Check out the new design

ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ರುವ್ವಾದ್ ಭಾಷಾಂತರ ಕೇಂದ್ರ * - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಅಲ್ -ಕಮರ್   ಶ್ಲೋಕ:
وَنَبِّئْهُمْ اَنَّ الْمَآءَ قِسْمَةٌ بَیْنَهُمْ ۚ— كُلُّ شِرْبٍ مُّحْتَضَرٌ ۟
او خبر يې كړه چې دا اوبه يې ترمنځه وېشل شوې دي، هر وار څښلو ته به (خپل خاوند) حاضرېدونكى وي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
فَنَادَوْا صَاحِبَهُمْ فَتَعَاطٰی فَعَقَرَ ۟
خو هغوى خپل ملګري ته نارې كړې نو را ويې نيوله او پښې يې ترې غوڅې كړې.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
فَكَیْفَ كَانَ عَذَابِیْ وَنُذُرِ ۟
نو زما عذاب او وېرول څنګه وو؟
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
اِنَّاۤ اَرْسَلْنَا عَلَیْهِمْ صَیْحَةً وَّاحِدَةً فَكَانُوْا كَهَشِیْمِ الْمُحْتَظِرِ ۟
بېشكه موږ پر هغوى يوه چيغه راولېږله نو داسې شول لكه د غوجل مات رامات واښه.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَلَقَدْ یَسَّرْنَا الْقُرْاٰنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُّدَّكِرٍ ۟
او بېشكه قرآن مو د پوهېدو لپاره آسان كړى دى نو آيا څوك عبرت اخيستونكى شته؟
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
كَذَّبَتْ قَوْمُ لُوْطٍۭ بِالنُّذُرِ ۟
د لوط قوم وېروونكي درواغجن وګڼل.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
اِنَّاۤ اَرْسَلْنَا عَلَیْهِمْ حَاصِبًا اِلَّاۤ اٰلَ لُوْطٍ ؕ— نَجَّیْنٰهُمْ بِسَحَرٍ ۟ۙ
موږ پر هغوى كاڼي وروونكى باد ور ولېږلو، (مګر) پرته د لوط له كورنۍ چې سباوون مهال مو وژغورله.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
نِّعْمَةً مِّنْ عِنْدِنَا ؕ— كَذٰلِكَ نَجْزِیْ مَنْ شَكَرَ ۟
زموږ له خوا د لورينې په توګه. څوك چې شكر باسي موږ همداسې بدله وركوو.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَلَقَدْ اَنْذَرَهُمْ بَطْشَتَنَا فَتَمَارَوْا بِالنُّذُرِ ۟
او پرته له شکه هغوی يې زموږ له نيولو وېرولي وو خو هغوى په وېروونكو شک وکړ.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَلَقَدْ رَاوَدُوْهُ عَنْ ضَیْفِهٖ فَطَمَسْنَاۤ اَعْیُنَهُمْ فَذُوْقُوْا عَذَابِیْ وَنُذُرِ ۟
او له هغه يې د مېلمنو د ورسپارلو غوښتنه وکړه خو موږ يې سترګې ړندې كړې نو (اوس) زما د عذاب او وېرولو خوند وڅكئ.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَلَقَدْ صَبَّحَهُمْ بُكْرَةً عَذَابٌ مُّسْتَقِرٌّ ۟ۚ
او په رېښتيا چې سهار وختي پر هغوى يو پاتېدونكى عذاب راغلو او تباه يې كړل.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
فَذُوْقُوْا عَذَابِیْ وَنُذُرِ ۟
نو زما د عذاب او وېرولو خوند وڅكئ.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَلَقَدْ یَسَّرْنَا الْقُرْاٰنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُّدَّكِرٍ ۟۠
او په رېښتيا موږ قرآن د نصيحت لپاره آسانه كړى دى نو آيا څوك درس اخيستونكى شته؟
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَلَقَدْ جَآءَ اٰلَ فِرْعَوْنَ النُّذُرُ ۟ۚ
او بېشكه فرعونيانو ته وېروونكي ورغلي وو.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا كُلِّهَا فَاَخَذْنٰهُمْ اَخْذَ عَزِیْزٍ مُّقْتَدِرٍ ۟
هغوى زموږ ګردې نښانې درواغ وګڼلې نو بيا مو د برلاسي قادر (الله) په نيولو سره راګير كړل.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
اَكُفَّارُكُمْ خَیْرٌ مِّنْ اُولٰٓىِٕكُمْ اَمْ لَكُمْ بَرَآءَةٌ فِی الزُّبُرِ ۟ۚ
آيا ستاسو كافران تر هغوى غوره دي يا تاسو ته په پخوانيو كتابونو كې څه خلاصون راغلى دى؟
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
اَمْ یَقُوْلُوْنَ نَحْنُ جَمِیْعٌ مُّنْتَصِرٌ ۟
(او) كه هغوى وايي چې موږ يو بل سره مرستيال غچ اخېستونكى ټولى يو؟
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
سَیُهْزَمُ الْجَمْعُ وَیُوَلُّوْنَ الدُّبُرَ ۟
دا ټولى به زر ماتې وخوري او شاوې به واړوي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
بَلِ السَّاعَةُ مَوْعِدُهُمْ وَالسَّاعَةُ اَدْهٰی وَاَمَرُّ ۟
په اصل كې قيامت د هغوى د ژمنې ټاكلى وخت دى او قيامت ډېر سخت او تريخ دى.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
اِنَّ الْمُجْرِمِیْنَ فِیْ ضَلٰلٍ وَّسُعُرٍ ۟ۘ
بېشکه دا مجرمان په بې لارۍ او ليونتوب (يا بل اور) كې دي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
یَوْمَ یُسْحَبُوْنَ فِی النَّارِ عَلٰی وُجُوْهِهِمْ ؕ— ذُوْقُوْا مَسَّ سَقَرَ ۟
هغه ورځ چې هغوى پړمخ په اور كې كشول كيږي چې (اوس) د دوزخ اور د رسېدلو مزه وڅكئ.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
اِنَّا كُلَّ شَیْءٍ خَلَقْنٰهُ بِقَدَرٍ ۟
بېشكه موږ هر شى په يوه ټاكلې اندازه پيدا كړي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
 
ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಅಲ್ -ಕಮರ್
ಅಧ್ಯಾಯಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ ಪುಟ ಸಂಖ್ಯೆ
 
ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ರುವ್ವಾದ್ ಭಾಷಾಂತರ ಕೇಂದ್ರ - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ

ರಬ್ವಾಹ್ನಲ್ಲಿರುವ ದಾವಾ ಸಂಸ್ಥೆ ಮತ್ತು ಭಾಷೆಗಳಲ್ಲಿ ಇಸ್ಲಾಮಿಕ್ ವಿಷಯವನ್ನು ಸೇವಿಸುವ ಸಂಸ್ಥೆಯ ಸಹಕಾರದೊಂದಿಗೆ ರುವ್ವಾದ್ ಅನುವಾದ ಕೇಂದ್ರದ ತಂಡದಿಂದ ಅನುವಾದಿಸಲಾಗಿದೆ.

ಮುಚ್ಚಿ