Check out the new design

ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - សារិហ្វរ៉ាស * - សន្ទស្សន៍នៃការបកប្រែ


ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាល់ហ្វូរកន   អាយ៉ាត់:
وَالَّذِیْنَ لَا یَدْعُوْنَ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ وَلَا یَقْتُلُوْنَ النَّفْسَ الَّتِیْ حَرَّمَ اللّٰهُ اِلَّا بِالْحَقِّ وَلَا یَزْنُوْنَ ۚؕ— وَمَنْ یَّفْعَلْ ذٰلِكَ یَلْقَ اَثَامًا ۟ۙ
او هغه کسان دي چې د الله ترڅنګ نور خدیان نه بلي او هغه ساه نه وژني چې پرته له حق نه يي[۱۰] الله وژل حرام کړي دي او زناء نه کوي، او هر څوک چې پورتني کارونه وکړي هرو، مرو به يي له جزا سره مخ کیږي.
[۱۰] الله پاک یوازې په لاندی حالاتو کې د یو چا وژل رواء کړي دي( اول د قصاص په صورت کې، دوهم چې وادو والا زنا وکړي، دریم د ارتداد په صورت کې).
តាហ្វសៀរជាភាសា​អារ៉ាប់ជាច្រេីន:
یُّضٰعَفْ لَهُ الْعَذَابُ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ وَیَخْلُدْ فِیْهٖ مُهَانًا ۟ۗۖ
د قیامت په ورځ به عذاب ورته دوه چنده او سپک او خوار به پکې د تل لپاره وي.
តាហ្វសៀរជាភាសា​អារ៉ាប់ជាច្រេីន:
اِلَّا مَنْ تَابَ وَاٰمَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَاُولٰٓىِٕكَ یُبَدِّلُ اللّٰهُ سَیِّاٰتِهِمْ حَسَنٰتٍ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟
مګر هغه چا چې توبه کړي ایمان یي راوړی، او نیکې کړني يې خپلې کړي نو الله پاک د همدغو کسانو بدي په نیکیو سره بدلوي. او الله ډير بښونکی او مهربان دی.
តាហ្វសៀរជាភាសា​អារ៉ាប់ជាច្រេីន:
وَمَنْ تَابَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَاِنَّهٗ یَتُوْبُ اِلَی اللّٰهِ مَتَابًا ۟
او چا چې توبه وښکلې او کړنه يې نیکه کړې نو په رښتیا يي الله ته پناه یووړه.
តាហ្វសៀរជាភាសា​អារ៉ាប់ជាច្រេីន:
وَالَّذِیْنَ لَا یَشْهَدُوْنَ الزُّوْرَ ۙ— وَاِذَا مَرُّوْا بِاللَّغْوِ مَرُّوْا كِرَامًا ۟
او هغه کسان دي چې درواغو ته نه حاضریږي او چې په نارواء تیریږي نو خورا په عزت پرې تیریږي.
តាហ្វសៀរជាភាសា​អារ៉ាប់ជាច្រេីន:
وَالَّذِیْنَ اِذَا ذُكِّرُوْا بِاٰیٰتِ رَبِّهِمْ لَمْ یَخِرُّوْا عَلَیْهَا صُمًّا وَّعُمْیَانًا ۟
او هغه کسان دي چې کله هم د الله په ایاتونو پند ورکړای شي نو کاڼه او ړانده پرې نه پریوزي.
តាហ្វសៀរជាភាសា​អារ៉ាប់ជាច្រេីន:
وَالَّذِیْنَ یَقُوْلُوْنَ رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ اَزْوَاجِنَا وَذُرِّیّٰتِنَا قُرَّةَ اَعْیُنٍ وَّاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِیْنَ اِمَامًا ۟
او هغه کسان دي چې وايې: ای زمونږ ربه! سترګې یخوونکې ښځې او اولادونه راوبښه او دپرهیزګارانو مقتداء مو وګرځوه.
តាហ្វសៀរជាភាសា​អារ៉ាប់ជាច្រេីន:
اُولٰٓىِٕكَ یُجْزَوْنَ الْغُرْفَةَ بِمَا صَبَرُوْا وَیُلَقَّوْنَ فِیْهَا تَحِیَّةً وَّسَلٰمًا ۟ۙ
همدغو کسانو ته به د دوی د صبر په بدل کې په جنت کې لوړې درجې ورکړای شي. او په ښه راغلاست او سلام ویلو سره بې استقبال وشي.
តាហ្វសៀរជាភាសា​អារ៉ាប់ជាច្រេីន:
خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— حَسُنَتْ مُسْتَقَرًّا وَّمُقَامًا ۟
تل تر تله به هملته وي. هغه د اوسیدني او پاتې کیدلو لپاره خورا ښه ځای دی.
តាហ្វសៀរជាភាសា​អារ៉ាប់ជាច្រេីន:
قُلْ مَا یَعْبَؤُا بِكُمْ رَبِّیْ لَوْلَا دُعَآؤُكُمْ ۚ— فَقَدْ كَذَّبْتُمْ فَسَوْفَ یَكُوْنُ لِزَامًا ۟۠
ای محمده! ووایه که ستاسې دعاء او عبادت نه وای نو زما رب ستاسې پرواء نه لري نو اوس خو تاسې حق درواغ وګاڼه، ژر د چې عذاب به يي هم ورسره تړلی وي.
តាហ្វសៀរជាភាសា​អារ៉ាប់ជាច្រេីន:
 
ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាល់ហ្វូរកន
សន្ទស្សន៍នៃជំពូក លេខ​ទំព័រ
 
ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - សារិហ្វរ៉ាស - សន្ទស្សន៍នៃការបកប្រែ

បកប្រែដោយលោកម៉ៅឡាវី ចានីបាស សារីហ្វារ៉ាស

បិទ