Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ന്നൂർ   ആയത്ത്:
وَاَنْكِحُوا الْاَیَامٰی مِنْكُمْ وَالصّٰلِحِیْنَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَاِمَآىِٕكُمْ ؕ— اِنْ یَّكُوْنُوْا فُقَرَآءَ یُغْنِهِمُ اللّٰهُ مِنْ فَضْلِهٖ ؕ— وَاللّٰهُ وَاسِعٌ عَلِیْمٌ ۟
ستاسو له بې واده كسانو او ستاسي له مريانواو وينځو څخه چې څوك نيكان وي، د هغوی نكاح وكړئ، كه هغوى بې وزلي وي، الله به يې له خپل فضله شتمن كړي او الله پراخي راوستونكى او ډېر پوه دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَلْیَسْتَعْفِفِ الَّذِیْنَ لَا یَجِدُوْنَ نِكَاحًا حَتّٰی یُغْنِیَهُمُ اللّٰهُ مِنْ فَضْلِهٖ ؕ— وَالَّذِیْنَ یَبْتَغُوْنَ الْكِتٰبَ مِمَّا مَلَكَتْ اَیْمَانُكُمْ فَكَاتِبُوْهُمْ اِنْ عَلِمْتُمْ فِیْهِمْ خَیْرًا ۖۗ— وَّاٰتُوْهُمْ مِّنْ مَّالِ اللّٰهِ الَّذِیْۤ اٰتٰىكُمْ ؕ— وَلَا تُكْرِهُوْا فَتَیٰتِكُمْ عَلَی الْبِغَآءِ اِنْ اَرَدْنَ تَحَصُّنًا لِّتَبْتَغُوْا عَرَضَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ؕ— وَمَنْ یُّكْرِهْهُّنَّ فَاِنَّ اللّٰهَ مِنْ بَعْدِ اِكْرَاهِهِنَّ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
او هغه كسان دې پاك لمني اوسي چې نكاح نه مومي، تر دې چې الله يې له خپل فضله غنيان كړي او ستاسي له مريانو او وينځو نه چې څوك په بدل وركولو ازادي غواړي نو لوظ ليكنه ورسره وكړئ كه په هغوى كې درته خير معلومېدو او هغوى ته يې له ماله څه وركوئ چې الله تاسي ته دركړى دى. او د دې لپاره خپلې وينځې بدكارۍ ته مه اړ باسئ چې دنيوي ګټه ترلاسه كړئ كه چيرې هغوى پاك لمني غوښتله، او څوك چې هغوى اړ باسي نو له (داسې) اړ اېستلو وروسته الله (وینځو ته) بخښونكى مهربان دى.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَلَقَدْ اَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكُمْ اٰیٰتٍ مُّبَیِّنٰتٍ وَّمَثَلًا مِّنَ الَّذِیْنَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِكُمْ وَمَوْعِظَةً لِّلْمُتَّقِیْنَ ۟۠
او بې شکه تاسو ته مو روښانه، روښانه آیتونه او د هغو خلکو بېلګې نازلې كړې دي چې له تاسو مخكې تېر شوي او د متقيانو لپاره نصيحت.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اَللّٰهُ نُوْرُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— مَثَلُ نُوْرِهٖ كَمِشْكٰوةٍ فِیْهَا مِصْبَاحٌ ؕ— اَلْمِصْبَاحُ فِیْ زُجَاجَةٍ ؕ— اَلزُّجَاجَةُ كَاَنَّهَا كَوْكَبٌ دُرِّیٌّ یُّوْقَدُ مِنْ شَجَرَةٍ مُّبٰرَكَةٍ زَیْتُوْنَةٍ لَّا شَرْقِیَّةٍ وَّلَا غَرْبِیَّةٍ ۙ— یَّكَادُ زَیْتُهَا یُضِیْٓءُ وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ ؕ— نُوْرٌ عَلٰی نُوْرٍ ؕ— یَهْدِی اللّٰهُ لِنُوْرِهٖ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَیَضْرِبُ اللّٰهُ الْاَمْثَالَ لِلنَّاسِ ؕ— وَاللّٰهُ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟ۙ
الله د آسمانو او ځمكې نور (روښانوونكى) دى، د هغه د نور مثال داسې دى لكه يوه تاخچه كې چې ډېوه وي، ډېوه په يوه شيشه كې وي، شيشه هم داسې لكه يو ځلېدونكى ستورى چې (هغه ډېوه) د ښوون د كومې داسې بركتي ونې (له تېلو) بله شوې وي چې هغه نه ختيځه وي، نه لويديځه نږدې وي چې تېل يې په خپله رڼا وكړي كه څه هم اور نه وي ورته رسېدلى، (داسې چې) د رڼا له پاسه رڼا وي چاته چې د الله خوښه شي د خپل نور خواته يې لارښوونه كوي او الله خلكو ته (همداسې) مثالونه بيانوي او الله په هر شي ښه پوه دى.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
فِیْ بُیُوْتٍ اَذِنَ اللّٰهُ اَنْ تُرْفَعَ وَیُذْكَرَ فِیْهَا اسْمُهٗ ۙ— یُسَبِّحُ لَهٗ فِیْهَا بِالْغُدُوِّ وَالْاٰصَالِ ۟ۙ
په هغو كورونو كې چې الله يې د اوچتولو او په هغو كې د هغه د نوم يادولو حكم كړى دى په هغو كې سهار او ماښام د هغه تسبيح وايي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ന്നൂർ
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

റബ്‌വ ഇസ്‌ലാമിക് ദഅ്വാ ആൻഡ് ഗൈഡൻസ് സെൻററിൻ്റെയും കോൺടെന്റ് ഇൻ ലാംഗ്വേജസ് സർവീസ് അസോസിയേഷൻ്റെയും സഹകരണത്തോടെ മർകസ് റുവാദ് തർജമ വിഭാഗം വിവർത്തനം ചെയ്തത്.

അടക്കുക