ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - មជ្ឈមណ្ឌលបកប្រែរ៉ូវ៉ាទ

احقاف

external-link copy
1 : 46

حٰمٓ ۟ۚ

حم [1] info

[1] د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده.
نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.

التفاسير:

external-link copy
2 : 46

تَنْزِیْلُ الْكِتٰبِ مِنَ اللّٰهِ الْعَزِیْزِ الْحَكِیْمِ ۟

د دغه كتاب نازلېدل دالله لخوا دي چې برلاسى او د حكمت څښتن دى. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 46

مَا خَلَقْنَا السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَاۤ اِلَّا بِالْحَقِّ وَاَجَلٍ مُّسَمًّی ؕ— وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا عَمَّاۤ اُنْذِرُوْا مُعْرِضُوْنَ ۟

موږ ندي پيدا کړي اسمانونه، ځمكه او څه چې د دې دواړو تر منځه دي مګر په حقه [حکمت] او ټاكلې نېټې سره او هغه کسان چې کفر يې کړی له کوم څه چې وېرول كيږي مخ اړوونكي دي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 46

قُلْ اَرَءَیْتُمْ مَّا تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اَرُوْنِیْ مَاذَا خَلَقُوْا مِنَ الْاَرْضِ اَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِی السَّمٰوٰتِ ؕ— اِیْتُوْنِیْ بِكِتٰبٍ مِّنْ قَبْلِ هٰذَاۤ اَوْ اَثٰرَةٍ مِّنْ عِلْمٍ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

ورته ووايه: آيا پام مو كړی څه چې له الله پرته يې رابولئ، راوښاياست چې له ځمكې يې څه پيدا كړي؟ يا هغوى لره په اسمانونو كې څه برخه شته؟ راوړئ له دې مخکې كوم كتاب يا له علم څخه څه (نقل شوى) دليل، كه تاسې رښتيني ياست. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 46

وَمَنْ اَضَلُّ مِمَّنْ یَّدْعُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَنْ لَّا یَسْتَجِیْبُ لَهٗۤ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ وَهُمْ عَنْ دُعَآىِٕهِمْ غٰفِلُوْنَ ۟

او له هغه چا څخه به زيات بې لارې څوك وي چې پرته له الله څخه داسې یو څوك رابولي چې د قيامت تر ورځې يې دعا نه شي قبلولى، بلكې هغه يې له بلنې (بيخي) بې خبره وي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 46

وَاِذَا حُشِرَ النَّاسُ كَانُوْا لَهُمْ اَعْدَآءً وَّكَانُوْا بِعِبَادَتِهِمْ كٰفِرِیْنَ ۟

او كله چې خلك راغونډ كړل شي نو بيا به يې دښمنان وي او له عبادته څخه به يې منكر وي. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 46

وَاِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیٰتُنَا بَیِّنٰتٍ قَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لِلْحَقِّ لَمَّا جَآءَهُمْ ۙ— هٰذَا سِحْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ؕ

او كله چې زموږ څرګند ايتونه پر دوی لوستل كيږي، نو هغه کسان چې کفر (انکار) يې کړی، کله چې حق ورته راشي، وايي دا خو ښكاره كوډې دي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 46

اَمْ یَقُوْلُوْنَ افْتَرٰىهُ ؕ— قُلْ اِنِ افْتَرَیْتُهٗ فَلَا تَمْلِكُوْنَ لِیْ مِنَ اللّٰهِ شَیْـًٔا ؕ— هُوَ اَعْلَمُ بِمَا تُفِیْضُوْنَ فِیْهِ ؕ— كَفٰی بِهٖ شَهِیْدًا بَیْنِیْ وَبَیْنَكُمْ ؕ— وَهُوَ الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ ۟

