വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ

کهف

external-link copy
1 : 18

اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْۤ اَنْزَلَ عَلٰی عَبْدِهِ الْكِتٰبَ وَلَمْ یَجْعَلْ لَّهٗ عِوَجًا ۟ؕٚ

ثنا ستاينه الله ته ده چې پر خپل بنده دغه كتاب نازل كړ او په هغه كې يې كوم كوږوالى پرېنښود. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 18

قَیِّمًا لِّیُنْذِرَ بَاْسًا شَدِیْدًا مِّنْ لَّدُنْهُ وَیُبَشِّرَ الْمُؤْمِنِیْنَ الَّذِیْنَ یَعْمَلُوْنَ الصّٰلِحٰتِ اَنَّ لَهُمْ اَجْرًا حَسَنًا ۟ۙ

سم برابر دى، تر څو (خلک) د هغه (الله) له سخت عذاب څخه ووېروي، او هغو مومنانو ته چې سم كارونه كوي، زېرى وركړي چې يقيناً دوى لره ډېره ښه بدله (د جنت) ده. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 18

مَّاكِثِیْنَ فِیْهِ اَبَدًا ۟ۙ

په هغه كې به تر تله پاتې کېدونكي وي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 18

وَّیُنْذِرَ الَّذِیْنَ قَالُوا اتَّخَذَ اللّٰهُ وَلَدًا ۟ۗ

او هغه كسان هم ووېروي چې وايي: الله زوى نیولی. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 18

مَا لَهُمْ بِهٖ مِنْ عِلْمٍ وَّلَا لِاٰبَآىِٕهِمْ ؕ— كَبُرَتْ كَلِمَةً تَخْرُجُ مِنْ اَفْوَاهِهِمْ ؕ— اِنْ یَّقُوْلُوْنَ اِلَّا كَذِبًا ۟

په دې كې نه دوى څه پوهه لري، نه يې پلرونه، ډېره لويه (غلطه) خبره يې له خولي راوځي، خو پرته له دروغو بل څه نه وايي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 18

فَلَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَّفْسَكَ عَلٰۤی اٰثَارِهِمْ اِنْ لَّمْ یُؤْمِنُوْا بِهٰذَا الْحَدِیْثِ اَسَفًا ۟

نو ښايې ته له ډېره غمه د هغوى په وروسته ګرځېدو د خپل ځان وژونكى يې، كه په دې خبره يې ايمان رانه وړلو. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 18

اِنَّا جَعَلْنَا مَا عَلَی الْاَرْضِ زِیْنَةً لَّهَا لِنَبْلُوَهُمْ اَیُّهُمْ اَحْسَنُ عَمَلًا ۟

څه چې پر دې ځمكه دي هغه مو د هغې لپاره ښكلا ګرځولې، تر څو هغوى وازميو چې كوم يو يې په عمل كې ډېر غوره دى. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 18

وَاِنَّا لَجٰعِلُوْنَ مَا عَلَیْهَا صَعِیْدًا جُرُزًا ۟ؕ

او څه چې پر هغې دي، يقيناً موږ يې هوار ډاګ جوړونكي يو. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 18

اَمْ حَسِبْتَ اَنَّ اَصْحٰبَ الْكَهْفِ وَالرَّقِیْمِ كَانُوْا مِنْ اٰیٰتِنَا عَجَبًا ۟

آيا ته انګېرې چې د سمڅې او تختې والا زموږ له عجيبه نښانو څخه دي؟ info
التفاسير:

external-link copy
10 : 18

اِذْ اَوَی الْفِتْیَةُ اِلَی الْكَهْفِ فَقَالُوْا رَبَّنَاۤ اٰتِنَا مِنْ لَّدُنْكَ رَحْمَةً وَّهَیِّئْ لَنَا مِنْ اَمْرِنَا رَشَدًا ۟

كله چې هغو زلميانو سمڅې ته پناه يوړه نو ويې ويل: زموږ ربه! له خپل لوري دې موږ ته رحمت راكړه او په (دې) كار كې مو سمون راوله. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 18

فَضَرَبْنَا عَلٰۤی اٰذَانِهِمْ فِی الْكَهْفِ سِنِیْنَ عَدَدًا ۟ۙ

نو هغوى مو په هماغې سمڅه كې یو شمېر كلونو پورې په درانده خوب ويده كړل. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 18

ثُمَّ بَعَثْنٰهُمْ لِنَعْلَمَ اَیُّ الْحِزْبَیْنِ اَحْصٰی لِمَا لَبِثُوْۤا اَمَدًا ۟۠

بيا مو را پاڅول ترڅو وګورو د هغو له دوو ډلونه كومه يوه د خپلې استوګنې موده ښه شميرلاى شي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 18

نَحْنُ نَقُصُّ عَلَیْكَ نَبَاَهُمْ بِالْحَقِّ ؕ— اِنَّهُمْ فِتْیَةٌ اٰمَنُوْا بِرَبِّهِمْ وَزِدْنٰهُمْ هُدًی ۟ۗۖ

موږ یې ریښتیني کیسه درته کوو، هغوى څو تنه زلميان وو چې پر خپل پروردګار يې ايمان راوړى و او موږ یې هدايت لا ور زیات کړ. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 18

وَّرَبَطْنَا عَلٰی قُلُوْبِهِمْ اِذْ قَامُوْا فَقَالُوْا رَبُّنَا رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ لَنْ نَّدْعُوَاۡ مِنْ دُوْنِهٖۤ اِلٰهًا لَّقَدْ قُلْنَاۤ اِذًا شَطَطًا ۟

او د هغوى زړونه مو لا هغه مهال ورټينـګ كړي و كله چې دوى پاڅېدل او ويې ويل: زموږ رب خو هماغه د آسمانو او ځمكې رب دى، هېڅكله به له هغه پرته بل معبود راونه بولو، كنه بيا خو به مو ډېره غلطه خبره كړي وي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 18

هٰۤؤُلَآءِ قَوْمُنَا اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِهٖۤ اٰلِهَةً ؕ— لَوْلَا یَاْتُوْنَ عَلَیْهِمْ بِسُلْطٰنٍ بَیِّنٍ ؕ— فَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا ۟ؕ

زموږ دې قوم خو د الله نه پرته نور معبودان نيولي دي، د هغوى لپاره ولې كوم څرګند دليل نه راوړي؟ نو څوک به له هغه چا ډېر ظالم وي چې الله پورې دروغ تړي؟ info
التفاسير:

external-link copy
16 : 18

وَاِذِ اعْتَزَلْتُمُوْهُمْ وَمَا یَعْبُدُوْنَ اِلَّا اللّٰهَ فَاْوٗۤا اِلَی الْكَهْفِ یَنْشُرْ لَكُمْ رَبُّكُمْ مِّنْ رَّحْمَتِهٖ وَیُهَیِّئْ لَكُمْ مِّنْ اَمْرِكُمْ مِّرْفَقًا ۟

نو كله چې تاسو له دوى او له هغو چې دوى يې الله نه پرته لمانځي، ګوښه شوئ نو هغې سمڅې ته پناه يوسئ، ستاسو رب به خپل رحمت درباندې راخپور كړي او ستاسو چارو ته به سمون راوړي. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 18

وَتَرَی الشَّمْسَ اِذَا طَلَعَتْ تَّزٰوَرُ عَنْ كَهْفِهِمْ ذَاتَ الْیَمِیْنِ وَاِذَا غَرَبَتْ تَّقْرِضُهُمْ ذَاتَ الشِّمَالِ وَهُمْ فِیْ فَجْوَةٍ مِّنْهُ ؕ— ذٰلِكَ مِنْ اٰیٰتِ اللّٰهِ ؕ— مَنْ یَّهْدِ اللّٰهُ فَهُوَ الْمُهْتَدِ ۚ— وَمَنْ یُّضْلِلْ فَلَنْ تَجِدَ لَهٗ وَلِیًّا مُّرْشِدًا ۟۠

