Check out the new design

ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - សារិហ្វរ៉ាស * - សន្ទស្សន៍នៃការបកប្រែ


ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាហ្សហ្សុខរ៉ហ្វ   អាយ៉ាត់:
اِنَّ الْمُجْرِمِیْنَ فِیْ عَذَابِ جَهَنَّمَ خٰلِدُوْنَ ۟ۚ
او له شک نه وتلې ده چې مجرمان به تل تر تله د دوزخ په عذاب اخته وي.
តាហ្វសៀរជាភាសា​អារ៉ាប់ជាច្រេីន:
لَا یُفَتَّرُ عَنْهُمْ وَهُمْ فِیْهِ مُبْلِسُوْنَ ۟ۚ
په عذاب کې به يې هیڅ سپکوالی او درنګ رانشي او مایوسه به پکې پراته وي.
តាហ្វសៀរជាភាសា​អារ៉ាប់ជាច្រេីន:
وَمَا ظَلَمْنٰهُمْ وَلٰكِنْ كَانُوْا هُمُ الظّٰلِمِیْنَ ۟
مونږ پر هغوی هیڅ تیری نه دی کړی بلکې هغوی وو چې له خپلو ځانو سره يي ظلم وکړ.
តាហ្វសៀរជាភាសា​អារ៉ាប់ជាច្រេីន:
وَنَادَوْا یٰمٰلِكُ لِیَقْضِ عَلَیْنَا رَبُّكَ ؕ— قَالَ اِنَّكُمْ مّٰكِثُوْنَ ۟
د دوزخ واکمنې پرښتې ته به غږ کړي چې ستا رب دې مونږ د تل لپاره مړه کړي هغه به ځواب ورکړي چې تاسې همدلته پاتې یاست.
តាហ្វសៀរជាភាសា​អារ៉ាប់ជាច្រេីន:
لَقَدْ جِئْنٰكُمْ بِالْحَقِّ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَكُمْ لِلْحَقِّ كٰرِهُوْنَ ۟
مونږ تاسې ته حق راوړی و خو ستاسو د ډیرو حق بد راتلو.
តាហ្វសៀរជាភាសា​អារ៉ាប់ជាច្រេីន:
اَمْ اَبْرَمُوْۤا اَمْرًا فَاِنَّا مُبْرِمُوْنَ ۟ۚ
ایا هغوی د یو غوڅ کار پریکړه کړې ده؟ نو مونږ هم خپل کار ښه ښپوخ کړی[۶] دی.
[۶] اشاره ده چې کافرو قریشو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وژنې لپاره اخرنۍ پریکړه وکړه. خو الله بریمن نه بلکې خپل رسول ته يي نجات ورکړ( تفسیر الماوردی).
តាហ្វសៀរជាភាសា​អារ៉ាប់ជាច្រេីន:
اَمْ یَحْسَبُوْنَ اَنَّا لَا نَسْمَعُ سِرَّهُمْ وَنَجْوٰىهُمْ ؕ— بَلٰی وَرُسُلُنَا لَدَیْهِمْ یَكْتُبُوْنَ ۟
ایا ګومان کوي چې مونږ يې پټې خبرې، او غلې غلې مشورې نه اورو. بلکې اورويې او زمونږ استازي د هغوی هر څه لیکي.
តាហ្វសៀរជាភាសា​អារ៉ាប់ជាច្រេីន:
قُلْ اِنْ كَانَ لِلرَّحْمٰنِ وَلَدٌ ۖۗ— فَاَنَا اَوَّلُ الْعٰبِدِیْنَ ۟
ای محمده! ورته ووایه بالفرض که د رحمن خدای ځوی وای نو زه به تر ټولو لومړی د الله عبادت کوونکی وم.
តាហ្វសៀរជាភាសា​អារ៉ាប់ជាច្រេីន:
سُبْحٰنَ رَبِّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا یَصِفُوْنَ ۟
د اسمانونو او ځمکې رب او د عرش څښتن له هغو ټولو خبرو نه پاک دی چې دوی يي پرې ستایې.
តាហ្វសៀរជាភាសា​អារ៉ាប់ជាច្រេីន:
فَذَرْهُمْ یَخُوْضُوْا وَیَلْعَبُوْا حَتّٰی یُلٰقُوْا یَوْمَهُمُ الَّذِیْ یُوْعَدُوْنَ ۟