ايا دوى وايې چې پېغمبر دا (قرآن) له خپله ځانه جوړكړی؟ دوى ته ووايه: كه ما دا له ځانه جوړ كړى وي نو تاسي به ما د الله له نيونې څخه هيڅ ونشئ ژغورلى، كومې خبرې چې تاسي جوړوئ الله ورباندې ښه پوهېږي، زما او ستاسي په منځ كې، همغه د شاهدۍ ويلو لپاره كافي دى او هغه ډير بخښونكى او خورا مهربان دى. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 46

قُلْ مَا كُنْتُ بِدْعًا مِّنَ الرُّسُلِ وَمَاۤ اَدْرِیْ مَا یُفْعَلُ بِیْ وَلَا بِكُمْ ؕ— اِنْ اَتَّبِعُ اِلَّا مَا یُوْحٰۤی اِلَیَّ وَمَاۤ اَنَا اِلَّا نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟

ورته ووايه: زه خو څه نوى رسول نه يم او نه په دې پوهېږم چې پر ما او تاسي به (په دنیا) کې څه كيږي؟ زه هغه څه پسې ځم چې راته وحي كيږي او له يو څرګند خبرداري وركوونكي پرته بل څه نه يم. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 46

قُلْ اَرَءَیْتُمْ اِنْ كَانَ مِنْ عِنْدِ اللّٰهِ وَكَفَرْتُمْ بِهٖ وَشَهِدَ شَاهِدٌ مِّنْ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ عَلٰی مِثْلِهٖ فَاٰمَنَ وَاسْتَكْبَرْتُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ ۟۠

(اى پېغمبره!) دوى ته ووايه: اّيا تاسي كله په دې فكر كړى چې كه دغه كلام د الله لخوا وي او تاسي ترېنه انكار وكړ(نو ستاسې عاقبت به څه وي؟) او د همدې په څېر (يو كلام باندې) خو د بني اسرائيلو يو شاهد، شاهدي هم ويلې ده، هغه ايمان راوړ او تاسي لويي وکړله، بېشکه ظالمو خلكو ته الله هدايت نه كوي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 46

وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَوْ كَانَ خَیْرًا مَّا سَبَقُوْنَاۤ اِلَیْهِ ؕ— وَاِذْ لَمْ یَهْتَدُوْا بِهٖ فَسَیَقُوْلُوْنَ هٰذَاۤ اِفْكٌ قَدِیْمٌ ۟

او هغه کسان چې کفر يې کړی د هغو کسانو په اړه چې ايمان يې راوړی وايي: كه چېرې دا (ايمان راوړل) ښه واى نو له موږ به ور مخکې شوي نه وو! او كله يې چې سمه لار پرې ونه موندله، نو وايي دا پخواني درواغ دي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 46

وَمِنْ قَبْلِهٖ كِتٰبُ مُوْسٰۤی اِمَامًا وَّرَحْمَةً ؕ— وَهٰذَا كِتٰبٌ مُّصَدِّقٌ لِّسَانًا عَرَبِیًّا لِّیُنْذِرَ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا ۖۗ— وَبُشْرٰی لِلْمُحْسِنِیْنَ ۟

او (حال دا چې) له هغه مخكې د موسى كتاب هم و، د لارښود او رحمت په توګه او دا په عربي ژبه يو تصديقونكى كتاب دى، تر څو ظالمان ووېروي او د نېكانو لپاره يو زېرى دى. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 46

اِنَّ الَّذِیْنَ قَالُوْا رَبُّنَا اللّٰهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوْا فَلَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَلَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ ۟ۚ

له شک پرته هغه كسان چې وايي زموږ رب الله دى بيا ( یې په عبادت ټېنګ ودريږي، نو پر هغو نه څه ډار شته او نه به ( په اخرت کې) خپه كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 46

اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْجَنَّةِ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ۚ— جَزَآءً بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟

دا خلک جنتيان دي، تل تر تله پكې اوسېدونكي دي، د هغو عملونو په بدله كې چې دوى به كول. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 46