او كله چې لمر راخېژي نو ته به ګورې چې د دوى سمڅه پرېږدي، ښۍ خواته ترې اوړي او چې پرېوځي نو په كيڼه خوا ترې اوړي او هغوى يې په يوه ارت (پراخه) ميدان كې دي دا د الله له نښانو (يوه) ده. چاته چې الله نېغه لار وښوده نو هماغه لار موندونكى دى او څوک چې یې بې لارې كړي نو بيا به كوم لارښود ملګرى ورته ونه مومې. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 18

وَتَحْسَبُهُمْ اَیْقَاظًا وَّهُمْ رُقُوْدٌ ۖۗ— وَّنُقَلِّبُهُمْ ذَاتَ الْیَمِیْنِ وَذَاتَ الشِّمَالِ ۖۗ— وَكَلْبُهُمْ بَاسِطٌ ذِرَاعَیْهِ بِالْوَصِیْدِ ؕ— لَوِ اطَّلَعْتَ عَلَیْهِمْ لَوَلَّیْتَ مِنْهُمْ فِرَارًا وَّلَمُلِئْتَ مِنْهُمْ رُعْبًا ۟

او ته به يې ويښ ګڼي خو هغوى ويده دي او موږ يې په ښي او كيڼ لوري اړوو را اړوو اوسپى يې د غار په خوله كې غوړولې څنګلې پروت دى كه (يو ځل) سر ورښكاره كړې نو خامخا به په تېښته ترې راوګرځې او ډېر به يې له وېرې ډک شې. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 18

وَكَذٰلِكَ بَعَثْنٰهُمْ لِیَتَسَآءَلُوْا بَیْنَهُمْ ؕ— قَالَ قَآىِٕلٌ مِّنْهُمْ كَمْ لَبِثْتُمْ ؕ— قَالُوْا لَبِثْنَا یَوْمًا اَوْ بَعْضَ یَوْمٍ ؕ— قَالُوْا رَبُّكُمْ اَعْلَمُ بِمَا لَبِثْتُمْ ؕ— فَابْعَثُوْۤا اَحَدَكُمْ بِوَرِقِكُمْ هٰذِهٖۤ اِلَی الْمَدِیْنَةِ فَلْیَنْظُرْ اَیُّهَاۤ اَزْكٰی طَعَامًا فَلْیَاْتِكُمْ بِرِزْقٍ مِّنْهُ  وَلَا یُشْعِرَنَّ بِكُمْ اَحَدًا ۟

او په همدې (عجيبه) توګه مو راويښ هم كړل چې خپلو كې سره وپوښتي، نو يوه يې وويل: څومره به (دلته) ځنډېدلي ياست؟ ويلې يوه يا نيمه ورځ، بيا يې سره وويل: الله ښه پوه دى چې څومره ځنډېدلي ياست، خو يو كس مو له دغو سپينو روپيو سره ښار ته واستوئ چې وګوري كوم يوه سره ښه پاک خواړه دي نو بيا دې له هماغه نه څه خواړه درته راوړي او نرمي او هوښياري دې كوي او هېڅوک دې نه درباندې خبروي. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 18

اِنَّهُمْ اِنْ یَّظْهَرُوْا عَلَیْكُمْ یَرْجُمُوْكُمْ اَوْ یُعِیْدُوْكُمْ فِیْ مِلَّتِهِمْ وَلَنْ تُفْلِحُوْۤا اِذًا اَبَدًا ۟

ځكه چې دوى كه درباندې خبر او برلاسي شول نو يا به مو سنګسار كوي يا به مو د هغوى دين ته وراړوي او بيا به هېڅكله بريالي نه شئ. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 18

وَكَذٰلِكَ اَعْثَرْنَا عَلَیْهِمْ لِیَعْلَمُوْۤا اَنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ وَّاَنَّ السَّاعَةَ لَا رَیْبَ فِیْهَا ۚۗ— اِذْ یَتَنَازَعُوْنَ بَیْنَهُمْ اَمْرَهُمْ فَقَالُوا ابْنُوْا عَلَیْهِمْ بُنْیَانًا ؕ— رَبُّهُمْ اَعْلَمُ بِهِمْ ؕ— قَالَ الَّذِیْنَ غَلَبُوْا عَلٰۤی اَمْرِهِمْ لَنَتَّخِذَنَّ عَلَیْهِمْ مَّسْجِدًا ۟

او همداسې مو (خلک) پرې خبر كړل، څو وپوهېږي چې د الله وعده ریښتينې ده او دا چې په قيامت كې شک نشته، كله چې دوى په دې كې سره شخړه كوله نو ځينو وويل: په دوى يو دېوال جوړ كړئ، رب يې ډېر ښه پرې عالم دى خو هغو كسانو چې د دوى په كار برلاسي شوي وو، وويل: خامخا به يو مسجد (عبادت ځاى) پرې جوړوو. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 18

سَیَقُوْلُوْنَ ثَلٰثَةٌ رَّابِعُهُمْ كَلْبُهُمْ ۚ— وَیَقُوْلُوْنَ خَمْسَةٌ سَادِسُهُمْ كَلْبُهُمْ رَجْمًا بِالْغَیْبِ ۚ— وَیَقُوْلُوْنَ سَبْعَةٌ وَّثَامِنُهُمْ كَلْبُهُمْ ؕ— قُلْ رَّبِّیْۤ اَعْلَمُ بِعِدَّتِهِمْ مَّا یَعْلَمُهُمْ اِلَّا قَلِیْلٌ ۫۬— فَلَا تُمَارِ فِیْهِمْ اِلَّا مِرَآءً ظَاهِرًا ۪— وَّلَا تَسْتَفْتِ فِیْهِمْ مِّنْهُمْ اَحَدًا ۟۠

ځينې به ووايي هغوى درې وو، څلورم يې سپى دى، ځينې به وايي پنځه دي شپږم يې سپى دى، (دا ټول) د غیبو ګزارونه (بې دليله خبرې) دي، او ځينې به وايي اوه دي، اتم يې سپى دى، ورته ووايه: زما رب يې په شمېر ډېر ښه پوه دى، له كمو خلكو پرته بل چاته نه دي معلوم، نو د هغوى په هكله له سرسري خبرو پرته چا سره چېړ مه كوه اومه له هېچا د دوى په هكله فتوىٰ غواړه. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 18

وَلَا تَقُوْلَنَّ لِشَایْءٍ اِنِّیْ فَاعِلٌ ذٰلِكَ غَدًا ۟ۙ

او د يو شي په هكله دا مه وايه چې زه به سبا خامخا دا (كار) كوم. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 18

اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ اللّٰهُ ؗ— وَاذْكُرْ رَّبَّكَ اِذَا نَسِیْتَ وَقُلْ عَسٰۤی اَنْ یَّهْدِیَنِ رَبِّیْ لِاَقْرَبَ مِنْ هٰذَا رَشَدًا ۟

پرته له دې چې د الله اراده وشي، او كله چې درنه هېر شي نو خپل رب دې يادوه او دا وايه چې: ښايي خپل رب مې د نېكۍ خواته د ډېرې نږدې لارې ښوونه راته وكړي. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 18

وَلَبِثُوْا فِیْ كَهْفِهِمْ ثَلٰثَ مِائَةٍ سِنِیْنَ وَازْدَادُوْا تِسْعًا ۟

او هغوى په خپله سمڅه كې درې سوه كاله پاتې شول، او دوى نهه نور هم پرې ورزيات كړي دي. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 18

قُلِ اللّٰهُ اَعْلَمُ بِمَا لَبِثُوْا ۚ— لَهٗ غَیْبُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— اَبْصِرْ بِهٖ وَاَسْمِعْ ؕ— مَا لَهُمْ مِّنْ دُوْنِهٖ مِنْ وَّلِیٍّ ؗ— وَّلَا یُشْرِكُ فِیْ حُكْمِهٖۤ اَحَدًا ۟

