Check out the new design

ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಅಲ್-ಮುಖ್ತಸರ್ ಫಿ ತಫ್ಸೀರಿಲ್ ಕುರ್‌ಆನಿಲ್ ಕರೀಮ್ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ * - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ


ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಅಲ್ -ಮುಅ್ ಮಿನೂನ್   ಶ್ಲೋಕ:
مَا تَسْبِقُ مِنْ اُمَّةٍ اَجَلَهَا وَمَا یَسْتَاْخِرُوْنَ ۟ؕ
هيڅ امت له دغو درواغ ګڼونکو امتونو څخه نه هغه ټاکل شوې نېټې څخه وړاندې کېدی شي چې د تباهۍ وخت يې راشي او نه له هغه وروسته کېدی شي، که څه هم هغوی لره ډېر وسايل وي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
ثُمَّ اَرْسَلْنَا رُسُلَنَا تَتْرَا ؕ— كُلَّ مَا جَآءَ اُمَّةً رَّسُوْلُهَا كَذَّبُوْهُ فَاَتْبَعْنَا بَعْضَهُمْ بَعْضًا وَّجَعَلْنٰهُمْ اَحَادِیْثَ ۚ— فَبُعْدًا لِّقَوْمٍ لَّا یُؤْمِنُوْنَ ۟
بيا مو پرله پسې خپل رسولان ولېږل، کله به چې له دغو امتونو څخه يو امت ته يې رالېږل شوی رسول راغی، هغوی به درواغجن ګڼلو؛ نو ځينې مو د ځينو پسې تباه کړل، چې هغوی لره څه شتون پاتې نشو مګر له هغوی څخه د خلکو خبرې، نو هغه قوم لره دې تباهي وي چې پر هغه څه ايمان نه راوړي چې رسولانو يې د خپل پالونکي لخوا دوی ته پرې راتګ کړی و.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
ثُمَّ اَرْسَلْنَا مُوْسٰی وَاَخَاهُ هٰرُوْنَ ۙ۬— بِاٰیٰتِنَا وَسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟ۙ
بيا مو موسی او د هغه ورور هارون له خپلو نهه نښانو سره ولېږل چې هغه لکړه، لاس،ملخ، سپږې، څنګښې، وينه، طوفان، وچ کالونه او د مېوو کمښت و او له څرګند دليل سره.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
اِلٰی فِرْعَوْنَ وَمَلَاۡىِٕهٖ فَاسْتَكْبَرُوْا وَكَانُوْا قَوْمًا عَالِیْنَ ۟ۚ
هغوی دواړه مو فرعون او د هغه د قوم سردارانو ته ولېږل، خو هغوی لويي وکړه، پر دوی دواړو يې ايمان را نه وړ، حال داچې هغوی پرخلکو د قهر او ظلم په کولو سره لويي کوونکي خلک وو.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
فَقَالُوْۤا اَنُؤْمِنُ لِبَشَرَیْنِ مِثْلِنَا وَقَوْمُهُمَا لَنَا عٰبِدُوْنَ ۟ۚ
هغوی وويل: آيا زموږ غوندې پر دوو انسانانو ايمان راوړو چې هغوی لره پر موږ کوم غوراوی نشته حال داچې د هغوی قوم بنواسرائيل په عاجزۍ زموږ پيروان دي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
فَكَذَّبُوْهُمَا فَكَانُوْا مِنَ الْمُهْلَكِیْنَ ۟
هغوی دواړه يې په هغه څه کې درواغجن وګڼل چې د الله له لوري ورسره راغلي وو؛ نو هغوی د خپل درواغجن ګڼلو له امله په ډوبېدو سره له تباه کېدونکو وګرځېدل.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ لَعَلَّهُمْ یَهْتَدُوْنَ ۟
پرته له شکه موږ موسی ته تورات ورکړ په دې هيله چې د موسی قوم په هغه لار ومومي او عمل پرې وکړي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَجَعَلْنَا ابْنَ مَرْیَمَ وَاُمَّهٗۤ اٰیَةً وَّاٰوَیْنٰهُمَاۤ اِلٰی رَبْوَةٍ ذَاتِ قَرَارٍ وَّمَعِیْنٍ ۟۠
او د مريم زوی عيسی او مور يې مريم مو يوه داسې نښانه وګرځول چې زموږ پرقدرت دلالت کوونکې وه، چې هغه يې پرته له پلاره په خېټه شو، او هغوی دواړه مو د ځمکې په يوه لوړه برخه کې ځای پرځای کړل، داسې چې برابر او د کرارۍ لپاره وړ و، په هغه ځای کې نوې نوې اوبه روانې وې.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
یٰۤاَیُّهَا الرُّسُلُ كُلُوْا مِنَ الطَّیِّبٰتِ وَاعْمَلُوْا صَالِحًا ؕ— اِنِّیْ بِمَا تَعْمَلُوْنَ عَلِیْمٌ ۟ؕ
