وه‌رگێڕانی ماناكانی قورئانی پیرۆز - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - پێڕستی وه‌رگێڕاوه‌كان


وه‌رگێڕانی ماناكان سوره‌تی: سورەتی الحجر   ئایه‌تی:

الحجر

لە مەبەستەکانی سورەتەکە:
توعد المستهزئين بالقرآن، والوعد بحفظه تأييدًا للنبي وتثبيتًا له.
پر قرآن د ملنډو وهونکو لپاره ګوت څنډنه او د هغه ساتنه، د نبي د تاييد او ثابت قدمۍ لپاره.

الٓرٰ ۫— تِلْكَ اٰیٰتُ الْكِتٰبِ وَقُرْاٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟
(الر) د دې په شان حروفو باندې خبرې د سورت بقرې په اول کې تیرې شوي. دا د لوي شان ایتونه دلالت کوونکي دي په دې خبره چې دا د الله تعالی له لورې نازل شوي دي، دا د قرآن کریم ایتونه دي چې بیانوونکي دي د الله تعالی یووالي او د هغه شریعت لره.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
رُبَمَا یَوَدُّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَوْ كَانُوْا مُسْلِمِیْنَ ۟
خامخا به کافران هېله کوي د قیامت په ورځ چې کاشکې دوی مسلمانان وی کله چې دوی ته خبره ښکاره شي، او ښکاره شي دوی ته بطلان د هغه کفر چې دوی په کې وو په دنیا کې.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
ذَرْهُمْ یَاْكُلُوْا وَیَتَمَتَّعُوْا وَیُلْهِهِمُ الْاَمَلُ فَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ ۟
پریږده -ای پیغمبره- دا دروغجنان خلک چې خوراک وکړي لکه څرنګه چې چارپایان خوراک کوي، او مزې واخلي په خوندونو د دې ختمیدونکی دنیا، او مشغول کړي دوی لره اوږدو امیدونو د ایمان راوړلو او نیکو کارونو کولو ، نو زر دی چې دوی به پوهه شي چې دوی په کوم تاوان کې دي کله چې دوی الله تعالی ته پیش کړی شي د قیامت په ورځ.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
وَمَاۤ اَهْلَكْنَا مِنْ قَرْیَةٍ اِلَّا وَلَهَا كِتَابٌ مَّعْلُوْمٌ ۟
او مونږ نه دی رالیږلی هلاکت په هیڅ یو کلي باندې د ظالمانو د کلیو نه مګر د هغوی لپاره مقرره نیټه وه د الله تعالی په علم کې، چې د هغې څخه نه مخکې کیدلی شو او نه وروسته کیدلی.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
مَا تَسْبِقُ مِنْ اُمَّةٍ اَجَلَهَا وَمَا یَسْتَاْخِرُوْنَ ۟
نه راځي هیڅ یو امت ته د امتونو نه هلاکت د هغوی مخکې د هغوی د نیټې د راتللو نه، او نه د هغوی نه هلاکت وروستو کیدلی شي کله چې د هغوی د هلاکت نیټه راشي، نو ظالمان باید دوی ته د الله تعالی په مهلت ورکولو دوکه نشي.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
وَقَالُوْا یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْ نُزِّلَ عَلَیْهِ الذِّكْرُ اِنَّكَ لَمَجْنُوْنٌ ۟ؕ
او د مکې له کافرانو نه به پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته وییل: ای هغه سړیه چې نازل کړی شوی په هغه باندې قرآن -لکه څرنګه چې دا دعوه کوي- بیشکه ته ستا په دې دعوې کولو سره خامخا لیونی ئې او د لیونو په شان کارونه کوې.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
لَوْ مَا تَاْتِیْنَا بِالْمَلٰٓىِٕكَةِ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟
که ته له رېښتينو يې، نو ولې له پرېښتو سره موږ ته رانغلې چې ګواهي ورکړي چې ته را لېږل شوی نبي يې او پر موږ عذاب راتلونکی دی؟
تەفسیرە عەرەبیەکان:
مَا نُنَزِّلُ الْمَلٰٓىِٕكَةَ اِلَّا بِالْحَقِّ وَمَا كَانُوْۤا اِذًا مُّنْظَرِیْنَ ۟
الله تعالی دوی ته په جواب کې وویل کله چې دوی د ملایکو د راتللو غوښتنه کړی وه: مونږ نه رالیږو ملایکې مګر د حکمت د تقاضا په اساس کله چې په عذاب سره ستاسو د هلاکولو وخت راشي، -او کله چې مونږ ملایکې راولیږو او دوی ایمان رانه وړي- نو دوی ته به په دغه وخت کې مهلت ورنه کول شي، بلکې دوی ته به په تلوار سره عذاب راشي.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
اِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَاِنَّا لَهٗ لَحٰفِظُوْنَ ۟
بیشکه مونږ هغو څوک یو چې دا قرآن کریم مو د محمد صلی الله علیه وسلم په زړه باندې رالیږلی لپاره د پند ورکولو خلکو ته، او بیشکه مونږ خامخا د قرآن کریم لپاره ساتونکي یو د زیاتي او کمي کولو نه او د تبدیل او تحریف نه.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ فِیْ شِیَعِ الْاَوَّلِیْنَ ۟
او بیشکه مونږ لیږلي ستا نه مخکې پیغمبران -ای پیغمبره- په ډلو د کافرانو پخوانیو کې نو هغوی د پیغمبرانو تکذیب وکړ، نو ته نه ئې ای پیغمبره نوی (نااشنا) د پیغمبرانو څخه چې ستا امت دې تا دروغجن وګڼي.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
وَمَا یَاْتِیْهِمْ مِّنْ رَّسُوْلٍ اِلَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟
او نه به راته پخوانیو ډلو د کافرانو ته هیڅ پیغمبر مګر هغوی به دروغجن ګڼلو او په هغه پسې به یې مسخرې کولې.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
كَذٰلِكَ نَسْلُكُهٗ فِیْ قُلُوْبِ الْمُجْرِمِیْنَ ۟ۙ
او لکه څرنګه چې مونږ دا دروغجن ګڼل د پخوانیو امتونو په زړونو کې ننباسلي و همدارنګه يې مونږ د مکې د مشرکینو په زړونو کې هم ننباسو، د دوی د مخ اړولو او ضد له وجې نه.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
لَا یُؤْمِنُوْنَ بِهٖ وَقَدْ خَلَتْ سُنَّةُ الْاَوَّلِیْنَ ۟
دوی ایمان نه راوړي په دې قرآن کریم کوم چې رانازل شوی په محمد صلی الله علیه وسلم باندې، او بیشکه مخکې تیره شوې طریقه د الله تعالی په هلاکولو د دروغو نسبت کوونکو هغه دین ته چې د هغوی پیغمبرانو هغوی ته راوړی و، نو دا دروغجن ګڼوونکي دې عبرت واخلي.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
وَلَوْ فَتَحْنَا عَلَیْهِمْ بَابًا مِّنَ السَّمَآءِ فَظَلُّوْا فِیْهِ یَعْرُجُوْنَ ۟ۙ
او دا دروغجن ګڼوونکي او ضد کوونکي اګر که دوی ته حق ښکاره هم شي په ښکاره دلیلونو سره، او که چیرته مونږ دوی ته د اسمان نه دروازه پرانیزو او دوی په دې کې ټوله ورځ بره هم خیژي.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
لَقَالُوْۤا اِنَّمَا سُكِّرَتْ اَبْصَارُنَا بَلْ نَحْنُ قَوْمٌ مَّسْحُوْرُوْنَ ۟۠
نو دوی به دا ونه مني، او خامخا به ووائې: بیشکه بندې کړی شوي سترګي زمونږ د لیدلو نه، بلکې مونږ چې څه وینو دا د جادو په اثر وینو، نو بیشکه په مونږ جادو شوی.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
سوودەکانی ئایەتەکان لەم پەڕەیەدا:
• القرآن الكريم جامع بين صفة الكمال في كل شيء، والوضوح والبيان.
قرآن کریم جمع کوونکی دی د کمال صفتونو لره په هر شي کې، او وضاحت او بیان کې.