نو محمده! پریږده يې چې لالهانده ګرځي او په لوبو اخته وي، تر څو له خپلې هغې ورځې سره مخ شي چې وعده يې ورسره کولای شي.
តាហ្វសៀរជាភាសា​អារ៉ាប់ជាច្រេីន:
وَهُوَ الَّذِیْ فِی السَّمَآءِ اِلٰهٌ وَّفِی الْاَرْضِ اِلٰهٌ ؕ— وَهُوَ الْحَكِیْمُ الْعَلِیْمُ ۟
همدغه یو الله په اسمان کې معبود دی او په ځمکه کې هم. د حکمت خاوند او په هر څه پوه دی.
តាហ្វសៀរជាភាសា​អារ៉ាប់ជាច្រេីន:
وَتَبٰرَكَ الَّذِیْ لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا ۚ— وَعِنْدَهٗ عِلْمُ السَّاعَةِ ۚ— وَاِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟
او ډیر لوړ او مبارک دی هغه ذات چې: د اسمانونو او ځمکې او د ټولو هغو څیزونو چې ددوی په غیږ کې دي واکمني یوازې د هغه ده د قیامت وخت ورته معلوم دی او هغه ته به تاسې ټول بیرته ورګرځولای شئ.
តាហ្វសៀរជាភាសា​អារ៉ាប់ជាច្រេីន:
وَلَا یَمْلِكُ الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهِ الشَّفَاعَةَ اِلَّا مَنْ شَهِدَ بِالْحَقِّ وَهُمْ یَعْلَمُوْنَ ۟
او هغه څوک د سپارښت هیڅ واک نه لري چې هغوی يې پرته له الله نه رابلي. هو! سپارښت یوازې د هغه چا کیږي چې د حق شهادت يي ورکړی او پوهه هم ورسره وي.
តាហ្វសៀរជាភាសា​អារ៉ាប់ជាច្រេីន:
وَلَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ خَلَقَهُمْ لَیَقُوْلُنَّ اللّٰهُ فَاَنّٰی یُؤْفَكُوْنَ ۟ۙ
او قسم دی که ته هغوی وپوښتې چې چا پیدا کړي دي؟ نو خامخا به ووایي چې الله پیدا کړي یو نو بیا ولې اړولای شي؟
តាហ្វសៀរជាភាសា​អារ៉ាប់ជាច្រេីន:
وَقِیْلِهٖ یٰرَبِّ اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ قَوْمٌ لَّا یُؤْمِنُوْنَ ۟ۘ
او د پیغمبر په دې خبره قسم دی چې وايې: ای زما ربه ! دغه خلک یو نه ایمان راوړونکی قوم دی.
តាហ្វសៀរជាភាសា​អារ៉ាប់ជាច្រេីន:
فَاصْفَحْ عَنْهُمْ وَقُلْ سَلٰمٌ ؕ— فَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ ۟۠
نو ای پیغمبره! مخ ترې واړوه[۷] او ورته ووایه چې ستاسې له شر نه پناه غواړم. ډیر ژر به پوه شي[۸].
[۷] ټولي اړیکي ورسره پریکړه(فتح القدیر).
[۸] د پورتنی ترجمي په رڼا کې دا ایت د قتال په ایت منسوخ نه دی( فتح القدیر).
តាហ្វសៀរជាភាសា​អារ៉ាប់ជាច្រេីន:
 
ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាហ្សហ្សុខរ៉ហ្វ
សន្ទស្សន៍នៃជំពូក លេខ​ទំព័រ
 
ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - សារិហ្វរ៉ាស - សន្ទស្សន៍នៃការបកប្រែ

បកប្រែដោយលោកម៉ៅឡាវី ចានីបាស សារីហ្វារ៉ាស

បិទ