Check out the new design

Kilniojo Korano reikšmių vertimas - Kilniojo Korano sutrumpinto aiškinimo vertimas į puštūnų k. * - Vertimų turinys


Reikšmių vertimas Sūra: Al-Džasyja   Aja (Korano eilutė):
اَفَرَءَیْتَ مَنِ اتَّخَذَ اِلٰهَهٗ هَوٰىهُ وَاَضَلَّهُ اللّٰهُ عَلٰی عِلْمٍ وَّخَتَمَ عَلٰی سَمْعِهٖ وَقَلْبِهٖ وَجَعَلَ عَلٰی بَصَرِهٖ غِشٰوَةً ؕ— فَمَنْ یَّهْدِیْهِ مِنْ بَعْدِ اللّٰهِ ؕ— اَفَلَا تَذَكَّرُوْنَ ۟
ای رسوله! وګوره هغه چاته چې د خپلو هوسونو پيروي يې کړې ده او د معبود غوندې يې ګرځولي دي، چې مخالفت يې نه کوي، الله هغه د پوهې سربېره لارورکی کړی دی، ځکه هغه د لارورکۍ وړ دی، د هغه پر زړه يې مهر لګولی چې د ګټې وړ اورېدل نه شي کولای، او الله يې پر سترګو پرده اچولې چې حق نه شي ليدلای، نو څوک دی چې هغه ته دې د حق توفيق ورکړي وروسته تردې چې الله يې لارورکی کړي؟! آيا د هوس د پيروۍ له ضرره او د الله د شريعت د پيروۍ له ګټې پند نه اخلئ؟!.
Tafsyrai arabų kalba:
وَقَالُوْا مَا هِیَ اِلَّا حَیَاتُنَا الدُّنْیَا نَمُوْتُ وَنَحْیَا وَمَا یُهْلِكُنَاۤ اِلَّا الدَّهْرُ ۚ— وَمَا لَهُمْ بِذٰلِكَ مِنْ عِلْمٍ ۚ— اِنْ هُمْ اِلَّا یَظُنُّوْنَ ۟
د بېرته را ژوندي کېدو څخه نټه کوونکي کافران وايي: ژوند نه دی مګر يوازې همدغه د دنيا ژوند دی، له دې وروسته ژوند نشته، نسلونه مړه کيږي بېرته نه راګرځي، او نور نسلونه پيداکيږي، او موږ يوازې د شپې او ورځې يو پر بل پسې راتلل وژني، او هغوی لره په بېرته را ژوندي کېدو څخه پر نټه کولو پوهه نشته، هغوی يوازې ګومان کوي، او ګومان د حق پر وړاندې هيڅ ګټه نه رسوي.
Tafsyrai arabų kalba:
وَاِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیٰتُنَا بَیِّنٰتٍ مَّا كَانَ حُجَّتَهُمْ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوا ائْتُوْا بِاٰبَآىِٕنَاۤ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
او کله چې له بېرته را ژوندي کېدو څخه نټه کوونکو مشرکانو باندې زموږ څرګند آيتونه لوستل کيږي هغوی لره حجت نه وي چې استدلال پرې وکړي مګر رسول صلی الله عليه وسلم او هغه اصحابو ته د هغوی دا وينا: زموږ هغه پلرونه راته راژوندي کړئ چې مړه شوي دي که چېرې تاسو مو په دعوی کې رېښتيني ياست چې موږ له مرګ څخه وروسته بېرته را ژوندي کېږو.
Tafsyrai arabų kalba:
قُلِ اللّٰهُ یُحْیِیْكُمْ ثُمَّ یُمِیْتُكُمْ ثُمَّ یَجْمَعُكُمْ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ لَا رَیْبَ فِیْهِ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟۠
ای رسوله! هغوی ته ووايه: الله مو ژوندي کوي په پيداکولو سره، بيا مو مړه کوي، بيا مو له مرګ وروسته د حساب او جزا لپاره د قيامت ورځې ته راټولوي، دغه ورځ چې شک پکې نشته هرومرو راتلونکې ده، خو ډېری خلک نه پوهيږي، نو له همدې امله په نېک عمل چمتووالی نه ورته نيسي.
Tafsyrai arabų kalba:
وَلِلّٰهِ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَیَوْمَ تَقُوْمُ السَّاعَةُ یَوْمَىِٕذٍ یَّخْسَرُ الْمُبْطِلُوْنَ ۟
او يوازې الله لره د آسمانونو پاچايي ده او د ځمکې پاچايي ده، نو په آسمانونو او ځمکه کې له هغه پرته په حقه بل څوک ونه لمانځل شي، او کله چې د قيامت هغه ورځ راشي چې الله به مړي پکې د حساب او بدلې لپاره راپاڅوي، نو د باطل والا چې له هغه پرته د نورو عبادت يې کولو، د حق د باطلولو او باطل ثابتولو هڅه يې کوله هغوی به تاوانيان شي.
Tafsyrai arabų kalba:
وَتَرٰی كُلَّ اُمَّةٍ جَاثِیَةً ۫ؕ— كُلُّ اُمَّةٍ تُدْعٰۤی اِلٰی كِتٰبِهَا ؕ— اَلْیَوْمَ تُجْزَوْنَ مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
او ای رسوله! په دغه ورځ به وينې چې هر امت به پر خپلو زنګنو پروت وي د هغه څه انتظار به کوي چې ورسره کيږي، هر امت به د هغوکړنو کتاب ته راغوښتل کيږي چې حفظه پرېښتو ليکلي دي او نن ورځ به ای خلکو تاسوته د هغه څه خير او شر بدله درکول کيږي چې په دنيا کې مو کول.
Tafsyrai arabų kalba:
هٰذَا كِتٰبُنَا یَنْطِقُ عَلَیْكُمْ بِالْحَقِّ ؕ— اِنَّا كُنَّا نَسْتَنْسِخُ مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
دغه زموږ کتاب چې زموږ پرېښتو ستاسو عملونه پکې ليکل پرتاسو به په حقه شاهدي وايي، نو ويې لولئ، بېشکه موږ پرېښتو ته امر کولو چې هغه څه وليکي چې تاسو په دنيا کې کول.
Tafsyrai arabų kalba:
فَاَمَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ فَیُدْخِلُهُمْ رَبُّهُمْ فِیْ رَحْمَتِهٖ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْمُبِیْنُ ۟
نو هغه کسان چې ايمان يې راوړی او نېک عملونه يې کړي دي، خپل پالونکی به يې په خپل رحمت سره جنت ته ننباسي، دغه بدله چې الله هغوی ته ورکړه هغه څرګنده بريا ده چې هيڅ بريا نه شي ورته رسېدلی.
Tafsyrai arabų kalba:
وَاَمَّا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ۫— اَفَلَمْ تَكُنْ اٰیٰتِیْ تُتْلٰی عَلَیْكُمْ فَاسْتَكْبَرْتُمْ وَكُنْتُمْ قَوْمًا مُّجْرِمِیْنَ ۟
او هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی د هغوی د چوپ کولو لپاره به ورته وويل شي: آيا زما آيتونه پرتاسو نه لوستل کېدل، چې پر هغو له ايمان راوړلو مو لويي وکړه، او تاسو مجرم قوم واست، چې کفر او ګناهونه مو کول؟!.
Tafsyrai arabų kalba:
وَاِذَا قِیْلَ اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ وَّالسَّاعَةُ لَا رَیْبَ فِیْهَا قُلْتُمْ مَّا نَدْرِیْ مَا السَّاعَةُ ۙ— اِنْ نَّظُنُّ اِلَّا ظَنًّا وَّمَا نَحْنُ بِمُسْتَیْقِنِیْنَ ۟
او کله چې درته وويل شي: بېشکه د الله هغه ژمنه چې له خپلو بندګانو سره يې کړې ده، چې هغه به يې بېرته راژوندي کوي او بدله به يې ورکوي، حق ده هيڅ شک پکې نشته، او قيامت حق دی شک پکې نشته، نو هغو لره عمل وکړئ، تاسو ويل: موږ نه پوهېږو قيامت څه دی؟ موږ يوازې کمزوری ګومان کوو چې هغه راتلونکی دی، او موږ باوري نه يو چې هغه به راشي.
Tafsyrai arabų kalba:
Šiame puslapyje pateiktų ajų nauda:
• اتباع الهوى يهلك صاحبه، ويحجب عنه أسباب التوفيق.
د هوسونو پيروي خپل څښتن تباه کوي، او د توفيق د لارو مخه نيسي.

• هول يوم القيامة.
د قيامت سخت حالت.

• الظن لا يغني من الحق شيئًا، خاصةً في مجال الاعتقاد.
ګومان د حق پر وړاندې د هيڅ ګټه نه شي رسولای، په ځانګړي ډول د عقيدې په ډګر کې.

 
Reikšmių vertimas Sūra: Al-Džasyja
Sūrų turinys Puslapio numeris
 
Kilniojo Korano reikšmių vertimas - Kilniojo Korano sutrumpinto aiškinimo vertimas į puštūnų k. - Vertimų turinys

Išleido Korano studijų interpretavimo centras.

Uždaryti