Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: യൂസുഫ്   ആയത്ത്:
فَلَمَّاۤ اَنْ جَآءَ الْبَشِیْرُ اَلْقٰىهُ عَلٰی وَجْهِهٖ فَارْتَدَّ بَصِیْرًا ۚؕ— قَالَ اَلَمْ اَقُلْ لَّكُمْ ۚ— اِنِّیْۤ اَعْلَمُ مِنَ اللّٰهِ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ ۟
نو چې زیر ورکوونکی راغی او کمیس يې د هغه پرمخ را وغوړاوو نو په همغه ساعت یعقوب بینا. او ویې ویل ایا تاسې ته ما نه وو ویلي چې زه د الله له لورې په هغه څه پوهیږم چې تاسې پرې نه پوهیږئ.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
قَالُوْا یٰۤاَبَانَا اسْتَغْفِرْ لَنَا ذُنُوْبَنَاۤ اِنَّا كُنَّا خٰطِـِٕیْنَ ۟
هغوی ټولو وویل پلارجانه! مونږ ته زمونږ د ګناهونو بښنه وغواړه بې له شکه چې مونږ خطاکاران وو.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
قَالَ سَوْفَ اَسْتَغْفِرُ لَكُمْ رَبِّیْ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ ۟
هغه وویل: زه به ډیر ژر له خپل رب نه تاسې ته بښنه وغواړم بې له شکه چې هغه بښونکی او ډیر مهربان دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
فَلَمَّا دَخَلُوْا عَلٰی یُوْسُفَ اٰوٰۤی اِلَیْهِ اَبَوَیْهِ وَقَالَ ادْخُلُوْا مِصْرَ اِنْ شَآءَ اللّٰهُ اٰمِنِیْنَ ۟ؕ
نو کله چې ټول یوسف ته ورسیدل نو مرو[۹] او پلار يې له ځان سره او ويي ویل: ټول ښار ته ولاړ شئ که د الله خوښه وه په امن او ډاډ سره اوسیږئ.
[۹] ځیني مفسیرین وايي خپله موريي ژوندۍ وه او هغه چې وايي چې مړه وه نو ايي چې دا يي میره و پالنې دده د مور خور واده کړې وه نو هم يي ترور وه او هم مور( ابن جریر الطبری)
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَرَفَعَ اَبَوَیْهِ عَلَی الْعَرْشِ وَخَرُّوْا لَهٗ سُجَّدًا ۚ— وَقَالَ یٰۤاَبَتِ هٰذَا تَاْوِیْلُ رُءْیَایَ مِنْ قَبْلُ ؗ— قَدْ جَعَلَهَا رَبِّیْ حَقًّا ؕ— وَقَدْ اَحْسَنَ بِیْۤ اِذْ اَخْرَجَنِیْ مِنَ السِّجْنِ وَجَآءَ بِكُمْ مِّنَ الْبَدْوِ مِنْ بَعْدِ اَنْ نَّزَغَ الشَّیْطٰنُ بَیْنِیْ وَبَیْنَ اِخْوَتِیْ ؕ— اِنَّ رَبِّیْ لَطِیْفٌ لِّمَا یَشَآءُ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْعَلِیْمُ الْحَكِیْمُ ۟
مور او پلار يې له ځان سره په تخت کینول او ټول یوسف ته په سجده [۱۰] پریوتل. یوسف وویل پلارجانه! دا زما د همغه پخواني خوب تعبیر وو چې زما رب رښتیا کړ او له ماسره يي ښیګڼه وکړه چې زه يي له زندان نه راوویستم او تاسې يي له بیدییا راوستئ[۱۱] په داسې حال کې چې شیطان زما او زما د ورونو ترمنځ شخړه اچولې وه. بې له شکه چې زما رب په خورا باریکو تدبیرونو سره خپله غوښتنه پوره کوي. او بې له شکه چې هغه په هر څه پوه او زیات حکمت والا دی.
[۱۰] ځیني وايي دا سجده په پخوانیو امتونو کې او ځيني نور وايي چې دا مروجه سجده نه وه احترام او تعظیم پر ځای کول( ابن جریر الطبری).
[۱۱]ځینې وايي چې (بدو) د یو ځای نوم دی. او ځينې وايي( من ) د (في) په معنا دی یعنې تاسې په دښټه کې راغلئ( تفسیر الماوردی).
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
رَبِّ قَدْ اٰتَیْتَنِیْ مِنَ الْمُلْكِ وَعَلَّمْتَنِیْ مِنْ تَاْوِیْلِ الْاَحَادِیْثِ ۚ— فَاطِرَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ۫— اَنْتَ وَلِیّٖ فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ ۚ— تَوَفَّنِیْ مُسْلِمًا وَّاَلْحِقْنِیْ بِالصّٰلِحِیْنَ ۟
ای زما ربه ته ماته واکمني راکړې او د خبرو اپه اصلي معنی دې پوه کړی یم ای د اسمانونو او ځمکې پیدا کوونکیه! همدا ته مې په دینا او اخرت کې سرپرست يې مسلمان مې مړ او له صالحانو سره مې یو ځای کړه.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
ذٰلِكَ مِنْ اَنْۢبَآءِ الْغَیْبِ نُوْحِیْهِ اِلَیْكَ ۚ— وَمَا كُنْتَ لَدَیْهِمْ اِذْ اَجْمَعُوْۤا اَمْرَهُمْ وَهُمْ یَمْكُرُوْنَ ۟
ای محمده دا کیسه د غیبو له خبرو نه ده چې مونږ يې تاته وحې کوو که نه نو ته خو هغه وخت له هغوی سره نه وې چې هغوی ټول په یوه خوله دسیسه جوړه کړې وه.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَمَاۤ اَكْثَرُ النَّاسِ وَلَوْ حَرَصْتَ بِمُؤْمِنِیْنَ ۟
او ای محمده که ته هر څومره حرص وکړې د خلکو زیاته برخه ایمان نه راوړي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: യൂസുഫ്
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അടക്കുക