي. info
التفاسير: |

external-link copy
56 : 23

نُسَارِعُ لَهُمْ فِی الْخَیْرٰتِ ؕ— بَلْ لَّا یَشْعُرُوْنَ ۟

آيا له دغو خوشحاله ډلو سره چې څه دي دا ګومان کوي چې موږ هغوی ته د دنيا په ژوند کې کوم مالونه او اولادونه ورکوو هغه يوه داسې ښېګڼه ده چې وړ يې دي؟! امر داسې نه دی لکه څنګه چې هغوی ګومان کړی دی، بېشکه موږ دغه يوازې د لا سرکښۍ او استدراج لپاره ورکوو، خو هغوی دغه نه احساسوي. info
التفاسير: |

external-link copy
57 : 23

اِنَّ الَّذِیْنَ هُمْ مِّنْ خَشْیَةِ رَبِّهِمْ مُّشْفِقُوْنَ ۟ۙ

بېشکه هغه کسان چې د ايمان او ښېګڼې سربېره يې له خپل پالونکي وېرېدونکي دي.
.
info
التفاسير: |

external-link copy
58 : 23

وَالَّذِیْنَ هُمْ بِاٰیٰتِ رَبِّهِمْ یُؤْمِنُوْنَ ۟ۙ

او هغه کسان چې د کتاب پر آيتونو ايمان لري.
.
info
التفاسير: |

external-link copy
59 : 23

وَالَّذِیْنَ هُمْ بِرَبِّهِمْ لَا یُشْرِكُوْنَ ۟ۙ

او هغه کسان چې خپل پالونکی يوازې ګڼي او هيڅ نه ورسره شريکوي.
.
info
التفاسير: |
អំពី​អត្ថប្រយោជន៍​នៃវាក្យខណ្ឌទាំងនេះនៅលើទំព័រនេះ:
• الاستكبار مانع من التوفيق للحق.
لويي د حق له توفيق څخه منع کوونکې ده. . info

• إطابة المأكل له أثر في صلاح القلب وصلاح العمل.
د خوراک حلالوالی د زړه او عمل په اصلاح کې اغېز لري. info

• التوحيد ملة جميع الأنبياء ودعوتهم.
توحيد د ټولو انبياوو ملت او بلنه ده. info

• الإنعام على الفاجر ليس إكرامًا له، وإنما هو استدراج.
پر بد کار د چا پېرزوينه د هغه درناوی نه دی بلکې هغه استدراج دی. info

external-link copy
60 : 23

وَالَّذِیْنَ یُؤْتُوْنَ مَاۤ اٰتَوْا وَّقُلُوْبُهُمْ وَجِلَةٌ اَنَّهُمْ اِلٰی رَبِّهِمْ رٰجِعُوْنَ ۟ۙ

او هغه کسان چې د خير په کارونو کې کوښښ کوي، او په ښو کړنو الله ته نېږدې کيږي حال داچې وېرېدونکي دي له دې چې الله به يې خيراتونه او ښه کارونه قبول نه کړي کله چې د قيامت په ورځ هغه ته وروګرځي. info
التفاسير: |

external-link copy
61 : 23

اُولٰٓىِٕكَ یُسٰرِعُوْنَ فِی الْخَیْرٰتِ وَهُمْ لَهَا سٰبِقُوْنَ ۟

هغه کسان چې پر دغو لويو صفتونو متصف دي د ښو کارونو خوا ته منډې وهونکي دي او همدوی ور وړاندې کېدونکي دي او له همدې امله له نورو مخکې دي. info
التفاسير: |

external-link copy
62 : 23

وَلَا نُكَلِّفُ نَفْسًا اِلَّا وُسْعَهَا وَلَدَیْنَا كِتٰبٌ یَّنْطِقُ بِالْحَقِّ وَهُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ ۟

او موږ هيڅوک نه مکلفوو مګر څومره عمل چې ترسره کولی شي، او له موږ سره يو داسې کتاب دی چې د هر عمل کوونکي عمل مو پکې ثابت کړی دی، د هغه حق په اړه خبرې کوي چې شک پکې نشته او له هغوی سره به يې د نيکيو په کمولو او بديو په زياتولو سره ظلم ونه شي. info
التفاسير: |

external-link copy
63 : 23

بَلْ قُلُوْبُهُمْ فِیْ غَمْرَةٍ مِّنْ هٰذَا وَلَهُمْ اَعْمَالٌ مِّنْ دُوْنِ ذٰلِكَ هُمْ لَهَا عٰمِلُوْنَ ۟