• يهتم الكفار عادة بالماديات، فتراهم مُنْغَمِسين في الشهوات والأهواء، مغترين بالأماني الزائفة، منشغلين بالدنيا عن الآخرة.
عادتا او غالبا کافران په مادیاتو باندې اهتمام کوي، نو ته به هغوی لره وینې چې په شهواتو او خواهشاتو کې به ډوب وي، په ختمیدونکو امیدونو باندې دوکه شوي، په دنیا باندې د اخرت څخه مشغول وي.

• هلاك الأمم مُقَدَّر بتاريخ معين، ومقرر في أجل محدد، لا تأخير فيه ولا تقديم، وإن الله لا يَعْجَلُ لعجلة أحد.
د امتونو هلاکت په معلومې نیټې باندې ټاکل شوی، او په ټاکل شوي وخت کې مقرر شوی، چې نه پکې وروستوالی راځي او نه مخکې والی، او الله تعالی د چا د بیړي له امله تلوار نه کوي.

• تكفل الله تعالى بحفظ القرآن الكريم من التغيير والتبديل، والزيادة والنقص، إلى يوم القيامة.
الله تعالی د تغییر او تبدیل او د زیاتي او کمې نه د قرآن کریم د ساتلو ذمه واري د قیامت د ورځې پورې اخیستلې.

