Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: മാഇദ   ആയത്ത്:
وَاِذَا نَادَیْتُمْ اِلَی الصَّلٰوةِ اتَّخَذُوْهَا هُزُوًا وَّلَعِبًا ؕ— ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا یَعْقِلُوْنَ ۟
كله چې تاسي د لمانځه لپاره عږ (اذان) كوئ؛ نو هغوى ورپورې ملنډې وهي او لوبې ورسره كوي، د دې دليل دا دى چې هغوې داسي خلك دي چې عقل نه لري.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
قُلْ یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ هَلْ تَنْقِمُوْنَ مِنَّاۤ اِلَّاۤ اَنْ اٰمَنَّا بِاللّٰهِ وَمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْنَا وَمَاۤ اُنْزِلَ مِنْ قَبْلُ ۙ— وَاَنَّ اَكْثَرَكُمْ فٰسِقُوْنَ ۟
ورته وايه اى اهل كتابو! آيا تاسو له دې پرته نور د څه غچ را څخه اخلئ چې موږ پر الله ايمان راوړى او پر هغه چې موږ ته نازل شوي او څه چې مخکې نازل شوي او (بل) دا چې ستاسو زياتره فاسقان دي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
قُلْ هَلْ اُنَبِّئُكُمْ بِشَرٍّ مِّنْ ذٰلِكَ مَثُوْبَةً عِنْدَ اللّٰهِ ؕ— مَنْ لَّعَنَهُ اللّٰهُ وَغَضِبَ عَلَیْهِ وَجَعَلَ مِنْهُمُ الْقِرَدَةَ وَالْخَنَازِیْرَ وَعَبَدَ الطَّاغُوْتَ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ شَرٌّ مَّكَانًا وَّاَضَلُّ عَنْ سَوَآءِ السَّبِیْلِ ۟
ورته وايه: آيا هغه خلك دروښايم چې د الله په نزد د سزا له مخى له دې هم بد وي؟ هر هغه څوك چې الله رټلي، غضب يې پرى كړى او بيزوګان او خنزيران يې ترې جوړ كړي او غير الله يې لمانځلى همدا خلك په مرتبه كى ډېر بد او له سمې لارې ډېر بې لارې دي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَاِذَا جَآءُوْكُمْ قَالُوْۤا اٰمَنَّا وَقَدْ دَّخَلُوْا بِالْكُفْرِ وَهُمْ قَدْ خَرَجُوْا بِهٖ ؕ— وَاللّٰهُ اَعْلَمُ بِمَا كَانُوْا یَكْتُمُوْنَ ۟
او چې كله درته راشي وايي موږ ايمان راوړى، حال دا چې له كفر سره راغلي وو او له كفر سره بېرته ووتل، او الله په هغه څه ښه پوه و چې دوى به پټولو.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَتَرٰی كَثِیْرًا مِّنْهُمْ یُسَارِعُوْنَ فِی الْاِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاَكْلِهِمُ السُّحْتَ ؕ— لَبِئْسَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
او له دوى نه به زياتره وينې چې په ګناه كې منډى ترړې وهي، په ظلم زياتي او حرام خورۍ كې، څه چې دوئ كول خامخا ډېر بد (كارونه) وو.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
لَوْلَا یَنْهٰىهُمُ الرَّبّٰنِیُّوْنَ وَالْاَحْبَارُ عَنْ قَوْلِهِمُ الْاِثْمَ وَاَكْلِهِمُ السُّحْتَ ؕ— لَبِئْسَ مَا كَانُوْا یَصْنَعُوْنَ ۟
د دوى رب پالونكي او عالمان ولې دوى د ګناه خبرو له ويلو او حرامو له خوړلو نه ايساروي، حتماً هغه څه ډېر بد دي چې دوى به كول.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَقَالَتِ الْیَهُوْدُ یَدُ اللّٰهِ مَغْلُوْلَةٌ ؕ— غُلَّتْ اَیْدِیْهِمْ وَلُعِنُوْا بِمَا قَالُوْا ۘ— بَلْ یَدٰهُ مَبْسُوْطَتٰنِ ۙ— یُنْفِقُ كَیْفَ یَشَآءُ ؕ— وَلَیَزِیْدَنَّ كَثِیْرًا مِّنْهُمْ مَّاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ مِنْ رَّبِّكَ طُغْیَانًا وَّكُفْرًا ؕ— وَاَلْقَیْنَا بَیْنَهُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَآءَ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ ؕ— كُلَّمَاۤ اَوْقَدُوْا نَارًا لِّلْحَرْبِ اَطْفَاَهَا اللّٰهُ ۙ— وَیَسْعَوْنَ فِی الْاَرْضِ فَسَادًا ؕ— وَاللّٰهُ لَا یُحِبُّ الْمُفْسِدِیْنَ ۟
او يهودو وويل: دالله لاس تړل شوى دى، (خپله) د دوى لاسونه تړل شوي او رټل شوي دي په هغه خبره چې دوى وكړه، بلكې دواړه لاسونه يې خلاص غوړېدلي چې څنګه يې خوښه وي لګښت كوي. او تا ته چې د رب له خوا دې څه در نازل شوي، د هغوى زياترو ته خامخا سرغړاوى او كفر ورزياتوي، او د هغوى ترمنځ مو د قيامت تر ورځى دښمني او نفرت اچولى، كله هم چې د جګړې اور بلوي الله يې مړ كړي او دوى په ځمكه كې د فساد لپاره هلې ځلې كوي، خو الله فساديان نه خوښوي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: മാഇദ
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - റുവ്വാദ് തർജമ സെൻ്റർ - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

റബ്‌വ ഇസ്‌ലാമിക് ദഅ്വാ ആൻഡ് ഗൈഡൻസ് സെൻററിൻ്റെയും കോൺടെന്റ് ഇൻ ലാംഗ്വേജസ് സർവീസ് അസോസിയേഷൻ്റെയും സഹകരണത്തോടെ മർകസ് റുവാദ് തർജമ വിഭാഗം വിവർത്തനം ചെയ്തത്.

അടക്കുക