بلکې د کافرانو زړونه له هغه کتاب څخه په غفلت کې دي کوم چې په حق خبره کوي او له هغه کتابه چې پر هغوی نازل شوی دی او هغوی لره له کفر پرته نور اعمال هم شته چې کوونکي يې دي. info
التفاسير: |

external-link copy
64 : 23

حَتّٰۤی اِذَاۤ اَخَذْنَا مُتْرَفِیْهِمْ بِالْعَذَابِ اِذَا هُمْ یَجْـَٔرُوْنَ ۟ؕ

تر دې چې دقیامت په ورځ په سزا ورسوو هغه کسان له دوی چې دنیا کې نعمت پرې شوی و، نو ناڅاپه به دوی په چغو وهلو سر شي مرسته غوښتونکي. info
التفاسير: |

external-link copy
65 : 23

لَا تَجْـَٔرُوا الْیَوْمَ ۫— اِنَّكُمْ مِّنَّا لَا تُنْصَرُوْنَ ۟

د الله له رحمت څخه به د ناهيله کولو په موخه ورته وويل شي: چېغې مه وهئ او مه په دغه ورځ مرسته غواړئ، ځکه تاسو لره کوم مرسته کوونکی نشته چې د الله له سزا مو وژغوري. info
التفاسير: |

external-link copy
66 : 23

قَدْ كَانَتْ اٰیٰتِیْ تُتْلٰی عَلَیْكُمْ فَكُنْتُمْ عَلٰۤی اَعْقَابِكُمْ تَنْكِصُوْنَ ۟ۙ

بېشکه د الله د کتاب آيتونه په دنيا کې پر تاسو لوستل کېدل، خو تاسو به د کرکې له امله له هغو مخ اړوونکي وئ کله به مو چې اورېدل. info
التفاسير: |

external-link copy
67 : 23

مُسْتَكْبِرِیْنَ ۖۚۗ— بِهٖ سٰمِرًا تَهْجُرُوْنَ ۟

دا مو پر خلکو د لويي کوونکو له امله کول، چې ګومان مو کولو تاسو د حرم له خلکو ياست حال داچې تاسو يې اهل نه وئ، ځکه د حرم اهل ځان ساتونکي وي، د هغه په اړه به مو د شپې ناوړه کيسې کولې او درناوی مو يې نه کولو. info
التفاسير: |

external-link copy
68 : 23

اَفَلَمْ یَدَّبَّرُوا الْقَوْلَ اَمْ جَآءَهُمْ مَّا لَمْ یَاْتِ اٰبَآءَهُمُ الْاَوَّلِیْنَ ۟ؗ

آيا دغو مشرکانو فکر نه دی کړی چې الله کوم قرآن نازل کړی د دې لپاره چې هغوی ايمان پرې راوړي او پر هغه څه عمل وکړي چې پکې دي، او يا هغه څه ورته راغلي دي چې له هغوی مخکې پخوانيو ته يې نه وو راغلي؛ نو مخ يې ترې واړوه او درواغ يې وګاڼه.
.
info
التفاسير: |

external-link copy
69 : 23

اَمْ لَمْ یَعْرِفُوْا رَسُوْلَهُمْ فَهُمْ لَهٗ مُنْكِرُوْنَ ۟ؗ

يا داچې هغوی محمد صلی الله عليه وسلم نه دی پېژندلی چې الله ورلېږلی دی؛ نو ترې نټه کوونکي دي حال دا چې هغه يې پېژندلی دی او د هغه رېښتينولي او امانتداري يې پيژندلې ده. info
التفاسير: |

external-link copy
70 : 23

اَمْ یَقُوْلُوْنَ بِهٖ جِنَّةٌ ؕ— بَلْ جَآءَهُمْ بِالْحَقِّ وَاَكْثَرُهُمْ لِلْحَقِّ كٰرِهُوْنَ ۟

بلکې هغوی وايي: چې هغه لېونی دی، بېشکه درواغجن يې وګاڼه خو هغه له داسې حق سره د الله لخوا ورته راغلی دی چې شکه پکې نشته، د هغوی ډېری د حق ناخوښوونکي دي، د خپلو ځانونو لخوا د کينې او خپل باطل تعصب له امله يې بد ګڼونکي دي. info
التفاسير: |

external-link copy
71 : 23

وَلَوِ اتَّبَعَ الْحَقُّ اَهْوَآءَهُمْ لَفَسَدَتِ السَّمٰوٰتُ وَالْاَرْضُ وَمَنْ فِیْهِنَّ ؕ— بَلْ اَتَیْنٰهُمْ بِذِكْرِهِمْ فَهُمْ عَنْ ذِكْرِهِمْ مُّعْرِضُوْنَ ۟ؕ

او که الله د هغوی د نفسي غوښتو سره سمې چارې روانې او تدبير کړي، آسمانونه او ځمکه به خراب شي او څه چې پکې دي هغه به هم خراب شي، ځکه هغوی د چارو پر پايلو او سم او ناسم تدبير نه پوهيږي، بلکې موږ هغه ډول راوړي دي چې د هغوی عزت او شرف دی پکې او هغه قرآن دی چې هغوی ترې مخ اړوونکي دي.
info
التفاسير: |

external-link copy
72 : 23

اَمْ تَسْـَٔلُهُمْ خَرْجًا فَخَرَاجُ رَبِّكَ خَیْرٌ ۖۗ— وَّهُوَ خَیْرُ الرّٰزِقِیْنَ ۟

