Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഹുജുറാത്ത്   ആയത്ത്:
وَلَوْ اَنَّهُمْ صَبَرُوْا حَتّٰی تَخْرُجَ اِلَیْهِمْ لَكَانَ خَیْرًا لَّهُمْ ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
او كه هغوى (دومره) صبر كړى وای چې ته وربهر شې، هرومرو به ورته غوره وه او الله بخښونكى او رحم والا دى.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنْ جَآءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَاٍ فَتَبَیَّنُوْۤا اَنْ تُصِیْبُوْا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوْا عَلٰی مَا فَعَلْتُمْ نٰدِمِیْنَ ۟
ای هغو کسانو چې ايمان مو راوړئ! كه يو فاسق (سړى) څه خبر درته راوړي نو ښه پلټنه كوئ، هسې نه چې كوم قوم ته په ناپوهۍ سره څه ضرر ورسوئ، بيا به په خپلو كړو پښېمانه شئ.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ فِیْكُمْ رَسُوْلَ اللّٰهِ ؕ— لَوْ یُطِیْعُكُمْ فِیْ كَثِیْرٍ مِّنَ الْاَمْرِ لَعَنِتُّمْ وَلٰكِنَّ اللّٰهَ حَبَّبَ اِلَیْكُمُ الْاِیْمَانَ وَزَیَّنَهٗ فِیْ قُلُوْبِكُمْ وَكَرَّهَ اِلَیْكُمُ الْكُفْرَ وَالْفُسُوْقَ وَالْعِصْیَانَ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الرّٰشِدُوْنَ ۟ۙ
او پوه شئ چې په تاسي كې د الله رسول (موجود) دى، نو كه هغه په ډېرو كارو كې ستاسي خبره ومني، هرومرو به وكړيږئ. خو الله تاسي ته ايمان در خوښ كړ او ستاسي په زړونو كې يې ښكلى كړ او كفر، فسق او سرغړونه يې درته ناخوښه كړل، همدغه خلك لارموندونكي دي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
فَضْلًا مِّنَ اللّٰهِ وَنِعْمَةً ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟
د الله له لورې يو فضل او لورينه ده، او الله ډېر پوه حكمت والا دى.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَاِنْ طَآىِٕفَتٰنِ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ اقْتَتَلُوْا فَاَصْلِحُوْا بَیْنَهُمَا ۚ— فَاِنْ بَغَتْ اِحْدٰىهُمَا عَلَی الْاُخْرٰی فَقَاتِلُوا الَّتِیْ تَبْغِیْ حَتّٰی تَفِیْٓءَ اِلٰۤی اَمْرِ اللّٰهِ ۚ— فَاِنْ فَآءَتْ فَاَصْلِحُوْا بَیْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَاَقْسِطُوْا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ الْمُقْسِطِیْنَ ۟
او كه د مومنانو دوې ډلې سره په جګړه شي نو تر منځ يې سوله وكړئ، بيا كه يوې پر بلې تېرى وكړ نو تاسي له تېري كوونكې ډلې سره تر هغه وجنګېږئ څو د الله حكم ته راوګرځي، نو كه راوګرځېده بيا يې په عدالت سره ترمنځ سوله وكړئ، او انصاف كوئ بېشكه الله انصاف كوونكي خوښوي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اِنَّمَا الْمُؤْمِنُوْنَ اِخْوَةٌ فَاَصْلِحُوْا بَیْنَ اَخَوَیْكُمْ وَاتَّقُوا اللّٰهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَ ۟۠
له شک پرته مومنان (سره) ورونه دي نو د خپلو دوو وروڼو ترمنځ سوله كوئ او له الله ووېرېږئ ښايي چې رحم درباندې وكړل شي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا یَسْخَرْ قَوْمٌ مِّنْ قَوْمٍ عَسٰۤی اَنْ یَّكُوْنُوْا خَیْرًا مِّنْهُمْ وَلَا نِسَآءٌ مِّنْ نِّسَآءٍ عَسٰۤی اَنْ یَّكُنَّ خَیْرًا مِّنْهُنَّ ۚ— وَلَا تَلْمِزُوْۤا اَنْفُسَكُمْ وَلَا تَنَابَزُوْا بِالْاَلْقَابِ ؕ— بِئْسَ الِاسْمُ الْفُسُوْقُ بَعْدَ الْاِیْمَانِ ۚ— وَمَنْ لَّمْ یَتُبْ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الظّٰلِمُوْنَ ۟
ای هغو کسانو چې ايمان مو راوړی! يو قوم دې پر بل ملنډې نه وهي، ښايي هغوى ترې غوره وي او نه دې ښځې پر ښځو، ښايي هغوى ترې غوره وي، او يو پر بل عيبونه مه واياست او مه يو تر بله بد نومونه اخلئ، له ايمانه وروسته د فسق نوم (يادول) ډېر بد دي او څوک چې توبه نه باسي هم هغوى ظالمان دي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഹുജുറാത്ത്
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

റബ്‌വ ഇസ്‌ലാമിക് ദഅ്വാ ആൻഡ് ഗൈഡൻസ് സെൻററിൻ്റെയും കോൺടെന്റ് ഇൻ ലാംഗ്വേജസ് സർവീസ് അസോസിയേഷൻ്റെയും സഹകരണത്തോടെ മർകസ് റുവാദ് തർജമ വിഭാഗം വിവർത്തനം ചെയ്തത്.

അടക്കുക