وَلَقَدْ جَعَلْنَا فِی السَّمَآءِ بُرُوْجًا وَّزَیَّنّٰهَا لِلنّٰظِرِیْنَ ۟ۙ
او بیشکه مونږ جوړ کړي په اسمان کې غټ غټ ستوري چې خلک پرې لار معلومه وي په خپلو سفرونو کې په تیارو د وچې او دریاب کې، او مونږ ښایسته کړی دغه اسمان، چا چې ورته کتلي او لیدلی یې دی؛ د دې لپاره چې د الله تعالی په قدرت باندې پرې دلیل ونیسي.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
وَحَفِظْنٰهَا مِنْ كُلِّ شَیْطٰنٍ رَّجِیْمٍ ۟ۙ
او مونږ ساتلی اسمان د هر شیطان نه چې شړل شوی د الله تعالی له رحمت څخه.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
اِلَّا مَنِ اسْتَرَقَ السَّمْعَ فَاَتْبَعَهٗ شِهَابٌ مُّبِیْنٌ ۟
مګر هغه شیطان چې غوږ کیږدي مجلس د نږدې ملاېکو ته په پټه سره نو په دې پسې غټه شغله د اور ونخلي، نو وئې سوځوي.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
وَالْاَرْضَ مَدَدْنٰهَا وَاَلْقَیْنَا فِیْهَا رَوَاسِیَ وَاَنْۢبَتْنَا فِیْهَا مِنْ كُلِّ شَیْءٍ مَّوْزُوْنٍ ۟
او ځمکه غځولې مونږ د دې لپاره چې خلک پرې ژوند وکړي، او مونږ پدې کې مضبوط غرونه جوړکړي د دې لپاره چې په خلکو باندې ونه خوځي، او رازرغون کړي مونږ په دې کې د هر قسم بوټو نه کوم چې لیکل شوي په اندازې سره د حکمت د تقاضا په اساس.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
وَجَعَلْنَا لَكُمْ فِیْهَا مَعَایِشَ وَمَنْ لَّسْتُمْ لَهٗ بِرٰزِقِیْنَ ۟
او مونږ پیداکړي تاسو لره -ای خلکو- په ځمکه کې ستاسو د زندګۍ اسباب د خوراک او څښاک څخه تر څو چې تاسو په ځمکه کې یاستئ، او همدارنګه ستاسو نه بغیر هغه چا له مو هم اسباب د زندګۍ پیداکړي چې تاسو ورته روزي نه ورکوئ د خلکو او حیواناتو څخه.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
وَاِنْ مِّنْ شَیْءٍ اِلَّا عِنْدَنَا خَزَآىِٕنُهٗ ؗ— وَمَا نُنَزِّلُهٗۤ اِلَّا بِقَدَرٍ مَّعْلُوْمٍ ۟
او نشته هیڅ یو شي چې خلک او چارپایان پرې فایده اخلي مګر مونږ د هغه په پیداکولو او خلکو ته په فایده ورکولو قدرت لرو، او نه پیداکوو مونږ هغه چې پیداکوو یې د دې نه مګر په معلومې اندازې سره زمونږ د حکمت او ارادې په اساس.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
وَاَرْسَلْنَا الرِّیٰحَ لَوَاقِحَ فَاَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَاَسْقَیْنٰكُمُوْهُ ۚ— وَمَاۤ اَنْتُمْ لَهٗ بِخٰزِنِیْنَ ۟
او مونږ رالیږلي بادونه چې درنوي (بلاربوي) ورېځو لره، نو مونږ د دغو درنو (بلاربو) شو ورېځو څخه باران راوروو، نو څکوو مونږ تاسو ته د باران د اوبو نه، او نه یاست تاسې -ای خلکو- جمع کوونکي دې اوبو لره په ځمکه کې چې چینې او کوهیان ترې جوړکړئ، او بیشکه الله تعالی هغه ذات دی چې په دې کې اوبه راجمع کوي.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
وَاِنَّا لَنَحْنُ نُحْیٖ وَنُمِیْتُ وَنَحْنُ الْوٰرِثُوْنَ ۟
او بیشکه مونږ راژوندې کوو مړو لره د دوی په پيدا کولو سره د هیڅ نه او په دوباره راژوندې کولو سره وروسته د مرګ نه، او مړه کوو ژوندویو لره کله چې د دوی نیټې پوره شي، او یوازې مونږ پاتي کیدونکي یو چې زمکه او هغه څه چې په دې باندې دي مونږ ته پاتې کیږي.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
وَلَقَدْ عَلِمْنَا الْمُسْتَقْدِمِیْنَ مِنْكُمْ وَلَقَدْ عَلِمْنَا الْمُسْتَاْخِرِیْنَ ۟
او بیشکه مونږ پوه یو په هغه چا چې مخکې شوي ستاسو نه په ولادت او مرګ سره، او مونږ پوهیږو په هغه چا چې وروسته شوي په دې کې، په مونږ باندې د دې نه هیڅ شی پټ نشي پاتی کیدلی.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