ای رسوله! آيا تا له دغو خلکو د هغه څه کومه بدله غوښتې ده چې ورسره راغلی يې، چې هغوی يې د بلنې ردوونکي ګرځولي دي؟ دغه ستا لخوا نه دي شوي؛ نو ستا د پالونکي ثواب او بدله غوره ده د دغو خلکو او نورو له بدلې څخه او هغه پاک ذات تر ټولو غوره روزي ورکوونکی دی. info
التفاسير: |

external-link copy
73 : 23

وَاِنَّكَ لَتَدْعُوْهُمْ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟

او بېشکه ای رسوله! ته خو دغه او نور خلک داسې نېغې لارې ته رابولې چې هيڅ کوږوالی پکې نشته او هغه د اسلام لار ده. info
التفاسير: |

external-link copy
74 : 23

وَاِنَّ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ عَنِ الصِّرَاطِ لَنٰكِبُوْنَ ۟

او بېشکه هغه کسان چې پر آخرت او کوم حساب، سزا او ثواب چې آخرت کې دي باور نه لري هغوی د اسلام له لارې نورو داسې کږو لاروته کږېدونکي دي چې دوزخ ته رسوونکې دي. info
التفاسير: |
អំពី​អត្ថប្រយោជន៍​នៃវាក្យខណ្ឌទាំងនេះនៅលើទំព័រនេះ:
• خوف المؤمن من عدم قبول عمله الصالح.
د مومن وېره د خپل نېک عمل د نه قبلېدو په اړه. info

• سقوط التكليف بما لا يُسْتطاع رحمة بالعباد.
د هغه څه په اړه د تکليف ساقطوالی چې د انسان په توان کې نه وي پر بندګانو د رحمت له امله. info

• الترف مانع من موانع الاستقامة وسبب في الهلاك.
عياشي پر نېغه لار د پاتې کېدو له خنډونو څخه ده او د تباهۍ لامل ده. info

• قصور عقول البشر عن إدراك كثير من المصالح.
د انسانانو د عقلو کوتاهي د ډېر شمېر مصالحو له پوهاي څخه. info

external-link copy
75 : 23

وَلَوْ رَحِمْنٰهُمْ وَكَشَفْنَا مَا بِهِمْ مِّنْ ضُرٍّ لَّلَجُّوْا فِیْ طُغْیَانِهِمْ یَعْمَهُوْنَ ۟

او که پر هغوی لورېينه وکړو او هغه وچ کالي او لوږه ترې پورته کړو، لا به له حق څخه په لارورکۍ کې زياتوالی وکړي، په تردد او حيرانۍ کې به وي. info
التفاسير: |

external-link copy
76 : 23

وَلَقَدْ اَخَذْنٰهُمْ بِالْعَذَابِ فَمَا اسْتَكَانُوْا لِرَبِّهِمْ وَمَا یَتَضَرَّعُوْنَ ۟

او بېشکه هغوی مو په ډول ډول کړاونو وازمويل، خو هغوی نه خپل پالونکي ته غاړه کېښوده او نه يې هغه لره عاجزي وکړه، او نه يې په زارۍ الله ته دعا وکړه چې کړاونه ترې پورته کړي د هغو د نازلېدو پر مهال. info
التفاسير: |

external-link copy
77 : 23

حَتّٰۤی اِذَا فَتَحْنَا عَلَیْهِمْ بَابًا ذَا عَذَابٍ شَدِیْدٍ اِذَا هُمْ فِیْهِ مُبْلِسُوْنَ ۟۠

آن تردې چې پر هغوی د يوې سختې سزا دروازه ورپرانېزو، هغه مهال پکې له هرې لارې او خير ناهيلي وي. info
التفاسير: |

external-link copy
78 : 23

وَهُوَ الَّذِیْۤ اَنْشَاَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْاَبْصَارَ وَالْاَفْـِٕدَةَ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تَشْكُرُوْنَ ۟

ای د بيا ژوندون دروغ ګڼونکو! الله پاک همغه ذات دی چې تاسو ته يې غوږونه درکړي ترڅو پرې واورئ، سترګې يې درکړې ترڅو پرې ووينئ او زړونه يې درکړي ترڅو پرې پوه شئ خو له دې سره تاسو پر دغو نعمتونو لږ شکر وباسئ. info
التفاسير: |

external-link copy
79 : 23

وَهُوَ الَّذِیْ ذَرَاَكُمْ فِی الْاَرْضِ وَاِلَیْهِ تُحْشَرُوْنَ ۟

او همغه ذات دی ای خلکو! چې تاسو يې په ځمکه کې پيداکړي ياست او د قيامت په ورځ د حساب او بدلې لپاره يوازې هغه ته ورټولول کېږئ. info
التفاسير: |

external-link copy
80 : 23

وَهُوَ الَّذِیْ یُحْیٖ وَیُمِیْتُ وَلَهُ اخْتِلَافُ الَّیْلِ وَالنَّهَارِ ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟

