Check out the new design

ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಅಲ್-ಮುಖ್ತಸರ್ ಫಿ ತಫ್ಸೀರಿಲ್ ಕುರ್‌ಆನಿಲ್ ಕರೀಮ್ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ * - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ


ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಅಶ್ಶುಅರಾಅ್   ಶ್ಲೋಕ:
اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا خُلُقُ الْاَوَّلِیْنَ ۟ۙ
دا يوازې د پخوانيو دين دی، د هغوی عادات او خويونه دي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِیْنَ ۟ۚ
اوموږ سزا ليدونکي نه يو.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
فَكَذَّبُوْهُ فَاَهْلَكْنٰهُمْ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟
هغوی د خپل نبي هود عليه السلام درواغجن ګڼلو ته دوام ورکړ؛ نو هغوی مو د درواغجن ګڼلو له امله په شنډه هوا تباه کړل، پرته له شکه په دغه تباهۍ کې د پند اخېستونکو لپاره پند دی، خو د هغوی ډېری ايمان راوړونکي نه دي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠
او پرته له شکه ای رسوله! ستا پالونکی برلاسی دی چې له خپلو دښمنانو يې غچ اخلي، پر هغه چا مهربانه دی چې له بندګانو يې څوک توبه وباسي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
كَذَّبَتْ ثَمُوْدُ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚۖ
ثموديانو رسولان درواغجن وګڼل، د خپل نبي صالح عليه السلام په درواغجن ګڼلو سره.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
اِذْ قَالَ لَهُمْ اَخُوْهُمْ صٰلِحٌ اَلَا تَتَّقُوْنَ ۟ۚ
کله يې چې نسبي ورور يې صالح ورته وويل: آيا له الله څخه نه ډارېږئ چې د هغه له وېرې د نورو لمانځل پرېږدئ.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌ ۟ۙ
پرته له شکه زه تاسو ته رسول يم الله در لېږلی يم، امانت داره يم په هغه څه کې نه څه زياتوم چې الله يې د رسولو امر راته کړی دی او نه څه ترې کموم.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ
نو له الله د هغه د امرونو په منلو او له نواهيوو په ځان ساتلو سره ووېرېږئ، او په هغه څه کې زما پيروي وکړئ چې امر يې درته کوم او په هغه څه کې چې ترې منع کوم مو.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَمَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ ۚ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلٰی رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ
او زه له تاسو پر هغه څه بدله نه غواړم چې د خپل پالونکي لخوا يې درته رسوم، زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده، نه پر بل چا.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
اَتُتْرَكُوْنَ فِیْ مَا هٰهُنَاۤ اٰمِنِیْنَ ۟ۙ
آيا تاسو هيله لرئ چې تاسو به په هغو ښېګڼو او نعمتونو کې همداسې ډاډه پرېښودل شئ چې نه به وېرېږئ؟!.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
فِیْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۙ
په باغونو او روانو چينو کې.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَّزُرُوْعٍ وَّنَخْلٍ طَلْعُهَا هَضِیْمٌ ۟ۚ
په داسې کښتونو او خرماوو کې چې مېوې يې نرمې او پخې دي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَتَنْحِتُوْنَ مِنَ الْجِبَالِ بُیُوْتًا فٰرِهِیْنَ ۟ۚ
او غرونه پرې کوئ، تر څو کورونه پکې جوړ کړئ چې پکې اوسېږئ او تاسو يې په توږلو کې مهارت لرئ.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ
نو له الله څخه د هغه د امرونو په منلو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ووېرېږئ، زما پیروي وکړئ په هغه څه کې چې امر يې درته کوم او په هغه څه کې چې ترې منع کوم مو.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَلَا تُطِیْعُوْۤا اَمْرَ الْمُسْرِفِیْنَ ۟ۙ
