Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഖസസ്   ആയത്ത്:
فَلَمَّا قَضٰی مُوْسَی الْاَجَلَ وَسَارَ بِاَهْلِهٖۤ اٰنَسَ مِنْ جَانِبِ الطُّوْرِ نَارًا ۚ— قَالَ لِاَهْلِهِ امْكُثُوْۤا اِنِّیْۤ اٰنَسْتُ نَارًا لَّعَلِّیْۤ اٰتِیْكُمْ مِّنْهَا بِخَبَرٍ اَوْ جَذْوَةٍ مِّنَ النَّارِ لَعَلَّكُمْ تَصْطَلُوْنَ ۟
نو کله چې موسی نیټه پوره او خپل ټبر يې روان کړ د طور غر په اړخ کې يي اور ولید. خپلې ښځې ته يي وویل: تاسې دلته اوسئ ما اور ولید کیدای شي چې زه له هغه ځایه څه خبر راوړم، او یا د اور کومه بله سکروټه چې تاسې پرې ځان ګرم کړئ.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
فَلَمَّاۤ اَتٰىهَا نُوْدِیَ مِنْ شَاطِئِ الْوَادِ الْاَیْمَنِ فِی الْبُقْعَةِ الْمُبٰرَكَةِ مِنَ الشَّجَرَةِ اَنْ یّٰمُوْسٰۤی اِنِّیْۤ اَنَا اللّٰهُ رَبُّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ
نو کله چې موسی هلته ورغی نو د ناوې دښي غاړې د برکتي ټوټې له ونې څخه غږ وشو چې: ای موسی! همدا زه الله یم د عالمونو واکمن.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَاَنْ اَلْقِ عَصَاكَ ؕ— فَلَمَّا رَاٰهَا تَهْتَزُّ كَاَنَّهَا جَآنٌّ وَّلّٰی مُدْبِرًا وَّلَمْ یُعَقِّبْ ؕ— یٰمُوْسٰۤی اَقْبِلْ وَلَا تَخَفْ ۫— اِنَّكَ مِنَ الْاٰمِنِیْنَ ۟
امسا دې وغورځوه ـ ناببره ګوري چې امسايي د یوه مار په خیر خوځیږي. مخ په څټ يې منډه او هیڅ يي ونه کتل. ای موسی مخ کړه مه ډاریږه ـ بې له شکه ته له امن موندونکو څخه يې.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اُسْلُكْ یَدَكَ فِیْ جَیْبِكَ تَخْرُجْ بَیْضَآءَ مِنْ غَیْرِ سُوْٓءٍ ؗ— وَّاضْمُمْ اِلَیْكَ جَنَاحَكَ مِنَ الرَّهْبِ فَذٰنِكَ بُرْهَانٰنِ مِنْ رَّبِّكَ اِلٰی فِرْعَوْنَ وَمَلَاۡىِٕهٖ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمًا فٰسِقِیْنَ ۟
لاس دې په خپل ګریوان کې ننه باسه او پرته له کوم عیب نه يې سپین پړ کیدونکی راوباسه. او د ډار لرې کولو لپاره دې خپل مټ له ځان سره جوخت کړه نو دغه دواړه هغه دلایل دي چې تا ته د خپل رب له لورې د فرعون او د هغه د قوم د مقابلې لپاره درکړای شول. بې له شکه هغوی فاسقان دي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
قَالَ رَبِّ اِنِّیْ قَتَلْتُ مِنْهُمْ نَفْسًا فَاَخَافُ اَنْ یَّقْتُلُوْنِ ۟
موسی وویل: ای زما ربه! ما له هغوی څخه یو تن وژلی دی. زه ډاریږم چې هغوی به ما ووژني.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَاَخِیْ هٰرُوْنُ هُوَ اَفْصَحُ مِنِّیْ لِسَانًا فَاَرْسِلْهُ مَعِیَ رِدْاً یُّصَدِّقُنِیْۤ ؗ— اِنِّیْۤ اَخَافُ اَنْ یُّكَذِّبُوْنِ ۟
او زما د ورور هارون ژبه له مانه ښه روانه ده. نو هغه هم له ما سره پیغمبر کړه چې زما ملاتړی او تائیدکوونکی وي زه ډاریږم چې هغوی به ما درواغجن وګڼي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
قَالَ سَنَشُدُّ عَضُدَكَ بِاَخِیْكَ وَنَجْعَلُ لَكُمَا سُلْطٰنًا فَلَا یَصِلُوْنَ اِلَیْكُمَا ۚۛ— بِاٰیٰتِنَا ۚۛ— اَنْتُمَا وَمَنِ اتَّبَعَكُمَا الْغٰلِبُوْنَ ۟
الله وفرمایل: مونږ به ستا مټ ستا پر ورور پیاوړی او تاسې دواړو ته به برلاسي در په برخه کړو او هغوی تاسې ته هیڅ تاوان نه شي رسولی - تاسې او ستاسې منونکي زمونږ د نښانو په زور سره برلاسي یاست.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ഖസസ്
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അടക്കുക