Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഹജ്ജ്   ആയത്ത്:
حُنَفَآءَ لِلّٰهِ غَیْرَ مُشْرِكِیْنَ بِهٖ ؕ— وَمَنْ یُّشْرِكْ بِاللّٰهِ فَكَاَنَّمَا خَرَّ مِنَ السَّمَآءِ فَتَخْطَفُهُ الطَّیْرُ اَوْ تَهْوِیْ بِهِ الرِّیْحُ فِیْ مَكَانٍ سَحِیْقٍ ۟
یوازې یو الله ته غاړه کیږدئ او له هغه سره هیڅ مه برابروئ.او څوک چې له الله سره بل څه برابر کړي نو داسې یې وګڼه لکه چې له اسمان نه راختاء او مارغان یي سره وتښتوي.او یایې باد په یوه لرې او ژور ځای کې ور ګوزار کړي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
ذٰلِكَ ۗ— وَمَنْ یُّعَظِّمْ شَعَآىِٕرَ اللّٰهِ فَاِنَّهَا مِنْ تَقْوَی الْقُلُوْبِ ۟
خبره همداده ـ او څوک چې د الله د نښو درناوی کوي نو بې له شکه چې دا یې د زړونو تقوی ده.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
لَكُمْ فِیْهَا مَنَافِعُ اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی ثُمَّ مَحِلُّهَاۤ اِلَی الْبَیْتِ الْعَتِیْقِ ۟۠
تاسې تر یوې ټاکلې مودې له همدغو څارویو نه ګټه اخیستلای شئ او د قربانۍ ځای يې له لرغونې خوني سره دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَلِكُلِّ اُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنْسَكًا لِّیَذْكُرُوا اسْمَ اللّٰهِ عَلٰی مَا رَزَقَهُمْ مِّنْ بَهِیْمَةِ الْاَنْعَامِ ؕ— فَاِلٰهُكُمْ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ فَلَهٗۤ اَسْلِمُوْا ؕ— وَبَشِّرِ الْمُخْبِتِیْنَ ۟ۙ
او مونږ د هرامت لپاره د قربانۍ یوه لاره ټاکلې ده چې:د الله نوم د الله په وروزي کړو څارویو یاد کړي.نو ستاسې معبود ایکې یو الله دی نو همغه ته غاړه کیږدئ ـ او ای محمده! عاجزی کوونکو ته زیری ورکړه.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
الَّذِیْنَ اِذَا ذُكِرَ اللّٰهُ وَجِلَتْ قُلُوْبُهُمْ وَالصّٰبِرِیْنَ عَلٰی مَاۤ اَصَابَهُمْ وَالْمُقِیْمِی الصَّلٰوةِ ۙ— وَمِمَّا رَزَقْنٰهُمْ یُنْفِقُوْنَ ۟
هغو کسانو ته چې د الله په یادولو سره یې زړونه لړزیږي د رسیدلو پيښو په وړاندې صبر کوونکي لمانځه و دروونکي،او زمونږ چې څه ورکړي دي له هغو نه خیراتونه کوي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَالْبُدْنَ جَعَلْنٰهَا لَكُمْ مِّنْ شَعَآىِٕرِ اللّٰهِ لَكُمْ فِیْهَا خَیْرٌ ۖۗ— فَاذْكُرُوا اسْمَ اللّٰهِ عَلَیْهَا صَوَآفَّ ۚ— فَاِذَا وَجَبَتْ جُنُوْبُهَا فَكُلُوْا مِنْهَا وَاَطْعِمُوا الْقَانِعَ وَالْمُعْتَرَّ ؕ— كَذٰلِكَ سَخَّرْنٰهَا لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟
او اوښان او نور غټ څاروي مونږ تاسې ته په شعاير الله کې شامل کړي دي. په هغو کې ستاسې دنیوي او اخروي ښیګڼه ده.په اوښانو په ولاړه د الله نوم واخلئ.او چې له حلالولو وروسته په ځمکه پریووځي نو په خپله یې وخورئ.او مسکینانو ته یې هم ورکړئ سوال کوي او که نه ـ دا څاروي مونږ ستاسې په واک کې در کړي دي ښايې چې تاسې شکر وباسئ.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
لَنْ یَّنَالَ اللّٰهَ لُحُوْمُهَا وَلَا دِمَآؤُهَا وَلٰكِنْ یَّنَالُهُ التَّقْوٰی مِنْكُمْ ؕ— كَذٰلِكَ سَخَّرَهَا لَكُمْ لِتُكَبِّرُوا اللّٰهَ عَلٰی مَا هَدٰىكُمْ ؕ— وَبَشِّرِ الْمُحْسِنِیْنَ ۟
الله ته نه د هغې غوښې رسیږي او نه یې وینې بلکې هغه ته یوازې ستاسې تقوی رسیږي.او په دې توګه یي څاروي ستاسې په واک کې در کړي دي تر څو تاسې الله پاک د هغه د ښوونو په رڼا کې په لویې سره یاد کړئ او نیکو کارانو ته زیری ورکړه.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اِنَّ اللّٰهَ یُدٰفِعُ عَنِ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ كُلَّ خَوَّانٍ كَفُوْرٍ ۟۠
بې له شکه چې الله پاک تل تر تله له مؤمنانو نه دفاع کوي ـ او دا هم پخه خبره ده چې الله پاک هیڅ خاین او ناشکره نه خوښوي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഹജ്ജ്
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അടക്കുക