Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഹൂദ്   ആയത്ത്:
وَمَا مِنْ دَآبَّةٍ فِی الْاَرْضِ اِلَّا عَلَی اللّٰهِ رِزْقُهَا وَیَعْلَمُ مُسْتَقَرَّهَا وَمُسْتَوْدَعَهَا ؕ— كُلٌّ فِیْ كِتٰبٍ مُّبِیْنٍ ۟
په ځمکه کې چې څومره خوځنده دي د هغوی ټولو روزي پر الله ده او الله ته د هغوی د اوسیدانې او له مرګ وروسته د امانت ایښوولو ځایونه معلوم دي ـ ټول هر څه په یوه روښانه کتاب کې ښکل شوي دي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَهُوَ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ وَّكَانَ عَرْشُهٗ عَلَی الْمَآءِ لِیَبْلُوَكُمْ اَیُّكُمْ اَحْسَنُ عَمَلًا ؕ— وَلَىِٕنْ قُلْتَ اِنَّكُمْ مَّبْعُوْثُوْنَ مِنْ بَعْدِ الْمَوْتِ لَیَقُوْلَنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا سِحْرٌ مُّبِیْنٌ ۟
الله هغه ذات دی چې اسمانونه او ځمکه يي په شپړو ورځو کې پیدا کړل، عرش يې هغه وخت پر اوبو و. تر څو تاسې وازمايې چې کوم یو مو د غوره کړو، وړو خاوند دی. ای محمده! که ته کافرانو ته ووايې چې تاسې به خامخا له مرګ وروسته بیرته را پورته کړای شئ نو کافران به یې له درنګه ووایې چې نه ستا خبرې پرته له ښکاره کوډو بل څه نه دي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَلَىِٕنْ اَخَّرْنَا عَنْهُمُ الْعَذَابَ اِلٰۤی اُمَّةٍ مَّعْدُوْدَةٍ لَّیَقُوْلُنَّ مَا یَحْبِسُهٗ ؕ— اَلَا یَوْمَ یَاْتِیْهِمْ لَیْسَ مَصْرُوْفًا عَنْهُمْ وَحَاقَ بِهِمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟۠
او که مونږ تر ټاکلې مودې[۱] عذاب ټال کړو نو خورا په تلوسه به وايې چې څه شي عذاب ایسار کړی دی؟ باید واورئ چې په کومه ورځ ورته عذاب راشي نو هیڅوک به يې ترې په بل لور وانه ړولای شي. او د همغه څه په نیونه کې به راشي چې هغوی پرې ملنډې او مسخرې وهلې.
[۱] امة په لغت کې هغې ډلې خلکو ته وايي چې دین يې یو وي. خو په مختلفو معناګانو استعمال شوی چې یوه يې وخت او زمانه هم ده( فتح القدیر د امام الشوکاني)
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَلَىِٕنْ اَذَقْنَا الْاِنْسَانَ مِنَّا رَحْمَةً ثُمَّ نَزَعْنٰهَا مِنْهُ ۚ— اِنَّهٗ لَیَـُٔوْسٌ كَفُوْرٌ ۟
که مونږ انسان ته د خپل رحمت څه برخه وروڅکو او بیا يې بیرته ترې واخلو نو هغه خورا مایوسه او ناشکره وي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَلَىِٕنْ اَذَقْنٰهُ نَعْمَآءَ بَعْدَ ضَرَّآءَ مَسَّتْهُ لَیَقُوْلَنَّ ذَهَبَ السَّیِّاٰتُ عَنِّیْ ؕ— اِنَّهٗ لَفَرِحٌ فَخُوْرٌ ۟ۙ
او که له ور په غاړه شوو ستونزو وروسته د نعمت خوند وروڅکو نو هرو، مرو وايې چې زما ستونزې ولاړې او له اندازې ډیر خوښ او په نورو ځان لوړ ګڼي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اِلَّا الَّذِیْنَ صَبَرُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ مَّغْفِرَةٌ وَّاَجْرٌ كَبِیْرٌ ۟
خو یوازې هغه کسان له دې عیب نه پاک دي چې ستونزې زغمي او نیکي يې خپله کړې وي ـ نو د همدوی لپاره بښنه او لوی اجر دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
فَلَعَلَّكَ تَارِكٌ بَعْضَ مَا یُوْحٰۤی اِلَیْكَ وَضَآىِٕقٌ بِهٖ صَدْرُكَ اَنْ یَّقُوْلُوْا لَوْلَاۤ اُنْزِلَ عَلَیْهِ كَنْزٌ اَوْ جَآءَ مَعَهٗ مَلَكٌ ؕ— اِنَّمَاۤ اَنْتَ نَذِیْرٌ ؕ— وَاللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ وَّكِیْلٌ ۟ؕ
ای محمده! هسې نه چې ته ځینې هغه څه پریږدي چې تاته يې وحې شوې ده او هسې نه چې ستا زړه له هغه څه نه تنګ شي چې مشرکان يي وايي چې ولې پر محمد خزانه نده نازله شوې؟ او ولي ورسره ملایکه نه ده راغلې؟ هو! ستا دنده یوازې ډارول دي او بس ـ الله په هر څه ښه څارونکی دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഹൂദ്
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അടക്കുക