Kilniojo Korano reikšmių vertimas - Puštonų k. vertimas - Ruad vertimų centras * - Vertimų turinys

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Reikšmių vertimas Aja (Korano eilutė): (102) Sūra: Sūra Al-Bakara
وَاتَّبَعُوْا مَا تَتْلُوا الشَّیٰطِیْنُ عَلٰی مُلْكِ سُلَیْمٰنَ ۚ— وَمَا كَفَرَ سُلَیْمٰنُ وَلٰكِنَّ الشَّیٰطِیْنَ كَفَرُوْا یُعَلِّمُوْنَ النَّاسَ السِّحْرَ ۗ— وَمَاۤ اُنْزِلَ عَلَی الْمَلَكَیْنِ بِبَابِلَ هَارُوْتَ وَمَارُوْتَ ؕ— وَمَا یُعَلِّمٰنِ مِنْ اَحَدٍ حَتّٰی یَقُوْلَاۤ اِنَّمَا نَحْنُ فِتْنَةٌ فَلَا تَكْفُرْ ؕ— فَیَتَعَلَّمُوْنَ مِنْهُمَا مَا یُفَرِّقُوْنَ بِهٖ بَیْنَ الْمَرْءِ وَزَوْجِهٖ ؕ— وَمَا هُمْ بِضَآرِّیْنَ بِهٖ مِنْ اَحَدٍ اِلَّا بِاِذْنِ اللّٰهِ ؕ— وَیَتَعَلَّمُوْنَ مَا یَضُرُّهُمْ وَلَا یَنْفَعُهُمْ ؕ— وَلَقَدْ عَلِمُوْا لَمَنِ اشْتَرٰىهُ مَا لَهٗ فِی الْاٰخِرَةِ مِنْ خَلَاقٍ ۫ؕ— وَلَبِئْسَ مَا شَرَوْا بِهٖۤ اَنْفُسَهُمْ ؕ— لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ ۟
او متابعت وکړ (یهودو) د هغه څه چې شیطانانو به د سلیمان علیه السلام په زمانه (د پاچاهۍ) کې لوستل، او سلیمان علیه السلام کفر نه و کړی، بلکې شیطانانو کفر وکړ، چې خلکو ته به یې کوډې (سحر) ښودلې او (متابعت به يې کاوه) د هغه شي چې نازل کړی شوی ړ په دوو پرښتو د بابل په (ښار) کې چې هاروت او ماروت وو، او ښودنه به نه کوله دوی هیچا ته تر هغه پورې چې وبه ویل دواړو بیشکه هم دا خبره ده چې موږ آزموینه (ازمیښت) یو نو مه کافر کیږه (په زده کولو د سحر) نو زده کاوه به هغوی له دوی دواړو نه هغه شی چې بیلتون به يې کاوه په هغه سره په منځ د میړه (خاوند) او ښځی د هغه کې، او نه وو دوی ضرر رسوونکي په دغه سحر سره هیچا ته مګر په اذن (حکم) د الله سره، او زده کوي دوی (یعنې یهودان) هغه څه چې ضرر رسوي دوی ته او نفع نه رسوي دوی ته، او هرومرو (خامخا) په تحقیق پوهیدل دوی چې خامخا هغه څوک چې پيری (اخلي) (زده کوي به اعتقاد د جواز) سحر نشته ده لره په آخرت کې هیڅ برخه (د نیکی)، او هرومرو (خامخا) ډیر بد دې هغه شی چې پلورلې (اخستی) دی دوی به هغه شی سره (حصه د) ځانو خپلو که چېرې وي دوی چي پوهیدلی (به بد انجام د سحر نو نه به يې زده کاوه).
Tafsyrai arabų kalba:
 
Reikšmių vertimas Aja (Korano eilutė): (102) Sūra: Sūra Al-Bakara
Sūrų turinys Puslapio numeris
 
Kilniojo Korano reikšmių vertimas - Puštonų k. vertimas - Ruad vertimų centras - Vertimų turinys

Kilniojo Korano reikšmių vertimas į puštūnų k., išvertė Ruad vertimų centras bendradarbaujant su islamhouse.com.

Uždaryti