ورته ووايه: الله ډېر ښه ورباندې پوه دى چې دوى څومره ځنډېدلي دي، د آسمانونو او ځمكې غيب ټول هغه لره دي، څومره ښه ليدونكى او اورېدونكى دى، له هغه پرته دوى لره څوک دوست نشته او نه په خپله واكمنۍ كې څوک شريكوي. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 18

وَاتْلُ مَاۤ اُوْحِیَ اِلَیْكَ مِنْ كِتَابِ رَبِّكَ ؕ— لَا مُبَدِّلَ لِكَلِمٰتِهٖ ۫ۚ— وَلَنْ تَجِدَ مِنْ دُوْنِهٖ مُلْتَحَدًا ۟

او (يوازې) هماغه څه ولوله چې ستا د رب له كتابه درته وحى شوي، د الله د خبرو هېڅ بدلوونكى نشته او نه به هېڅكله له هغه پرته بل د پناه ځاى ومومې. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 18

وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَدٰوةِ وَالْعَشِیِّ یُرِیْدُوْنَ وَجْهَهٗ وَلَا تَعْدُ عَیْنٰكَ عَنْهُمْ ۚ— تُرِیْدُ زِیْنَةَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۚ— وَلَا تُطِعْ مَنْ اَغْفَلْنَا قَلْبَهٗ عَنْ ذِكْرِنَا وَاتَّبَعَ هَوٰىهُ وَكَانَ اَمْرُهٗ فُرُطًا ۟

او خپل ځان دې له هغو خلكو سره ټينـګ كړه چې سبا بېګا خپل رب رابولي، د هغه رضا غواړي او له هغوى سترګې مه اړوه، آيا ته د دنيايي ژوند ښكلا غواړې؟ او د داسې كس مه منه چې موږ د هغه زړه له خپله ياده غافل كړى او په خپل هوس پسې روان شوى او كار يې (يو مخ) تباهي او زياتى دى. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 18

وَقُلِ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّكُمْ ۫— فَمَنْ شَآءَ فَلْیُؤْمِنْ وَّمَنْ شَآءَ فَلْیَكْفُرْ ۚ— اِنَّاۤ اَعْتَدْنَا لِلظّٰلِمِیْنَ نَارًا اَحَاطَ بِهِمْ سُرَادِقُهَا ؕ— وَاِنْ یَّسْتَغِیْثُوْا یُغَاثُوْا بِمَآءٍ كَالْمُهْلِ یَشْوِی الْوُجُوْهَ ؕ— بِئْسَ الشَّرَابُ ؕ— وَسَآءَتْ مُرْتَفَقًا ۟

او ووايه دا حق دى ستاسو د رب له خوا، نو څوک چې غواړي ودې مني او څوک چې غواړي نه دې مني، يقيناً موږ ظالمانو ته داسې اور چمتو كړى چې پردې يې له هغوى نه راچاپېر دي او كه (له تندې) فرياد كوي نو په داسې اوبو به يې پالنه وشي لكه د تېلو خټ چې مخونه وريتوي، (دا) ډېر بد څښاك او ناوړه استوګنځى دى. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 18

اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ اِنَّا لَا نُضِیْعُ اَجْرَ مَنْ اَحْسَنَ عَمَلًا ۟ۚ

يقيناً هغه خلک چې ايمان يې راوړى او سم كارونه يې كړي، نو موږ خو د هغه چا اجر نه ضايع كوو چې په عمل كې غوره وي. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 18

اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ جَنّٰتُ عَدْنٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهِمُ الْاَنْهٰرُ یُحَلَّوْنَ فِیْهَا مِنْ اَسَاوِرَ مِنْ ذَهَبٍ وَّیَلْبَسُوْنَ ثِیَابًا خُضْرًا مِّنْ سُنْدُسٍ وَّاِسْتَبْرَقٍ مُّتَّكِـِٕیْنَ فِیْهَا عَلَی الْاَرَآىِٕكِ ؕ— نِعْمَ الثَّوَابُ ؕ— وَحَسُنَتْ مُرْتَفَقًا ۟۠

هغوى لپاره همېشني جنتونه دي چى لاندې به يې ويالې بهيږي، هلته به د سرو زرو په وښيو (بنګړو) سينګار كړى شي او د نريو ورېښمو او اطلسو (مخملو) شنې جامې به واغوندي، هلته به يې پر تختونو تكيه وهلې وي، ډېر ښه اجر او غوره استوګنځى دى. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 18

وَاضْرِبْ لَهُمْ مَّثَلًا رَّجُلَیْنِ جَعَلْنَا لِاَحَدِهِمَا جَنَّتَیْنِ مِنْ اَعْنَابٍ وَّحَفَفْنٰهُمَا بِنَخْلٍ وَّجَعَلْنَا بَیْنَهُمَا زَرْعًا ۟ؕ

او هغوى ته يو مثال بيان كړه، لكه دوه تنه سړي وو، چې يوه ته يې موږ د انګورو دوه باغونه وركړي او هغه مو د كجورو په ونو پوښلي وو او د هغو ترمنځ مو كرونده پيدا كړې وه. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 18

كِلْتَا الْجَنَّتَیْنِ اٰتَتْ اُكُلَهَا وَلَمْ تَظْلِمْ مِّنْهُ شَیْـًٔا ۙ— وَّفَجَّرْنَا خِلٰلَهُمَا نَهَرًا ۟ۙ

دواړو باغونو به خپلې مېوې پوره وركولې او هېڅ شى به يې نه ترې كمول، او د هغو په منځ كې مو يوه وياله هم وبهوله. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 18

وَّكَانَ لَهٗ ثَمَرٌ ۚ— فَقَالَ لِصَاحِبِهٖ وَهُوَ یُحَاوِرُهٗۤ اَنَا اَكْثَرُ مِنْكَ مَالًا وَّاَعَزُّ نَفَرًا ۟

او (ښه) مېوه يې درلوده، نو هغه خپل ملګري ته په خبرو اترو كې وويل: زه له تانه هم په مال كې زيات او هم په مېړونو (کسانو) كې پتمن يم. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 18

وَدَخَلَ جَنَّتَهٗ وَهُوَ ظَالِمٌ لِّنَفْسِهٖ ۚ— قَالَ مَاۤ اَظُنُّ اَنْ تَبِیْدَ هٰذِهٖۤ اَبَدًا ۟ۙ

او خپل باغ ته ننوتلو په داسې حال كې چې پر خپل ځان ظلم كوونكى و، وېلې: زه خو ګومان نه كوم چې دا به كله هم پناه شي. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 18

وَّمَاۤ اَظُنُّ السَّاعَةَ قَآىِٕمَةً ۙ— وَّلَىِٕنْ رُّدِدْتُّ اِلٰی رَبِّیْ لَاَجِدَنَّ خَیْرًا مِّنْهَا مُنْقَلَبًا ۟ۚ

او ګومان نه كوم چې قيامت دې راتلونكى وي او خامخا كه خپل رب ته ورستون كړى شوم نو حتماً به له دې هم لاغوره ځاى بيا مومم. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 18

قَالَ لَهٗ صَاحِبُهٗ وَهُوَ یُحَاوِرُهٗۤ اَكَفَرْتَ بِالَّذِیْ خَلَقَكَ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُّطْفَةٍ ثُمَّ سَوّٰىكَ رَجُلًا ۟ؕ

ملګري يې په خبرو اترو كې ورته وويل: آيا له هغه ذاته منكر شوې چې ته يې له خاورې بيا له نطفې پيدا او وروسته يې سم روغ سړى جوړ كړې. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 18

لٰكِنَّاۡ هُوَ اللّٰهُ رَبِّیْ وَلَاۤ اُشْرِكُ بِرَبِّیْۤ اَحَدًا ۟

لیکن هماغه الله زما پالونکی دی، او خپل پالونکي سره هېڅوک هم نه شریکوم. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 18