او همغه پاک ذات دی چې ژوندي کوي له هغه پرته بل ژوندی کوونکی نشته او يوازې هغه ذات دی چې مړه کوي له هغه پرته بل مړ کوونکی نشته او يوازې د هغه په توان کې د رڼا او تيارې، اوږدوالي او لنډوالي له پلوه د شپې او ورځې اندازه کول دي؛ نو آيا د هغه پرقدرت او په پيدايښت او تدبير کې پر يوازېتوب تاسو نه پوهېږئ. info
التفاسير: |

external-link copy
81 : 23

بَلْ قَالُوْا مِثْلَ مَا قَالَ الْاَوَّلُوْنَ ۟

بلکه دوی خو هماغه څه وایې چې ویلي و پلرونو او مخکنیو د دوی په کفر کې. info
التفاسير: |

external-link copy
82 : 23

قَالُوْۤا ءَاِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَّعِظَامًا ءَاِنَّا لَمَبْعُوْثُوْنَ ۟

هغوی د لرې ګڼلو او انکار په ډول وايي: کله چې موږ مړه شو اوخاورې او زاړه هډوکي شو؛ بيا به د حساب لپاره ژوندي را پاڅول کېږو؟!. info
التفاسير: |

external-link copy
83 : 23

لَقَدْ وُعِدْنَا نَحْنُ وَاٰبَآؤُنَا هٰذَا مِنْ قَبْلُ اِنْ هٰذَاۤ اِلَّاۤ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟

بېشکه دغه له مرګ وروسته د بېرته را پاڅولو ژمنه له موږ سره هم وشوه او له دې وړاندې زموږ له اسلافو سره هم شوې وه خو موږ د دغې ژمنې رامنځته کېدل ونه ليدل، خو دا يوازې د پخوانيو باطلې کيسې او د هغوی درواغ دي. info
التفاسير: |

external-link copy
84 : 23

قُلْ لِّمَنِ الْاَرْضُ وَمَنْ فِیْهَاۤ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟

ورته ووايه ای رسوله! دغو له بيا پاڅېدو څخه نټه کوونکو کفاروته: چا لره دي دغه ځمکه او څه چې پرهغې کې دي که چېرې تاسوه لره پوهه وي؟. info
التفاسير: |

external-link copy
85 : 23

سَیَقُوْلُوْنَ لِلّٰهِ ؕ— قُلْ اَفَلَا تَذَكَّرُوْنَ ۟

ژر به هغوی ووايي: ځمکه او څه چې پرځمکه دي الله لره دي؛ نو ورته ووايه: آيا له دې پند نه اخلئ چې ځمکه او څوک چې پرې دي هغه لره دي، هغه مو له مرګ وروسته پر بيا ژوندي کولو قادر دی؟. info
التفاسير: |

external-link copy
86 : 23

قُلْ مَنْ رَّبُّ السَّمٰوٰتِ السَّبْعِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِیْمِ ۟

هغوی ته ووايه: د اوو آسمانونو رب څوک دی؟ او د هغه لوی عرش رب څوک دی چې تر هغو لوی مخلوق شتون نه لري؟. info
التفاسير: |

external-link copy
87 : 23

سَیَقُوْلُوْنَ لِلّٰهِ ؕ— قُلْ اَفَلَا تَتَّقُوْنَ ۟

ژر به هغوی ووايي: د اوو آسمانونو او لوی عرش څښتن الله دی؛ نو ورته ووايه: آيا له الله څخه د هغه د اوامرو په پرځای کولو او له نواهيوو څخه په ډډه کولو نه وېرېږئ تر څو د هغه له سزا خوندي شئ؟. info
التفاسير: |

external-link copy
88 : 23

قُلْ مَنْ بِیَدِهٖ مَلَكُوْتُ كُلِّ شَیْءٍ وَّهُوَ یُجِیْرُ وَلَا یُجَارُ عَلَیْهِ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟

ورته ووايه: څوک دی هغه ذات چې د هرڅه واکمني يې په لاس کې ده، د هغه له واکمنۍ هيڅ نه دي وتلي، هغه له خپلو بندګانو چې چاته وغواړي مرسته يې کوي او چاته چې د بدۍ اراده وکړي څوک يې مخه نه شي نيولی چې عذاب ترې لرې کړي، که چېرې تاسو لره پوهه وي؟. info
التفاسير: |

external-link copy
89 : 23

سَیَقُوْلُوْنَ لِلّٰهِ ؕ— قُلْ فَاَنّٰی تُسْحَرُوْنَ ۟

ژر به هغوی ووايي: د هر څه واکمني د الله پاک په لاس کې ده، ورته ووايه: نوڅنګه مو عقلونه له منځه ځي او پردې له اقرار سربېره د نورو عبادت کوئ؟!. info
التفاسير: |
អំពី​អត្ថប្រយោជន៍​នៃវាក្យខណ្ឌទាំងនេះនៅលើទំព័រនេះ:
• عدم اعتبار الكفار بالنعم أو النقم التي تقع عليهم دليل على فساد فطرهم.
د کفارو له نعمتونو او هغو سختيو څخه پند نه اخېستل چې پرې واقع کيږي د هغوی د فطرت د فساد دليل دی. info

• كفران النعم صفة من صفات الكفار.
د نعمتونو ناشکري د کفارو له صفتونو څخه يو صفت دی. info

• التمسك بالتقليد الأعمى يمنع من الوصول للحق.
په ړانده تقليد ټينګ درېدل حق ته له رسېدو مخه نيسي info

• الإقرار بالربوبية ما لم يصحبه إقرار بالألوهية لا ينجي صاحبه.
پر ربوبيت اقرار کول تر څو د الوهيت له اقرار سره مل نه وي اقرار کوونکی نه شي ژغورلی. info

external-link copy
90 : 23

بَلْ اَتَیْنٰهُمْ بِالْحَقِّ وَاِنَّهُمْ لَكٰذِبُوْنَ ۟

امر داسې نه دی لکه هغوی يې چې دعوی کوي، بلکې موږ هغه حق ورته راوړی چې شک پکې نشته او هغوی هرومرو الله لره د شريک او زوی په دعوی کې درواغجن دي، الله ډېرلوړ دی د هغوی له وينا څخه. info
التفاسير: |

external-link copy
91 : 23

مَا اتَّخَذَ اللّٰهُ مِنْ وَّلَدٍ وَّمَا كَانَ مَعَهٗ مِنْ اِلٰهٍ اِذًا لَّذَهَبَ كُلُّ اِلٰهٍ بِمَا خَلَقَ وَلَعَلَا بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ ؕ— سُبْحٰنَ اللّٰهِ عَمَّا یَصِفُوْنَ ۟ۙ

الله څوک زوی نه دی نيولی لکه څنګه چې کفارګومان کوي او نه له هغه سره په حقه بل معبود شته، که داسې وی چې له هغه سره په حقه بل معبود وی، هرومرو به هر معبود له مخلوق څخه له خپلې هغې برخې سره تللی و چې پيداکړې يې ده او يو پر بل به برلاسي شوي وی؛ د نړۍ نظام به فاسد شوی وی، خو حقيقت دا دی چې له دې څخه هيڅ هم نه دي واقع شوي؛ نو دا پر دې دلالت کوي چې پر حقه معبود یو دی او هغه يوازې الله دی، پاک او سپېڅلی دی له هغه څه څخه چې مشرکان يې ورته بيانوي او د زوی او شريک وړ نه دی. info
التفاسير: |

external-link copy
92 : 23

عٰلِمِ الْغَیْبِ وَالشَّهَادَةِ فَتَعٰلٰی عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟۠

پر هر هغه څه پوه دی چې له مخلوق پټ دي او پر هر هغه څه هم پوه دی چې ليدل کيږي او په حواسو درک کيږي، پر هغه له دغو شيانو هيڅ هم پټ نه دي؛ نو هغه پاک ذات لوړ دی له دې چې هغه لره دې کوم شريک وي. info
التفاسير: |

external-link copy
93 : 23

قُلْ رَّبِّ اِمَّا تُرِیَنِّیْ مَا یُوْعَدُوْنَ ۟ۙ

ووايه: ای رسوله! ای زما پالونکيه! که په دغو مشرکانو کې هغه سزا را ووينې چې ژمنه يې ورسره کيږي. info
التفاسير: |

external-link copy
94 : 23

رَبِّ فَلَا تَجْعَلْنِیْ فِی الْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟

ای زما پالونکيه! که چېرې هغوی ته سزا ورکړې او زه د دغه شاهد وم؛ نو ما له هغوی څخه مه ګرځوه چې ما ته هغه مصيبت را ورسيږي کوم چې هغوی ته ورسيږي. info
التفاسير: |

external-link copy
95 : 23

وَاِنَّا عَلٰۤی اَنْ نُّرِیَكَ مَا نَعِدُهُمْ لَقٰدِرُوْنَ ۟

او بېشکه موږ پردې قادر يو چې له هغوی سره مو د کومې سزا ژمنه کړې تا داسې وګرځوو چې مشاهده يې کړې او ويې وينې، نه له دې څخه بې وسې يو او نه له نورو څخه. info
التفاسير: |

external-link copy
96 : 23

اِدْفَعْ بِالَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ السَّیِّئَةَ ؕ— نَحْنُ اَعْلَمُ بِمَا یَصِفُوْنَ ۟

