Check out the new design

وه‌رگێڕانی ماناكانی قورئانی پیرۆز - وەرگێڕاوی پەشتۆ - ناوەندی ڕواد بۆ وەرگێڕان * - پێڕستی وه‌رگێڕاوه‌كان

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

وه‌رگێڕانی ماناكان سوره‌تی: المائدة   ئایه‌تی:
وَقَفَّیْنَا عَلٰۤی اٰثَارِهِمْ بِعِیْسَی ابْنِ مَرْیَمَ مُصَدِّقًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیْهِ مِنَ التَّوْرٰىةِ ۪— وَاٰتَیْنٰهُ الْاِنْجِیْلَ فِیْهِ هُدًی وَّنُوْرٌ ۙ— وَّمُصَدِّقًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیْهِ مِنَ التَّوْرٰىةِ وَهُدًی وَّمَوْعِظَةً لِّلْمُتَّقِیْنَ ۟ؕ
او بيا مو په هغو (نبيانو) پسې د مريمې زوى عيسی ولېږلو چې له ده مخكې د تورات (پاتې برخې) تصديقونكى و او ده ته مو انجيل وركړ چې لارښوونه او رڼا پكې وه، او دا هم د مخکېني كتاب تورات تصديقونكى، لارښونه او نصيحت و د متقيانو لپاره.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
وَلْیَحْكُمْ اَهْلُ الْاِنْجِیْلِ بِمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ فِیْهِ ؕ— وَمَنْ لَّمْ یَحْكُمْ بِمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْفٰسِقُوْنَ ۟
او د انجيل خاوندان دې هم په هغه قانون فيصله كوي چې الله پكې نازل كړى او هر چا چې د الله په نازل كړي قانون فيصله ونه كړه نو همدوى سرغړونكي دي.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
وَاَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكَ الْكِتٰبَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیْهِ مِنَ الْكِتٰبِ وَمُهَیْمِنًا عَلَیْهِ فَاحْكُمْ بَیْنَهُمْ بِمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ وَلَا تَتَّبِعْ اَهْوَآءَهُمْ عَمَّا جَآءَكَ مِنَ الْحَقِّ ؕ— لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنْكُمْ شِرْعَةً وَّمِنْهَاجًا ؕ— وَلَوْ شَآءَ اللّٰهُ لَجَعَلَكُمْ اُمَّةً وَّاحِدَةً وَّلٰكِنْ لِّیَبْلُوَكُمْ فِیْ مَاۤ اٰتٰىكُمْ فَاسْتَبِقُوا الْخَیْرٰتِ ؕ— اِلَی اللّٰهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِیْعًا فَیُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ فِیْهِ تَخْتَلِفُوْنَ ۟ۙ
او تا ته مو دا كتاب په حقه نازل كړى چې دا كتاب د هغه څه تصديقوونكى دى كوم چې ترې وړاندې و او پر هغه څارونكى (يا شاهد) دى، نو د هغوى ترمنځ په هغه څه فيصله كوه چې الله رانازل كړي او كوم حق چې درته راغلى له هغه نه په مخ اړولو سره د دوى په هوسونو پسې مه ځه له تاسي نه هر يوه ته مو يو شريعت او تګلاره ټاكلې ده او كه الله غوښتي واى نو تاسو ټول به يې يو امت ګرځولي واى خو د دې لپاره (يې داسې وكړل) چې په هغه څه كې مو وازمايي چې دركړى يې دي، نو په ښېګڼو كې يو له بل وړاندې شئ د الله لور ته ستاسو ټولو ستنېدل دي بيا به مو په هغه څه خبركړي چې پكې موشخړه كوله.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
وَاَنِ احْكُمْ بَیْنَهُمْ بِمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ وَلَا تَتَّبِعْ اَهْوَآءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ اَنْ یَّفْتِنُوْكَ عَنْ بَعْضِ مَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ اِلَیْكَ ؕ— فَاِنْ تَوَلَّوْا فَاعْلَمْ اَنَّمَا یُرِیْدُ اللّٰهُ اَنْ یُّصِیْبَهُمْ بِبَعْضِ ذُنُوْبِهِمْ ؕ— وَاِنَّ كَثِیْرًا مِّنَ النَّاسِ لَفٰسِقُوْنَ ۟
او دا چې ترمنځ يې د الله په نازل كړي قانون فيصله كوه او په هوسو پسې يې مه ځه، او پام چې له ځينو هغو (حكمونو) دې ونه ګرځوي چې الله درته رانازل كړي نو كه يې مخ ترې واړولو نو پوه شه چې الله يې د څه ګناهونو له امله د سزا وركولو اراده كړې ده او يقيناً چې له خلكو نه زياتره يې فاسقان دي.
تەفسیرە عەرەبیەکان:
اَفَحُكْمَ الْجَاهِلِیَّةِ یَبْغُوْنَ ؕ— وَمَنْ اَحْسَنُ مِنَ اللّٰهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ یُّوْقِنُوْنَ ۟۠
آيا نو د جاهليت فيصله غواړي؟ او حال دا چې كوم خلك باوركوي هغوی ته د الله نه ښه حكم بل د چا دى؟
تەفسیرە عەرەبیەکان:
 
وه‌رگێڕانی ماناكان سوره‌تی: المائدة
پێڕستی سوره‌ته‌كان ژمارەی پەڕە
 
وه‌رگێڕانی ماناكانی قورئانی پیرۆز - وەرگێڕاوی پەشتۆ - ناوەندی ڕواد بۆ وەرگێڕان - پێڕستی وه‌رگێڕاوه‌كان

وەرگێڕان: تیمی ناوەندی ڕواد بۆ وەرگێڕان بە هاوكاری كۆڕگەی بانگەوازی لە ڕەبەوە و كۆڕگەی خزمەتگوزای ناوەڕۆکە ئیسلامیەکان بە زمانەکان.

داخستن