Check out the new design

ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ರುವ್ವಾದ್ ಭಾಷಾಂತರ ಕೇಂದ್ರ * - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಅಲ್- ಅಅ್ ರಾಫ್   ಶ್ಲೋಕ:
وَاِذْ نَتَقْنَا الْجَبَلَ فَوْقَهُمْ كَاَنَّهٗ ظُلَّةٌ وَّظَنُّوْۤا اَنَّهٗ وَاقِعٌ بِهِمْ ۚ— خُذُوْا مَاۤ اٰتَیْنٰكُمْ بِقُوَّةٍ وَّاذْكُرُوْا مَا فِیْهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُوْنَ ۟۠
او كله چې پر دوى مو غر داسې راپورته كړ لكه چې هغه چترۍ وي او ګومان يې كولو چې هغه ورباندې راپرېوتونكى دى، څه مو چې دركړي هغه ټينګ ونيسئ او څه چې پكې (ليكلي) دي هغه ياد كړئ ښايي ځانونه وساتئ.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَاِذْ اَخَذَ رَبُّكَ مِنْ بَنِیْۤ اٰدَمَ مِنْ ظُهُوْرِهِمْ ذُرِّیَّتَهُمْ وَاَشْهَدَهُمْ عَلٰۤی اَنْفُسِهِمْ ۚ— اَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ ؕ— قَالُوْا بَلٰی ۛۚ— شَهِدْنَا ۛۚ— اَنْ تَقُوْلُوْا یَوْمَ الْقِیٰمَةِ اِنَّا كُنَّا عَنْ هٰذَا غٰفِلِیْنَ ۟ۙ
او كله چې ستا رب د بنيادمانو له شاګانو د هغوى ځوځات (اولاده) راووېستله او هغوى يې پر خپلو ځانو شاهدان ګرځولي وو (او پوښتلي يې وو) آيا ستاسو رب نه يم؟ هغوى وويل: هو! رب مو يې، موږ شاهدي وايو، (د دى لپاره) چې بيا د قيامت په ورځ ونه واياست چې موږ خو له دې ناخبره وو.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
اَوْ تَقُوْلُوْۤا اِنَّمَاۤ اَشْرَكَ اٰبَآؤُنَا مِنْ قَبْلُ وَكُنَّا ذُرِّیَّةً مِّنْ بَعْدِهِمْ ۚ— اَفَتُهْلِكُنَا بِمَا فَعَلَ الْمُبْطِلُوْنَ ۟
يا دا ونه واياست چې شرك خو زموږ پلرونو مخكې (پيل) كړى وو او موږ يې ځوځات (اولاد) و له هغوى وروسته، آيا نو په هغه كار مو هلاكوې چې باطله عمل كوونكو كړى و.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَكَذٰلِكَ نُفَصِّلُ الْاٰیٰتِ وَلَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟
او همدغه شان په تفصيل سره آيتونه بيانوو، او ښايي چې هغوى راوګرځي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَاتْلُ عَلَیْهِمْ نَبَاَ الَّذِیْۤ اٰتَیْنٰهُ اٰیٰتِنَا فَانْسَلَخَ مِنْهَا فَاَتْبَعَهُ الشَّیْطٰنُ فَكَانَ مِنَ الْغٰوِیْنَ ۟
او پر دوى د هغه چا حال ولوله چې موږ خپل آيتونه وركړي وو خو هغه ترى ووتو، نو شيطان ورپسې شو نو هغه له لار وركو شو.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
وَلَوْ شِئْنَا لَرَفَعْنٰهُ بِهَا وَلٰكِنَّهٗۤ اَخْلَدَ اِلَی الْاَرْضِ وَاتَّبَعَ هَوٰىهُ ۚ— فَمَثَلُهٗ كَمَثَلِ الْكَلْبِ ۚ— اِنْ تَحْمِلْ عَلَیْهِ یَلْهَثْ اَوْ تَتْرُكْهُ یَلْهَثْ ؕ— ذٰلِكَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا ۚ— فَاقْصُصِ الْقَصَصَ لَعَلَّهُمْ یَتَفَكَّرُوْنَ ۟
او كه موږ غوښتي واى نو په دې به مو لوړتيا وركړې وه خو هغه د ځمكې لور ته سركوزى (ورښکته) شو او په هوس پسې شو نو مثال يې د سپي غوندې شو چې كه حمله ورباندې كوې هم ژبه را باسي او كه پرېږدې يې هم ژبه را باسي، دا د هغو خلكو مثال دى چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي نو ته دا كيسې ورته بيان كړه ښايي دوى څه فكر وكړي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
سَآءَ مَثَلَا ١لْقَوْمُ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا وَاَنْفُسَهُمْ كَانُوْا یَظْلِمُوْنَ ۟
د هغو خلكو ناوړه مثال دى چې زموږ آيتونه يې دروغ وګڼل او په خپلو ځانو يې ظلم كولو.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
مَنْ یَّهْدِ اللّٰهُ فَهُوَ الْمُهْتَدِیْ ۚ— وَمَنْ یُّضْلِلْ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ ۟
چاته چې الله هدايت وكړي نو يوازې هماغه سمه لارموندونكى دى، او هغه چې الله يې بې لارې كړي نو همدوى تاوانيان دي.
ಅರಬ್ಬಿ ವ್ಯಾಖ್ಯಾನಗಳು:
 
ಅರ್ಥಗಳ ಅನುವಾದ ಅಧ್ಯಾಯ: ಅಲ್- ಅಅ್ ರಾಫ್
ಅಧ್ಯಾಯಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ ಪುಟ ಸಂಖ್ಯೆ
 
ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ರುವ್ವಾದ್ ಭಾಷಾಂತರ ಕೇಂದ್ರ - ಅನುವಾದಗಳ ವಿಷಯಸೂಚಿ

ರಬ್ವಾಹ್ನಲ್ಲಿರುವ ದಾವಾ ಸಂಸ್ಥೆ ಮತ್ತು ಭಾಷೆಗಳಲ್ಲಿ ಇಸ್ಲಾಮಿಕ್ ವಿಷಯವನ್ನು ಸೇವಿಸುವ ಸಂಸ್ಥೆಯ ಸಹಕಾರದೊಂದಿಗೆ ರುವ್ವಾದ್ ಅನುವಾದ ಕೇಂದ್ರದ ತಂಡದಿಂದ ಅನುವಾದಿಸಲಾಗಿದೆ.

ಮುಚ್ಚಿ