وَلَوْلَاۤ اِذْ دَخَلْتَ جَنَّتَكَ قُلْتَ مَا شَآءَ اللّٰهُ ۙ— لَا قُوَّةَ اِلَّا بِاللّٰهِ ۚ— اِنْ تَرَنِ اَنَا اَقَلَّ مِنْكَ مَالًا وَّوَلَدًا ۟ۚ

او كله چې ته خپل باغ ته ننوتې، ولې دې ونه ويل: ما شاء الله د الله نه پرته بل ځواک نشته، كه ته مې لا هم په مال او اولاد كې له ځانه كم ګڼي. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 18

فَعَسٰی رَبِّیْۤ اَنْ یُّؤْتِیَنِ خَیْرًا مِّنْ جَنَّتِكَ وَیُرْسِلَ عَلَیْهَا حُسْبَانًا مِّنَ السَّمَآءِ فَتُصْبِحَ صَعِیْدًا زَلَقًا ۟ۙ

نو لرې نه ده چې رب مې ستا له باغه ماته غوره څه راكړي او (ستا) په هغه له اسمانه كوم آفت راكوز كړي چې ښویه ميدان وګرځي. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 18

اَوْ یُصْبِحَ مَآؤُهَا غَوْرًا فَلَنْ تَسْتَطِیْعَ لَهٗ طَلَبًا ۟

يا يې اوبه (په زمكه) ډوبې شې او بيا يې په هېڅ شان ونه لټولاى شې. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 18

وَاُحِیْطَ بِثَمَرِهٖ فَاَصْبَحَ یُقَلِّبُ كَفَّیْهِ عَلٰی مَاۤ اَنْفَقَ فِیْهَا وَهِیَ خَاوِیَةٌ عَلٰی عُرُوْشِهَا وَیَقُوْلُ یٰلَیْتَنِیْ لَمْ اُشْرِكْ بِرَبِّیْۤ اَحَدًا ۟

او (همداسې وشول) مېوه يې (ټوله) تباه شوه نو سبا يې په هغه لګښت لاسونه مروړل چې په هغه يې كړى و، او هغه (باغ) په خپلو څپرو باندې نسكور غورځېدلى و، ويلې ارمان چې له خپل رب سره مې څوک شريک نه وى ګڼلى. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 18

وَلَمْ تَكُنْ لَّهٗ فِئَةٌ یَّنْصُرُوْنَهٗ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَمَا كَانَ مُنْتَصِرًا ۟ؕ

او (بيا نو) د ده كومه داسې ډله نه وه چې مرسته يې كړې واى او نه يې خپله د ځان څه مرسته كولى شوه. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 18

هُنَالِكَ الْوَلَایَةُ لِلّٰهِ الْحَقِّ ؕ— هُوَ خَیْرٌ ثَوَابًا وَّخَیْرٌ عُقْبًا ۟۠

دلته نو ټوله واكمني الله لره ثابته شوه، هماغه (الله) هم په ثواب (وركولو) كې غوره دى او هم په انجام كې. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 18

وَاضْرِبْ لَهُمْ مَّثَلَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا كَمَآءٍ اَنْزَلْنٰهُ مِنَ السَّمَآءِ فَاخْتَلَطَ بِهٖ نَبَاتُ الْاَرْضِ فَاَصْبَحَ هَشِیْمًا تَذْرُوْهُ الرِّیٰحُ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ مُّقْتَدِرًا ۟

او دوى ته د دنيايي ژوند مثال بيان كړه، لكه له اسمانه چې اوبه راتويې كړو نو په دې سره د زمكې شنيلي سره ګډ شي (له ګڼوالي) او بيا سبا وچ خلي خځلې شي چې بادونه يې الوځوي او الله په هر څه قادر دى. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 18

اَلْمَالُ وَالْبَنُوْنَ زِیْنَةُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۚ— وَالْبٰقِیٰتُ الصّٰلِحٰتُ خَیْرٌ عِنْدَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَّخَیْرٌ اَمَلًا ۟

دا مال او زامن خو د دنيايي ژوند ښكلا ده او پايښت لرونكې نېكۍ ستا له رب سره هم په ثواب كې غوره دي او هم د هيلې له پلوه. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 18

وَیَوْمَ نُسَیِّرُ الْجِبَالَ وَتَرَی الْاَرْضَ بَارِزَةً ۙ— وَّحَشَرْنٰهُمْ فَلَمْ نُغَادِرْ مِنْهُمْ اَحَدًا ۟ۚ

او هغه ورځ چې غرونه وخوځوو او زمكه لغړه ووينې او دوى (ټول) داسې راغونډ كړو چې له هغو نه يو هم پرېنږدو. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 18

وَعُرِضُوْا عَلٰی رَبِّكَ صَفًّا ؕ— لَقَدْ جِئْتُمُوْنَا كَمَا خَلَقْنٰكُمْ اَوَّلَ مَرَّةٍ ؗ— بَلْ زَعَمْتُمْ اَلَّنْ نَّجْعَلَ لَكُمْ مَّوْعِدًا ۟

او (ټول به) ستا د رب حضور ته كتار كتار وړاندې كړى شي، دا دى تاسو خو داسى راته راغلئ لكه ړومبى ځل مو چې پيدا كړي وئ، بلكې تاسو لا داسې ګڼلې وه چې د وعدې هېڅ وخت به درته ونه ټاكو. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 18

وَوُضِعَ الْكِتٰبُ فَتَرَی الْمُجْرِمِیْنَ مُشْفِقِیْنَ مِمَّا فِیْهِ وَیَقُوْلُوْنَ یٰوَیْلَتَنَا مَالِ هٰذَا الْكِتٰبِ لَا یُغَادِرُ صَغِیْرَةً وَّلَا كَبِیْرَةً اِلَّاۤ اَحْصٰىهَا ۚ— وَوَجَدُوْا مَا عَمِلُوْا حَاضِرًا ؕ— وَلَا یَظْلِمُ رَبُّكَ اَحَدًا ۟۠

او (د عمل) كتاب به كېښودل شي نو ته به مجرمان ګورې چې له هغه څه نه وېرېدونكي دي، كوم چې په هغه (كتاب) كې دي او وايي به هاى زموږ بده بخته دا څنګه ليكنه ده چې (زموږ) وړه او غټه يې بې شمېرلو نه ده پريښې، او څه يې چې كړي وو حاضر به يې ومومي او ستا رب په هېچا ظلم نه كوي. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 18

وَاِذْ قُلْنَا لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اسْجُدُوْا لِاٰدَمَ فَسَجَدُوْۤا اِلَّاۤ اِبْلِیْسَ ؕ— كَانَ مِنَ الْجِنِّ فَفَسَقَ عَنْ اَمْرِ رَبِّهٖ ؕ— اَفَتَتَّخِذُوْنَهٗ وَذُرِّیَّتَهٗۤ اَوْلِیَآءَ مِنْ دُوْنِیْ وَهُمْ لَكُمْ عَدُوٌّ ؕ— بِئْسَ لِلظّٰلِمِیْنَ بَدَلًا ۟

او كله چې موږ ملايكو ته وويل: آدم ته سجده وكړئ نو له ابليس پرته ټولو سجده وكړه، هغه له پېريانو و نو (ځكه) د خپل رب له حكمه ووت، نو آيا اوس تاسو هغه او ځوځات يې له ما پرته خپل واكمنان جوړوئ حال دا چې هغوى مو غليمان دي، هغه د ظالمانو لپاره ناوړه بدل دى. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 18

مَاۤ اَشْهَدْتُّهُمْ خَلْقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَلَا خَلْقَ اَنْفُسِهِمْ ۪— وَمَا كُنْتُ مُتَّخِذَ الْمُضِلِّیْنَ عَضُدًا ۟

هغوى مې نه د اسمانو او زمكې پيدا كولو وخت كې حاضر كړي وو او نه مې خپله د دوى په پيدا كولو كې (شريک كړي وو) او نه داسې بې لاره كوونكي خپل مرستيالان نيسم. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 18