ای رسوله! څوک چې بدي درسره کوي هغه ته په غوره عادت ځواب ورکوه، دا چې ترې تېرېږه او په آزار يې زغم کوه، موږ پر هغه شرک او تکذيب ډېر ښه پوهېږو چې هغوی يې بيانوي او يا يې تاته بيانوي چې وړ دې نه دي لکه جادو او لېونتوب. info
التفاسير: |

external-link copy
97 : 23

وَقُلْ رَّبِّ اَعُوْذُ بِكَ مِنْ هَمَزٰتِ الشَّیٰطِیْنِ ۟ۙ

او ووايه: ای زما پالونکيه! په تا پناه غواړم د شيطانانو له چونګارو او وسوسو څخه. info
التفاسير: |

external-link copy
98 : 23

وَاَعُوْذُ بِكَ رَبِّ اَنْ یَّحْضُرُوْنِ ۟

او پر تا پناه غواړم ای زما پالونکيه له دې چې زما په چارو کې هغوی ماته راشي. info
التفاسير: |

external-link copy
99 : 23

حَتّٰۤی اِذَا جَآءَ اَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ رَبِّ ارْجِعُوْنِ ۟ۙ

آن تردې چې کله له دغو مشرکانو څخه يوه ته مرګ راشي او څه چې پرې نازليږي هغه وويني؛ نو په خپل ژوند کې چې څه ترې پاتې شوي يا يې د الله پر وړاندې کومه کوتاهي کړې وي د پښېمانۍ په ډول وايي: ای زما پالونکيه بېرته مې د دنيا ژوند ته وګرځوه. info
التفاسير: |

external-link copy
100 : 23

لَعَلِّیْۤ اَعْمَلُ صَالِحًا فِیْمَا تَرَكْتُ كَلَّا ؕ— اِنَّهَا كَلِمَةٌ هُوَ قَآىِٕلُهَا ؕ— وَمِنْ وَّرَآىِٕهِمْ بَرْزَخٌ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ ۟

کېدای شي زه غوره کار وکړم، کله چې ورته را وګرځم، هيڅکله نه، چاره به داسې نه وي لکه هغه يې چې غوښتنه کوي، هغه يوازې داسې تورې دي چې هغه يې ويونکی دی، که دنيا ته را وګرځول هم شي؛ نو کړې ژمنه به پوره نه کړي او دغه مړ شوي به د دنيا او آخرت تر منځ په يو مانع کې پاتې شي، د بېرته را ژوندي کېدلو او را پورته کېدلو تر ورځې پورې، دنيا ته به ترې را نشي تر څو د هغه څه تلافي وکړي کوم چې ترې پاتې دي او يا هغه څه سم کړي چې خراب کړي يې دي.
info
التفاسير: |

external-link copy
101 : 23

فَاِذَا نُفِخَ فِی الصُّوْرِ فَلَاۤ اَنْسَابَ بَیْنَهُمْ یَوْمَىِٕذٍ وَّلَا یَتَسَآءَلُوْنَ ۟

کله چې د پوکولو لپاره ګومارل شوې پرېښته په ښکر کې د دويم ځل لپاره د قيامت اعلانوونکی پوکی وکړي؛ نو د هغوی تر منځ به نه هغه نسبونه وي چې يو پر بل پرې وياړي ځکه د آخرت سختيو به بوخت کړي وي او نه به ځينې له ځينو څخه پوښتنې کوي پر هغه څه د بوختيا له امله چې غمجنوي يې. info
التفاسير: |

external-link copy
102 : 23

فَمَنْ ثَقُلَتْ مَوَازِیْنُهٗ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟

نو د چا چې تلې پر بديو د نېکيو د زياتوالي له امله درنې شوې همدغه خلک بريالي دي چې خپله موخه يې ترلاسه کړه او له هغه څه څخه لرې کړی شول چې ترې وېرېدل. info
التفاسير: |

external-link copy
103 : 23

وَمَنْ خَفَّتْ مَوَازِیْنُهٗ فَاُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ فِیْ جَهَنَّمَ خٰلِدُوْنَ ۟ۚ

او د چاچې پر نېکيو د بديو د زياتوالي له امله تلې سپکې شي؛ نو همدوی هغه کسان دي چې خپل ځانونه يې د هغه څه په ترسره کولو چې زيان ورته رسوي او هغه ايمان او نېک عمل په پرېښودلو چې ګټه ورته رسوي ضايع کړي دي؛ نو هغوی په اور کې اوسېدونکي وي چې نه به ترې اېستل کيږي. info
التفاسير: |

external-link copy
104 : 23

تَلْفَحُ وُجُوْهَهُمُ النَّارُ وَهُمْ فِیْهَا كٰلِحُوْنَ ۟

اور به يې مخونه سوځوي او په اور کې به يې سربېره او لاندې شونډې د سختې تروشۍ له امله له غاښونو سره راټولې شي. info
التفاسير: |
អំពី​អត្ថប្រយោជន៍​នៃវាក្យខណ្ឌទាំងនេះនៅលើទំព័រនេះ:
• الاستدلال باستقرار نظام الكون على وحدانية الله.
د نړۍ د نظام په سمه توګه پاتې کېدو څخه د الله پر يوازېتوب استدلال کول. info