وَاِنَّ رَبَّكَ هُوَ یَحْشُرُهُمْ ؕ— اِنَّهٗ حَكِیْمٌ عَلِیْمٌ ۟۠
او بیشکه رب ستا -ای پیغمبره- هغه به راجمع کوي دوی ټول د قیامت په ورځ؛ د دې لپاره چې نیکي کوونکي ته د هغه د نیکۍ بدله ورکړي، او بدي کوونکي لره د هغه د بدۍ بدله ورکړي، بیشکه هغه حکمت والا دی په خپل تدبیر کې، پوهه دی هیڅ شي پرې پټ نشي پاتي کیدلی.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ مِنْ صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَاٍ مَّسْنُوْنٍ ۟ۚ
او بیشکه مونږ پیداکړی ادم -علیه السلام- د وچې خټې نه که وټنګول شي اواز کوي، او دا خټه چې ادم -علیه السلام- ترې پیداشوی توره وه د ډیر وخت تیریدو د وجې نه یې بوی بدل شوی وو.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
وَالْجَآنَّ خَلَقْنٰهُ مِنْ قَبْلُ مِنْ نَّارِ السَّمُوْمِ ۟
او مونږ پیداکړی دی د پیریانو پلار مخکې د ادم -علیه السلام- نه د ګرم اور نه.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
وَاِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اِنِّیْ خَالِقٌۢ بَشَرًا مِّنْ صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَاٍ مَّسْنُوْنٍ ۟
او یادکړه -ای پیغمبره- کله چې ستا رب ملاېکو او ابلیس -او دا د دملاېکو سره و- ته وویل: یقینا زه پیداکوم یو انسان د وچې خټې نه چې کله وټکول شي اواز کوي، توره خټه چې بوی ئې بدل شوی وي.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
فَاِذَا سَوَّیْتُهٗ وَنَفَخْتُ فِیْهِ مِنْ رُّوْحِیْ فَقَعُوْا لَهٗ سٰجِدِیْنَ ۟
نو کله چې زه د هغه شکل جوړکړم، او پیدایښت یې پوره کړم نو تاسو هغه ته سجده وکړئ زما د حکم د منلو د وجې نه او هغه ته د ډالۍ د وجې نه.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
فَسَجَدَ الْمَلٰٓىِٕكَةُ كُلُّهُمْ اَجْمَعُوْنَ ۟ۙ
پس ملاېکو خبره ومنله، نو سجده وکړله ټولو ادم -علیه السلام- ته لکه څرنګه چې دوی ته د هغوی رب امر کړی وو.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
اِلَّاۤ اِبْلِیْسَ ؕ— اَبٰۤی اَنْ یَّكُوْنَ مَعَ السّٰجِدِیْنَ ۟
لیکن ابلیس -هغه چې د ملاېکو سره و، او د ملاېکو د جنس څخه نه وو- انکار یې وکړ، د دې نه چې د ملاېکو سره ادم -علیه السلام- ته سجده وکړي.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
سوودەکانی ئایەتەکان لەم پەڕەیەدا:
• ينبغي للعبد التأمل والنظر في السماء وزينتها والاستدلال بها على باريها.
بنده لره پکار دي چې سوچ او فکر وکړي په اسمان کې او د هغه په ښایست کې او په دې سره د هغه د پیداکوونکي په شتوالي او یووالي باندې دلیل ونیسي.

• جميع الأرزاق وأصناف الأقدار لا يملكها أحد إلا الله، فخزائنها بيده يعطي من يشاء، ويمنع من يشاء، بحسب حكمته ورحمته.
ټول رزقونه او د اندازو قسمونه په اختیار کې ندي مګر یوازې د الله تعالی، نو د هغه خزانې د هغه په لاس کې دي ورکوي ئې چاته چې وغواړي، او بندوي ئې د چا څخه چې یې وغواړي، د خپل حکمت او رحمت په اساس.

• الأرض مخلوقة ممهدة منبسطة تتناسب مع إمكان الحياة البشرية عليها، وهي مثبّتة بالجبال الرواسي؛ لئلا تتحرك بأهلها، وفيها من النباتات المختلفة ذات المقادير المعلومة على وفق الحكمة والمصلحة.
زمکه پیداکړی شوې همواره غځیدلې برابریږي د انساني زندګۍ د امکاناتو سره، او هغه مضبوطه کړی شوی په کلکو غرونو سره؛ د دې لپاره چې په خپلو اوسیدونکو باندې ونه خوځي، او په دې کې د مختلفو بوټو څخه دي چې د حکمت او مصلحت په اساس د معلومو اندازو والا دي.