وَیَوْمَ یَقُوْلُ نَادُوْا شُرَكَآءِیَ الَّذِیْنَ زَعَمْتُمْ فَدَعَوْهُمْ فَلَمْ یَسْتَجِیْبُوْا لَهُمْ وَجَعَلْنَا بَیْنَهُمْ مَّوْبِقًا ۟

او هغه ورځ چې (الله) ووايي: (اوس) راوبلئ هغه چې ما سره مو شريكان ګڼلي وو، نو دوى به يې راوبلي خو هغوى به ځواب ورنكړي او موږ به د دوى ترمنځ د هلاكت يوه كنده منځ ته راوړو. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 18

وَرَاَ الْمُجْرِمُوْنَ النَّارَ فَظَنُّوْۤا اَنَّهُمْ مُّوَاقِعُوْهَا وَلَمْ یَجِدُوْا عَنْهَا مَصْرِفًا ۟۠

او دا مجرمان به هغه اور وويني نو يقين به يې راشي چې دوى حتماً پكې ورغورځېدونكي دي او له هغه د اړخ ته كېدو څه لورى به ونه مومي. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 18

وَلَقَدْ صَرَّفْنَا فِیْ هٰذَا الْقُرْاٰنِ لِلنَّاسِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ ؕ— وَكَانَ الْاِنْسَانُ اَكْثَرَ شَیْءٍ جَدَلًا ۟

او یقینا موږ په دې قرآن كې خلكو ته هر قسم بیان کړی دی، خو انسان له هر شي زيات جګړه مار دى. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 18

وَمَا مَنَعَ النَّاسَ اَنْ یُّؤْمِنُوْۤا اِذْ جَآءَهُمُ الْهُدٰی وَیَسْتَغْفِرُوْا رَبَّهُمْ اِلَّاۤ اَنْ تَاْتِیَهُمْ سُنَّةُ الْاَوَّلِیْنَ اَوْ یَاْتِیَهُمُ الْعَذَابُ قُبُلًا ۟

او كله چې خلكو ته هدايت راغى نو څه شي له دې ايسار كړل چې ايمان راوړي او خپل رب نه بخښنه وغواړي؟ پرته له دې چې (هماغه) د پخوانيو (مجرمانو) دستور (چې هلاكت دى) ورسره وشي يا مخامخ عذاب ورته راشي. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 18

وَمَا نُرْسِلُ الْمُرْسَلِیْنَ اِلَّا مُبَشِّرِیْنَ وَمُنْذِرِیْنَ ۚ— وَیُجَادِلُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِالْبَاطِلِ لِیُدْحِضُوْا بِهِ الْحَقَّ وَاتَّخَذُوْۤا اٰیٰتِیْ وَمَاۤ اُنْذِرُوْا هُزُوًا ۟

او موږ رسولان له دې پرته چې زېرى وركوونكي به وى، بل څه لپاره نه لېږو، او كافران د باطل په وسيله د حق له منځه وړلو لپاره جګړه كوي او زما پر آيتونو او هغو اخطارونو چې دوى ته وركړى شوي ملنډې وهي. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 18

وَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنْ ذُكِّرَ بِاٰیٰتِ رَبِّهٖ فَاَعْرَضَ عَنْهَا وَنَسِیَ مَا قَدَّمَتْ یَدٰهُ ؕ— اِنَّا جَعَلْنَا عَلٰی قُلُوْبِهِمْ اَكِنَّةً اَنْ یَّفْقَهُوْهُ وَفِیْۤ اٰذَانِهِمْ وَقْرًا ؕ— وَاِنْ تَدْعُهُمْ اِلَی الْهُدٰی فَلَنْ یَّهْتَدُوْۤا اِذًا اَبَدًا ۟

او تر هغه به لا بل كوم ظالم وي چې د خپل رب په آيتونو نصيحت ورته وشي خو دى ترې مخ واړوي او هغه څه هېر كړي چې خپلو لاسو يې وړاندې لېږلي، بې شکه موږ د هغوى په زړونو پردې اچولې چې ورباندې پوه نه شي او په غوږنو كې يې كوڼوالى دى او كه ته يې سمې لارې ته رابولي بيا هم هېڅكله، دوى لار موندونكي نه دي. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 18

وَرَبُّكَ الْغَفُوْرُ ذُو الرَّحْمَةِ ؕ— لَوْ یُؤَاخِذُهُمْ بِمَا كَسَبُوْا لَعَجَّلَ لَهُمُ الْعَذَابَ ؕ— بَلْ لَّهُمْ مَّوْعِدٌ لَّنْ یَّجِدُوْا مِنْ دُوْنِهٖ مَوْىِٕلًا ۟

او ستا رب بخښونكى، د رحمت خاوند دى، كه په هغه ګناه يې نيولي واى چې كړې يې ده نو سمدلاسه به يې عذاب ورته رالېږلى و، خو هغوى لره يوه نېټه ټاکل شوې چې بيا به له هغه پرته بل د پټېدو ځاى ونه مومي. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 18

وَتِلْكَ الْقُرٰۤی اَهْلَكْنٰهُمْ لَمَّا ظَلَمُوْا وَجَعَلْنَا لِمَهْلِكِهِمْ مَّوْعِدًا ۟۠

او دا كلي موږ هغه وخت تباه كړل چې كله يې ظلم وكړ او د دوى د هلاكت لپاره مو يوه نېټه ټاكلې وه. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 18

وَاِذْ قَالَ مُوْسٰی لِفَتٰىهُ لَاۤ اَبْرَحُ حَتّٰۤی اَبْلُغَ مَجْمَعَ الْبَحْرَیْنِ اَوْ اَمْضِیَ حُقُبًا ۟

او كله چې موسىٰ خپل ځوان (خدمتګار) ته وويل: تر هغه به ځمه چې د دواړو سيندونو يو ځاى كېدو (سيمې) ته ورسېږم، كنه تر ډېرو زمانو به همداسې روان يم. info
التفاسير:

external-link copy
61 : 18

فَلَمَّا بَلَغَا مَجْمَعَ بَیْنِهِمَا نَسِیَا حُوْتَهُمَا فَاتَّخَذَ سَبِیْلَهٗ فِی الْبَحْرِ سَرَبًا ۟

نو كله چې دواړه د سيندونو يو ځاى كېدو حد ته ورسېدل، خپل كب (ماهي) يې هېر كړ، نو (کب) په سمندر كې يې د يو سرنګ په شان خپله لار ونيوله. info
التفاسير:

external-link copy
62 : 18

فَلَمَّا جَاوَزَا قَالَ لِفَتٰىهُ اٰتِنَا غَدَآءَنَا ؗ— لَقَدْ لَقِیْنَا مِنْ سَفَرِنَا هٰذَا نَصَبًا ۟

نو كله چې تېر شول خپل ځوان (خدمتګار) ته يې وويل: راوړه هغه زموږ سبا نارى! په دې سفر كې خو له ډېرې ستومانۍ سره مخامخ شولو. info
التفاسير:

external-link copy
63 : 18

قَالَ اَرَءَیْتَ اِذْ اَوَیْنَاۤ اِلَی الصَّخْرَةِ فَاِنِّیْ نَسِیْتُ الْحُوْتَ ؗ— وَمَاۤ اَنْسٰىنِیْهُ اِلَّا الشَّیْطٰنُ اَنْ اَذْكُرَهٗ ۚ— وَاتَّخَذَ سَبِیْلَهٗ فِی الْبَحْرِ ۖۗ— عَجَبًا ۟

