Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: സ്സുമർ   ആയത്ത്:
اِنَّاۤ اَنْزَلْنَا عَلَیْكَ الْكِتٰبَ لِلنَّاسِ بِالْحَقِّ ۚ— فَمَنِ اهْتَدٰی فَلِنَفْسِهٖ ۚ— وَمَنْ ضَلَّ فَاِنَّمَا یَضِلُّ عَلَیْهَا ۚ— وَمَاۤ اَنْتَ عَلَیْهِمْ بِوَكِیْلٍ ۟۠
په رېښتيا مونږ (دا) كتاب په حقه د خلكو لپاره درباندې نازل كړى نو څوك چې په سمه لار برابر شو، (ګټه يې) د خپل ځان لپاره ده او څوك چې بې لارې شو نو له شک پرته پر خپل ځان يې (تاوان) دى او ته ورباندې (ذمه وار) ساتونكى نه يې.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اَللّٰهُ یَتَوَفَّی الْاَنْفُسَ حِیْنَ مَوْتِهَا وَالَّتِیْ لَمْ تَمُتْ فِیْ مَنَامِهَا ۚ— فَیُمْسِكُ الَّتِیْ قَضٰی عَلَیْهَا الْمَوْتَ وَیُرْسِلُ الْاُخْرٰۤی اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّتَفَكَّرُوْنَ ۟
(همغه) الله د مرګ پر وخت كې ساګانې اخلي او د كومو چې مرګ نه وي راغلى په خوب كې (يې اخلي) بيا چې په هر چا د مرګ پرېکړه شوې وي هغه ايساروي او نورې تر يوې ټاكلې نېټې بېرته راليږي، په دې كې په رېښتيا د هغو خلكو لپاره ډېرې نښانې دي چې فکر کوي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اَمِ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ شُفَعَآءَ ؕ— قُلْ اَوَلَوْ كَانُوْا لَا یَمْلِكُوْنَ شَیْـًٔا وَّلَا یَعْقِلُوْنَ ۟
آيا هغوى له الله پرته نور سفارش كوونكي نيولي دي؟ ووايه: آيا كه څه هم هغوى نه د كوم شي واک لري او نه عقل لري؟
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
قُلْ لِّلّٰهِ الشَّفَاعَةُ جَمِیْعًا ؕ— لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— ثُمَّ اِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟
ورته ووایه: سفارش ټول د الله په واک کې دی همغه لره د اسمانو او ځمكې پاچايي ده، بيا به تاسې (ټول) د همغه لور ته ورګرځول كېږئ.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَاِذَا ذُكِرَ اللّٰهُ وَحْدَهُ اشْمَاَزَّتْ قُلُوْبُ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ ۚ— وَاِذَا ذُكِرَ الَّذِیْنَ مِنْ دُوْنِهٖۤ اِذَا هُمْ یَسْتَبْشِرُوْنَ ۟
او كله چې يوازى (يو) الله ياد شي نو د هغو خلكو زړونه كركه كوي چې آخرت نه مني او کله چې له هغه پرته نور ياد شي، يو دم هغوى په خوشالۍ شي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
قُلِ اللّٰهُمَّ فَاطِرَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ عٰلِمَ الْغَیْبِ وَالشَّهَادَةِ اَنْتَ تَحْكُمُ بَیْنَ عِبَادِكَ فِیْ مَا كَانُوْا فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ ۟
ووايه: يا الله! د اسمانونو او ځمكې پيدا كوونكيه (او) په پټو او ښكاره پوهېدونكيه! همدا ته به د خپلو بندګانو تر منځ په هغه څه كې پرېکړه كوې چې هغوى به پكې اختلافات كولو.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَلَوْ اَنَّ لِلَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مَا فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا وَّمِثْلَهٗ مَعَهٗ لَافْتَدَوْا بِهٖ مِنْ سُوْٓءِ الْعَذَابِ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— وَبَدَا لَهُمْ مِّنَ اللّٰهِ مَا لَمْ یَكُوْنُوْا یَحْتَسِبُوْنَ ۟
او كه د ځمكى ټول شته او ورسره همدومره نور د هغو خلكو وي چې ظلمونه يې كړي، نو د قيامت په ورځ به يې د ناكاره عذاب بدله كې خامخا وركړي، او هغوى ته به دالله لخوا هغه څه ورڅرګند شي چې (هيڅ) ګومان يې نه كولو.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: സ്സുമർ
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

റബ്‌വ ഇസ്‌ലാമിക് ദഅ്വാ ആൻഡ് ഗൈഡൻസ് സെൻററിൻ്റെയും കോൺടെന്റ് ഇൻ ലാംഗ്വേജസ് സർവീസ് അസോസിയേഷൻ്റെയും സഹകരണത്തോടെ മർകസ് റുവാദ് തർജമ വിഭാഗം വിവർത്തനം ചെയ്തത്.

അടക്കുക