Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ന്നൂർ   ആയത്ത്:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّبِعُوْا خُطُوٰتِ الشَّیْطٰنِ ؕ— وَمَنْ یَّتَّبِعْ خُطُوٰتِ الشَّیْطٰنِ فَاِنَّهٗ یَاْمُرُ بِالْفَحْشَآءِ وَالْمُنْكَرِ ؕ— وَلَوْلَا فَضْلُ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ وَرَحْمَتُهٗ مَا زَكٰی مِنْكُمْ مِّنْ اَحَدٍ اَبَدًا ۙ— وَّلٰكِنَّ اللّٰهَ یُزَكِّیْ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟
ای مؤمنانو! د شیطان پر پلونو مه ځئ او هر څوک چې دشیطان پر پلونو ولاړ نو هغه به په فحشاوو او ناروا کارونو ورته امر وکړي. او که پر تاسې د الله فضل او احسان نه وای، نو هیڅکله به مو کوم یو له ګناه څخه پاک شوی نه وو. خو الله پاک هغه خلک پاکوي چې خوښه يي شي او الله اوریدونکی او پوه دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَلَا یَاْتَلِ اُولُوا الْفَضْلِ مِنْكُمْ وَالسَّعَةِ اَنْ یُّؤْتُوْۤا اُولِی الْقُرْبٰی وَالْمَسٰكِیْنَ وَالْمُهٰجِرِیْنَ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ۪ۖ— وَلْیَعْفُوْا وَلْیَصْفَحُوْا ؕ— اَلَا تُحِبُّوْنَ اَنْ یَّغْفِرَ اللّٰهُ لَكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
ستاسې مهربان او مالدار خلک دې لوړه نه کوي چې خپلوانو، تش لاسو، او د الله په لار کې مهاجر خلکو ته به څه ورنه کړي. باید عفوه ورکړي او ترې تیر شي. تاسې نه خوښوئ چې الله درته بښنه وکړي؟ الله ښه بښونکی او مهربان دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اِنَّ الَّذِیْنَ یَرْمُوْنَ الْمُحْصَنٰتِ الْغٰفِلٰتِ الْمُؤْمِنٰتِ لُعِنُوْا فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ ۪— وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟ۙ
کوم کسان چې پر پاک لمنو ناخبره، مؤمنو ښځو تور تپي پر هغوی په دنیا او اخرت کې لعنت وکړای شو. او ډیر لوی عذاب يي په برخه دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
یَّوْمَ تَشْهَدُ عَلَیْهِمْ اَلْسِنَتُهُمْ وَاَیْدِیْهِمْ وَاَرْجُلُهُمْ بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
په هغه ورځ چې په کړو وړو به يې ژبې، لاسونه او پښې شاهدي ووايې.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
یَوْمَىِٕذٍ یُّوَفِّیْهِمُ اللّٰهُ دِیْنَهُمُ الْحَقَّ وَیَعْلَمُوْنَ اَنَّ اللّٰهَ هُوَ الْحَقُّ الْمُبِیْنُ ۟
په هغه ورځ به الله پاک پوره حساب په لاس ورکړي او هغوی ته به په ډاګ شي چې حق او څرګند یوازې د الله ذات دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اَلْخَبِیْثٰتُ لِلْخَبِیْثِیْنَ وَالْخَبِیْثُوْنَ لِلْخَبِیْثٰتِ ۚ— وَالطَّیِّبٰتُ لِلطَّیِّبِیْنَ وَالطَّیِّبُوْنَ لِلطَّیِّبٰتِ ۚ— اُولٰٓىِٕكَ مُبَرَّءُوْنَ مِمَّا یَقُوْلُوْنَ ؕ— لَهُمْ مَّغْفِرَةٌ وَّرِزْقٌ كَرِیْمٌ ۟۠
ناپاکې ښځې د ناپاکو نارینه وو لپاره دي او ناپاک نارینه د ناپاکو ښځو لپاره دي او پاکې ښځې د پاکو سړیو او پاک سړي دپاکو ښځو لپاره دي. د دوی لمن له هغو خبرو نه پاکه ده چې منافقان يې په درواغو جوړوي. د دوی لپاره بښنه ده او ښه روزي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَدْخُلُوْا بُیُوْتًا غَیْرَ بُیُوْتِكُمْ حَتّٰی تَسْتَاْنِسُوْا وَتُسَلِّمُوْا عَلٰۤی اَهْلِهَا ؕ— ذٰلِكُمْ خَیْرٌ لَّكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُوْنَ ۟
ای مؤمنانو! له خپلو کورونو پرته نورو کورونو ته تر هغه مه ننوځئ، تر څو چې اجازه يي ترلاسه او په اوسیدونکو يې سلام ووايې. دا ستاسې لپاره ډیر غوره دی ښآيې چې تاسې پند واخلئ.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ന്നൂർ
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അടക്കുക