• الأمر للملائكة بالسجود لآدم فيه تكريم للجنس البشري.
ملاېکو ته امر کول ادم -علیه السلام- ته په سجدې کولو سره په دې کې د انساني جنس عزت دی.

قَالَ یٰۤاِبْلِیْسُ مَا لَكَ اَلَّا تَكُوْنَ مَعَ السّٰجِدِیْنَ ۟
الله تعالی ابلیس ته وویل وروسته د انکار کولو د هغه ادم -علیه السلام- ته د سجدې کولو نه: څه شي ته مجبوره کړي او بند یې کړي د دې نه چې سجده وکړې د هغو ملاېکو سره چې هغوی زما د حکم د منلو په خاطر سجده وکړه؟
تەفسیرە عەرەبیەکان:
قَالَ لَمْ اَكُنْ لِّاَسْجُدَ لِبَشَرٍ خَلَقْتَهٗ مِنْ صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَاٍ مَّسْنُوْنٍ ۟
وویل ابلیس په داسې حال کې چې لویي کوونکی و: نه ښایې ما لره چې زه دې سجده وکړم یو بنده ته چې تا جوړ کړی د خټې لمدې نه چې دا خټه توره وه او بوی ئې هم بدل شوی و د زوړ والی د وجې نه.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَاِنَّكَ رَجِیْمٌ ۟ۙ
الله تعالی ابلیس ته وویل: ووځه د دې جنت څخه یقینا ته رټل شوی یې (شړل شوی یې د الله تعالی د رحمت نه).
تەفسیرە عەرەبیەکان:
وَّاِنَّ عَلَیْكَ اللَّعْنَةَ اِلٰی یَوْمِ الدِّیْنِ ۟
او بیشکه په تا باندې به لعنت او شړل زما د رحمت څخه وي د قیامت د ورځې پورې.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
قَالَ رَبِّ فَاَنْظِرْنِیْۤ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ ۟
ابلیس وویل: ای زما ربه! ما ته مهلت راکړه او ما مه وژنه تر ورځې د دوباره راژوندې کیدلو د خلکو.د قبرونو نه.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
قَالَ فَاِنَّكَ مِنَ الْمُنْظَرِیْنَ ۟ۙ
الله تعالی ابلیس ته وویل: بیشکه ته د مهلت ورکړی شویو نه ئې هغوی چې د مرګ نیټه ئې وروسته کړی شوې.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
اِلٰی یَوْمِ الْوَقْتِ الْمَعْلُوْمِ ۟
تر هغه وقت پورې چې ټول خلک به پکې د اولې شپیلۍ په وخت مړه کیږي.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
قَالَ رَبِّ بِمَاۤ اَغْوَیْتَنِیْ لَاُزَیِّنَنَّ لَهُمْ فِی الْاَرْضِ وَلَاُغْوِیَنَّهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ
ابلیس وویل: ای زما ربه! پدې وجه چې تا زه ګمراه کړی یم خامخا زه به دوی ته په ځمکه کې ګناهونه ښایسته کوم، او خامخا ټول به د سمې لارې نه ګمراه کوم.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
اِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِیْنَ ۟
مګر هغوی چې تا خاص کړي د خپلو بندګانو نه ستا د بندګۍ لپاره.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
قَالَ هٰذَا صِرَاطٌ عَلَیَّ مُسْتَقِیْمٌ ۟
الله تعالی وفرمایل: دا برابره لاره ده رارسیدونکی ده ما ته.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
اِنَّ عِبَادِیْ لَیْسَ لَكَ عَلَیْهِمْ سُلْطٰنٌ اِلَّا مَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْغٰوِیْنَ ۟
بیشکه زما خاص بندګان چې دي نشته تا لره څه وسع او نه تسلط د دوی په بې لارې کولو کې مګر هغوی چې ستا تابعداري وکړي دګمراهانو نه.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
وَاِنَّ جَهَنَّمَ لَمَوْعِدُهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ
او بیشکه جهنم ځای د وعدې دی د ابلیس او د ټولو هغو چا چې د دې تابعداري یې کړي د ګمراهانو نه.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
لَهَا سَبْعَةُ اَبْوَابٍ ؕ— لِكُلِّ بَابٍ مِّنْهُمْ جُزْءٌ مَّقْسُوْمٌ ۟۠
د جهنم لپاره اووه دروازې دي چې په دې باندې به ورننوځي، د هرې یوې دروازې لپاره د دې دروازو نه د ابلیس تابعداران دي په معلومه اندازه چې په دې دروازه به ننوځي.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ؕ
بیشکه هغه کسان چې ویریږي د خپل رب نه په عملي کولو د حکمونو د هغه او په ځان ساتلو سره د هغه د منهیاتو نه په جنتونو او چینو کې به وي.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
اُدْخُلُوْهَا بِسَلٰمٍ اٰمِنِیْنَ ۟
دوی ته به د جنتونو د ننوتلو په وخت کې ویلی شي: ننوځئ په سلامتیا سره د هر قسم افتونو نه، او په امن کې د هر قسم ویرې نه.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
وَنَزَعْنَا مَا فِیْ صُدُوْرِهِمْ مِّنْ غِلٍّ اِخْوَانًا عَلٰی سُرُرٍ مُّتَقٰبِلِیْنَ ۟
او لری کړل مونږ هغه چې د دوی په زړونو کې وو د کینې او دښمنۍ نه، وروڼه وروڼه مینه کوونکی چې ناست به وي تختونو باندې یو بل ته به ګوري.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
لَا یَمَسُّهُمْ فِیْهَا نَصَبٌ وَّمَا هُمْ مِّنْهَا بِمُخْرَجِیْنَ ۟
نه به رسیږي دوی ته په دې کې څه ستړی والی، او نه به وي دوی د دې نه ویستونکي، بلکې په دې کې به همیشه وي.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
نَبِّئْ عِبَادِیْۤ اَنِّیْۤ اَنَا الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ ۟ۙ
خبر ورکړه -ای پیغمبره- زما بندګانو ته چې بیشکه زه چې یم نو خاص زه بخښنه کوونکی یم هغه چا ته چې توبه وباسي د دوی نه، رحم کوونکی یم په هغه باندې.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
وَاَنَّ عَذَابِیْ هُوَ الْعَذَابُ الْاَلِیْمُ ۟
او خبر ورکړه دوی ته چې بیشکه عذاب زما چې دي دردناک دی، نو ما ته دې رجوع وکړي د دې لپاره چې زما بخښنه حاصله کړي، او زما د عذاب څخه په امان کې شي.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
وَنَبِّئْهُمْ عَنْ ضَیْفِ اِبْرٰهِیْمَ ۟ۘ
او خبر ورکړه دوی ته په باره د میلمنو د ابراهیم -علیه السلام- د ملاېکو نه هغوی چې د بچې زیری يې ورته راوړی و، او د لوط -علیه السلام- د قوم د هلاکت خبر یې راوړی و.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
سوودەکانی ئایەتەکان لەم پەڕەیەدا:
• في الآيات دليل على تزاور المتقين واجتماعهم وحسن أدبهم فيما بينهم، في كون كل منهم مقابلًا للآخر لا مستدبرًا له.
په دې ایتونو کې دلیل دی په ملاقات د پرهیزګارانو د یو بل سره او د هغوی راټولیدل او ښایسته ادب په خپل منځ کې، په داسې حال کې چې هر یو به د دوی نه یو بل ته مخامخ وي شا به یې ورته نه وي ګرځولي.