• إحاطة علم الله بكل شيء.
پر هر څه د الله تعالی د پوهې چاپېروالی. info

• معاملة المسيء بالإحسان أدب إسلامي رفيع له تأثيره البالغ في الخصم.
له بدۍ کوونکي سره ښه چلند کول يو لوړ اسلامي ادب دی چې په مقابل لوري کې زيات اغېزناک وي. info

• ضرورة الاستعاذة بالله من وساوس الشيطان وإغراءاته.
د شيطان له وسوسو او تېر اېستلو څخه پر الله د پناه غوښتولو اړتيا. info

external-link copy
105 : 23

اَلَمْ تَكُنْ اٰیٰتِیْ تُتْلٰی عَلَیْكُمْ فَكُنْتُمْ بِهَا تُكَذِّبُوْنَ ۟

د هغوی د رټلو لپاره به ورته وويل شي: آيا په دنيا کې پر تاسو د قران آيتونه نه لوستل کېدل چې تاسو يې درواغ ګڼونکي واست؟!. info
التفاسير: |

external-link copy
106 : 23

قَالُوْا رَبَّنَا غَلَبَتْ عَلَیْنَا شِقْوَتُنَا وَكُنَّا قَوْمًا ضَآلِّیْنَ ۟

هغوی به وايي: ای زموږ پالونکيه! ستا په پخوانۍ پوهه کې پرموږ مو خپله بدمرغي برلاسې شوې وه او موږ له حق څخه لار ورکی قوم وو. info
التفاسير: |

external-link copy
107 : 23

رَبَّنَاۤ اَخْرِجْنَا مِنْهَا فَاِنْ عُدْنَا فَاِنَّا ظٰلِمُوْنَ ۟

ای زموږ پالونکيه! له اوره مو وباسه، که بيا هغه کفر او لارورکۍ ته وروګرځېدو چې پرې وو؛ نو موږ به هرومرو پر خپلو ځانونو تېری کوونکي وو، پرته له شکه عذر به مو پای ته رسېدلی وي. info
التفاسير: |

external-link copy
108 : 23

قَالَ اخْسَـُٔوْا فِیْهَا وَلَا تُكَلِّمُوْنِ ۟

الله به ووايي: ذليله او سپک په اور کې واوسئ او له ما سره خبرې مه کوئ. info
التفاسير: |

external-link copy
109 : 23

اِنَّهٗ كَانَ فَرِیْقٌ مِّنْ عِبَادِیْ یَقُوْلُوْنَ رَبَّنَاۤ اٰمَنَّا فَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا وَاَنْتَ خَیْرُ الرّٰحِمِیْنَ ۟ۚۖ

بېشکه زما له بندګانو يوه ډله هغه کسان وو چې پرما يې ايمان راوړی وو ويل يې: ای زموږ پالونکيه! پر تا مو ايمان راوړی؛ نو زموږ د ګناهونو بخښنه راته وکړه او په خپله لورېينه را باندې رحم وکړه او ته ترټولو غوره بخښونکی يې. info
التفاسير: |

external-link copy
110 : 23

فَاتَّخَذْتُمُوْهُمْ سِخْرِیًّا حَتّٰۤی اَنْسَوْكُمْ ذِكْرِیْ وَكُنْتُمْ مِّنْهُمْ تَضْحَكُوْنَ ۟

نو تاسو دغه خپل رب ته بلونکي مومنان داسې د ملنډو محل وګرځول چې پر هغوی مو مسخرې کولې او ملنډې مو پرې وهلې تردې چې پر هغوی د ملنډو وهلو د بوختيا له امله مو خپل ځانونه زما له يادولو هېر کړل او تاسو د مسخرو او ملنډو په توګه پر هغوی پورې خندل. info
التفاسير: |

external-link copy
111 : 23

اِنِّیْ جَزَیْتُهُمُ الْیَوْمَ بِمَا صَبَرُوْۤا ۙ— اَنَّهُمْ هُمُ الْفَآىِٕزُوْنَ ۟

بېشکه دغو مومنانو ته مې د قيامت په ورځ پر جنت د بريا بدله ورکړه، د الله پر پيروۍ د هغوی د صبر او هغه آزار له امله چې له تاسو څخه ورته رسېده. info
التفاسير: |

external-link copy
112 : 23

قٰلَ كَمْ لَبِثْتُمْ فِی الْاَرْضِ عَدَدَ سِنِیْنَ ۟

الله به وفرمايي: څومره کاله تاسو په ځمکه کې وئ؟ او څومره وخت مو ضايع کړ؟. info
التفاسير: |

external-link copy
113 : 23

قَالُوْا لَبِثْنَا یَوْمًا اَوْ بَعْضَ یَوْمٍ فَسْـَٔلِ الْعَآدِّیْنَ ۟

هغوی به په خپله وينا ځواب ورکړي: موږ يوه ورځ يا د ورځې څه برخه پاتې شوي يو، نو له هغو خلکو څخه پوښتنه وکړه چې د ورځو او مياشتو حساب نيسي. info
التفاسير: |

external-link copy
114 : 23

قٰلَ اِنْ لَّبِثْتُمْ اِلَّا قَلِیْلًا لَّوْ اَنَّكُمْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟

وبه وايي: تاسو په دنيا کې يوازې لږ وخت پاتې شوي ياست چې پر پيروۍ صبر کول پکې آسانه و که چېرې تاسو د خپل پاتې کېدلو پر اندازه پوهېدلئ. info
التفاسير: |

external-link copy
115 : 23

اَفَحَسِبْتُمْ اَنَّمَا خَلَقْنٰكُمْ عَبَثًا وَّاَنَّكُمْ اِلَیْنَا لَا تُرْجَعُوْنَ ۟

نو آيا ای خلکو! تاسو دا ګومان کوئ چې موږ پرته له حکمته تاسو هسې چټي پيداکړي ياست، د څارويو غوندې نه ثواب او سزا شتون لري، او نه به د قيامت په ورځ د حساب او بدلې لپاره زموږ خواته راګرځول کېږئ؟!. info
التفاسير: |

external-link copy
116 : 23

فَتَعٰلَی اللّٰهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ ۚ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ۚ— رَبُّ الْعَرْشِ الْكَرِیْمِ ۟

نو الله پاک دی، پاچا دی او څه ډول چې وغواړي په خپل مخلوق کې تصرف کوونکی دی، همغه حق دی، ژمنه يې حق ده، وينا يې حق ده، له هغه پرته بل په حقه لمانځلی نشته، د هغه عزتمن عرش څښتن دی چې تر ټولو مخلوقاتو لوی دی او څوک چې تر ټولو د لوی مخلوق پالونکی وي هغه د ټولو پالونکی هم وي. info
التفاسير: |

external-link copy
117 : 23

وَمَنْ یَّدْعُ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ ۙ— لَا بُرْهَانَ لَهٗ بِهٖ ۙ— فَاِنَّمَا حِسَابُهٗ عِنْدَ رَبِّهٖ ؕ— اِنَّهٗ لَا یُفْلِحُ الْكٰفِرُوْنَ ۟

څوک چې له الله سره بل معبود رابولي چې د عبادت پر وړتيا يې کوم دليل هم ورسره نه وي ( او له الله پرته د بل هر معبود همدغه حال دی)؛ نو د هغه د بد عمل بدله به د هغه له پالونکي سره وي، همغه ذات به د سزا بدله ورکړي، بېشکه کافران نه بريالي کيږي د هغه څه په ترلاسه کولو سره چې غواړي يې او نه له هغه څه څخه په ژغورنه چې ترې وېرېږي. info
التفاسير: |

external-link copy
118 : 23

وَقُلْ رَّبِّ اغْفِرْ وَارْحَمْ وَاَنْتَ خَیْرُ الرّٰحِمِیْنَ ۟۠

او ووايه: ای رسوله! ای زما ربه زما د ګناهو بخښنه راته وکړه او په خپله لورېينه را باندې ورحمېږه او ته غوره هغه څوک يې چې پر ګناهکاره رحمېږې او توبه يې قبلوې. info
التفاسير: |
អំពី​អត្ថប្រយោជន៍​នៃវាក្យខណ្ឌទាំងនេះនៅលើទំព័រនេះ:
• الكافر حقير مهان عند الله.
کافر د الله پر وړاندې سپک او رسوا وي. info

• الاستهزاء بالصالحين ذنب عظيم يستحق صاحبه العذاب.
پر نېکو خلکو ملنډې وهل لويه ګناه ده چې ملنډې وهونکی د سزا وړ ګرځي. info

• تضييع العمر لازم من لوازم الكفر.
د عمر ضايع کول د کفر له لوازمو څخه دي. info

• الثناء على الله مظهر من مظاهر الأدب في الدعاء.
په دعا کې د الله ستاينه کول د ادب له مظاهرو څخه دي. info

• لما افتتح الله سبحانه السورة بذكر صفات فلاح المؤمنين ناسب أن تختم السورة بذكر خسارة الكافرين وعدم فلاحهم.
کله چې الله جل جلاله د سورت پیل د مؤمنانو د صفتونو په بیانولو سره وکړ نو لازمه وه چې د سورت پای هم د کافرانو په ناکامۍ او تاوان بیانولو سره وکړي. info