Check out the new design

ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ರುವ್ವಾದ್ ಭಾಷಾಂತರ ಕೇಂದ್ರ * - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಅರ್‍ರಅ್ ದ್   ಶ್ಲೋಕ:
مَثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِیْ وُعِدَ الْمُتَّقُوْنَ ؕ— تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ ؕ— اُكُلُهَا دَآىِٕمٌ وَّظِلُّهَا ؕ— تِلْكَ عُقْبَی الَّذِیْنَ اتَّقَوْا ۖۗ— وَّعُقْبَی الْكٰفِرِیْنَ النَّارُ ۟
د هغه جنت مثال چې له پرهیزګارانو سره يې ژمنه شوې، (داسې دی) چې ويالې به يې ترې لاندې بهيږي، مېوې به يې هم همېشنۍ وي او سيورى يې هم، همدا د هغو كسانو انجام دى چې تقوى يې كړې خو د كافرانو انجام اور دى.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَالَّذِیْنَ اٰتَیْنٰهُمُ الْكِتٰبَ یَفْرَحُوْنَ بِمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ وَمِنَ الْاَحْزَابِ مَنْ یُّنْكِرُ بَعْضَهٗ ؕ— قُلْ اِنَّمَاۤ اُمِرْتُ اَنْ اَعْبُدَ اللّٰهَ وَلَاۤ اُشْرِكَ بِهٖ ؕ— اِلَیْهِ اَدْعُوْا وَاِلَیْهِ مَاٰبِ ۟
او هغوى ته مو چې كتاب وركړى په هغه څه خوښيږي چې تا ته نازل شوي او بېلا بېلو ډلو كې داسې كسان شته چې ځينې (احكام) يې نه مني. ورته ووايه: زه خو ايله په دې ګومارل شوى يم چې يوازى د الله عبادت وکړم او شريك ورسره ونه نيسم، د هغه لور ته بلنه كوم او د هماغه لور ته مې ورستنېدل دي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَكَذٰلِكَ اَنْزَلْنٰهُ حُكْمًا عَرَبِیًّا ؕ— وَلَىِٕنِ اتَّبَعْتَ اَهْوَآءَهُمْ بَعْدَ مَا جَآءَكَ مِنَ الْعِلْمِ ۙ— مَا لَكَ مِنَ اللّٰهِ مِنْ وَّلِیٍّ وَّلَا وَاقٍ ۟۠
او همدغه شان پر تا مو هم دغه عربي فرمان نازل كړى او كه وروسته له هغه چې تا ته له دې پوهنې هم څه راغلي دي، بيا هم د هغوې په هوسونو پسې لاړ شې نو بيا به تا لره نه له الله نه څوك (بچ كوونكى) ملګرى وي او نه كوم ساتونكى.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا رُسُلًا مِّنْ قَبْلِكَ وَجَعَلْنَا لَهُمْ اَزْوَاجًا وَّذُرِّیَّةً ؕ— وَمَا كَانَ لِرَسُوْلٍ اَنْ یَّاْتِیَ بِاٰیَةٍ اِلَّا بِاِذْنِ اللّٰهِ ؕ— لِكُلِّ اَجَلٍ كِتَابٌ ۟
او له تا څخه مخكى مو هم پېغمبران لېږلي وو او هغوى ته مو هم مېرمنې او اولادې وركړې وې، او هيڅ كوم رسول ته هم دا واك نه و چې د الله له حكمه پرته يې كومه نښه راوړې واى د هر وخت لپاره يو كتاب (يا يو حكم) دى.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
یَمْحُوا اللّٰهُ مَا یَشَآءُ وَیُثْبِتُ ۖۚ— وَعِنْدَهٗۤ اُمُّ الْكِتٰبِ ۟
الله چې څه غواړي هغه له منځه وړي او څه ثابت پاتې كوي او هماغه سره د كتاب اصل دى.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَاِنْ مَّا نُرِیَنَّكَ بَعْضَ الَّذِیْ نَعِدُهُمْ اَوْ نَتَوَفَّیَنَّكَ فَاِنَّمَا عَلَیْكَ الْبَلٰغُ وَعَلَیْنَا الْحِسَابُ ۟
او كه څه نا څه هغه عذاب چې دوى سره يې ژمنه كوو ستا په ژوندانه دروښايو او يا دې (ترې مخكې) وفات كړو نو پر تا خو يې تبليغ او پر موږ حساب كول دي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
اَوَلَمْ یَرَوْا اَنَّا نَاْتِی الْاَرْضَ نَنْقُصُهَا مِنْ اَطْرَافِهَا ؕ— وَاللّٰهُ یَحْكُمُ لَا مُعَقِّبَ لِحُكْمِهٖ ؕ— وَهُوَ سَرِیْعُ الْحِسَابِ ۟
آیا نه ګوري چې موږ دغې سيمې ته ورځو او له څنډو يې وركموو؟ او الله حکم كوي، هيڅوك يې د حكم بېرته ګرځوونكى نشته او هماغه زر حساب كونكى دى.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَقَدْ مَكَرَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَلِلّٰهِ الْمَكْرُ جَمِیْعًا ؕ— یَعْلَمُ مَا تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ ؕ— وَسَیَعْلَمُ الْكُفّٰرُ لِمَنْ عُقْبَی الدَّارِ ۟
او له دوى مخكې چې څوك وو هغوى هم فريبونه چلولي دي خو (په اصل كې) ټول تدبير الله لره دى، هغه ته معلومه ده چې هر څوك څه ترلاسه كوي او دغه منكران به زر وپوهيږي چې د آخرت ښه انجام به د چا وي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
 
ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಅರ್‍ರಅ್ ದ್
ಅಧ್ಯಾಯಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ ಪುಟ ಸಂಖ್ಯೆ
 
ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ರುವ್ವಾದ್ ಭಾಷಾಂತರ ಕೇಂದ್ರ - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ

ರಬ್ವಾಹ್ನಲ್ಲಿರುವ ದಾವಾ ಸಂಸ್ಥೆ ಮತ್ತು ಭಾಷೆಗಳಲ್ಲಿ ಇಸ್ಲಾಮಿಕ್ ವಿಷಯವನ್ನು ಸೇವಿಸುವ ಸಂಸ್ಥೆಯ ಸಹಕಾರದೊಂದಿಗೆ ರುವ್ವಾದ್ ಅನುವಾದ ಕೇಂದ್ರದ ತಂಡದಿಂದ ಅನುವಾದಿಸಲಾಗಿದೆ.

ಮುಚ್ಚಿ