(ځوان خدمتګار) وویل: تا وليدل؟ كله چې هغه لوى ګټ سره مو دمه كړې وه، نو هماغلته كب رانه هېر شو، او له شيطانه پرته بل هېڅ شي نه دى رانه هېر كړى چې په ياد يې ولرم، او (كب) په عجيبه توګه سمندر كې خپله لار ونيوله. info
التفاسير:

external-link copy
64 : 18

قَالَ ذٰلِكَ مَا كُنَّا نَبْغِ ۖۗ— فَارْتَدَّا عَلٰۤی اٰثَارِهِمَا قَصَصًا ۟ۙ

موسىٰ -عليه السلام- وويل: موږ خو همدا غوښتل، نو دواړه قدم په قدم په شا راستانه شول. info
التفاسير:

external-link copy
65 : 18

فَوَجَدَا عَبْدًا مِّنْ عِبَادِنَاۤ اٰتَیْنٰهُ رَحْمَةً مِّنْ عِنْدِنَا وَعَلَّمْنٰهُ مِنْ لَّدُنَّا عِلْمًا ۟

نو زموږ له بندګانو يې يو بنده وموندلو چې هغه ته مو له خپل لوري رحمت وركړى و او له خپلې خوا مو په يو (خاص) علم پوه كړى و. info
التفاسير:

external-link copy
66 : 18

قَالَ لَهٗ مُوْسٰی هَلْ اَتَّبِعُكَ عَلٰۤی اَنْ تُعَلِّمَنِ مِمَّا عُلِّمْتَ رُشْدًا ۟

موسىٰ -علیه السلام- هغه ته وويل: آيا زه دې متابعت وكړم تر څو ماته هم د سمې لارې هغه علم راوښيي چې تاته دركړى شوى؟ info
التفاسير:

external-link copy
67 : 18

قَالَ اِنَّكَ لَنْ تَسْتَطِیْعَ مَعِیَ صَبْرًا ۟

هغه وویل: ته له ماسره صبر نشې كولاى. info
التفاسير:

external-link copy
68 : 18

وَكَیْفَ تَصْبِرُ عَلٰی مَا لَمْ تُحِطْ بِهٖ خُبْرًا ۟

او په هغه څه به څنګه صبر وكړې چې ته نه يې ترې خبر. info
التفاسير:

external-link copy
69 : 18

قَالَ سَتَجِدُنِیْۤ اِنْ شَآءَ اللّٰهُ صَابِرًا وَّلَاۤ اَعْصِیْ لَكَ اَمْرًا ۟

موسىٰ -علیه السلام- وويل: ان شاء الله (که الله وغواړي) ما به صابر ومومې او په هېڅ كار كې به دې سرغړونه ونه كړم. info
التفاسير:

external-link copy
70 : 18

قَالَ فَاِنِ اتَّبَعْتَنِیْ فَلَا تَسْـَٔلْنِیْ عَنْ شَیْءٍ حَتّٰۤی اُحْدِثَ لَكَ مِنْهُ ذِكْرًا ۟۠

ويلې: (ښه) نو كه په ما پسې ځې، بيا به مې تر هغه په يو شي كې نه پوښتې چې ما يې خپله يادونه درته نه وي كړې. info
التفاسير:

external-link copy
71 : 18

فَانْطَلَقَا ۫— حَتّٰۤی اِذَا رَكِبَا فِی السَّفِیْنَةِ خَرَقَهَا ؕ— قَالَ اَخَرَقْتَهَا لِتُغْرِقَ اَهْلَهَا ۚ— لَقَدْ جِئْتَ شَیْـًٔا اِمْرًا ۟

نو دواړه روان شول تر دې چې په بېړۍ كې سپاره شول نو هغه (خضر) سورى پكې وكړ، (موسىٰ -علیه السلام-) وويل: د دې لپاره دې سورۍ كړه چې خلک يې ډوب كړې؟ تا خو يو سخت (بد) كار وكړ. info
التفاسير:

external-link copy
72 : 18

قَالَ اَلَمْ اَقُلْ اِنَّكَ لَنْ تَسْتَطِیْعَ مَعِیَ صَبْرًا ۟

هغه وويل: نه مې و درته ويلي چې ته به ما سره صبر ونكړى شې؟ info
التفاسير:

external-link copy
73 : 18

قَالَ لَا تُؤَاخِذْنِیْ بِمَا نَسِیْتُ وَلَا تُرْهِقْنِیْ مِنْ اَمْرِیْ عُسْرًا ۟

(موسىٰ -علیه السلام ـ) ورته وويل: په هغه څه مې مه نيسه چې رانه هېر شوې وي او زما په (دې) كار كې سختي مه راباندې كوه. info
التفاسير:

external-link copy
74 : 18

فَانْطَلَقَا ۫— حَتّٰۤی اِذَا لَقِیَا غُلٰمًا فَقَتَلَهٗ ۙ— قَالَ اَقَتَلْتَ نَفْسًا زَكِیَّةً بِغَیْرِ نَفْسٍ ؕ— لَقَدْ جِئْتَ شَیْـًٔا نُّكْرًا ۟

بيا روان شول تر دې چې له يو هلک سره مخ شول، نو هغه يې ووژلو! (موسىٰ- علیه السلام-) وويل: آيا تا يو بې ګناه كس د بل كس د بدل نه پرته ووژلو؟ دا خو دې يو بد كار وكړ. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 18

قَالَ اَلَمْ اَقُلْ لَّكَ اِنَّكَ لَنْ تَسْتَطِیْعَ مَعِیَ صَبْرًا ۟

هغه وويل: ما نه وو درته ويلي چې ته ما سره صبر نه شې كولاى. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 18

قَالَ اِنْ سَاَلْتُكَ عَنْ شَیْ بَعْدَهَا فَلَا تُصٰحِبْنِیْ ۚ— قَدْ بَلَغْتَ مِنْ لَّدُنِّیْ عُذْرًا ۟

موسىٰ -علیه السلام- وويل: كه له دې وروسته مې په څه كې وپوښتلې نو بيا مې مه ملګرى كوه، اوس خو زما له خوا عذر درته ورسېدلې. info
التفاسير:

external-link copy
77 : 18

فَانْطَلَقَا ۫— حَتّٰۤی اِذَاۤ اَتَیَاۤ اَهْلَ قَرْیَةِ ١سْتَطْعَمَاۤ اَهْلَهَا فَاَبَوْا اَنْ یُّضَیِّفُوْهُمَا فَوَجَدَا فِیْهَا جِدَارًا یُّرِیْدُ اَنْ یَّنْقَضَّ فَاَقَامَهٗ ؕ— قَالَ لَوْ شِئْتَ لَتَّخَذْتَ عَلَیْهِ اَجْرًا ۟

بيا روان شول، تر دې چې د يوه كلي خلكو ته ورسېدل، او د هغه ځاى له خلكو يې خواړه وغوښتل خو هغوى يې له مېلمه كولو ډډه وكړه، بيا يې (هلته) يو دېوال پكې وليد چې غورځېدو ته چمتو و، نو هغه يې نېغ كړ، (موسىٰ -علیه السلام-) وويل: كه تا غوښتي واى، په دې به دې مزدوري اخيستې وه. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 18

قَالَ هٰذَا فِرَاقُ بَیْنِیْ وَبَیْنِكَ ۚ— سَاُنَبِّئُكَ بِتَاْوِیْلِ مَا لَمْ تَسْتَطِعْ عَّلَیْهِ صَبْرًا ۟

(خضر -عليه السلام-) ووېل: همدا زما او ستا ترمنځ بېلتون دى، اوس به دې د هغو خبرو په حقيقت خبر كړم چې تا صبر نه شو پرې كولاى. info
التفاسير:

external-link copy
79 : 18

اَمَّا السَّفِیْنَةُ فَكَانَتْ لِمَسٰكِیْنَ یَعْمَلُوْنَ فِی الْبَحْرِ فَاَرَدْتُّ اَنْ اَعِیْبَهَا وَكَانَ وَرَآءَهُمْ مَّلِكٌ یَّاْخُذُ كُلَّ سَفِیْنَةٍ غَصْبًا ۟