او د ګناهونو په تر سره کولو سره پر خپلو ځانونو له بريده اوښتونکو خلکو امر ته غاړه مه ږدئ.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
الَّذِیْنَ یُفْسِدُوْنَ فِی الْاَرْضِ وَلَا یُصْلِحُوْنَ ۟
هغه کسان چې په ځمکه کې وران کاري کوي د ګناهونو په خپرولو، او د الله په پیروۍ د ځانونو سمون نه کوي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
قَالُوْۤا اِنَّمَاۤ اَنْتَ مِنَ الْمُسَحَّرِیْنَ ۟ۚ
قوم يې ورته وويل: پرته له شکه ته يو له هغه چا يې چې څو څو ځلې کوډې پرې شوې دي، تر دې چې پر عقلونو يې غالبه شوې او له منځه يې ویوړ.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
مَاۤ اَنْتَ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا ۖۚ— فَاْتِ بِاٰیَةٍ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟
ته هم يوازې زموږ غوندې انسان يې؛ نو تا لره پر موږ کوم غوراوی نشته تردې چې ته رسول وې؛ نو يوه داسې نښانه راوړه چې پردې خبره دلالت کوي چې ته رسول يې، که چېرې ته په هغه دعوا کې رېښتينی وې چې کوې يې چې ته رسول يې.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
قَالَ هٰذِهٖ نَاقَةٌ لَّهَا شِرْبٌ وَّلَكُمْ شِرْبُ یَوْمٍ مَّعْلُوْمٍ ۟ۚ
هغوی ته صالح -په داسې حال کې چې الله هغه ته نښانه ورکړې وه، چې هغه يوه اوښه وه، الله له لويې ډبرې را اېستلې وه -وويل: دغه اوښه ده چې ليدل کيږي او لمس کيږي، هغې لره د اوبو خپله برخه ده او تاسو لره ټاکلې برخه ده، ستاسو په برخه کې هغه اوبه نه څښي او تاسو په هغه ورځ اوبه نه څښئ چې د هغې برخه ده.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَلَا تَمَسُّوْهَا بِسُوْٓءٍ فَیَاْخُذَكُمْ عَذَابُ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟
هغې ته کوم د زخمي کولو او وهلو زيان مه رسوئ، چې د هغه له امله به د الله عذاب درته ورسيږي چې په لويه ورځ به مو تباه کړي، ځکه چې په هغې ورځ کې پرتاسو کړاو را ښکته کېدونکی دی.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
فَعَقَرُوْهَا فَاَصْبَحُوْا نٰدِمِیْنَ ۟ۙ
نو پر وژلو يې په يوه خوله شول؛ چې تر ټولو بد بخته يې هغه ووژله، بيا هغوی پر هغه څه پښېمانه شول، کله چې پر ځانونو د خامخا راښکته کېدونکي عذاب په اړه پوه شول، خو دغه پښېمانۍ د عذاب د ليدو پر مهال هغوی ته کومه ګټه نه رسوله.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
فَاَخَذَهُمُ الْعَذَابُ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟
نو هغې سزا ونيول چې له هغوی سره يې ژمنه شوې وه، چې هغه ځمکه ښورېدنه او چېغه وه، پرته له شکه د صالح او د هغه د قوم په ياده شوې کيسه کې د پند اخېستونکو لپاره پند دی، خو د هغوی ډېری ايمان راوړونکي نه دي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠
او پرته له شکه ای رسوله! ستا پالونکی برلاسی دی چې له خپلو دښمنانو يې غچ اخلي، پر هغه چا مهربانه دی چې له بندګانو يې څوک توبه وباسي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
ಈ ಪುಟದಲ್ಲಿರುವ ಶ್ಲೋಕಗಳ ಉಪಯೋಗಗಳು:
• توالي النعم مع الكفر استدراج للهلاك.
له کفر سره د نعمتونو پرله پسې والی د تباهۍ لپاره استدراج دی.

• التذكير بالنعم يُرتجى منه الإيمان والعودة إلى الله من العبد.
د نعمتونو يادونه د ايمان راوړلو هيله پيدا کوي او بنده د الله لوري ته راګرځوي.

• المعاصي هي سبب الفساد في الأرض.
ګناهونه په زمکه کې د ورانکارۍ لامل دي.

 
ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಅಶ್ಶುಅರಾಅ್
ಅಧ್ಯಾಯಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ ಪುಟ ಸಂಖ್ಯೆ
 
ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಅಲ್-ಮುಖ್ತಸರ್ ಫಿ ತಫ್ಸೀರಿಲ್ ಕುರ್‌ಆನಿಲ್ ಕರೀಮ್ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ

ಪ್ರಕಾಶನ - ಕುರ್‌ಆನ್ ತಫ್ಸೀರ್ ಸ್ಟಡಿ ಸೆಂಟರ್

ಮುಚ್ಚಿ