Kilniojo Korano reikšmių vertimas - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - Vertimų turinys


Reikšmių vertimas Sūra: Sūra Al-Masad   Aja (Korano eilutė):

المسد

Sūros prasmės:
بيان خسران أبي لهب وزوجه.
د ابولهب او د هغه د مېرمنې د زيان بيان

تَبَّتْ یَدَاۤ اَبِیْ لَهَبٍ وَّتَبَّ ۟ؕ
د نبي صلی الله عليه وسلم د تره ابولهب بن عبدالمطلب دواړه لاسونه د هغه د خپل عمل د زيان له امله زيانمن شول؛ ځکه هغه نبي صلی الله عليه وسلم ځورولو، او د هغه هڅه ناکامه شوه.
Tafsyrai arabų kalba:
مَاۤ اَغْنٰی عَنْهُ مَالُهٗ وَمَا كَسَبَ ۟ؕ
د هغه مال او اولاد هغه ته څه ګټه ورسوله؟ هغو دواړو ترې هيڅ عذاب دفع نشوای کړای، او نه يې هغه لره کوم رحمت را کش کړای شوای.
Tafsyrai arabų kalba:
سَیَصْلٰی نَارًا ذَاتَ لَهَبٍ ۟ۙ
ژر به هغه د قيامت په ورځ د لمبو والا اور ته ور ننوځي، چې ګرمي به يې ګالي.
Tafsyrai arabų kalba:
وَّامْرَاَتُهٗ ؕ— حَمَّالَةَ الْحَطَبِ ۟ۚ
او ژر به يې مېرمن ام جميل هم اور ته ور ننوځي کومې چې نبي صلي الله عليه وسلم آزارولو د هغه په لار کې د اغزيو په اچولو سره.
Tafsyrai arabų kalba:
فِیْ جِیْدِهَا حَبْلٌ مِّنْ مَّسَدٍ ۟۠
چې په غاړه کې به يې محکمه اودل شوې رسۍ وي اور ته به پرې بوول کيږي.
Tafsyrai arabų kalba:
Šiame puslapyje pateiktų ajų nauda:
• المفاصلة مع الكفار.
له کافرانو څخه بېلوالی غوره کول.

• مقابلة النعم بالشكر.
د نعمتو په بدل کې شکر اېستل.

• سورة المسد من دلائل النبوة؛ لأنها حكمت على أبي لهب بالموت كافرًا ومات بعد عشر سنين على ذلك.
د المسد سورت د نبوت له دلايلو څخه دی، ځکه هغو پر ابولهب د کفر په حالت کې د مرګ پرېکړه وکړه او هغه لس کاله وروسته پر همدغه حالت مړ شو.

• صِحَّة أنكحة الكفار.
د کافرانو د خپلمنځي نکاح ګانو صحيح والی.

 
Reikšmių vertimas Sūra: Sūra Al-Masad
Sūrų turinys Puslapio numeris
 
Kilniojo Korano reikšmių vertimas - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - Vertimų turinys

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

Uždaryti