هر چې بېړۍ (کښتۍ) ده، نو د څو كسو مسكينانو وه چې په سمندر كې يې كار كولو نو ما وغوښتل چې عيب جنه يې كړم او ترې وړاندې يو پاچا و چې هره بېړۍ به يې په زور اخيستله. info
التفاسير:

external-link copy
80 : 18

وَاَمَّا الْغُلٰمُ فَكَانَ اَبَوٰهُ مُؤْمِنَیْنِ فَخَشِیْنَاۤ اَنْ یُّرْهِقَهُمَا طُغْیَانًا وَّكُفْرًا ۟ۚ

او هر چې هلک و، نو مور او پلار يې مومنان وو، موږ پرې وډارېدو چې (هسې به مور او پلار) سركښۍ او كفر ته ورټېل وهي. info
التفاسير:

external-link copy
81 : 18

فَاَرَدْنَاۤ اَنْ یُّبْدِلَهُمَا رَبُّهُمَا خَیْرًا مِّنْهُ زَكٰوةً وَّاَقْرَبَ رُحْمًا ۟

نو ومو غوښتل چې رب يې په بدل كې له هغه ډېر پاک او په صله رحمۍ كې لا ښه اولاد وركړي. info
التفاسير:

external-link copy
82 : 18

وَاَمَّا الْجِدَارُ فَكَانَ لِغُلٰمَیْنِ یَتِیْمَیْنِ فِی الْمَدِیْنَةِ وَكَانَ تَحْتَهٗ كَنْزٌ لَّهُمَا وَكَانَ اَبُوْهُمَا صَالِحًا ۚ— فَاَرَادَ رَبُّكَ اَنْ یَّبْلُغَاۤ اَشُدَّهُمَا وَیَسْتَخْرِجَا كَنْزَهُمَا ۖۗ— رَحْمَةً مِّنْ رَّبِّكَ ۚ— وَمَا فَعَلْتُهٗ عَنْ اَمْرِیْ ؕ— ذٰلِكَ تَاْوِیْلُ مَا لَمْ تَسْطِعْ عَّلَیْهِ صَبْرًا ۟ؕ۠

او هر چې دېوال دی، نو هغه د دوو يتيمانو دی په دې ښار كې، چې تر لاندې د هغوى خزانه ده او د دوى پلار يو ښه سړى و، نو ستا رب وغوښتل چې (كله) دوى ځوانۍ ته ورسيږي نو خپله خزانه به راوباسي، دا ستا د رب په رحمت سره (شوي دي) او ماله ځانه څه نه دي كړي، دا و د هغو كارونو حقيقت چې تا پرې صبر ونه شو كړاى. info
التفاسير:

external-link copy
83 : 18

وَیَسْـَٔلُوْنَكَ عَنْ ذِی الْقَرْنَیْنِ ؕ— قُلْ سَاَتْلُوْا عَلَیْكُمْ مِّنْهُ ذِكْرًا ۟ؕ

او له تانه د ذوالقرنين په هكله پوښتنه کوي، ورته وايه زه به يې څه حال درته واوروم. info
التفاسير:

external-link copy
84 : 18

اِنَّا مَكَّنَّا لَهٗ فِی الْاَرْضِ وَاٰتَیْنٰهُ مِنْ كُلِّ شَیْءٍ سَبَبًا ۟ۙ

بې شکه موږ هغه ته په زمكه كې قدرت وركړى و او هر ډول اسباب مو وركړي وو. info
التفاسير:

external-link copy
85 : 18

فَاَتْبَعَ سَبَبًا ۟

نو روان شو په یوه لاره. info
التفاسير:

external-link copy
86 : 18

حَتّٰۤی اِذَا بَلَغَ مَغْرِبَ الشَّمْسِ وَجَدَهَا تَغْرُبُ فِیْ عَیْنٍ حَمِئَةٍ وَّوَجَدَ عِنْدَهَا قَوْمًا ؕ۬— قُلْنَا یٰذَا الْقَرْنَیْنِ اِمَّاۤ اَنْ تُعَذِّبَ وَاِمَّاۤ اَنْ تَتَّخِذَ فِیْهِمْ حُسْنًا ۟

تر دې چې د لمر ډوبېدو تر حده ورسېدلو، او هغه يې داسې وموندلو چې په يوه توره چيكړه چينه كې ډوبيږي او ورسره يې يو قوم هم وموندو، موږ وويل: ای ذوالقرنينه! (خوښه دې) يا يې په عذاب كړه او يا ورسره ښه چلند ونيسه. info
التفاسير:

external-link copy
87 : 18

قَالَ اَمَّا مَنْ ظَلَمَ فَسَوْفَ نُعَذِّبُهٗ ثُمَّ یُرَدُّ اِلٰی رَبِّهٖ فَیُعَذِّبُهٗ عَذَابًا نُّكْرًا ۟

هغه وويل: هر هغه څوک چې له دوى نه ظلم وكړي نو موږ به هغه ته څه سزا وركړو، بيا به د خپل رب لور ته ورستون كړى شي او هغه به (لا) سخته سزا وركړي. info
التفاسير:

external-link copy
88 : 18

وَاَمَّا مَنْ اٰمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَلَهٗ جَزَآءَ ١لْحُسْنٰی ۚ— وَسَنَقُوْلُ لَهٗ مِنْ اَمْرِنَا یُسْرًا ۟ؕ

خو څوک چې ايمان راوړي او سم كارونه وكړي نو د هغه لپاره غوره بدله ده او موږ به هم په خپلو چارو كې اسانه حكم وركړو. info
التفاسير:

external-link copy
89 : 18

ثُمَّ اَتْبَعَ سَبَبًا ۟

بیا په (یوه بله) لاره روان شو. info
التفاسير:

external-link copy
90 : 18

حَتّٰۤی اِذَا بَلَغَ مَطْلِعَ الشَّمْسِ وَجَدَهَا تَطْلُعُ عَلٰی قَوْمٍ لَّمْ نَجْعَلْ لَّهُمْ مِّنْ دُوْنِهَا سِتْرًا ۟ۙ

تر دې چې د لمر خاته حد ته ورسېدو نو هغه يې ولېدو چې په يو داسې قوم راخيژي چې له هغه نه د پټېدو څه شى مو نه و وركړى. info
التفاسير:

external-link copy
91 : 18

كَذٰلِكَ ؕ— وَقَدْ اَحَطْنَا بِمَا لَدَیْهِ خُبْرًا ۟

همداسې و، او له هغه سره چې څه و، موږ ته يې علم و. info
التفاسير:

external-link copy
92 : 18

ثُمَّ اَتْبَعَ سَبَبًا ۟

بیا په (یوه بله) لاره روان شو. info
التفاسير:

external-link copy
93 : 18

حَتّٰۤی اِذَا بَلَغَ بَیْنَ السَّدَّیْنِ وَجَدَ مِنْ دُوْنِهِمَا قَوْمًا ۙ— لَّا یَكَادُوْنَ یَفْقَهُوْنَ قَوْلًا ۟

تر دې چې دوو غرونو منځ ته ورسېدو، نو له هغو سره يې داسې يو قوم بياموندو چې نږدې نه وه چې (د ذوالقرنين) په خبره وپوهېږي. info
التفاسير:

external-link copy
94 : 18

قَالُوْا یٰذَا الْقَرْنَیْنِ اِنَّ یَاْجُوْجَ وَمَاْجُوْجَ مُفْسِدُوْنَ فِی الْاَرْضِ فَهَلْ نَجْعَلُ لَكَ خَرْجًا عَلٰۤی اَنْ تَجْعَلَ بَیْنَنَا وَبَیْنَهُمْ سَدًّا ۟

دوی وویل: ای ذوالقرنین! بی شکه چې یاجوج او ماجوج فساد کوونکي دي په زمکه کې نو آیا موږ تاته محصول (خرچه) درکړو چې ته زموږ او د هغوی تر منځ یو غټ دېوال جوړ کړې؟ info
التفاسير:

external-link copy
95 : 18

قَالَ مَا مَكَّنِّیْ فِیْهِ رَبِّیْ خَیْرٌ فَاَعِیْنُوْنِیْ بِقُوَّةٍ اَجْعَلْ بَیْنَكُمْ وَبَیْنَهُمْ رَدْمًا ۟ۙ

