Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: മുഹമ്മദ്   ആയത്ത്:

محمد

اَلَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَصَدُّوْا عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ اَضَلَّ اَعْمَالَهُمْ ۟
الله د هغو کسانو کړني بابیزه او ضایع کړي چې کافران شوي او د الله له لارې نه يي خلک منع کړي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَاٰمَنُوْا بِمَا نُزِّلَ عَلٰی مُحَمَّدٍ وَّهُوَ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّهِمْ ۙ— كَفَّرَ عَنْهُمْ سَیِّاٰتِهِمْ وَاَصْلَحَ بَالَهُمْ ۟
او کومو کسان وچې ایمان راوړی او نیکي کړني يی خپلي کړي او هغه حق يي منلی چې د رب له لورې پر محمد نازل شوی الله يي ټولې بدې کړنې رژولي او د هغوی حال يې ښه کړی دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
ذٰلِكَ بِاَنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوا اتَّبَعُوا الْبَاطِلَ وَاَنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّبَعُوا الْحَقَّ مِنْ رَّبِّهِمْ ؕ— كَذٰلِكَ یَضْرِبُ اللّٰهُ لِلنَّاسِ اَمْثَالَهُمْ ۟
دا ځکه چې کافران په باطلو پسې تللي. او مؤمنان پر هغه حق روان دي چې د رب له لورې راغلی په دې توګه الله پاک خلکو ته د هغوی مثالونه وړاندې کوي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
فَاِذَا لَقِیْتُمُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فَضَرْبَ الرِّقَابِ ؕ— حَتّٰۤی اِذَاۤ اَثْخَنْتُمُوْهُمْ فَشُدُّوا الْوَثَاقَ ۙ— فَاِمَّا مَنًّا بَعْدُ وَاِمَّا فِدَآءً حَتّٰی تَضَعَ الْحَرْبُ اَوْزَارَهَا— ذٰلِكَ ۛؕ— وَلَوْ یَشَآءُ اللّٰهُ لَانْتَصَرَ مِنْهُمْ ۙ— وَلٰكِنْ لِّیَبْلُوَاۡ بَعْضَكُمْ بِبَعْضٍ ؕ— وَالَّذِیْنَ قُتِلُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ فَلَنْ یُّضِلَّ اَعْمَالَهُمْ ۟
کله چې تاسې له کافرانو سره لاس په ګریوان شوئ نو غاړې يي غوڅې کړئ. تر هغو چې ښه يي وځپئ بیا يي بندیان ښه کلک وتړئ نو یا يي د ښیګڼې له مخې او یا يې د فدې په بدل کې خوشې کړئ. او تر هغو همدې کار ته دوام ورکړئ تر څو جنګ خپله وسله په ځمکه کیږدي. دا ستاسې کار دی . که الله غوښتلی نو په خپله به يي له هغوۍ نه بدل اخیستي وو. خو هغه دا لار خوښه کړې چې تاسې یو پر بل وازمايې. او څوک چې د الله په لار کې وژلې شوي دي، هیڅکله به يي کړنې بابیزه او توۍ نشي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
سَیَهْدِیْهِمْ وَیُصْلِحُ بَالَهُمْ ۟ۚ
ډیر ژر به الله لار ور وښایې او حال به يي ښه کړي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَیُدْخِلُهُمُ الْجَنَّةَ عَرَّفَهَا لَهُمْ ۟
او هغه جنت ته به يې ننه باسي چې له پخوان نه يي ورته په ګوته کړی دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنْ تَنْصُرُوا اللّٰهَ یَنْصُرْكُمْ وَیُثَبِّتْ اَقْدَامَكُمْ ۟
اې مؤمنانو! که تاسې د الله د دین ملاتړ وکړئ هغه به ستاسې ملاتړ وکړې او پښې به مو کلکې کړي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا فَتَعْسًا لَّهُمْ وَاَضَلَّ اَعْمَالَهُمْ ۟
او کوم کسان چې کافران دي هلاکت يې په برخه او الله يې عملونه بابیزه کړې دي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ كَرِهُوْا مَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ فَاَحْبَطَ اَعْمَالَهُمْ ۟
دا ځکه چې دوی هغه څه بد ګڼل چې الله نازل کړي دي نو الله يې هم ټول عملونه تس، نس کړل.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اَفَلَمْ یَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَیَنْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— دَمَّرَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ ؗ— وَلِلْكٰفِرِیْنَ اَمْثَالُهَا ۟
ایا په ځمکه کې نه دي ګرځیدلي چې وګوري چې د هغو خلکو پای څه وه چې وړاندې تیر شوي دي؟ الله پرې تباهي راوسته او کافران هم د هغوی په څیر حال سره مخ کیدونکي دي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
ذٰلِكَ بِاَنَّ اللّٰهَ مَوْلَی الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَاَنَّ الْكٰفِرِیْنَ لَا مَوْلٰی لَهُمْ ۟۠
دا ځکه چې: الله د مؤمنانو دوست او کار جوړوونکی دی او کافران هیڅ دوست او کار جوړوونکی نه لري.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: മുഹമ്മദ്
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അടക്കുക