Check out the new design

വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് * - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക


പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ന്നജ്മ്   ആയത്ത്:
وَاَنَّهٗ خَلَقَ الزَّوْجَیْنِ الذَّكَرَ وَالْاُ ۟ۙ
او دا چې همغه نر او ښځه جوړه جوړه پیدا کړي دي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
مِنْ نُّطْفَةٍ اِذَا تُمْنٰی ۪۟
له یوه څاڅکي اوبونه چې وڅڅول شي.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَاَنَّ عَلَیْهِ النَّشْاَةَ الْاُخْرٰی ۟ۙ
او دا چې بیا را ژوندي کول د همغه دنده ده.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَاَنَّهٗ هُوَ اَغْنٰی وَاَقْنٰی ۟ۙ
او دا چې مالدارول کوي او نیستمن کول.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَاَنَّهٗ هُوَ رَبُّ الشِّعْرٰی ۟ۙ
او دا چې هغه د شعر[۷]ستوري رب دی.
[۷] دا یو ستوری دی چې ناپوهانو به د کائناتو په چلښت کې اغیزمن بللو په داسې حال کې چې هغه په خپله مخلوق دی.(فتح القدیر).
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَاَنَّهٗۤ اَهْلَكَ عَادَا ١لْاُوْلٰی ۟ۙ
او دا چې همغه لومړني عادیان هلاک کړل.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَثَمُوْدَاۡ فَمَاۤ اَبْقٰی ۟ۙ
او هم یې ثمودیان چې یو یې هم پرې نښوول.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَقَوْمَ نُوْحٍ مِّنْ قَبْلُ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا هُمْ اَظْلَمَ وَاَطْغٰی ۟ؕ
له دې نه وړاندې یې د نوح قوم هم هلاک کړ.ځکه چې هغوی له هر چا نه ډير تیري کوونکي او ډير سرغړوونکي وو.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَالْمُؤْتَفِكَةَ اَهْوٰی ۟ۙ
او بل مخ چپه کړی شوی کلي یې لاندې راورغورځاوو.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
فَغَشّٰىهَا مَا غَشّٰی ۟ۚ
نو بیا یې د هغه څه لاندې پټ کړ چې پرې یې پټا وو.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكَ تَتَمَارٰی ۟
نو ته به د خپل رب په کومه لورینه کې شکه کوې؟
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
هٰذَا نَذِیْرٌ مِّنَ النُّذُرِ الْاُوْلٰی ۟
دغه محمد هم د پخوانیو ډاروونکو په شان یو ډاروونکی دی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اَزِفَتِ الْاٰزِفَةُ ۟ۚ
قیامت را نژدې شو.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
لَیْسَ لَهَا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ كَاشِفَةٌ ۟ؕ
خو باوري وخت یې پرته له الله بل هیڅوک نه شي ښکاره کولی.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
اَفَمِنْ هٰذَا الْحَدِیْثِ تَعْجَبُوْنَ ۟ۙ
ایا له همدې خبرې نه تاسې تعجب کوئ؟
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَتَضْحَكُوْنَ وَلَا تَبْكُوْنَ ۟ۙ
خاندئ او ژاړئ نه؟
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
وَاَنْتُمْ سٰمِدُوْنَ ۟
بې پروا په لوبو او سندرو اخته یې.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
فَاسْجُدُوْا لِلّٰهِ وَاعْبُدُوْا ۟
نو اوس یوازې یو الله ته سجده وکړئ.او یوازې د هغه عبادت وکړئ.
അറബി ഖുർആൻ വിവരണങ്ങൾ:
 
പരിഭാഷ അദ്ധ്യായം: ന്നജ്മ്
സൂറത്തുകളുടെ സൂചിക പേജ് നമ്പർ
 
വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ് - വിവർത്തനങ്ങളുടെ സൂചിക

ഖുർആൻ ആശയ വിവർത്തനം (പഷ്തു ഭാഷ) - മൗലവി ജാനിബാസ് സര്‍ഫറാസ്.

അടക്കുക