هغه وويل: زما رب چې ماته د كوم شي وس راكړى، هغه غوره دى نو تاسو ما سره په (ځاني) طاقت مرسته وكړئ چې ستاسو او د هغوی ترمنځ يو دېوال جوړ كړم. info
التفاسير:

external-link copy
96 : 18

اٰتُوْنِیْ زُبَرَ الْحَدِیْدِ ؕ— حَتّٰۤی اِذَا سَاوٰی بَیْنَ الصَّدَفَیْنِ قَالَ انْفُخُوْا ؕ— حَتّٰۤی اِذَا جَعَلَهٗ نَارًا ۙ— قَالَ اٰتُوْنِیْۤ اُفْرِغْ عَلَیْهِ قِطْرًا ۟ؕ

ماته اوسپنيزې تختېراوړئ تر دې چې هغه د دواړو غرونو ترمنځ (دېوال) برابر كړ، وېلې: (اوس) پو كړئ، تر دې چې هغه يې (بالكل) اور وګرځولو، وېلې: راوړئ چې اوس ويلې شوې تامبه (مس یا پیتل) پرې واچوم. info
التفاسير:

external-link copy
97 : 18

فَمَا اسْطَاعُوْۤا اَنْ یَّظْهَرُوْهُ وَمَا اسْتَطَاعُوْا لَهٗ نَقْبًا ۟

نو بيا هغوى (يأجوج او مأجوج) نه ورباندې راختلى شول او نه يې پكې سورى كولى شو. info
التفاسير:

external-link copy
98 : 18

قَالَ هٰذَا رَحْمَةٌ مِّنْ رَّبِّیْ ۚ— فَاِذَا جَآءَ وَعْدُ رَبِّیْ جَعَلَهٗ دَكَّآءَ ۚ— وَكَانَ وَعْدُ رَبِّیْ حَقًّا ۟ؕ

(ذوالقرنين) وويل: دا زما د رب له خوا يوه مهرباني ده، نو كله چې زما د رب وعده راشي نو دا به هوار ميده ميده كړي او زما د رب وعده رښتينې ده. info
التفاسير:

external-link copy
99 : 18

وَتَرَكْنَا بَعْضَهُمْ یَوْمَىِٕذٍ یَّمُوْجُ فِیْ بَعْضٍ وَّنُفِخَ فِی الصُّوْرِ فَجَمَعْنٰهُمْ جَمْعًا ۟ۙ

او په هغه ورځ به خلک پرېږدو چې (د څپو په څېر) يو بل كې سره ګډ شي او شپېلۍ به پو كړى شي نو ټول به (يو ځاى) راغونډ كړو. info
التفاسير:

external-link copy
100 : 18

وَّعَرَضْنَا جَهَنَّمَ یَوْمَىِٕذٍ لِّلْكٰفِرِیْنَ عَرْضَا ۟ۙ

او په هماغه ورځ به كافرانو ته جهنم ورمخې ته كړو. info
التفاسير:

external-link copy
101 : 18

١لَّذِیْنَ كَانَتْ اَعْیُنُهُمْ فِیْ غِطَآءٍ عَنْ ذِكْرِیْ وَكَانُوْا لَا یَسْتَطِیْعُوْنَ سَمْعًا ۟۠

هغوى چې زما له ياده (نصيحته) يې سترګې په پردو كې وې او (حق خبره يې) اورېدلى هم نه شوه. info
التفاسير:

external-link copy
102 : 18

اَفَحَسِبَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اَنْ یَّتَّخِذُوْا عِبَادِیْ مِنْ دُوْنِیْۤ اَوْلِیَآءَ ؕ— اِنَّاۤ اَعْتَدْنَا جَهَنَّمَ لِلْكٰفِرِیْنَ نُزُلًا ۟

نو آيا هغه خلک چې كافر شوي دا ګومان کوي چې له ما پرته زما بندګان خپل ملګري (معبودان) ونيسي؟ د دغه شان كافرانو د مېلمستيا لپاره مو جهنم تيار كړى دى. info
التفاسير:

external-link copy
103 : 18

قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُمْ بِالْاَخْسَرِیْنَ اَعْمَالًا ۟ؕ

ورته ووايه: چې آيا په عمل كې تر ټولو تاواني خلک دروښيم؟ info
التفاسير:

external-link copy
104 : 18

اَلَّذِیْنَ ضَلَّ سَعْیُهُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَهُمْ یَحْسَبُوْنَ اَنَّهُمْ یُحْسِنُوْنَ صُنْعًا ۟

هغوى (دي) چې په دنيايي ژوند كې يې ټولې هڅې بې لارې شوې دي خو دا ګومان كوي چې دوى ښه كارونه كوي. info
التفاسير:

external-link copy
105 : 18

اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِاٰیٰتِ رَبِّهِمْ وَلِقَآىِٕهٖ فَحَبِطَتْ اَعْمَالُهُمْ فَلَا نُقِیْمُ لَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ وَزْنًا ۟

دا هغه كسان دي چې د خپل رب له آيتونو او هغه سره مخامېدلو نه منكر شول او ټول عملونه يې عبث لاړل نو موږ به هغوى ته د قيامت په ورځ څه وزن ورنكړو. info
التفاسير:

external-link copy
106 : 18

ذٰلِكَ جَزَآؤُهُمْ جَهَنَّمُ بِمَا كَفَرُوْا وَاتَّخَذُوْۤا اٰیٰتِیْ وَرُسُلِیْ هُزُوًا ۟

(خبره) دا ده چې سزا د دوی جهنم ده، په دې چې كافر شوي او زما پر آيتونو او رسولانو يې ملنډې وهلې دي. info
التفاسير:

external-link copy
107 : 18

اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ كَانَتْ لَهُمْ جَنّٰتُ الْفِرْدَوْسِ نُزُلًا ۟ۙ

يقيناً هغو كسانو چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي، د هغوى لپاره به د فردوس باغونه مېلمستيا وي. info
التفاسير:

external-link copy
108 : 18

خٰلِدِیْنَ فِیْهَا لَا یَبْغُوْنَ عَنْهَا حِوَلًا ۟

تل به پكى اوسېدونكي وي، هېڅكله به له هغه ځايه بدلېدل ونه غواړي. info
التفاسير:

external-link copy
109 : 18

قُلْ لَّوْ كَانَ الْبَحْرُ مِدَادًا لِّكَلِمٰتِ رَبِّیْ لَنَفِدَ الْبَحْرُ قَبْلَ اَنْ تَنْفَدَ كَلِمٰتُ رَبِّیْ وَلَوْ جِئْنَا بِمِثْلِهٖ مَدَدًا ۟

ووايه: كه چېرې سمندر زما د رب د خبرو سياهي شي نو هغه به هم ختمه شي، له هغه مخكې چې زما د رب خبرې پاى ته ورسېږي، كه څه هم همدومره ورسره نوره كومكي راوړو. info
التفاسير:

external-link copy
110 : 18

قُلْ اِنَّمَاۤ اَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ یُوْحٰۤی اِلَیَّ اَنَّمَاۤ اِلٰهُكُمْ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ ۚ— فَمَنْ كَانَ یَرْجُوْا لِقَآءَ رَبِّهٖ فَلْیَعْمَلْ عَمَلًا صَالِحًا وَّلَا یُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهٖۤ اَحَدًا ۟۠

ووايه: خبره دا ده چې زه خو ستاسو په شان يو انسان يم، ماته وحى شوې چې بې شكه ستاسو معبود هماغه يو معبود دى، نو هر څوک چې له خپل رب سره د ملاقات هيله لري هغه دې سم كارونه وكړي او د خپل رب په عبادت كې دې بل هېڅوك نه شريكوي. info
التفاسير: