Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ബഖറഃ   ആയത്ത്:
وَاذْكُرُوا اللّٰهَ فِیْۤ اَیَّامٍ مَّعْدُوْدٰتٍ ؕ— فَمَنْ تَعَجَّلَ فِیْ یَوْمَیْنِ فَلَاۤ اِثْمَ عَلَیْهِ ۚ— وَمَنْ تَاَخَّرَ فَلَاۤ اِثْمَ عَلَیْهِ ۙ— لِمَنِ اتَّقٰی ؕ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاعْلَمُوْۤا اَنَّكُمْ اِلَیْهِ تُحْشَرُوْنَ ۟
او یادوئ! الله تعالی په څو شمیرل شویو ورځو (د تشریق) کې، نو هر چا چې بیړه وکړه (په تلو کې له منی څخه مکې ته) په دوو ورځو کې نو نشته هیڅ ګناه پر دغه تلوار کوونکی او هر چا چې تاخیر وکړ نو نشته هیڅ ګناه په ده باندې دا (بېګناهی) د هغه چا لپاره ده چې پرهیز يې کړی وي (له مناهیو څخه). او له الله څخه (تل) وېرېږئ! او پوهه شئ چې بېشکه تاسې خاص الله ته ورټولېږئ (د سزا لپاره).
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَمِنَ النَّاسِ مَنْ یُّعْجِبُكَ قَوْلُهٗ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَیُشْهِدُ اللّٰهَ عَلٰی مَا فِیْ قَلْبِهٖ ۙ— وَهُوَ اَلَدُّ الْخِصَامِ ۟
په انسانانو كې ځینې داسې دي چې د هغه خبرې د دنيا په ژوند كې تا ته ډېرې ښې ښكاري او هغه الله شاهد نيسي پر هغه څه چې په زړه کې یې دي، حال دا چې هغه ډېر سخت دي په جګړه او عداوت کې.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَاِذَا تَوَلّٰی سَعٰی فِی الْاَرْضِ لِیُفْسِدَ فِیْهَا وَیُهْلِكَ الْحَرْثَ وَالنَّسْلَ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یُحِبُّ الْفَسَادَ ۟
او کله چې بېرته وګرځي (له تانه اې محمده!) نو ګړندی ګرځي په زمکه کې د دې لپاره چې په هغې (زمکه) کې فساد وکړي، او کښت (فصل) او ساکښان (ذي روح) (په سوځولو او وژلو سره) له منځه یوسي، حال دا چې الله فساد نه خوښوي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَاِذَا قِیْلَ لَهُ اتَّقِ اللّٰهَ اَخَذَتْهُ الْعِزَّةُ بِالْاِثْمِ فَحَسْبُهٗ جَهَنَّمُ ؕ— وَلَبِئْسَ الْمِهَادُ ۟
او کله چې ورته وویل شي چې له الله تعالی څخه ووېرېږئ، نو غرور (عار او ننګ) یې په ګناه کولو ټینګوي، نو پس کافي دی ده ته جهنم (عذاب د اور) او ډېر بد ځای د اوسېدو دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَمِنَ النَّاسِ مَنْ یَّشْرِیْ نَفْسَهُ ابْتِغَآءَ مَرْضَاتِ اللّٰهِ ؕ— وَاللّٰهُ رَءُوْفٌۢ بِالْعِبَادِ ۟
او په انسانانو کې ځینې داسې کسان دي چې د الله د رضا لپاره خپل نفس خرڅوي (قرباني کوي) او الله پر بندګانو ډېر مهربان دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا ادْخُلُوْا فِی السِّلْمِ كَآفَّةً ۪— وَلَا تَتَّبِعُوْا خُطُوٰتِ الشَّیْطٰنِ ؕ— اِنَّهٗ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِیْنٌ ۟
اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! په اسلام کې په هراړخیز ډول ننوځئ او د شیطان پیروي مه کوئ، بېشکه هغه (شیطان) ستاسي ښکاره دښمن دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
فَاِنْ زَلَلْتُمْ مِّنْ بَعْدِ مَا جَآءَتْكُمُ الْبَیِّنٰتُ فَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟
بیا که تاسي وښویېدئ وروسته له هغې چې تاسي ته ښکاره معجزې راغلي دي، نو پوهه شئ چې بېشکه الله ډېر غالب دی (په انفاذ د احکامو) لوی حکمت والا دی (چې هر کار په تدبیر او مصلحت سره کوي).
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
هَلْ یَنْظُرُوْنَ اِلَّاۤ اَنْ یَّاْتِیَهُمُ اللّٰهُ فِیْ ظُلَلٍ مِّنَ الْغَمَامِ وَالْمَلٰٓىِٕكَةُ وَقُضِیَ الْاَمْرُ ؕ— وَاِلَی اللّٰهِ تُرْجَعُ الْاُمُوْرُ ۟۠
دوی انتظار نه كوي مګر د دې چې الله تعالی دوی ته د ورېځو په سیورو كې راشي او ملايك (پریښتې هم) او معامله فیصله كړى شي، او ټولې چارې یوازې الله ته ورګرځول كېږي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ബഖറഃ
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

റബ്‌വ ഇസ്‌ലാമിക് ദഅ്വാ ആൻഡ് ഗൈഡൻസ് സെൻററിൻ്റെയും കോൺടെന്റ് ഇൻ ലാംഗ്വേജസ് സർവീസ് അസോസിയേഷൻ്റെയും സഹകരണത്തോടെ മർകസ് റുവാദ് തർജമ വിഭാഗം വിവർത്തനം ചെയ്തത്.

അടക്കുക