Check out the new design

ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - សារិហ្វរ៉ាស * - សន្ទស្សន៍នៃការបកប្រែ


ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាល់ម៉ាអ៊ីដះ   អាយ៉ាត់:
اِنَّمَا یُرِیْدُ الشَّیْطٰنُ اَنْ یُّوْقِعَ بَیْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَآءَ فِی الْخَمْرِ وَالْمَیْسِرِ وَیَصُدَّكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللّٰهِ وَعَنِ الصَّلٰوةِ ۚ— فَهَلْ اَنْتُمْ مُّنْتَهُوْنَ ۟
دا پخه خبره ده چې شیطان غواړي چې د شرابو او جووارۍ په وسیله ستاسې په مینځ کې دښمني او کرکه راپورته او د الله له ذکر او لمانځه څخه مو منع کړي نو ایا لاس ترې اخلئ؟.
តាហ្វសៀរជាភាសា​អារ៉ាប់ជាច្រេីន:
وَاَطِیْعُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوا الرَّسُوْلَ وَاحْذَرُوْا ۚ— فَاِنْ تَوَلَّیْتُمْ فَاعْلَمُوْۤا اَنَّمَا عَلٰی رَسُوْلِنَا الْبَلٰغُ الْمُبِیْنُ ۟
او د الله او د رسول ومنی او له بدیو څخه ځانونه وژغورئ خو که مخ مو واړولو نو پوه شئ چې زمونږ پر رسول یوازې ښکاره او بشپړه رسونه ده.
តាហ្វសៀរជាភាសា​អារ៉ាប់ជាច្រេីន:
لَیْسَ عَلَی الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ جُنَاحٌ فِیْمَا طَعِمُوْۤا اِذَا مَا اتَّقَوْا وَّاٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ ثُمَّ اتَّقَوْا وَّاٰمَنُوْا ثُمَّ اتَّقَوْا وَّاَحْسَنُوْا ؕ— وَاللّٰهُ یُحِبُّ الْمُحْسِنِیْنَ ۟۠
پر هغو کسانو چې ایمان یې راوړی او نیک کارونه یې کړي په پخواني خوراک او څښاک کومه ګناه نشته خو چې په راتلونکې کې ځان وژغوري په ایمان ټینګ وي او ښه کارونه وکړي او د بیا لپاره ځانونه وژغوري او پر ایمان ټینګ وي او هو! ځانونه وژغوري او نیکیو ته ملا وتړي الله پاک نیکي کوونکي خوښوي.
តាហ្វសៀរជាភាសា​អារ៉ាប់ជាច្រេីន:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَیَبْلُوَنَّكُمُ اللّٰهُ بِشَیْءٍ مِّنَ الصَّیْدِ تَنَالُهٗۤ اَیْدِیْكُمْ وَرِمَاحُكُمْ لِیَعْلَمَ اللّٰهُ مَنْ یَّخَافُهٗ بِالْغَیْبِ ۚ— فَمَنِ اعْتَدٰی بَعْدَ ذٰلِكَ فَلَهٗ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
ای مؤمنانو! الله پاک به تاسې هرو مرو په هغه ښکار وازمايې چې ستاسې د لاسونو او نیزو تر برید لاندې راغلي وي تر څو الله پاک دا روښانه کړي چې څوک له هغه نه په پټه کې ډاریږي؟ نو چا چې له دی اعلان وروسته تیری وکړ نو هغه ته دردناک عذاب دی.
តាហ្វសៀរជាភាសា​អារ៉ាប់ជាច្រេីន:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَقْتُلُوا الصَّیْدَ وَاَنْتُمْ حُرُمٌ ؕ— وَمَنْ قَتَلَهٗ مِنْكُمْ مُّتَعَمِّدًا فَجَزَآءٌ مِّثْلُ مَا قَتَلَ مِنَ النَّعَمِ یَحْكُمُ بِهٖ ذَوَا عَدْلٍ مِّنْكُمْ هَدْیًا بٰلِغَ الْكَعْبَةِ اَوْ كَفَّارَةٌ طَعَامُ مَسٰكِیْنَ اَوْ عَدْلُ ذٰلِكَ صِیَامًا لِّیَذُوْقَ وَبَالَ اَمْرِهٖ ؕ— عَفَا اللّٰهُ عَمَّا سَلَفَ ؕ— وَمَنْ عَادَ فَیَنْتَقِمُ اللّٰهُ مِنْهُ ؕ— وَاللّٰهُ عَزِیْزٌ ذُو انْتِقَامٍ ۟
ای مؤمنانو! د احرام په حال کې ښکار مه وژنئ ـ او که په تاسې کې هر چا قصداً هغه وواژه نو په بدل کې به یې د وژلي شو څاروي انډول د دوه هوښیارو خلکو دپریکړې په رڼا کې بل څاروی د نذرانې په توګه کعبې شریفې ته رسوي یا به مسکینانو ته خوراک د کفارې په توګه ورکوي او یا به د خوراک په اندازه روژې نیسې تر څو د خپلو کړنو خوند وڅکي ـ الله پاک له پخوانیو در تیر شوی دی ـ او څوک چې بیا ښکار وکړي نو الله به ترې بدل واخلي الله پاک په هر څه بر لاسي او انتقام اخیستونکی دی.
តាហ្វសៀរជាភាសា​អារ៉ាប់ជាច្រេីន:
 
ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាល់ម៉ាអ៊ីដះ
សន្ទស្សន៍នៃជំពូក លេខ​ទំព័រ
 
ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - សារិហ្វរ៉ាស - សន្ទស្សន៍នៃការបកប្រែ

បកប្រែដោយលោកម៉ៅឡាវី ចានីបាស សារីហ្វារ៉ាស

បិទ