Check out the new design

Kilniojo Korano reikšmių vertimas - Vertimas į puštūnų k. - Sarfaraz * - Vertimų turinys


Reikšmių vertimas Sūra: Al-Džasyja   Aja (Korano eilutė):

جاثیه

حٰمٓ ۟ۚ
حم.
Tafsyrai arabų kalba:
تَنْزِیْلُ الْكِتٰبِ مِنَ اللّٰهِ الْعَزِیْزِ الْحَكِیْمِ ۟
ددغه کتاب نازلیدل د الله له لورې دي چې په هر څه برلاسی او د حکمت څښتن دی.
Tafsyrai arabų kalba:
اِنَّ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ لَاٰیٰتٍ لِّلْمُؤْمِنِیْنَ ۟ؕ
منلې خبره ده چې په اسمانونو او ځمکه کې د مؤمنانو لپاره لويي نښې دي.
Tafsyrai arabų kalba:
وَفِیْ خَلْقِكُمْ وَمَا یَبُثُّ مِنْ دَآبَّةٍ اٰیٰتٌ لِّقَوْمٍ یُّوْقِنُوْنَ ۟ۙ
او ستاسې پیدایښت، او هغه خوځنده چې الله يې په ځمکه کې خوروي د باوري قوم لپاره ډیرې لويې نښې دي.
Tafsyrai arabų kalba:
وَاخْتِلَافِ الَّیْلِ وَالنَّهَارِ وَمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ مِنَ السَّمَآءِ مِنْ رِّزْقٍ فَاَحْیَا بِهِ الْاَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَتَصْرِیْفِ الرِّیٰحِ اٰیٰتٌ لِّقَوْمٍ یَّعْقِلُوْنَ ۟
او د شپې او ورځې په اختلاف او په هغه باران کې چې الله له بره راښکته کړی، وچه ځمکه يې بیرته پرې ژوندۍ کړې او د بادونو په اړولو را اړولو کې د هغه قوم لپاره ډیرې لويې نښې دي چې له عقل څخه کار اخلي.
Tafsyrai arabų kalba:
تِلْكَ اٰیٰتُ اللّٰهِ نَتْلُوْهَا عَلَیْكَ بِالْحَقِّ ۚ— فَبِاَیِّ حَدِیْثٍ بَعْدَ اللّٰهِ وَاٰیٰتِهٖ یُؤْمِنُوْنَ ۟
دا د الله ایتونه دي چې مونږ يې په حقه پر تالولو. نو د الله او د هغه له ایتونو وروسته به په کومه خبره ایمان راوړي؟.
Tafsyrai arabų kalba:
وَیْلٌ لِّكُلِّ اَفَّاكٍ اَثِیْمٍ ۟ۙ
هلاکت او تباهي ده د هر درواغجن بدعمله لپاره.
Tafsyrai arabų kalba:
یَّسْمَعُ اٰیٰتِ اللّٰهِ تُتْلٰی عَلَیْهِ ثُمَّ یُصِرُّ مُسْتَكْبِرًا كَاَنْ لَّمْ یَسْمَعْهَا ۚ— فَبَشِّرْهُ بِعَذَابٍ اَلِیْمٍ ۟
د الله ایتونه پرې ولوستلی شي نو اوري يې خو بیا ځان په لويې او غرور سره داسې نیسي لکه چې هیڅ يې اوریدلي نه وي. نو دغه وړ انسان ته د دردناک عذاب زیری ورکړه..
Tafsyrai arabų kalba:
وَاِذَا عَلِمَ مِنْ اٰیٰتِنَا شَیْـَٔا ١تَّخَذَهَا هُزُوًا ؕ— اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِیْنٌ ۟ؕ
او چې کله زمونږ پر کوم ایت پوه شي نو بیا يې په ټوکه اخلي. د دا وړ خلکو لپاره سپکوونکی عذاب دی.
Tafsyrai arabų kalba:
مِنْ وَّرَآىِٕهِمْ جَهَنَّمُ ۚ— وَلَا یُغْنِیْ عَنْهُمْ مَّا كَسَبُوْا شَیْـًٔا وَّلَا مَا اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اَوْلِیَآءَ ۚ— وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟ؕ
دوزخ يې په مخکې دی. او ددوی کړنې، او هغه دوستان چې پرته له الله يې نیولي دي، د هیڅ شي مخه به ونه نیسي. او ډیر لوی عذاب يې په برخه دی.
Tafsyrai arabų kalba:
هٰذَا هُدًی ۚ— وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِاٰیٰتِ رَبِّهِمْ لَهُمْ عَذَابٌ مِّنْ رِّجْزٍ اَلِیْمٌ ۟۠
دا قران هدایت دی. او د هغو خلکو لپاره چې د خپل رب پر ایتونو کافر شوي دي د ډیر سخت او درد ناک عذاب ربړونه ده.
Tafsyrai arabų kalba:
اَللّٰهُ الَّذِیْ سَخَّرَ لَكُمُ الْبَحْرَ لِتَجْرِیَ الْفُلْكُ فِیْهِ بِاَمْرِهٖ وَلِتَبْتَغُوْا مِنْ فَضْلِهٖ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟ۚ
الله هغه ذات دی چې سمندر يې ستاسې تابع وګرځاو تر څو پکې د الله په امر کښتۍ روانې او تاسو د خپل رب مهرباني ولټوئ، او شکر يې پر ځای کړئ.
Tafsyrai arabų kalba:
وَسَخَّرَ لَكُمْ مَّا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا مِّنْهُ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّتَفَكَّرُوْنَ ۟
او د خپلې مهربانۍ له مخې يې د اسمانونو او ځمکې ټول څیزونه ستاسې تابع وګرځول په رښتیا چې په دې کې د هغه قوم لپاره چې فکر کوي ډيرې لويي نښې دي.
Tafsyrai arabų kalba:
 
Reikšmių vertimas Sūra: Al-Džasyja
Sūrų turinys Puslapio numeris
 
Kilniojo Korano reikšmių vertimas - Vertimas į puštūnų k. - Sarfaraz - Vertimų turinys

Mulai Džanbaz Sarfaraz

Uždaryti