Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ന്നിസാഅ്   ആയത്ത്:
اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ یَزْعُمُوْنَ اَنَّهُمْ اٰمَنُوْا بِمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ وَمَاۤ اُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ یُرِیْدُوْنَ اَنْ یَّتَحَاكَمُوْۤا اِلَی الطَّاغُوْتِ وَقَدْ اُمِرُوْۤا اَنْ یَّكْفُرُوْا بِهٖ ؕ— وَیُرِیْدُ الشَّیْطٰنُ اَنْ یُّضِلَّهُمْ ضَلٰلًا بَعِیْدًا ۟
آيا هغه دې نه دي ليدلي چې دعوی كوي په هغه څه يې ايمان راوړى چې پر تا نازل شوي او له تا مخكې نازل شوي، خو غواړي چې د پريكړې لپاره طاغوت (باطل خداى) ته ورشي، حال دا چې ورته امر شوي چې هغه دې نه مني، او شيطان (همدا) غواړي چې بې لارې يې كړي (له حقه) لرې بې لاريتوب سره.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَاِذَا قِیْلَ لَهُمْ تَعَالَوْا اِلٰی مَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ وَاِلَی الرَّسُوْلِ رَاَیْتَ الْمُنٰفِقِیْنَ یَصُدُّوْنَ عَنْكَ صُدُوْدًا ۟ۚ
او چې ورته وويل شي د الله رالېږلې خبرې ته راشئ او د رسول په لوري نو منافقان به وينې چې له تا نه په كلكه ډډه كوي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
فَكَیْفَ اِذَاۤ اَصَابَتْهُمْ مُّصِیْبَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ اَیْدِیْهِمْ ثُمَّ جَآءُوْكَ یَحْلِفُوْنَ ۖۗ— بِاللّٰهِ اِنْ اَرَدْنَاۤ اِلَّاۤ اِحْسَانًا وَّتَوْفِیْقًا ۟
نو بيا به څنګه وي چې په خپلو لاسو وړاندې لېږلي عمل په وجه يو مصيبت ور ورسيږي، بيا درته راشي په الله به قسمونه كوي چې موږ خو له ښېګړى او جوړښت پرته بل څه نه غوښتل.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ یَعْلَمُ اللّٰهُ مَا فِیْ قُلُوْبِهِمْ ۗ— فَاَعْرِضْ عَنْهُمْ وَعِظْهُمْ وَقُلْ لَّهُمْ فِیْۤ اَنْفُسِهِمْ قَوْلًا بَلِیْغًا ۟
دوى هغه خلك دي چې په زړوكې يې موجودو خبرو باندې الله پوهيږى نو څنګ ترې وكړه، نصيحت ورته وكړه او په اړه يې زړه پرېوتونكې خبره ورته وكړه.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَمَاۤ اَرْسَلْنَا مِنْ رَّسُوْلٍ اِلَّا لِیُطَاعَ بِاِذْنِ اللّٰهِ ؕ— وَلَوْ اَنَّهُمْ اِذْ ظَّلَمُوْۤا اَنْفُسَهُمْ جَآءُوْكَ فَاسْتَغْفَرُوا اللّٰهَ وَاسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُوْلُ لَوَجَدُوا اللّٰهَ تَوَّابًا رَّحِیْمًا ۟
او پرته له دې چې د الله په حكم يې اطاعت وكړي شي، بل څه لپاره مو يو رسول هم نه دى رالېږلى او كه دوى هغه وخت درته راغلي واى چې پر ځانو يې ظلم كړى و بيا يې خپله هم الله نه بخښنه غوښتې واى او رسول هم بخښنه ورته غوښتې واى نو الله به يې مهربان توبه منونكى موندلى و.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
فَلَا وَرَبِّكَ لَا یُؤْمِنُوْنَ حَتّٰی یُحَكِّمُوْكَ فِیْمَا شَجَرَ بَیْنَهُمْ ثُمَّ لَا یَجِدُوْا فِیْۤ اَنْفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَیْتَ وَیُسَلِّمُوْا تَسْلِیْمًا ۟
نو، نه، په رب دې قسم تر هغه نه شي مومنان كېدلى چې خپل منځي شخړو كې دې فيصله كوونكى ونه ټاكي، بيا ستا له پرېكړې په زړونو كې څه خپګان هم ونه مومي او ښه پخه يې ومني.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ന്നിസാഅ്
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

റബ്‌വ ഇസ്‌ലാമിക് ദഅ്വാ ആൻഡ് ഗൈഡൻസ് സെൻററിൻ്റെയും കോൺടെന്റ് ഇൻ ലാംഗ്വേജസ് സർവീസ് അസോസിയേഷൻ്റെയും സഹകരണത്തോടെ മർകസ് റുവാദ് തർജമ വിഭാഗം വിവർത്തനം ചെയ്തത്.

അടക്കുക