Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: മുഹമ്മദ്   ആയത്ത്:
وَلَوْ نَشَآءُ لَاَرَیْنٰكَهُمْ فَلَعَرَفْتَهُمْ بِسِیْمٰهُمْ ؕ— وَلَتَعْرِفَنَّهُمْ فِیْ لَحْنِ الْقَوْلِ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ اَعْمَالَكُمْ ۟
او كه موږ وغواړو نو هغوى به هرومرو در وښايو بيا به يې په خپلو نښو وپېژنې، او ته به يې هرومرو د خبرو لهجه كې هم وپېژنې، او الله ته خو ستاسو (د ټولو) عملونه معلوم دي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ حَتّٰی نَعْلَمَ الْمُجٰهِدِیْنَ مِنْكُمْ وَالصّٰبِرِیْنَ ۙ— وَنَبْلُوَاۡ اَخْبَارَكُمْ ۟
او تاسي به هرومرو ازمايو تر څو تاسي څخه مجاهدين او صبركوونكي معلوم كړو [الله ته معلوم دي تاسو ته یې راښکاره کړي] او ستاسي حالات وازمايو.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَصَدُّوْا عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَشَآقُّوا الرَّسُوْلَ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَیَّنَ لَهُمُ الْهُدٰی ۙ— لَنْ یَّضُرُّوا اللّٰهَ شَیْـًٔا ؕ— وَسَیُحْبِطُ اَعْمَالَهُمْ ۟
پرته له شکه هغه كسان چې كفر يې کړی، د الله له لارې يې ايسارول كړي او رسول سره يې مخالفت كړى، وروسته له دې چې سمه لار هم ورته څرګنده شوې (نو) الله ته به هيڅ ضرر ونه رسوي او زر ده چې (ټول) عملونه يې برباد (خراب) كړي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَطِیْعُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوا الرَّسُوْلَ وَلَا تُبْطِلُوْۤا اَعْمَالَكُمْ ۟
اې مومنانو! د الله خبره ومنئ او د رسول الله خبره ومنئ او خپل عملونه مو مه بربادوئ.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَصَدُّوْا عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ثُمَّ مَاتُوْا وَهُمْ كُفَّارٌ فَلَنْ یَّغْفِرَ اللّٰهُ لَهُمْ ۟
بېشكه كومو خلکو چې کفر کړی، د الله له لارې يې ايسارول كړي بيا مړه شوي په داسى حال كې چې كافران وو، نو الله به يې هيڅكله ونه بخښي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
فَلَا تَهِنُوْا وَتَدْعُوْۤا اِلَی السَّلْمِ ۖۗ— وَاَنْتُمُ الْاَعْلَوْنَ ۖۗ— وَاللّٰهُ مَعَكُمْ وَلَنْ یَّتِرَكُمْ اَعْمَالَكُمْ ۟
تاسي مه سستیږۍ او د سولې وړاندیز مه كوئ، همدا تاسي برلاسي كيدونكي ياست، الله ستاسي ملګرى دى او هغه به ستاسي عملونه هيڅكله ضايع نكړي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اِنَّمَا الْحَیٰوةُ الدُّنْیَا لَعِبٌ وَّلَهْوٌ ؕ— وَاِنْ تُؤْمِنُوْا وَتَتَّقُوْا یُؤْتِكُمْ اُجُوْرَكُمْ وَلَا یَسْـَٔلْكُمْ اَمْوَالَكُمْ ۟
بېشكه د دنيا ژوند لوبې او ساعت تېرى ده او كه تاسې ايمان راوړئ او تقوى غوره كړئ نو اجرونه به مو دركړي او مالونه مو در څخه نه غواړي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اِنْ یَّسْـَٔلْكُمُوْهَا فَیُحْفِكُمْ تَبْخَلُوْا وَیُخْرِجْ اَضْغَانَكُمْ ۟
كه چېرې هغه درنه وغواړي او ټينګار در باندې وكړي بيا به تاسي بخيلي وكړئ او ستاسي كينې به راڅرګندې كړي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
هٰۤاَنْتُمْ هٰۤؤُلَآءِ تُدْعَوْنَ لِتُنْفِقُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ۚ— فَمِنْكُمْ مَّنْ یَّبْخَلُ ۚ— وَمَنْ یَّبْخَلْ فَاِنَّمَا یَبْخَلُ عَنْ نَّفْسِهٖ ؕ— وَاللّٰهُ الْغَنِیُّ وَاَنْتُمُ الْفُقَرَآءُ ۚ— وَاِنْ تَتَوَلَّوْا یَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَیْرَكُمْ ۙ— ثُمَّ لَا یَكُوْنُوْۤا اَمْثَالَكُمْ ۟۠
خبر اوسئ تاسي هغه خلک ياست چې د الله په لار كې لګښت كولو ته رابلل كيږئ خو په تاسي كې ځينې بخيلي كوي او څوک چې بخيلي كوي نو هغه خپل ځان سره بخيلي كوي او الله غني او تاسي بې وزله ياست او كه تاسي مخ وګرځوئ نو ستاسي په بدل كې به نور خلک راولي، بيا به هغوى ستاسي غوندې نه وي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: മുഹമ്മദ്
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

റബ്‌വ ഇസ്‌ലാമിക് ദഅ്വാ ആൻഡ് ഗൈഡൻസ് സെൻററിൻ്റെയും കോൺടെന്റ് ഇൻ ലാംഗ്വേജസ് സർവീസ് അസോസിയേഷൻ്റെയും സഹകരണത്തോടെ മർകസ് റുവാദ് തർജമ വിഭാഗം വിവർത്തനം ചെയ്തത്.

അടക്കുക