ای رسولانو! له هغه څه خورئ چې درته حلال کړل شوي دي چې خوراک يې خوندور دی او له شريعت سره سم ښه کارونه کوئ، بېشکه زه پر هغه څه ښه پوه يم چې کوئ يې، ستاسو له کړنو پر ما هيڅ هم پټ نه دي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَاِنَّ هٰذِهٖۤ اُمَّتُكُمْ اُمَّةً وَّاحِدَةً وَّاَنَا رَبُّكُمْ فَاتَّقُوْنِ ۟
او بېشکه ستاسو ملت ای رسولانو! يو داسې ملت دی چې اسلام دی او زه مو پالونکی يم له ما پرته تاسو لره بل پالونکی نشته؛ نو زما د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو څخه مې په ډډه کولو له ما ووېرېږئ.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
فَتَقَطَّعُوْۤا اَمْرَهُمْ بَیْنَهُمْ زُبُرًا ؕ— كُلُّ حِزْبٍۭ بِمَا لَدَیْهِمْ فَرِحُوْنَ ۟
بيا يې پيروانو له هغوی وروسته په دين کې اختلاف وکړ؛ نو ګوند ګوند او ډلې ډلې شول، هره ډله خوشحاله وه پر هغه څه چې ايمان يې پرې لرلو په دې فکر چې همدغه د الله پروړاندې خوښ دين دی او هغه څه ته يې نه کتل چې له نورو سره وو.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
فَذَرْهُمْ فِیْ غَمْرَتِهِمْ حَتّٰی حِیْنٍ ۟
ای رسوله! هغوی پرېږده په هغه ناپوهۍ او حيرانتيا کې چې پکې دي پر هغوی د سزا د نېټې تر راتلو پورې.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
اَیَحْسَبُوْنَ اَنَّمَا نُمِدُّهُمْ بِهٖ مِنْ مَّالٍ وَّبَنِیْنَ ۟ۙ
آيا له دغو خوشحاله ډلو سره چې څه دي دا ګومان کوي چې موږ هغوی ته د دنيا په ژوند کې کوم مالونه او اولادونه ورکوو هغه يوه داسې ښېګڼه ده چې وړ يې دي؟! امر داسې نه دی لکه څنګه چې هغوی ګومان کړی دی، بېشکه موږ دغه يوازې د لاسر کښۍ او استدراج لپاره ورکوو، خو هغوی دغه نه احساسوي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
نُسَارِعُ لَهُمْ فِی الْخَیْرٰتِ ؕ— بَلْ لَّا یَشْعُرُوْنَ ۟
آيا له دغو خوشحاله ډلو سره چې څه دي دا ګومان کوي چې موږ هغوی ته د دنيا په ژوند کې کوم مالونه او اولادونه ورکوو هغه يوه داسې ښېګڼه ده چې وړ يې دي؟! امر داسې نه دی لکه څنګه چې هغوی ګومان کړی دی، بېشکه موږ دغه يوازې د لا سرکښۍ او استدراج لپاره ورکوو، خو هغوی دغه نه احساسوي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
اِنَّ الَّذِیْنَ هُمْ مِّنْ خَشْیَةِ رَبِّهِمْ مُّشْفِقُوْنَ ۟ۙ
بېشکه هغه کسان چې د ايمان او ښېګڼې سربېره يې له خپل پالونکي وېرېدونکي دي.
.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَالَّذِیْنَ هُمْ بِاٰیٰتِ رَبِّهِمْ یُؤْمِنُوْنَ ۟ۙ
او هغه کسان چې د کتاب پر آيتونو ايمان لري.
.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَالَّذِیْنَ هُمْ بِرَبِّهِمْ لَا یُشْرِكُوْنَ ۟ۙ
او هغه کسان چې خپل پالونکی يوازې ګڼي او هيڅ نه ورسره شريکوي.
.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
ಈ ಪುಟದಲ್ಲಿರುವ ಶ್ಲೋಕಗಳ ಉಪಯೋಗಗಳು:
• الاستكبار مانع من التوفيق للحق.
لويي د حق له توفيق څخه منع کوونکې ده. .

• إطابة المأكل له أثر في صلاح القلب وصلاح العمل.
د خوراک حلالوالی د زړه او عمل په اصلاح کې اغېز لري.

• التوحيد ملة جميع الأنبياء ودعوتهم.
توحيد د ټولو انبياوو ملت او بلنه ده.

• الإنعام على الفاجر ليس إكرامًا له، وإنما هو استدراج.
پر بد کار د چا پېرزوينه د هغه درناوی نه دی بلکې هغه استدراج دی.

 
ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಅಲ್ -ಮುಅ್ ಮಿನೂನ್
ಅಧ್ಯಾಯಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ ಪುಟ ಸಂಖ್ಯೆ
 
ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಅಲ್-ಮುಖ್ತಸರ್ ಫಿ ತಫ್ಸೀರಿಲ್ ಕುರ್‌ಆನಿಲ್ ಕರೀಮ್ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ

ಪ್ರಕಾಶನ - ಕುರ್‌ಆನ್ ತಫ್ಸೀರ್ ಸ್ಟಡಿ ಸೆಂಟರ್

ಮುಚ್ಚಿ