• ينبغي للعبد أن يكون قلبه دائمًا بين الخوف والرجاء، والرغبة والرهبة.
بنده لره پکار ده چې د هغه زړه همیشه د ویرې او امید، او مینې کولو او ویرې کولو ترمنځ وي.

• سجد الملائكة لآدم كلهم أجمعون سجود تحية وتكريم إلا إبليس رفض وأبى.
ټولو ملاېکو ادم -علیه السلام- ته د سلام او عزت سجده وکړه لیکن ابلیس چې و هغه انکار وکړ.

• لا سلطان لإبليس على الذين هداهم الله واجتباهم واصطفاهم في أن يلقيهم في ذنب يمنعهم عفو الله.
شیطان لره غلبه نشته په هغو کسانو چې الله تعالی ورته هدایت کړی او غوره کړي یې دي په اچولو په داسې ګناهونو کې چې دوی د الله تعالی دعفوې څخه محروموي.

اِذْ دَخَلُوْا عَلَیْهِ فَقَالُوْا سَلٰمًا ؕ— قَالَ اِنَّا مِنْكُمْ وَجِلُوْنَ ۟
کله چې هغوی راننوتل په هغه باندې، نو ویې ویل: سلام اچوو مونږ په تا، نو ابراهیم -علیه السلام- هغوی ته د هغوی د سلام نه په ښه طریقه سره جواب ورکړ، او هغوی ته یې وریت (سور) کړی سخی وړاندې کړ چې ویې خوري، نو یقینا هغه ګومان وکړ ګویا کې دوی انسانان دي، نو هر کله چې هغوی د دې نه خوراک ونه کړ، هغه ورته وویل: یقینا مونږ ستاسو څخه ویریدونکي یو.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
قَالُوْا لَا تَوْجَلْ اِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلٰمٍ عَلِیْمٍ ۟
نو وویل ملاېکو: ته مه ویریږه، بیشکه مونږ تا ته یو داسې خبر درکوو چې تا خوشحاله کړي، هغه دا چې ستا لپاره به زر دی چې یو نر پوهه هلک وي.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
قَالَ اَبَشَّرْتُمُوْنِیْ عَلٰۤی اَنْ مَّسَّنِیَ الْكِبَرُ فَبِمَ تُبَشِّرُوْنَ ۟
ابراهیم -علیه السلام- هغوی ته وویل- په داسې حال کې چې تعجب کوونکی و د هغوی د زیري ورکولو نه دې ته په هلک سره-: آیا تاسو ما ته زیری راکوئ په هلک سره، سره لدې چې ما ته بوډاوالی رارسیدلی، نو په کومه طریقه تاسو ما ته زیری راکوئ.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
قَالُوْا بَشَّرْنٰكَ بِالْحَقِّ فَلَا تَكُنْ مِّنَ الْقٰنِطِیْنَ ۟
ملاېکو ابراهیم -علیه السلام- ته وویل: بیشکه مونږ زیری درکړی تاته په رښتیا خبرې سره چې هیڅ شک پکې نشته، نو ته مه کیږه د ناامیدې کوونکو نه په هغه څه کې چې مونږ پرې تاته زیری درکړی.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
قَالَ وَمَنْ یَّقْنَطُ مِنْ رَّحْمَةِ رَبِّهٖۤ اِلَّا الضَّآلُّوْنَ ۟
ابراهیم -علیه السلام- وویل: چې نه نا امیده کیږي د رحمت د رب خپل نه مګر هغه څوک چې کاږه شوي وي د الله تعالی د سمې لارې نه.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ اَیُّهَا الْمُرْسَلُوْنَ ۟
ابراهیم -علیه السلام- وویل: نو څه دی لوی کار ستاسو چې تاسو پرې راغلي یاست ای د الله تعالی له طرفه رالیږل شویو ملاېکو؟.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
قَالُوْۤا اِنَّاۤ اُرْسِلْنَاۤ اِلٰی قَوْمٍ مُّجْرِمِیْنَ ۟ۙ
وویل هغو رالیږل شویو ملاېکو: مونږ الله تعالی رالیږلي یو لپاره د هلاکولو د قوم ډیر فسادې، لوی شر والا، او هغوی د لوط -علیه السلام- قوم دی.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
اِلَّاۤ اٰلَ لُوْطٍ ؕ— اِنَّا لَمُنَجُّوْهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ
مګر کورنۍ د لوط -علیه السلام- او د هغه ملګري د مومنانو نه، نو دوی ته دا عذاب ندی شامل، بیشکه مونږ بچ کوونکي یو دوی ټولو لره د عذاب نه.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
اِلَّا امْرَاَتَهٗ قَدَّرْنَاۤ ۙ— اِنَّهَا لَمِنَ الْغٰبِرِیْنَ ۟۠
مګر ښځه د هغه، نو یقینا مونږ دا فیصله وکړه چې دا به د باقي پاتي کیدونکو نه یې هغوی چې عذاب ورته رسیږي.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
فَلَمَّا جَآءَ اٰلَ لُوْطِ ١لْمُرْسَلُوْنَ ۟ۙ
نو هر کله چې رالیږل شوې ملاېکې د لوط -علیه السلام- کورنۍ ته د سړو په شکل راغلې.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
قَالَ اِنَّكُمْ قَوْمٌ مُّنْكَرُوْنَ ۟
لوط -علیه السلام- دوی ته وویل: تاسو نااشنا ګڼوونکی قوم یاست.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
قَالُوْا بَلْ جِئْنٰكَ بِمَا كَانُوْا فِیْهِ یَمْتَرُوْنَ ۟
وویل ملاېکو رالیږل شویو لوط -علیه السلام- ته: مه ویریږه، بلکې مونږ راتګ کړی تاته -ای لوط- په هغه هلاکوونکي عذاب چې ستا قوم پکې شک کاوه.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
وَاَتَیْنٰكَ بِالْحَقِّ وَاِنَّا لَصٰدِقُوْنَ ۟
او مونږ راتګ کړی تاته په هغه حق سره چې هیڅ ټوکې پکې نشته، او یقینا مونږ خامخا ریښتوني یو په هغه څه کې چې تا ته مو پرې خبر درکړی.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
فَاَسْرِ بِاَهْلِكَ بِقِطْعٍ مِّنَ الَّیْلِ وَاتَّبِعْ اَدْبَارَهُمْ وَلَا یَلْتَفِتْ مِنْكُمْ اَحَدٌ وَّامْضُوْا حَیْثُ تُؤْمَرُوْنَ ۟
نو بوځه ته کورنۍ ستا وروسته د تیریدو د څه برخې د شپې نه، او ته ورپسې وروسته روان شه، او ندې ګوري هیڅ یو ستاسې نه شاته چې په هغوی راتلونکی عذاب وویني، او لاړشئ کوم ځای ته چې تاسو ته الله تعالی د تللو امر کړی.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
وَقَضَیْنَاۤ اِلَیْهِ ذٰلِكَ الْاَمْرَ اَنَّ دَابِرَ هٰۤؤُلَآءِ مَقْطُوْعٌ مُّصْبِحِیْنَ ۟
او مونږ د وحې له لارې لوط -علیه السلام- ته هغه فیصله وښوده چې مونږ مقرر کړې وه، او هغه دا وه چې یقینا دا قوم چې دی خامخا بیخ به ویستل کیږي د دوی په هلاکولو د اخري کس د دوی کله چې په سبا وخت کې داخل شي.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
وَجَآءَ اَهْلُ الْمَدِیْنَةِ یَسْتَبْشِرُوْنَ ۟
او راغلل د سدوم کلي والا چې یو بل ته ئې زیري ورکاوه د لوط -علیه السلام- په میلمنو باندې؛ د بدکارۍ (لواطت) کولو په تمه.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
قَالَ اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ ضَیْفِیْ فَلَا تَفْضَحُوْنِ ۟ۙ
لوط -علیه السلام- دوی ته وویل: بیشکه دا قوم زما میلمانه دي، نو تاسو ما مه شرموئ ستاسو په دې ارادې سره په دوی باندې.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
وَاتَّقُوا اللّٰهَ وَلَا تُخْزُوْنِ ۟
او د الله تعالی څخه وویریږئ په پریښودلو د دې فاحشئ (بدکارئ) سره، او ستاسو په دې بد کار کولو سره ما مه سپکوئ.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
قَالُوْۤا اَوَلَمْ نَنْهَكَ عَنِ الْعٰلَمِیْنَ ۟
(لوط -علیه السلام-) ته خپل قوم وویل: ایا ته مونږ نه ئې منع کړی د خلکو د میلمه کولو څخه؟.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
سوودەکانی ئایەتەکان لەم پەڕەیەدا:
• تعليم أدب الضيف بالتحية والسلام حين القدوم على الآخرين.
میلمه ته د ادب ښودنه په ښه راغلاست او سلام ویلو کله چې په بل چا باندې ورځي.