وَوَصَّیْنَا الْاِنْسَانَ بِوَالِدَیْهِ اِحْسٰنًا ؕ— حَمَلَتْهُ اُمُّهٗ كُرْهًا وَّوَضَعَتْهُ كُرْهًا ؕ— وَحَمْلُهٗ وَفِصٰلُهٗ ثَلٰثُوْنَ شَهْرًا ؕ— حَتّٰۤی اِذَا بَلَغَ اَشُدَّهٗ وَبَلَغَ اَرْبَعِیْنَ سَنَةً ۙ— قَالَ رَبِّ اَوْزِعْنِیْۤ اَنْ اَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِیْۤ اَنْعَمْتَ عَلَیَّ وَعَلٰی وَالِدَیَّ وَاَنْ اَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضٰىهُ وَاَصْلِحْ لِیْ فِیْ ذُرِّیَّتِیْ ؕۚ— اِنِّیْ تُبْتُ اِلَیْكَ وَاِنِّیْ مِنَ الْمُسْلِمِیْنَ ۟

او سپارښتنه مو کړې انسان ته د مور او پلار سره د ښېګڼې کولو، پورته کړی دی مور ده لرهر( په خېټه کې) په (ډېر) كړاو سره او په كړاو سره يې زېږولى، او په خېټه كېدل او له تي شوکېدل يې (ټول) دېرش مياشتې دي، تر دې چې هغه بيا ځوانۍ او څلوېښتو كلونو ته ورسېد، وېلې زما پالونکيه توفيق راكړې چې ستا د هغه نعمت شكر وباسم چې پر ما او زما پر مور او پلار دې لورولى او چې داسې نېک عملونه وكړم چې ته پرې راضي كيږې او خېلخانه (اولاد) مې هم نېکه وګرځوه، ما تا ته توبه اېستلې او زه له مسلمانانو څخه يم. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 46

اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ نَتَقَبَّلُ عَنْهُمْ اَحْسَنَ مَا عَمِلُوْا وَنَتَجَاوَزُ عَنْ سَیِّاٰتِهِمْ فِیْۤ اَصْحٰبِ الْجَنَّةِ ؕ— وَعْدَ الصِّدْقِ الَّذِیْ كَانُوْا یُوْعَدُوْنَ ۟

دوى هغه خلك دي چې غوره کړنې يې موږ قبلوو او له بدو يې تېرېږو، دوى په جنتيانو كې دي (دا) هغه رښتينې ژمنه ده چې دوى سره كېدله. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 46

وَالَّذِیْ قَالَ لِوَالِدَیْهِ اُفٍّ لَّكُمَاۤ اَتَعِدٰنِنِیْۤ اَنْ اُخْرَجَ وَقَدْ خَلَتِ الْقُرُوْنُ مِنْ قَبْلِیْ ۚ— وَهُمَا یَسْتَغِیْثٰنِ اللّٰهَ وَیْلَكَ اٰمِنْ ۖۗ— اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ ۚ— فَیَقُوْلُ مَا هٰذَاۤ اِلَّاۤ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟

او هغه (چا) چې ويې ويل مور او پلار خپل ته: افسوس دی په تاسو دواړو! آیا ویروئ تاسو ما لره چې زه به بیا را وویستلی شم بیا (د ځمکې نه) او حال دا چې تیرې شوې دي ډیرې پیړۍ زما نه وړاندې او دوی دواړو فریاد کاوه الله تعالی ته د (زوی په باره کې) تباه به شې، ایمان راوړه، یقینا وعده د الله تعالی رښتیا ده، نو وایي: ندي دا مګر نقل شوي (دروغ) کېسې د ړومبنیو. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 46

اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ حَقَّ عَلَیْهِمُ الْقَوْلُ فِیْۤ اُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِمْ مِّنَ الْجِنِّ وَالْاِنْسِ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا خٰسِرِیْنَ ۟