• من أنعم الله عليه بالهداية والعلم العظيم لا سبيل له إلى القنوط من رحمة الله.
په چا چې الله تعالی د هدایت او لوی علم انعام کړی وي هغه لره د الله تعالی د رحمت څخه د نا امیدۍ هیڅ لار نشته.

• نهى الله تعالى لوطًا وأتباعه عن الالتفات أثناء نزول العذاب بقوم لوط حتى لا تأخذهم الشفقة عليهم.
الله تعالی منع کړل لوط -علیه السلام- او د هغه ملګري د کتلو نه د عذاب د راتللو په وخت کې د لوط -علیه السلام- په قوم باندې داسې نه چې په دوی باندې رحم ونه کړي.

• تصميم قوم لوط على ارتكاب الفاحشة مع هؤلاء الضيوف دليل على طمس فطرتهم، وشدة فحشهم.
د لوط -علیه السلام- د قوم پریکړه کول او اراده کول د بدکارئ د دې میلمنو سره دلیل دی په ضایع کیدو او ورکیدو د فطرت د دوی، او په زیاتې فاحشۍ د دوی.

قَالَ هٰۤؤُلَآءِ بَنَاتِیْۤ اِنْ كُنْتُمْ فٰعِلِیْنَ ۟ؕ
لوط -علیه السلام- دوی ته وویل: په داسې حال کې چې د ځان لپاره یې عذر کوو د خپلو میلمنو په مخکې، دا زما لورګانې ستاسو د زنانو د ډلې نه دي، نو نکاح ورسره وکړئ که چیرته تاسو د خپل شهوت د پوره کیدو قصد کوونکی یاست.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
لَعَمْرُكَ اِنَّهُمْ لَفِیْ سَكْرَتِهِمْ یَعْمَهُوْنَ ۟
قسم دی ستا په عمر -ای پیغمبره- بیشکه د لوط -علیه السلام- قوم خامخا د خپل شهوت په سرکښۍ کې ګډوډ دی.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
فَاَخَذَتْهُمُ الصَّیْحَةُ مُشْرِقِیْنَ ۟ۙ
نو راونیول دوی لره سختې هلاکوونکې چغې د لمر راختلو په وخت کې.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
فَجَعَلْنَا عَالِیَهَا سَافِلَهَا وَاَمْطَرْنَا عَلَیْهِمْ حِجَارَةً مِّنْ سِجِّیْلٍ ۟ؕ
نو نسکور کړل مونږ د دوی کلي په ګرځولو د بره طرف د دوی لاندې، او راوورول مونږ په دوی باندې کاڼي د پخو شوو خټو (کورتکاڼو) نه.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّلْمُتَوَسِّمِیْنَ ۟
بیشکه په دې ذکر شوی قیصه کې کوم چې د لوط -علیه السلام- په قوم باندې هلاکت راغلی و خامخا نښې د عبرت دي د عبرت اخیستونکو لپاره.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
وَاِنَّهَا لَبِسَبِیْلٍ مُّقِیْمٍ ۟
او یقینا کلي د لوط -علیه السلام- خامخا په سمه لاره دي، ویني يې هغه څوک چې تیریږي پرې د مسافرو نه.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّلْمُؤْمِنِیْنَ ۟ؕ
یقینا په دې پېښه کې خامخا دلیل دی د هغه مومنانو لپاره چې عبرت پرې اخلي.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
وَاِنْ كَانَ اَصْحٰبُ الْاَیْكَةِ لَظٰلِمِیْنَ ۟ۙ
او یقینا قوم د شعیب -علیه السلام- د هغه کلي والا وو چې ګیر چاپیره ترې ونې وې ظلم کوونکي وو؛ د دوی د کفر د وجې نه په الله تعالی باندې او د دوی د دروغ ګڼلو د وجې نه خپل پیغمبر شعیب -علیه السلام- لره.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
فَانْتَقَمْنَا مِنْهُمْ ۘ— وَاِنَّهُمَا لَبِاِمَامٍ مُّبِیْنٍ ۟ؕ۠
نو مونږ بدل واخست د دوی نه داسې چې دوی عذاب راونیول، او بیشکه کلي د لوط -علیه السلام- د قوم او کورونه د شعیب -علیه السلام- د ملګرو خامخا په ښکاره لاره دي چې څوک پرې تیریږي.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
وَلَقَدْ كَذَّبَ اَصْحٰبُ الْحِجْرِ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۙ
او بیشکه تکذیب کړی و ثمودیانو، او هغوی د حجر (د حجاز او شام ترمنځ یو ځای دی) والا وو د ټولو پیغمبرانو هر کله چې دوی د خپل پیغمبر صالح -علیه السلام- تکذیب وکړو.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
وَاٰتَیْنٰهُمْ اٰیٰتِنَا فَكَانُوْا عَنْهَا مُعْرِضِیْنَ ۟ۙ
او مونږ دوی ته ډیر دلیلونه ورکړی وو په ریښتنولۍ د هغه څه کې چې دې پرې راتګ کړی د خپل رب له طرف نه، او د دغو معجزاتو څخه اوښه وه، نو دوی په دغو معجزو عبرت وانه خیسته، او هیڅ پروا يې پرې ونه کړه.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
وَكَانُوْا یَنْحِتُوْنَ مِنَ الْجِبَالِ بُیُوْتًا اٰمِنِیْنَ ۟
او دوی به غرونه غوڅول د دې لپاره چې ځان لره د اوسیدو لپاره ترې کورونه جوړ کړي داسې کورونه چې په امن کې وي وو د هغه څه نه چې دوی ترې ویریدل.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
فَاَخَذَتْهُمُ الصَّیْحَةُ مُصْبِحِیْنَ ۟ۙ
نو ونیول دوی لره د عذاب چغې د سبا د راتللو په وخت کې.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
فَمَاۤ اَغْنٰی عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟ؕ
نو وانه ړاوه د دوی نه د الله تعالی عذاب هغه څه چې دوی سره وو د مالونو او کورونو څخه.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
وَمَا خَلَقْنَا السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَاۤ اِلَّا بِالْحَقِّ ؕ— وَاِنَّ السَّاعَةَ لَاٰتِیَةٌ فَاصْفَحِ الصَّفْحَ الْجَمِیْلَ ۟
او مونږ نه دي پیدا کړي آسمانونه او زمکه او نه مو دي پیدا کړي هغه څه چې د دې دواړو ترمنځ دي بې مقصده پرته له حکمته، مونږ ندي پیدا کړي دا ټول مګر په حق سره، او بیشکه قیامت خامخا راتلونکی دی چاره نشته، نو مخ واړوه -ای پیغمبره- د دې دروغجن ګڼوونکو څخه، او بخښنه وکړه دوی ته بخښنه ښایسته.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
اِنَّ رَبَّكَ هُوَ الْخَلّٰقُ الْعَلِیْمُ ۟
بیشکه ستا رب -ای پیغمبره- یوازې همدا پیداکوونکی دی د هر شي، پوهه دی په هر شي.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
وَلَقَدْ اٰتَیْنٰكَ سَبْعًا مِّنَ الْمَثَانِیْ وَالْقُرْاٰنَ الْعَظِیْمَ ۟
او بیشکه مونږ تاته سورت فاتحه درکړې چې هغه اوه ایتونه دي، او هغه لوی قران کریم دی.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
لَا تَمُدَّنَّ عَیْنَیْكَ اِلٰی مَا مَتَّعْنَا بِهٖۤ اَزْوَاجًا مِّنْهُمْ وَلَا تَحْزَنْ عَلَیْهِمْ وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِلْمُؤْمِنِیْنَ ۟
ته مه اوږدوه سترګي ستا هغه څه ته چې مونږ پرې مزې ورکړي قسما قسم خلکو ته د کافرانو نه د ختمیدونکو مزو څخه، او ته مه خپه کیږه د دوی په دروغجن ګڼلو، او عاجزي وکړه د مومنانو سره.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
وَقُلْ اِنِّیْۤ اَنَا النَّذِیْرُ الْمُبِیْنُ ۟ۚ
او ته ووایه -ای پیغمبره- بیشکه زه ویره ورکوونکی یم د عذاب دردناک څخه، چې ښکاره ویره ده.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
كَمَاۤ اَنْزَلْنَا عَلَی الْمُقْتَسِمِیْنَ ۟ۙ
زه ویرووم تاسې د دې نه هسې نه چې ورسیږي تاسې ته عذاب لکه څرنګه چې الله تعالی رالیږلی و په تقسیم کوونکو خلکو د الله تعالی کتاب لره سپارې سپارې نو دوی ایمان راوړي په بعضې او کفر کوي په بعضې نورو.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
سوودەکانی ئایەتەکان لەم پەڕەیەدا:
• أن الله تعالى إذا أراد أن يهلك قرية ازداد شرهم وطغيانهم، فإذا انتهى أوقع بهم من العقوبات ما يستحقونه.
بیشکه الله تعالی چې کله وغواړي چې د یو کلي والا هلاک کړي نو د هغوی شر او سرکشي زیاته شي، نو کله چې دا ختمه شي الله تعالی په دوی باندې داسې عذاب راولیږي کوم چې د دوی سره مناسب وي.

• كراهة دخول مواطن العذاب، ومثلها دخول مقابر الكفار، فإن دخل الإنسان إلى تلك المواضع والمقابر فعليه الإسراع.
مکروه دي ننوتل د عذاب ځایونو ته، او همدارنګه د دې په شان دکافرانو قبرونو ته، نو که چیرته یو انسان دغو ځایونو او قبرونو ته ورننوځي نو دا باید جلتي او تلوار وکړي.

• ينبغي للمؤمن ألا ينظر إلى زخارف الدنيا وزهرتها، وأن ينظر إلى ما عند الله من العطاء.
د مومن لپاره په کار ده چې د دنيا ښکلاوو او تازه ګيو ته ونه ګوري او دا چې هغه څه ته وګوري چې د الله له لوري ورکړه ده.

• على المؤمن أن يكون بعيدًا من المشركين، ولا يحزن إن لم يؤمنوا، قريبًا من المؤمنين، متواضعًا لهم، محبًّا لهم ولو كانوا فقراء.
په مسلمان باندې لازمه ده چې د مشرکینو څخه لرې واوسي، او د هغو په ایمان نه راوړلو دې خپه نشي، د مومنانو سره باید نږدې وي، هغوی ته عاجزي کوونکی وي، او د هغوی سره مینه کوونکی وي اګر که دوی غریبان هم وي.

الَّذِیْنَ جَعَلُوا الْقُرْاٰنَ عِضِیْنَ ۟
هغوی چې قرآن کریم ئې ټوټې ټوټې کړی، نو وايې: دا جادو، یا کوډې، او یا شعر دی.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
فَوَرَبِّكَ لَنَسْـَٔلَنَّهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ
نو قسم دی په رب ستا -ای پیغمبره- خامخا تپوس به وکړو د قیامت په ورځ د ټولو هغه چا نه چې دا يې ټوټې ټوټې ګرځولی.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
عَمَّا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
تپوس به وکړو د دوی نه د هغو عملونو باره کې چې دوی يې کوي د کفر او ګناهونو نه په دنیا کې.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
فَاصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ وَاَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِیْنَ ۟
نو اعلان وکړه -ای پیغمبره- د هغه څه باره کې چې تا ته پرې الله تعالی امر کړی هغه ته د دعوت کولو، او ته مه ګوره هغه څه ته چې مشرکین ئې وايې او کوي يې.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
اِنَّا كَفَیْنٰكَ الْمُسْتَهْزِءِیْنَ ۟ۙ
او ته د دوی نه مه ویریږه، نو بیشکه مونږ بچ ساتو تا لره د چل د مسخره کوونکو د قریشو د کافرانو مشرانو نه.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
الَّذِیْنَ یَجْعَلُوْنَ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ ۚ— فَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ ۟
هغوی چې جوړوي د الله تعالی سره نور څوک د بندګۍ لایق، نو زر دی چې دوی به پوهه شي په اخري بد انجام د دوی د شرک کولو.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
وَلَقَدْ نَعْلَمُ اَنَّكَ یَضِیْقُ صَدْرُكَ بِمَا یَقُوْلُوْنَ ۟ۙ
او یقینا مونږ پوهیږو چې تنګیږی ستا سینه -ای پیغمبره- په هغو کارونو چې دوی يې کوي لکه تاته د دروغو نسبت کول او همدارنګه په تا پورې مسخرې کول.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَكُنْ مِّنَ السّٰجِدِیْنَ ۟ۙ
نو ته الله تعالی ته پناه وېسه د هغه په پاکۍ بیانولو سره د هغه څه نه چې د هغه سره نه ښائې، او په هغه باندې د کمال په صفتونو سره ثنا ویلو، او شه د الله تعالی د بندګي کوونکو نه، لمونځ کوونکو نه، نو په دې کې ستا د سینې د تنګوالي علاج دی.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
وَاعْبُدْ رَبَّكَ حَتّٰی یَاْتِیَكَ الْیَقِیْنُ ۟۠
او همیشوالی کوه د خپل رب په بندګۍ، ترڅو چې ته ژوندی ئې تر دې چې تاته مرګ راشي او ته په هم دې حال يې.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
سوودەکانی ئایەتەکان لەم پەڕەیەدا:
• عناية الله ورعايته بصَوْن النبي صلى الله عليه وسلم وحمايته من أذى المشركين.
د الله تعالی ساتنه او پاملرنه په ساتلو او بچ کولو د پیغمبر صلی الله علیه وسلم کې د مشرکینو د تکلیفونو څخه.

• التسبيح والتحميد والصلاة علاج الهموم والأحزان، وطريق الخروج من الأزمات والمآزق والكروب.
د الله تعالی پاکي بیانول او د هغه حمد او ثنا ویل او لمونځ کول د غمونو او خفګانونو علاج دی، او د سختیو او کړاونو څخه د وتلو لار ده.

• المسلم مطالب على سبيل الفرضية بالعبادة التي هي الصلاة على الدوام حتى يأتيه الموت، ما لم يغلب الغشيان أو فقد الذاكرة على عقله.
مسلمان باندې فرض دی عبادت چې هغه په همیشه ډول لمونځ کول دي د مرګ د راتللو پورې، تر څو چې بې هوشه نه وي او یا يې حافظه د لاسه نه وي ورکړي.

• سمى الله الوحي روحًا؛ لأنه تحيا به النفوس.
الله تعالی وحي ته روح ویلی دی؛ ځکه چې په دې سره نفسونه راژوندي کيږي.

• مَلَّكَنا الله تعالى الأنعام والدواب وذَلَّلها لنا، وأباح لنا تسخيرها والانتفاع بها؛ رحمة منه تعالى بنا.
الله تعالی مونږ ته څاروي او چارپایان راکړي او هغه يې مونږ لره تابعې کړي، اومونږ لره يې د هغه مسخر کول او د هغو نه فایده اخیستل جایز کړي دي؛ د هغه له طرفه په مونږ باندې د رحمت د وجې نه.

 
وه‌رگێڕانی ماناكان سوره‌تی: سورەتی الحجر
پێڕستی سوره‌ته‌كان ژمارەی پەڕە
 
وه‌رگێڕانی ماناكانی قورئانی پیرۆز - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - پێڕستی وه‌رگێڕاوه‌كان

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

داخستن