دا هغه خلک دي چې په اړه یي (د عذاب) پریکړه شوې ده، د هغو ولسونو په ډله كې چې له دوی مخکې تېر شوي له پېريانو او انسانانو څخه، هغوى بېشكه تاوانيان دي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 46

وَلِكُلٍّ دَرَجٰتٌ مِّمَّا عَمِلُوْا ۚ— وَلِیُوَفِّیَهُمْ اَعْمَالَهُمْ وَهُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ ۟

او هر يوه ته به د خپلو عملونو درجې وي تر څو د خپلو عملونو پوره بدله وركړى شي او ظلم به نه پرې كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 46

وَیَوْمَ یُعْرَضُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا عَلَی النَّارِ ؕ— اَذْهَبْتُمْ طَیِّبٰتِكُمْ فِیْ حَیَاتِكُمُ الدُّنْیَا وَاسْتَمْتَعْتُمْ بِهَا ۚ— فَالْیَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ الْهُوْنِ بِمَا كُنْتُمْ تَسْتَكْبِرُوْنَ فِی الْاَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ وَبِمَا كُنْتُمْ تَفْسُقُوْنَ ۟۠

او هغه ورځ چې كافران اور ته وړاندې كړل شي چې تاسي خو خپلې ښېګڼې په دنيايي ژوند كې وړي دي او ګټه مو ترې اخيستې ده نو نن به د سپكوونكي عذاب سزا دركول كيږي، په دې چې تاسي په ناحقه په ځمكه كې لويي او سرغړونه كوله. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 46

وَاذْكُرْ اَخَا عَادٍ اِذْ اَنْذَرَ قَوْمَهٗ بِالْاَحْقَافِ وَقَدْ خَلَتِ النُّذُرُ مِنْ بَیْنِ یَدَیْهِ وَمِنْ خَلْفِهٖۤ اَلَّا تَعْبُدُوْۤا اِلَّا اللّٰهَ ؕ— اِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟

او یاد کړه ورور د عاديانو، کله يې چې په احقاف (سیمه) کې خپل قوم ووېرولو او په رېښتيا له ده مخكې او وروسته (ډېر) وېروونكي تېر شوي وو (په دې خبره) چې له الله پرته بل څه مه لمانځئ، زه پر تاسې د يوې (سختې) لويې ورځې له عذابه وېرېږم. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 46

قَالُوْۤا اَجِئْتَنَا لِتَاْفِكَنَا عَنْ اٰلِهَتِنَا ۚ— فَاْتِنَا بِمَا تَعِدُنَاۤ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟

هغوى ويل: آيا د دې لپاره موږ ته راغلى يې چې له خپلو معبودانو مو واړوې؟ نو كه ته رښتينى يې هغه عذاب راته راوله چې ویروې ته موږ لره په هغې سره. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 46

قَالَ اِنَّمَا الْعِلْمُ عِنْدَ اللّٰهِ ؗ— وَاُبَلِّغُكُمْ مَّاۤ اُرْسِلْتُ بِهٖ وَلٰكِنِّیْۤ اَرٰىكُمْ قَوْمًا تَجْهَلُوْنَ ۟

هغه وويل چې د دې علم خو له الله سره دى، زه صرف هغه پيغام تاسي ته رسوم چې زه له هغه سره لېږل شوى يم، خو زه ګورم چې تاسي ناپوهي كوئ. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 46

فَلَمَّا رَاَوْهُ عَارِضًا مُّسْتَقْبِلَ اَوْدِیَتِهِمْ ۙ— قَالُوْا هٰذَا عَارِضٌ مُّمْطِرُنَا ؕ— بَلْ هُوَ مَا اسْتَعْجَلْتُمْ بِهٖ ؕ— رِیْحٌ فِیْهَا عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟ۙ

نو بيا يې چې هغه عذاب د ورېځې په بڼه د هغوى ناو ته راروان وليد، وېلې: دا ورېځ پر موږ باران اوروي، (نه) په اصل كې دا هغه عذاب دى چې تاسي بېړه پرې كوله! يوه سيلۍ ده چې دردوونکی عذاب دی پکې. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 46

تُدَمِّرُ كُلَّ شَیْ بِاَمْرِ رَبِّهَا فَاَصْبَحُوْا لَا یُرٰۤی اِلَّا مَسٰكِنُهُمْ ؕ— كَذٰلِكَ نَجْزِی الْقَوْمَ الْمُجْرِمِیْنَ ۟

چې د خپل پالونکي په امر هر څه تباه كوي، نو په پای کې داسې شول چې له (ورانو) كورو پرته يې بل څه نه ليدل كېدل، موږ ګناهکارو خلكو ته همدغسې سزا وركوو. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 46

وَلَقَدْ مَكَّنّٰهُمْ فِیْمَاۤ اِنْ مَّكَّنّٰكُمْ فِیْهِ وَجَعَلْنَا لَهُمْ سَمْعًا وَّاَبْصَارًا وَّاَفْـِٕدَةً ۖؗ— فَمَاۤ اَغْنٰی عَنْهُمْ سَمْعُهُمْ وَلَاۤ اَبْصَارُهُمْ وَلَاۤ اَفْـِٕدَتُهُمْ مِّنْ شَیْءٍ اِذْ كَانُوْا یَجْحَدُوْنَ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ وَحَاقَ بِهِمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟۠

او په رېښتيا هغوى ته مو ځواک وركړى و په هغه څېزونو کې چې تاسو ته مو نه دى دركړى او هغوى ته مو غوږونه، سترګې او زړونه هم وركړي وو، خو نه يې غوږونو څه ترې ايسار كړل، نه يې سترګو او نه يې زړونو ځكه چې هغوى د الله له ايتونو نټه کوله او هغه (عذاب) ورباندې راپرېوت چې هغوى به ملنډې پرې وهلې. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 46

وَلَقَدْ اَهْلَكْنَا مَا حَوْلَكُمْ مِّنَ الْقُرٰی وَصَرَّفْنَا الْاٰیٰتِ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟

او بېشكه ستاسي شاوخوا مو ډېر كلي تباه كړل او په راز راز مو (د خپل قدرت) نښانې بيان كړې تر څو هغوى راوګرځي. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 46

فَلَوْلَا نَصَرَهُمُ الَّذِیْنَ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ قُرْبَانًا اٰلِهَةً ؕ— بَلْ ضَلُّوْا عَنْهُمْ ۚ— وَذٰلِكَ اِفْكُهُمْ وَمَا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ ۟

نو هغوى چې (الله ته) د نږدېوالي لپاره له الله پرته كوم معبودان نيولي وو، ولې يې د هغوى مرسته ونه كړه؟ بلكې بيخې ترې ورك شول. او دا يې (بالكل) درواغ او هغه تور و چې له ځانه يې جوړولو. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 46

وَاِذْ صَرَفْنَاۤ اِلَیْكَ نَفَرًا مِّنَ الْجِنِّ یَسْتَمِعُوْنَ الْقُرْاٰنَ ۚ— فَلَمَّا حَضَرُوْهُ قَالُوْۤا اَنْصِتُوْا ۚ— فَلَمَّا قُضِیَ وَلَّوْا اِلٰی قَوْمِهِمْ مُّنْذِرِیْنَ ۟

او (ياد كړه) هغه وخت چې موږ د پېريانو يو ټولى درته راوګرځولو چې قرآن واوري، نو كله چې ورته حاضر شول هغوی ووېل: چوپ شئ، بيا چې تمام شو نو بېرته خپل قوم ته وېروونكي ورستانه شول. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 46

قَالُوْا یٰقَوْمَنَاۤ اِنَّا سَمِعْنَا كِتٰبًا اُنْزِلَ مِنْ بَعْدِ مُوْسٰی مُصَدِّقًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیْهِ یَهْدِیْۤ اِلَی الْحَقِّ وَاِلٰی طَرِیْقٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟

وېلې ای زموږ قومه! موږ يو كتاب واورېدلو چې له موسى وروسته نازل شوی، (او) د مخكېنيو (كتابونو) تصديقوونكى دى، د حق او سمې لارې خواته ښوونه كوي. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 46

یٰقَوْمَنَاۤ اَجِیْبُوْا دَاعِیَ اللّٰهِ وَاٰمِنُوْا بِهٖ یَغْفِرْ لَكُمْ مِّنْ ذُنُوْبِكُمْ وَیُجِرْكُمْ مِّنْ عَذَابٍ اَلِیْمٍ ۟

ای زموږ قومه! د الله د بلونكي خبره ومنئ او ايمان پرې راوړئ، چې ګناهونه مو دروبخښي او له دردوونکي عذابه مو وژغوري. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 46

وَمَنْ لَّا یُجِبْ دَاعِیَ اللّٰهِ فَلَیْسَ بِمُعْجِزٍ فِی الْاَرْضِ وَلَیْسَ لَهٗ مِنْ دُوْنِهٖۤ اَوْلِیَآءُ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟

او څوک چې د الله د بلونكي ونه مني، نو هغه په ځمكه كې (تښتېدو سره) د الله عاجزوونكى نه دى او نه به له هغه پرته د ده څوک ملګري وي، دا خلك په ښكاره بې لاريتوب كې دي. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 46

اَوَلَمْ یَرَوْا اَنَّ اللّٰهَ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَلَمْ یَعْیَ بِخَلْقِهِنَّ بِقٰدِرٍ عَلٰۤی اَنْ یُّحْیِ الْمَوْتٰی ؕ— بَلٰۤی اِنَّهٗ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟

آيا دوى نه ويني چې په رېښتيا الله هغه ذات دی چې اسمانونه او ځمكه يې پيدا كړي دي او په پيدا كولو یې ستړی شوی نه دى، په دې ځواکمن دى چې مړي راژوندي كړي؟ هو (ولې نه) هغه په هر څه ځواکمن دى. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 46

وَیَوْمَ یُعْرَضُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا عَلَی النَّارِ ؕ— اَلَیْسَ هٰذَا بِالْحَقِّ ؕ— قَالُوْا بَلٰی وَرَبِّنَا ؕ— قَالَ فَذُوْقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْفُرُوْنَ ۟

او كومه ورځ چې كافران اور ته وروړاندې كړل شي (ورته به وویل شي) آيا دا رښتيا نه دى؟ وايي به ولې نه، په رب مو قسم (رښتيا دى). وايي (ښه) نو (اوس) عذاب وڅكئ چې تاسي به پرې کفر کولو. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 46

فَاصْبِرْ كَمَا صَبَرَ اُولُوا الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ وَلَا تَسْتَعْجِلْ لَّهُمْ ؕ— كَاَنَّهُمْ یَوْمَ یَرَوْنَ مَا یُوْعَدُوْنَ ۙ— لَمْ یَلْبَثُوْۤا اِلَّا سَاعَةً مِّنْ نَّهَارٍ ؕ— بَلٰغٌ ۚ— فَهَلْ یُهْلَكُ اِلَّا الْقَوْمُ الْفٰسِقُوْنَ ۟۠

نو صبر كوه لكه څرنګه چې همتناكو رسولانو صبر کړی و، او هغوى لپاره (د عذاب) بيړه مه كوه، هغوى چې كله هغه ورځ وويني، كومه چې ژمنه يې ورسره كيږي نو (داسې به انګيري) لكه چې د ورځې له يو ساعت پرته زيات نه وو ځنډېدلي! په تا باندې رسول دي د دې قران، [د بیان څخه وروسته] نه تباه کیږي مګر سرغړونکي. info
التفاسير: